راپور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

راپور له لاتیني ویي "رپورترې" څخه اخېستل شوی دی چې د بېرته راوړلو یا یوځای راړلو یا هم یوځای کښلو جاج او مانا ترې اخېستل کېږي . خو نه یوازې ساینس بلکې ادبیاتو هم ونه کړای شول چې په څرگنده او ډانگیزه ژبه ووایي چې راپور څه شی دی . له همدې امله ډېر خلک راپور هغې لیکنې ته هم وایي چې د یوې څېړنې، سپړنې او پوښتنې گروېږنې پایلې رانغاړي .

خو راپور له آره هغه لیکنې یا مقالې ته وایي چې پر رښتینولۍ ټیکاو ولري او د یوې پېښې، یا د یوه سکالو څرانگوالی او یاهم یو کړن (عمل) په بې پرې توگه څرگند کړي . موخه یې یوازې خبر ورکول یا خبرول دي .

راپور او خبر دواړه په یوه ژورنالیستي لیکبڼې پورې اړه لري او دواړه د مالوماتو د لېږد لپاره کارول کېږي . له همدې امله راپور هم د خبر په څېر لیکل کېږي : ژبه یې باید دخبر په څېر څرگنده، روانه او ساده وي .

د خبر او راپور تر منځ کوم لوی توپیر نشته . یوازېنی توپیر یې په څومره والي یا اندازه کې دی . راپور له خبره اوږد وي . د خبر په پرتله په راپور کې یو سکالو د هغه له ټولو اړخونو او ټولو هغو حقیقتونو سره په ژوره توگه څېړل او لیکل کېږې چې د سکالو په لا روښانولو کې رغنده رول لوبولی شي . د ژورنالېستیک پوهانو او ډېرو خبریالانو په اندوواند راپور د هغو پېښو او سکالووې په باره کې لیکل کېږي چې په تېر وخت کې پېښې شوې دي، خو اوسمهال او په راتلونکي وخت کې به په ولس کې ډېري خبري اترې پرې وشي . ښه بېلگه یې اوس د تخار د گډوالو ناورین دی چې خبریال یې باید د بهسودو د پېښې سره په تړاو وڅېړي . خبریال کولی شي چې د تخار ناورین د بهسودو د هغه په هېنداره کې روښانه کړي او له هغې پېښې سره یې پرتله کړي چې ولې د پښتنو پر وړاندې داسې تگلارې ته لمن وهل کېږي .

ځینې وخت یو خبر د انگازې او اوازې په ډول وي، خو د یوې اړین سکالو یا پېښې په باره کې وي چې باید نورې څېړنې وشي . نو په داسې اکر کې کېدای شي چې خبریال د خبر له خپراوي څخه د لنډ وخت لپاره ډه ډه وکړي او د دې پېښې په باره کې نور کره مالومات راټول کړي او بیا یې په یوه راپور کې راونغاړي . بې له شکه چې داسې راپور به د یوه خبر په پرتله چې پر انگازه ټیکاو ولري، سل په سلو کې ښه او د ډېرو مالوماتو جوگه به وي .

ډولونه[سمول]

راپور کولای شو چې په ټولیزه توگه پر درو برخو ووېشو:

د حقیقت، کړن (عمل) او د وینا راپور . د حقیقت په راپور کې به د راپور زړی یا آر برخه د حقیقتونو راټولول،چاڼول او یو ځای کول وي . په دا ډول راپور کې بنسټیزه او اړینه برخه د راپور په سر کې لیکل کېږي او هغه واقیعتونه چې د ډېر وزن درلودونکي نه دي یا د لوستونکیو لپاره د ځانگړې لېوالتیا وړتیا نه لري، باید د راپور په پای کې ولیکل شي .

