کامکاتا-واري (ژبه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له کامکاتا-واري ژبه نه مخ گرځېدلی)

کامکاتا-واری په افغانستان کي د نورستان ولایت اړوند یوه ژبه ده. په یاده ژبه کي د کاتا-واری ، کامویري او ممویري اصلي ژبي لهجې ګډون لري. کاتا واري او کام ویري کله ناکله په غلطه توګه د دوو جلا ژبو په توګه پېژندل سوي دي خو د ژبپوه ریچارډ سټرینډ په اند دوی دواړي یوه ژبه جوړوي.

کامکاتا-واري ژبه د 40,000-60,000 نفوس چي د کاتا ، کوم ، مومو، کشتو او ځینو کوچنیو تور پوستو قومونو چي د افغانستان او پاکستان په ځینو برخو کي اوسیږي ګډه ژبه ده. د پاکستان د کامکاتا-واری ژبي له یوبل سره توپیر لری. ددې ژبي لپاره ترټولو کارول سوي بدیل نومونه کاټي یا بشګالي دي.