ژورنالېستي لیکبڼې
ژورنالېستي لیکبڼې
خبري رسنۍ او خبریالان تل تر تله یو له بل سره په سیالۍ کې ډوب دي . د دې سیالیو موخه دا ده چې لوستونکیو ته څنگه نوي مالومات، په ورځنیو پیښو پورې اړوند خبرونه او کیسې، په روانو پېښو تبصرې او تر وسه د راتلونکیو پېښو گواښ ژر او په ښه ډول وړاندې کړي . دوی کوښښ کوي چې لوستونکیو ته مالومات په هغه بڼه وړاندې کړي چې د دوی د ښه ترا پوهاوي وړ وگرځي . نو ځکه خبریالانو ان له پېړیو دا هڅه کړې ده چې د غوره جوپړ په موخه په ژورنالېزم کې ډول ډول لیکبڼې جوړې کړي . ژورنالېستان په دې اند دي چې د دغو لیکبڼو په مټ ډول ډول پېښې په رنگارنگ اغېزو سره څرگندولای شي . نو ځکه یې ټولې ژورنالېستي لیکبڼې پر درو ډولو وېشلې دي :
مالوماتي لیکبڼې خبر، رپورټ یا راپور، فیچر، راپورتاژ، پارترې یا انځوریزه لیکبڼه، انځور یا عکس، مرکه، استناد
تبصروي لیکبڼې تبصره، سرمقاله، کالم یا د ورځپاڼې ستون، طنز، کاریکاتور، کتاب، تیاتر، هنر، فېلم، او د تېلوېزون کره کتنه
خیالي لیکبڼې د ورځپاڼې ناول، اوریزه ډرامه او نندارلیک، لنډې کیسې او ټوکې ټکالې
دا چې خبریالان ډېره هڅه کوي چې لوستونکيو ته ژر یا سم له لاسه مالومات ورکړي، نو د مالوماتي لیکبڼې څخه خبر غوره کوي . له همدې امله به لمړی پر خبر وغږیږو .
خبر نه یوازې په ورځنۍ وراشه یا خبرو اترو کې نوي احوال، زېري او یا مالوماتو ته وایي، بلکې په ژورنالېزم کې هغو مالوماتو ته هم وایي چې د څانگیزو یا مسلکي دویو (قواعدو) پر بنسټ او بې پرې توگه لیکل شوي وي، پر رښتینولۍ ټیکاو ولري اوخلک د خپل ملک او همدارنگه پر نړیوالو نویو او تازه پېښو خبر کړي . خبر باید همداراز پر ورځینو پېښو پورې اړوند، خو د تېرو هغو په شالیدرڼا واچوي، ټولنې ته اړین، ارزښتمن او د لېوالتیا وړ پیغام وړاندې کړي . سربېره پر دې، خبرځای هم له هغو فکتورونو څخه شمېرل کېږي چې د مالوماتو په باره کې منفي او مثبت تصمیم نیسي . مانا دا چې که چېرې مالومات نوي، تازه، په ورځنیو پېښو اړوند،او د ټولنې لپاره اړین هم وي، خو که چېرې د خبر سرچینه یا خبر ځای د باور وړ نه وي، نو دې ډول مالوماتو ته خبر نه شو ویلای .
خو په ژورنالېزم کې هم، هر خبر ته خبر نه شو ویلای . د مثال په توگه : که چېرې له مزار شریف څخه یو بس گاډی د تل په څېر کابل ته په ټاکلې وخت را ورسېږي، خلک ترې راکښته شي او موټروان یې له مسافرو سره مخه ښه وکړي، د ژورنالېزم لپاره هېڅ خبر هم نه دی . څه شی چې په دغه خبر کې نشته، هغه خبري ارزښت دی . دغه خبر به د ژورنالېزم لپاره هغه وخت د ارزښت وړ وای، که چېرې نوموړی بس د سالنگ په غرونو کې په واوره کې بند، مسافرو یې دوه درې ورځي په منفي شل یاپینځه ویشت درجه یخنۍ کې په لوږه سره تېرې کړې وای، او وروسته له دوو درو ورځو دولت په چورلکو کې کابل ته راوستلي وای . (یوځل بیا) نو ځکه ویلای شو چې : په ژورنالېزم کې یو خبر هغه وخت خبر گڼل کېږي، چې نوی، د ورځنیو پېښو اړوند، خو له تل پېښو هغو سره توپیر ولري . همداراز باید هر خبر د ټولنې ډېری خلکو ته د ارزښت او لېوالتیا وړ وي . د دې تر څنگ باید هر خبریال هر خبر په بې پرې توگه، بې له شخصي گټې، بې له کوم بل بهرني فشار یا گټې، بې له کوم هنري یا مطبعوي لاسوهنې څخه د مسلکي ژورنالېستي آرونو پر بنسټ او لیکدود ولیکي .