د کړن راپور چې له آره د پېښو بهیر څرگندوي، ښایې چې د پېښې پایله یا آخر د راپور په پیل یا سر کې ولیکل شي او هغه برخې یې چې ډېر ې د ارزښت وړ نه دي، د راپور په پای یا آخر کې . د وینا راپور چې له آره د یوې مرکي، ویینې او خبرو اترو په باره کې لیکل کېږي، نو باید د سکالو زړی یا د مرکې هغه برخه چې راپور پرې څرخي او د خوارا ډېر ارزښت وړ وي، د راپور په پیل کې ولیکل شي . او هغه لږ اړینه د راپور په پای کې .

د راپور لیکدود لکه مخې چې وویل شول، راپور هم د خبر په څېر لیکل کېږي : لمړی باید د خبر پوښتنو ته ځواب وویل شي . خو د یادونې وړ ده، چې د راپور په لیکلو کې باید د ډېر اړین، اړین او لږ اړین دوی (قاعده) نه یوازې د خبر پر سر، منځ او آخر ووېشل شي، بلکې پر هر پراگراف . مانا دا چې لمړی پرگراف باید تر دویمه ډېر اړین وي، دویم تر دریمه او په همدې توگه تر پایه .

لمړی پرگراف (سریزه یا لیډ) باید د څوک، څه شی، څه وخت، چېرې، څنگه، ولې او د خبرځای پوښتنې راځواب کړي . دغه برخه باید داسې ولیکل شي چې د لوستونکي لېوالتیا او پام ځانته راواړوي . دویمه برخه د راپور تشرېحي برخه ده چې باید د سکالو څرنگوالی، د پېښې څرنگوالی، د پېښې لاملونه، او په دې اړوند د ښکېل کسانو ویناوې، د څانگیزو یا مسلکي کسانو اندوواند، د سیاستوالوا خبرې او . . . ویناوې باید څرگندې شي . په بل هر راتلونکي پراگراف کې لوستونکی ته باید د سکالو په باره کې د هغه پر شالید، پرمختگ او د پرمختگ د څرنگوالي په باره کې مالومات وړاندې شي . لکه مخکې چې وویل شول، چې راپور د خبر په څېر باید په رښتینولۍ ټیکاو ولري، نو همداسې باید خبریال پوه وي چې په راپور کې د ده شخصي نظر او تبصرې ته ځای نشته . په راپور کې شعر، لنډۍ او نورې د ژبې دودیزې څرگندنې ځای نه لري . ځکه چې کېدای شي یو شعر یا لنډۍ په ډول ډول ښارونو کې ډول ډول ماناوې ولري او یا هم کېدای شي چې لوستونکې ونه پوهېږي چې د شعر،لنډۍ یا متل موخه څه شی ده . د دې گواښ هم شته چې خبریال به له سکالو سره سم او مناسب شعر، لنډۍ او یا متل غوره نه کړي . نو ځکه باید یو ځل بیا وویل شي چې په راپور کې د ژبې ښکلا هغه وخت منځته راځي چې ساده، روانه او ټولو ته د پوهاوي وړ وي . د راپور اوږدوالی د مالوماتو په کچه او پر سکالو پورې اړه لري .

د مجلې راپور[سمول]

د مجلې راپور د مجلې خبر په څېر دا ستونزه لري چې د ورځپاڼې له راپور سره سیالي نه شي کولای . ځکه چې اوسمهال په دې وړه نړۍ کې او په دې ټولیزو رسنیو کې دومره پېښې او د هغوی په باره کې دومره مالومات وړاندې کېږي، چې د پرون خبر به د لوستونکیو هېر شي . یوازېنی شی چې په دې سیالۍ کې د مجلې د خبر او راپور ناتواني ښیي، هغه وخت دی . مانا دا چې مجله اوونیزه، دوه اوونیزه یا میاشتینۍ وي، نو ډېر خلک په اسانۍ سره د مجلې لوستولو ته زړه نه ښه کوي . د دې لپاره چې لوستونکي مجله ولولي، نو اړینه ده چې په مجله کې داسې خبر ونه یا راپورونه راټول شي، چې نه یوازې د لوستونکي د وخت ارزښت، بلکې د هغو روپیو ارزښت هم ولري چې یو لوستونکی یې پر مجله پېرزو کوي . نو د مجلې د راپور لیکلو لپاره باید دومره وخت او زیار په کار واچول شي، چې لوستونکي ته د تېرې اوونۍ خبرونه داسې ارزښتمن او د لېوالتیا وړ وگرځوي چې لوستونکی د ننۍ ورځپاڼې تر څنگ مجله هم ولولي . د مجلې په راپور کې باید ټول هغه مالومات یو ځای راټول شي چې د پېښې د شالید، لاملونو، بهیر، او د پېښې سره تړلي هر هغه څه چې د سکالو په لا ښه ترا څرگندونه کې رغنده رول لوبوي . ښایې چې وویل چې د مجلي د راپور دنده له آره د مالوماتو څېړنه او چاڼ ده .

