منځپانگې ته ورتلل

کالوین کولیج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کالوین کولیج
Calvin Coolidge  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
کالوین کولیج
کالوین کولیج

د شخص مالومات
زېږون نوم
John Calvin  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۴ جولای ۱۸۷۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه 5 جنوري 1933 (61 کاله)[۱۲][۱][۲][۳][۴][۱۳][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل د زړه حمله (ناروغي)   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای ماساچوست   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
قد 178 سانتي متره   ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
د متحده ایالاتو ولسمشر (30  )   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۲ اگست ۱۹۲۳  – ۴ مارچ ۱۹۲۹ 
وارن ګامالیل هارډینګ  
هربرټ کلارک هوور  
عملي ژوند
تعلیم Amherst پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک سياستوال ،  قانونپوه   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه انګليسي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه [۱]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
کالوین کولیج
کالوین کولیج

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

کالوین کولیج (د ۱۸۷۲ز کال جولای په ۴مه زېږېدلی او د ۱۹۳۳ز کال د جنوري په ۵مه مړ شوی) له ۱۹۲۳ز کال نه تر ۱۹۲۹ز کال پورې د متحده ایالاتو ۳۰م ولسمشر و. نوموړی د نوي انګلینډ اوسېدونکی او یو جمهوري غوښتونکی حقوقپوه و. کولیج په ورمونټ کې زېږېدلی و او د میساچوسټس والي په توګه یې هم دنده تر سره کړې وه. د ۱۹۱۹ز کال د بوسټن پولیسو د اعتصاب پر وړاندې د کالوین ځواب هغه ته د «قاطع عمل سړي» په توګه شهرت ورکړ، چې بل کال هغه د متحده ایالاتو ۲۹م مرستیال ولسمشر او په ​​۱۹۲۳ز کال کې د وارن جی هارډینګ له ناڅاپي مړینې وروسته ولسمشرۍ ته بریالی شو. کالوین د یو کوچني حکومتي محافظه کار او یو داسې کس په توګه چې ډېر لږ غږېده او ډېر لږ خوش طبعي یې درلوده، د ارام کالوین «Silent Cal » لقب ګټلی و. هغه غوره وګڼله، چې د ۱۹۲۸ز کال ټاکنو کې بیا ځان نوماند نه کړي او ویل به یې، چې د ولسمشر په توګه لس کاله « د نورو ولسمشرانو په پرتله ډېره اوږده موده وه - ډيره اوږده!»[۱۴][۱۵][۱۶]

کولیج د خپلې واکمنۍ  په اوږدو کې له مالي محافظه کارۍ او د ښځو د ووټ اچونې له حقونو نه ټینګ ملاتړ وکړ. نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په موده کې د پخوانۍ ادارې له ګڼو رسواییو وروسته په سپینه ماڼۍ د خلکو باور بېرته ترلاسه کړ. هغه د ۱۹۲۴ز کال د هند د تابعیت قانون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د متحده ایالاتو بومي وګړو ته د متحده ایالاتو تابعیت ورکړ او هېواد يې د چټکې او پراخې اقتصادي ودې پر مهال مدیریت کړ له همدې کبله د کالوین دوره له « زرینه شلیزې» په نوم یادېږي. هغه په داسې حال کې له خپلې دندې لاس په سر شو، چې د امریکایانو ترمنځ یې د پام وړ محبوبیت خپل کړی و.[۱۷]

کولیج د څېړونکو له خوا د متحده ایالاتو د ولسمشرانو په ډلبندۍ کې له اوسط نه په ټیټه درجه کې شمېرل کېږي. هغه په ​​​​متحده ایالاتو کې د توکمیز تاوتریخوالي د ډېریدو په لړ کې له نژادي برابري نه د کلک ملاتړ له امله په نړیواله کچه وستایل شو همدارنګه د کوچني حکومتونو او د نه مداخلي اقتصادونو ملاتړ کونکو له خوا هم خورا وستایل شو. د هغه منتقدین استدلال کوي، چې هغه له اقتصادي ودې نه د مبارزو بزګرانو او کارګرانو سره د مرستې لپاره چې د هېواد په کمزورو صنعتونو کې په کار بوخت و، ګټه پورته نه کړه او پاتې راغی. د تاریخپوهانو تر منځ لاهم په دې اړه ډېر بحثونه شته، چې د کولیج اقتصادي تګلارو د اقتصادي ناورین په رامنځته کېدو کې څومره مرسته کړې، خو دا د خلکو او د هغه د بنسټ له لوري په پراخه کچه منل شوي، چې د کالوین ترادارې لاندې فډرالي سیسټم تر یوې اندازې پورې د ۱۹۲۹ز کال د ونډو د مارکيټ (وال سټریټ ژورنال) د پېښې، چې د هغه د واک له پرېښودو نه سمدستي وروسته رامنځ ته شو مسؤل و، چې دا د امریکا د ستر اقتصادي ناورین د پیل نښه وه.[۱۸][۱۹]

د کالوین کولیج ولسمشرۍ (۱۹۲۳ز کال نه تر ۱۹۲۹ز کال)