سر بېره پر مالوماتي لیکبڼو نورې ژورنالیستي لیکبڼې هم شته چې لوستونکیو ته د ورځنیو پېښو اړوند، نوي، تازه او اړین مالومات وړاندې کولای شي، خو هغوی له آره د تبصرې شکل لري . د دې ډول لیکبڼو دنده خبرول نه، بلکې پر پېښو تبصره کول دي . نو ځکه ورته خبر نه شو ویلای . د دې تر څنگ یو لړ نورې ژورنالیستي لیکبڼې نه یوازې د تازه پېښو په اړه مالومات ورکوي، بلکې پر هغوی تبصره او کله- کله گوتنیونه هم کوي . همدارنگه خبریال یالیکوال پېښه اغېزمنوي . مانا دا چې په پېښه کې سیده یا نا سیده برخوال گرځي، یاهم خبر دټوکو ټکالو په توگه لیکي . ځینې خبریالان ورته د یوه ارزښمن خبر په سترگه گوري، خو د لویو خبري رسنیو په اند، لکه رویترز، اېن بي سي، او یا هم الجزیره، دې ډول هغه ته خبر نه وایي .
دلته هره تشریح او شننه، او هرپوښتنه او ځواب بله پوښتنه زیږوي . اوس پوښتنې دا دي چې یو خبر کله نوی او تازه او پر ورځنیو پېښو پورې اړوند دی . کله د خبري ارزښت او ټولنې ته د ټولیزې لېوالتیا وړ دی ؟ د دې پوښتنو ځواب دومره اسانه او ساده نه دی چې په یو څو ټکو کې څرگند شي . د دې پوښتنو راځوابولو ته باید پر ډېرو هغو فکتورونو خبرې وشي چې په ژورنالېزم کې په ټولیزه توگه رغنده رول لوبوي . دا هغه فکتورونه دي چې د خبرچاڼ څخه نیولې تر نویوالي، ټولیزې لیوالتیا او له دې سره سره د هر ژورنالېست او خبري رسنۍ لید گوټ، او کړنلاره په خپله لمن کې رانغاړي . او د پام وړ دا ده چې همدغه فکتورونه د خبر په وړاندې کولو کې ځانگړې او دپام وړ اغېزه لري .
خبرچاڼ ډېر پوهان په دې اند دي چې خبرچاڼ د هر خبریال او خبري رسنۍ مدیر لپاره یوه ستونزمنه دنده ده . ځکه چې دوی باید هره ورځ له زښته ډېرو مالوماتو څخه یوازې هغه وامري چې د ورځپاڼې په یو څو پاڼو کې چاپېږي . دلته خبریال یا هم د خبري رسنۍ مسئول مدیر چې په لویدیځ کې یې د دروازه وان یا گول ساتونکي لقب هم ورکړی دی، تصمیم نیسي چې د شتو مالوماتو څخه کوم د خپراوي وړ دي او کوم نه .
دا چې خبرچاڼ او د دوی د خپراوي واک ان له سره په خبریال یا مدیر پورې اړوند شو، نو د دې گواښ تل شته چې دواړه ښاغلي به کله-کله له ژورنالېستي آرونو انکار او د خپلې خوښې یا د نورو مخورو- زورورو شخصیتونو یا ادارو خوښي هم آړ (شرط) گڼي . سر بېره پر دې، هره خبري رسنۍ پر یوه مالوم سیاسي لوري روانه ده چې د همغې سیاسي الواک او تیوري پلوي کوي . ډېری له دغو خبري رسنیو هڅه کوي چې په خپلو پاڼو کې هغو خبرونو ته ډېر ځای ورکړي، یا پر هغو پېښو ډېر خبر ورکړي چې د دوی سیاسي نظر پکې ښه ترا وځلېږي او ټولنې ته ډېر د منښت وړ وگرځي .