د مجلې راپور یو توپیر له اخبار سره دا هم دی چې د مجلې راپور یو سکالو په ډېره ښه ترا توگه څرگندوي او د یوه ډېر څرگند او روښانه بیان درلودونکی وي . د مجلې راپور خپل بیان له خپلو ډېرو څېړنو څخه اخلي . د مجلې په راپور کې لوستونکي د راپور بیان په لمړیو کرښو یا سرېزه کې پیدا کوي . د راپور متن بیا له شمېرو، صحنو او ویناوو څخه ډک وي . کله کله داسې هم کېږي چې راپور دخپل بیان پر بنسټ د پېښې راتلونکی بهیر مالوموي . د مجلې دغه روښانه او څرگند بیان په خپله مجلې ته ډېر اړین دی، ځکه چې بې له داسې بیان څخه د مجلې راپور د ډېر ارزښت وړ نه دی . د دې لپاره چې راپور لوستونکو ته د لېوالتیا وړ وگرځي، ډېر لیکوال او خبریالان په دې اند چې لاندې ټکو ته باید ډېر پام وشي :

راپور ته شخصي څېره یا جنبه ورکول ټولې پېښې له کسانو سره تړلي دي چې باید د کړن (عمل) په توگه و ښوول شي . پېښه باید له هغو اړخونو سره وڅېړل شي چې هغو ستونزو نه یوازې د څو مالومو کسانو لمن نیولې وي، بلکې په ټولنه کې د ډېرو کسانو . په همدې توگه باید په پېښو کې د ښکېل کسانو نوم واخېستل شي، خو په دې آړ چې دغه کسان په ټولنه یا ملک کې پېژندل شوې څېرې وي .

د مجلې په راپور کې یو پېښه باید ډېر په کره او پوره توگه وڅېړل شي او په ډېر څرگند ډول ولیکل شي . لوستونکي باید احساس کړي چې که څه هم چې پېښه موده وړاندې او د لیکوال په نشتون کې شوي وه، خو راپور یې داسې ښکاره او څرگند وي، لکه خبریال چې د پېښې په وخت کې هم هغلته شتون درلودلای وي .

د دې تر څنگه نن سبا د مجلې په راپور کې ډېر گرافیک،انځورونه، چارټ او جدولونه هم لیدل کېږي چې موخه یې یوازې او یوازې د پېچلي سکالو لا روښانول او اسانول دي . د مجلي راپور اوږدوالی د مالوماتو پر کچه او په سکالو پورې اړه لري .

د مجلې راپور لېکدود[سمول]

د مجلې راپور د اخبار راپور په څېر جوړښت نه لري چې په لمړۍ برخه کې یې سرېزه او همداسې، تشرېح، شالید او راتلونکې وڅېړل شي، بلکې د داسې یوې په زړه پورې کیسې په ډول لیکل کېږي چې پر رښتینولۍ ټیکاو ولري . نو ځکه د راپور سریزه باید لوستونکی د راپور لوست ته وهڅوي او وروسته له دې د راپور مالومات داسې ورته وړاندې شي چې لوستونکي یې تر پایه ولوي .

