ښکلي هنرونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کينډۍ:صاف په ټوليزه توگه هنر پر دو لويو برخو ويشي . چي يوبرخي ته يې د ((خپلواک هنر )) او بل ته يې د (( ښکلي هنر )) نومونه ورکړيدي .خپلواک هنر د هر اړخيزو اسانتيا ولپاره کارول کيږي ، گرامر ، بيان ، استدلال ( منطق او رياضي) او داسي نور ي پوهي چي انسان ته د چاپيريال ، طبيعي علومو او ټولنيزو علومو د پوهاوې سره مرستندوۍ گرځي ، د خپلواک هنر په لړۍ کي شميرل کيږي . خو ښکلۍ هنر د ټولنيز شتون ځانگړې پوهنه ده چي په ښکلا پيژندنه کي يې د پوهيدو جوگه کيدلای شو . داسي بريښي چي د ښکلو هنرونو اصطلاح به لومړۍ د فرانسوي ژبي ( Bea,arts ) څخه را پيل شوې وي . د دې کليمي مانا هغه ټول هنرونه چي ښکلا پکښي وي ، په خپل لمن کي رانغاړي ، په دې اړه د فرانسې د ښکلا پوهني اکاډمي خپل ټول پام د پژۍ ( مجسمه ) جوړولو ، رسامۍ او نقاشيو برخو ته ورگرځوي ، په داسي حال کي چي د ښکلو هنرونو په لړۍ کي خيالات ، رمزونه ، د ليدلو او اوريدلو ښکلائېز او سمبوليک ژبني جوړښتونه هم ور گډ دي . په دې ترتيب ښکلائېز هنر يوازي پر پژۍ جوړولو او رساميو او نقاشيو نه شي را لنډيدلای .د يوشمير پوهانو له نظره هنر پنځه ټاکونکي څانگي لري چي هغو ته يې د ليدونکي هنرونه ، ادبيات ، موسقي ، اتڼ( رقص ) او تمثيل سر ليکونه ورکړيدي .

ليدونکي هنر ټولي هغه هنري برخي په بر کي نيسي چي د گرافيکي او پلاستيکي هنرونو څانگي جوړوي . لکه رسامۍ ، نقاشۍ ، چاپ . ( ليتوگرافي ، صحافت ، عکاسي او نور او هم دا ډول د ودانۍ جوړولو ، ښاري پلان جوړولو ، د ښکلو منظرو پنځولو ، ډيزاين اود ودانيو ډيکور ، ښکلي کالې ، ښايسته گاڼې ، اونور ټول په خپل پراخه لمن کي را نغاړي ؛ د ادبياتو هنري برخه د شعر ، ښکلي ليکني ، ناول ، لنډي کيسې ، بيوگرافي ، تاريخي شجرې ، کتابونو او د ليکني نور ډولونه په بر کي نسي ؛ د موسيقي څانگه په بنسټيزه توگه ، سندري ، د موسيقي تړون ، د موسيقي الاتو ږغول او کارول ، او دې ته ورته نوري برخي په خپل غيږکي نيسي . ؛ ډرام يا ډرامه په دويو برخو ويشل کيږي ، تراژيکه ډرامه ، او کوميکه ډرامه ، د د تراژيکي ډرامې کرکټر ته زيات ارزښت وکول کيږي . او بيا په ځانگړي توگه هغه وخت چي د غمگيني ډرامې پايله په خوښۍ اړول کيږي ، په ډرامه يې هنر کي د زياتي پاملرني وړ ځای لري . او کوميکه برخه يې د خندولو ، خوښولو او تفريح لپاره د مناسب چاپيريال منځ ته راوستلو په اړه د ډرامه يې هنر د پام وړ برخه ده ؛ د اتڼونو بيلا بيلي برخي ځکه د هنر هغه ارزښتمني بيلگي گڼل کيږي چي د اولسونو په ملي ژوند او د وگړو په خصوصي ژوند کي پراخه ونډه لري ، ملي اتڼونه ، اولسي اتڼونه ، رقص ، بالت ، د اروپايې ډانس بيلا بيل ډولونه او نور په برکي نيسي .