خو لکه مخکې چې د خبر په پېژند کې څرگند شول او لکه څنگه چې د ژورنالېستیک (۱) پوهان وایي : خبر هغه دی چې په بې پرې توگه، پرته له کومې شخصي گټې، دولتي او اداري فشار، مطبعوي یا شخصي لاسوهنو او په رښتینې مسلکي توگه ولیکل شي .
خبر څه وخت نوی او تازه دی؟
کله چې یوه پېښه وشي، نویوالی یې له ورایه ښکاري . د مثال په توگه که یو موټر چپه شي، که چېرته بمي چاودنه وشي، نوی ولسمشر، نوی وزیر او یا نوی ولسوال وټاکل شي . همداراز که د ملک د ننه کومه پېښه وشي، ځانمرگی برید وشي، سېل راشي، خلک مړه شي او یا جگړه پیل شي . نو د داسې پېښو په باره کې خبر نوی او تازه دی .
خو که چېرې لوی څارنوال بیا ووایي چې دی به د بډي او رشوت ورکولو په لار کې جهاد کوي، کوم نوی خبر نه دی . ځکه چې ښاغلي لوی څارنوال داسې ژمنې شل ځلې مخکې هم کړې دي، خو لا تر اوسه یې پوره کړې نه دي . همدرانگه که ښاغلی ولسمشر بیا په وار- وار ووایي چې په دولتي چوکاټ کې به د خپل سریو مخنیوی کوي، شخصي بندیخاني به ورکوي او د امنیت په برخه کې به پرېکنده گامونه اوچتوي، بیا هم کوم نوی خبر نه دی . دولت یا دولتي کارمن، له ولمشر څخه رانیولې، تر یوه واړه رییس پورې چې د دولت په چوکاټ کې دنده سرته رسوي، تل په دې هاندو هڅو کې دي چې د ملت د غولولو لپاره له خبري رسنیو څخه ناوړه گټه واخلي .
دوی تل خپلې د میاشتو زړې او تېرې شوې ژمنې یو ځل بیا له خلکو سره تازه کوي . دوی غواړي چې خلکو ته وښیي چې دوی خو ټولنه او خلک هېر کړي نه دي او د تېرو ژمنو په پوره کولو کې تر خپل وسه کار کوي . خو خبریال باید پوه وي چې سیاستوال او دولتي کارمن په دې ډول ژمنو او ویناوو یوازې د خلکو سترگو ته خاوري شیندي . د تېرو او یخو ژمنو بیا بیا تودول د ټولنې لپاره کوم نوی پیغام یا زېری نه لري . دا هم د ژورنالېزم دنده ده چې د زړو، تېرو او بې پیغامه خبرونو د خپراوي مخنیوی وکړي .
د یادونې وړ ده چې هر پېښه چې په لمړي لید سره نوې ښکاري، کېدای شي چې نوې او تازه نه وي، بلکې د تېرو پېښو د روان بهیر یو بله کړۍ وي . په دې مانا، که چېرې اوسني مالومات نوي، خو د یوې تېرې پېښې په باره کې وي، یا هم ولسي جرگه "یو ځل" بیا وزیرانو تورن کړي چې گواکي لوستي نه دي، دا نوې پېښې ښکاري، خو له آره د "یوځل" بیا پر بنسټ له تېرو پېښو سره تړاو لري .
د یوه خبریال لپاره ډېره اړینه ده چې تل د ټولنې پر هره پېښه خبر وي او باید تل د نورو رسنیو خبرونه ولولي . خبریال به یوازې هغه وخت د خبر په نويوالي پوه شي که چېرې له ټولنې پوره خبر وي . ځکه چې دا خبریال دی چې په لمړي سر کې یو خبر ته د نوي یا زاړه په سترگه گوري .