[سمول]

د ۱۹۲۳ز کال د اګست په ۲مه نېټه، ولسمشرهارډینګ د لوېدیځې امریکا په سان فرانسیسکو کې د وینا پر مهال د زړه د حملې له امله په ناڅاپي ډول مړ شو. مرستیال ولسمشر کولیج په ورمونټ کې د خپلې کورنۍ لیدو ته تللی و، چې نه یې برېښنا درلوده او نه یې ټلیفون، چې د هارډینګ د مړینې پیغام یې ترلاسه کړ. کولیج جامې واغوستې او له کوټې ښکته راغلو تر څو خبریالانو ته چې هلته راټول شوي وو ښه راغلاست ووایي. په دې ډول هغه د خپل پلار په مرسته، چې د سولې قاضي او مشر و د ۱۹۲۳ز کال د اګسټ په ۳مه د سهارپه ۲:۴۷ بجو د کور په انګړ کې د کیروسین څراغ په رڼا کې د لوړې مراسم ترسره کړل.[۲۰][۲۰]

کولیج بله ورځ بېرته واشنګټن ته راستون شو، او د کولمبیا د سیمې د سترې محکمې د قاضي اډولف ای هولینګ له خوا یې بیا لوړه وکړه، ترڅو د فدرالي حلف اخیستلو لپاره د دولتي چارواکو د واک په اړه د هرې پوښتنې مخه ونیسي. د کولیج دویمه لوړه تر یوه وخته پورې پټه پاتې شوه، خو وروسته په ۱۹۳۲ز کال کې د هیري ایم داګرتي له خوا افشا شوه او د هولینګ له خوا هم تایید شوه. کله چې هولینګ د داګرټي دغه خبر تایید کړ، داګرټي چې وروسته د متحده ایالاتو لوی څارنوال هم شو غوښتنه وکړه، چې په ویلارډ هوټل کې دې پرته له ګډوډی نه د لوړې مراسم بیا ترسره شي. د هولینګ په وینا، کولیج له داګرټي نه د دویمې لوړې د ترسره کولو دلیل په اړه پوښتنه و نه کړه، خو ګومان یې کاوه چې دویمه لوړه کېدای شي د لومړۍ لوړې په هکله د هر ډول پوښتنو او شک لرې کولو لپاره وه. [۲۱][۲۲]

د جمهوري غوښتونکو کنوانسیونونو له پیل نه مخکې، کولیج د ۱۹۲۴ز کال د عایداتو قانون توشیح کړ، چې د مالیاتو کچه یې له ۵۸ سلنې نه ۴۶ سلنې ته او د شخصي عایداتو مالیه یې هم په ټولیزه توګه راټیټه کړه. د ملکیت مالیه یې زیاته او پر ډالۍ یې هم مالیه ولګوله.  د ۱۹۲۴ز کال د جون په دویمه کولیج هغه قانون توشیح کړ، چې له مخې به يې په متحده ایالاتو کې زېږېدلو ټولو بومي امریکایانو ته تابعیت ورکوي. په هغه وخت کې، د دوی دوه پر درېیمه برخه لا دمخه تابعیت درلود، چې د واده او یا پوځي خدماتو له لارې یې ترلاسه کړی و.[۲۳][۲۴][۲۵]

بهرنۍ تګلاره

[سمول]

کولیج نه د نړۍ په چارو ښه پوهېده او نه یې هغو سره لیوالتیا درلوده. د هغه تمرکز زیاتره د امریکا سوداګرۍ ته، په ځانګړی توګه د سوداګرۍ د شته وضعیت ساتل او ادامه وه. که څه هم هغه یو انزوا غوښتونګی نه و، خو له بهرنیو ائتلافونو سره د یوځای کېدو لپاره زړه نازړه و. کولیج په کلکه د نه مداخلې په بهرنۍ تګلارو باور درلود.[۲۶][۲۷][۲۸]

کولیج د پخوانۍ ادارې تګلارې ته دوام ورکړ، چې د شوروي اتحاد د رسمیت پېژندلو د مخنیوی پر بنسټ وه. همدارنګه هغه د انقلاب وروسته له مکسیکو سره د اړیکو د عادي کولو هڅې پیل کړی او د الوارو اوبرګون او پلوټارک الیاس کالس په مشرۍ یې د مکسیکو نوي ایالتونه په رسمیت وپېژندل او د کریسټو جګړې پرمهال یې د مذهبي ازادۍ د دفاع لپاره د ملي ائتلاف پر وړاندې د مکسیکو د ټاکل شوي حکومت ملاتړ ته دوام ورکړ. ډویټ مورو د کولیج له خوا په مکسیکو کې د سفیر په توګه وټاکل شو ترڅو له مکسیکو سره د متحده ایالاتو د جګړې مخه ونیسي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د کولیج حکومت په نیکاراګوا او هایټي کې د اشغال د دوام او په ۱۹۲۴ز کال کې د هارډینګ د ادارې د تړونونو له مخې د ډومینیکن جمهوریت د اشغال د پای ته رسېدو شاهد و. په ۱۹۲۵ز کال کې کولیج د ۱۹۲۴ز کال د نیکاراګواله عمومي ټاکنو وروسته د ثبات په لټه کې د سمندري ځواکونو د وتلو امر وکړ، خو د ۱۹۲۷ز کال په جنوري کې د سیاسي کړکېچ د چټک حل کولو او د ناکامو هڅو وروسته یې بیا هلته ځای پر ځای کړل. هینري ایل سټیمسن وروسته د کولیج له خوا د سولې تړون منځګړیتوب لپاره واستول شو، چې د نیکارګوا کورنۍ جګړه پای ته ورسوي او په نیکاراګوا کې د متحده ایالاتو پوځي شتون د کالیج له دورې نه وروسته هم وغځوي.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