سرلیک سرلیک باید داسې ولیکل شي چې د لوستونکیو لېوالتیا وپاروي . د مجلې راپور سرلیک د اخبار د سرلیک په څېر نه لیکل کېږي چې هغه د خبر اړین ټکی په کې یاد شي . د مجلې په راپور کې باید سرلیک داسې ولیکل شي چې لوستونکې ته د هېښتیا، لېوالتیا، او حیرانتیا سبب وگرځي . خو د یادونې وړه ده چې د راپور په اوږدو کې یا هم که د کېدون وړ وي، د راپور په پایله کې باید د سرلیک دغه حیرانوونکي ټکي بیان شي .

سرېزه په دې برخه کې د راپور بیان یا حکم لیکل کېږي . د مجلې راپور په سریزه کې د اخبار د خبر یا راپور په څېر د هغه ډېر اړین او تازه مالومات نه لیکل کېږي چې لوستونکي یې په لوست سره وکړای شي د پاتې راپور له لوست څخه ډډه وکړي . دغه برخه له آره لوستونکو ته داسې یو بیان څرگندوي چې دوی ته نورو پوښتنو سبب گرځي او دوی د راپور لوستلو ته نور هم هڅول کېږي .

درشل (له سرېزې وروسته برخه)

دغه برخه په راپور کې یوې خونې ته د وره په مانا ده . دغه برخه د نورو ژورنالیستي لیکبڼو په څېر لکه فیچر او راپورتاژ ننداریزه یا صحنه یي وي . په دغه نندارو یا صحنو کې ډېری وخت د پېښې یا سکالو ښکېل کسان څرگندېږي او په دې وسیله سره لوستونکي ته کیسه پیلېږي . په دې کیسه کې د راپور پر آر سکالو رڼا اچول کېږي . لوستونکي ته د سکالو نویتوب او اړتیا څرگندوي، اړین څنگونه او نور هغه مالومات ورکوي چې د هغې له مخې د راپور بیان لیکل شوی وي .

آر برخه

کله چې د راپور په درشل کې د راپور پر سکالو رڼا واچول شي، په د برخه کې یې د پرمختگ په اړه خبرې کېږي چې څه شی د داسې یوه بیان سبب گرځېدلی دی چې دا راپور یې ورکوي . دغه برخه د کېسې په څېر لیکل کېږي او د پېښې بهیر په کرونولژیک یا نېټه یي ډول څرگندوي . په دې برخه کې د پېښې د لاملونو او د هغو ښکېل کسانو په باره کې مالومات ورکول کېږي چې پېښه یې اوسني اکر ته رارسولې ده . لوستونکي باید دلته ټول هغه اړین مالومات لاسته راوړي چې له پېښې سره تړاو ولري او باید ټول هغه ځایونه وویني چې پېښه په کې منځته راغلې ده . په دغه برخه کې د ښکېل کسانو ویناوې، شمېري او ټولې ننداریزې برخې لیکل کېږي . همدا برخه ده چې د پېښې د آر لوبغاړو په باره کې باید په پوره کچه مالومات ورکړل شي . وتون

کله چې د راپور په پای کې د راپور بیان څرگند او زباد شي، لوستونکي ته ټول مالومات وړاندې شي، نو له راپور څخه وتون هم اړین دي . د وتون لپار کله- کله په پېښه کې آر لوبغاړی یا ښکېل کسان یو ځل بیا په صحنه کې راڅرگندېږي، یا هم د هغه کومه وینا او یا د راپور بیان یو ځل بیا لیکل کېږي . په دې برخه کې اړینه دا ده چې لوستونکیو ته د پېښې د راتلونکې په باره کې د اند او سوچ یو لامل پیدا شي او همدارنگه راتلونکیو ستونزو ته نغوته وشي . دواړه، ستونزه او د سوچ لامل یو له هغو برخو څخه دي چې د راپور ټول متن او برخې سره تړي او راپور د یوې یوازېنۍ کیسې په څېر رانغاړي .