څه شی په زړه پورې او د ټولیزې لېوالتیا وړ دي ؟
په دې باره کې ژورنالېستیک پوهان او ژورنالېستان په یوه خوله نه دي . ډېر په دې اند دي چې گواکي هر هغه څه چې د لوستونکو لپاره اړین دي، هغه د لېوالتیا وړ هم گرځي . خو که دا وینا د آر په ډول ومنل شي، نو بیا خو ټولې ملي او نړیوالې سیاسي پېښې، بازار، سوداگري، لویې لوې فابریکې او کمپنۍ هم په ژوند کې ډېر اړین رول لوبوي، خو د ډېرو لوستونکیو لپاره دا ډول خبرونه گرد سره په زړه پورې نه دي .
تر اوسه پورې خبري رسنیو هم پرېکړه کړي نه ده چې د لوستونکیو لپاره څه شی په ټولیزه توگه د لېوالتیا وړ گرځېدای شي او هغه به کومې ځانگړتیاووې لري . د دې سکالو په اړه هېڅ وخت هم یوه ټول منلې پرېکړه نه شي کېدای . ځکه چې د یوه کس لپاره به د فوټبال خبر ډېر په زړه پورې او اړین وي، خو د بل چا لپاره د فرهاد دریا دکنسرت . یو سوداگر سړی به د گرانۍ د خبر په تمه وي، خو یو ورځباړی د اړو د ارزانۍ . سر بېره پر دې، داسې نیمه یا څه نا څه پوره آرونه هم شته چې د هغوی له مخې خبریال پوهېدلای شي چې آیا ټولنې ته یو خبر د لیوالتیا وړ دی که نه . دغه آرونه په لاندې ډول دي :
الف- د حیرانتیا وړ هر څومره چې یوه پېښه د حیرانتیا وړ وي، په هماغه کچه ورسره لېوالتیا ښوول کېږي . یو امریکایي ژورنالېست وایي، "خبر هغه دی چې له بل تل پېښي هغه څخه توپیر ولري ." دی په دې اړوند داسې دک و دلیل وایي : که کوم سپی په سړي خوله ولگوي، خلک به وایي چې سپی دی، او سپی خوړل کوي . خو که چېرې سړی په سپې خوله ولگوي، نو طبعاََ چې خلکو ته به د حیرانتیا وړ وي .
ب- ډراماټیک هر څومره چې یوه پېښه د وهم او ډار، یا هم د پارېدنې او جزباتو سبب وگرځي، همدومره د خلکو د پام وړ گرځي . لکه په نړۍ کې تر ټولو ټولو ځناور، بې رحمه او خوني جنرال او واکدار، تر ټولو ستر ناورین لکه په افغانستان کې چې د یخنۍ له امله د ډېرو ماشومانو لاسونه غوڅ شول .
ت-شخصي ښکېلتیا یا برخوالي سوچ وکړئ چې که چېرې د افغان ولسي جرگي د غړو معاشونه ډېر شي، د کوم ولسي وگړي لپاره کوم د حیرانتیا، خوښۍ یا هم خفگان ځای نه دی، او نه هم د دوی (د جرگې د غړو) په خوښۍ کې ځان برخوال کڼي . ځکه چې دوی پوهېږې چې ډېر داسې د جرگوغړي یا دولتي کارمن شتون لري چې په سلهاوو زرو ډالره یې هره میاشت جېب ته لوېږې . خو که چېرې خبر ورکړل شي چې کوم بهرني دولت د خوراکي توکو مرستې کړي دي، نو ډیر ولسي وکړي به په دې تمه شي چې گوندې دوی ته به یو څه ورکړل شي . له دې امله په دغه مرستو کې هر څوک ځان برخوال گڼي او یا د دې تمه لري چې برخوال به یې شي . نو خلک له دغه ډول خبر سره یو ډول لېوالتیا ښیي .
ج-پېژندویي (شهرت) که دبر کلي گلاجان له امریکا څخه افغانستان ته راشي، څوک به خپل غوږ هم ونه گروي . خو که فرهاد دریا یا مېرمن نغمه راشي او د دې تر څنگه د خپل کنسرت اعلان هم وکړي، تر خلکو به ژورنالېستان ډېر ورټول شي . همداراز به په دې اړه خبر په هره ورځپاڼه کې چاپ شي . په دې مانا چې د هر پېژندل شوې څېرې په باره کې خبر ډېر خپرېږي .