په مرکزي امریکا او کارابین کې د امریکا د مداخلې تګلارې په اړه د لاتینې امریکا مشرانو ته د زیتون څانګې د پراختیا لپاره کولیج د متحده ایالاتو د پلاوي مشري وکړه، چې د ۱۹۲۸ز کال د جنوري له ۱۵مې نه تر۱۷مې د متحده ایالاتو شپږم نړیوال کنفرانس په هاوانا او کیوبا کې و او دا د کولیج یوازینی نړیوال سفر و، چې هغه د خپلې ولسمشرۍ پر مهال کړی و. په ۲۰۱۶ز کال کې به د بارک اوباما تر دوري پورې کولیج د امریکا وروستی ناست ولسمشر وي، چې کیوبا ته سفر کوي. [۳۷][۳۸][۳۹]

سرچینې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb122853652 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Calvin-Coolidge — سکالو پېژند: Calvin Coolidge — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6zg6qdp — سکالو پېژند: Calvin Coolidge — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6551998 — سکالو پېژند: Calvin Coolidge — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32324.htm#i323234 — سکالو پېژند: Calvin (John) Coolidge — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/coolidge-calvin — سکالو پېژند: Calvin Coolidge — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0019659.xml — سکالو پېژند: Calvin Coolidge — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=calvincoolidgec — سکالو پېژند: Calvin Coolidge
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=john+calvin;n=coolidge;oc=1 — سکالو پېژند: John Calvin Coolidge
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/15888 — سکالو پېژند: Calvin Coolidge — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  11. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=12425 — سکالو پېژند: Calvin Coolidge — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
  12. سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Кулидж Калвин — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
  13. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1506810 — سکالو پېژند: Calvin Coolidge — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. "John Coolidge, Guardian of President's Legacy. Dies at 93". The New York Times (in American English). June 4, 2000. ترلاسه‌کېدو نېټه May 11, 2019. [He] had originally been John Calvin Coolidge, but dropped his first name to avoid confusion and later legally changed it.
  15. "The Peculiar and Biting Calvin Coolidge Wit". New England Historical Society (in American English). August 10, 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه January 30, 2019.
  16. Katz, Mark (February 20, 2012). "Calvin Coolidge's Bone-Dry Humor Is a Lesson in Laughs for Candidates". The Daily Beast (in انګليسي). ترلاسه‌کېدو نېټه January 30, 2019.
  17. Fuess 1940، م. 500.
  18. Fieldstadt, Elisha (April 22, 2021). "Presidents ranked from worst to best". www.cbsnews.com (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په February 3, 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه October 24, 2021.
  19. "Significant Papers – Coolidge Prosperity Gave America the Reserve to Weather the Great Depression". Calvin Coolidge Presidential Foundation. ترلاسه‌کېدو نېټه September 27, 2021.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Fuess 1940، مم. 308–309.
  21. Fuess 1940، مم. 310–315.
  22. "Confirms Daugherty's Story of Coolidge's Second Oath".
  23. Madsen 2015، م. 168.
  24. Kappler 1929.
  25. Landry 2016.
  26. "Calvin Coolidge: Foreign Affairs | Miller Center". Miller Center (in American English). October 4, 2016. ترلاسه‌کېدو نېټه October 28, 2018.
  27. Joel Webster. "Coolidge against the world: Peace, prosperity, and foreign policy in the 1920s". James Madison University. ترلاسه‌کېدو نېټه February 1, 2020.
  28. Sobel 1998a، م. 342.
  29. Greenberg 2006، مم. 114–116.
  30. McCoy 1967، م. 360.
  31. McCoy 1967، م. 363.
  32. McCoy 1967، مم. 184–185.
  33. "Dawes Plan | World War I reparations". Encyclopedia Britannica. 
  34. Marriott, Leo. (2005). Treaty cruisers : the world's first international warship building competition. Barnsley: Pen & Sword Maritime. p. 12. ISBN 1844151883. OCLC 60668374.
  35. Fuess 1940، مم. 421–423.
  36. McCoy 1967، م. 181.
  37. "Foreign Policy". coolidgefoundation.org (in American English). ترلاسه‌کېدو نېټه October 28, 2018.
  38. McCoy 1967، مم. 178–179.
  39. Sobel 1998a، م. 349.