ح-احساسات هر څومره چې یوې پېښې ته سړی نږدي وي، همدومره ډېره یې پر احساساتو اغېزه شیندې، او دی به په هماغه کچه په هغه خوښۍ یا خفگان کې ځان شریک گڼي . یو المانی چې په هامبورگ ښار کې د ژورنالیزم د ښونځي مدېر دی، دغه آر په یوه فارمول کې داسې څرگندوي : زموږ د ښار یو مړی، د اېټالیا له لسو، او دچین له سلو مړيو سره یو برابر دی . دا په دې مانا چې نږدېوالی د غمشریکۍ، ولولې او احساس سبب گرځي او احساس د نږدیوالي . نو په دې توگه به په کابل کې د یخنۍ له امله د ماشوم مرگ پر افغانانو ډېره اغېزه وکړي، نظر پر امریکایانو . یا هم : هر ورځ په لسهاوو افغانان وژل کېږي، خو دا چې دغه لړۍ له کابو څلورو لیسزو همداسې روانه ده، خپل ارزښت یې هم له لاسه ورکړی دی، او څوک ډېر سر نه پرې خوږوي . خو که چېرې یوه ورځ په امریکا یا کوم اروپایي ملک کې دوه دری کسه د رېل گاډي یا هم کوم بلې پېښې لکه بمي چاودنې له امله ومري، نو د نړۍ ډېرې هغه رسنۍ به پرې خبر ورکړي چې له امریکا سره د خواخوږۍ او ملگرۍ اړیکې تودې ساتي . یا هم هغوی چې ځانونه د امریکا له ذاته، یا امریکاله خپله ذاته گڼي .
ډېرې خبرې رسنۍ بیا کابو همدا برسېرن آرونو په نورو وییو کې رانغاړي او په دې اند دي چې د لاندینیو پېښو په باره کې ښایي تر کېدون پورې خبر ورکړل شي . د دغو آرونو لنډیز په لاندې ډول دی :
●د ناڅاپي پېښو په باره کې باید د معمولي او تل پېښو هغو په پرتله خبر ولیکل شي . (د دولت پر ضد کودتا)
●ناوړه خبر د نیکو او ښو هغو په پر تله ډېر خپرېږي . (د ښونځیو او پلونو ویجاړول)
●هغه پېښې چې څرگندې وي، او خبریال ډېرو شننو ته اړ نه وي . (ځانمرگی بم)
●هغه پېښې چې په ځواکمنو ملتونو کې پښېږي، د هغو په پر تله چې لږ ځواکمن دي . (په امریکا کې سېل)
●هغه خبرونه چې د شتمنو، ځواکمنو، او یا هم ډېر بدو خلکو په باره کې وي . (د مسعود مړینه)
●هغه پېښې چې ژورنالېستان او یا هم خبري رسنۍ ورته تیارۍ ولري . ( د افغانستان او عراق جگړه)
●هغه پېښې چې په خبري رسنیو کې له یو څه وخت راهیسې خپرېږي . ځکه چې له یوې خوا خبري رسنۍ په دې باره کې وار له وړاندې مالومات لري او بلخوا لوستونکي د نورو مالوماتو د اخستلو لپاره هم تیار دي . ( د شینډنډ ناورین)
● هغه بهرني خبرونه چې له ډېر لري ځایه وي، باید دهغو کورنیو په پرتله خپل ارزښت زباد کړي چې په ورځپاڼه کې یې وار له وړاندې ځای نیولی وي . (د مصري ولسمشر مړینه)
●هغه لنډ خبر چې د یوې لویې پېښې یا خبر په اړه وي . (د تخاري پښتنو په اړه)
●هغه خبر چې مخکې لیکل شوی وي، نظر هغه ته چې باید له سره ولیکل شي او د هغه په باره کې پلټنې وشي .
●که څه هم چې په اوسني وخت کې د خبر لېږد اسانتیا په هر ځای کې شته، خو بیا هم هغه خبرونه ډېر خپرېږي چې لېږد یې اسانه وي .
(۱) ډېر خبریالان د (ژورنالېستیک) ویی د انگرېزۍ ژبې له مخې د ستاینوم په توگه کاروي . خو په المان ژورنالېستیک په لاندې ډول راپېژني :
ژورنالېستیک د ژورنالېزم پوهه ده . دغه پوهه د ژورنالېزم قواعد، ټولنې ته یې جوپړ او هغه اغېزه څېړي چې پر ټولنه یې لري .
محمدکریم نور