راپورتاژ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

راپورتاژ څه شی دی؟

راپورتاژ يا د سترگو ليدلي حال هغه نكل يا راپور ته وايي چې بنسټ يې پر رښتينولۍ ولاړ وي.

راپورتاژ په دوه ډوله دي: ۱- د سترگو ليدلي حال نکل چې لوستونکيو او ليدونکيو ته د معلوماتو د ورکولو لپاره پکارېږي. ۲- يونليک يا د مساپرۍ راپور چې لوستونکيو يا ليدونکيو ته پردۍ نړۍ، د هغې نااشنا، د حيرانتيا وړ ځايونه، پردی هڅوب (كولتور) او د پرديو خلکو نکل کوي او يا هم د دې لپاره چې لوستونکي او ليدونکي وهڅوي چې په سيل ووځي، نو ځکه هم ډېرې داسې هاند و هڅې شوې دي چې دغه ډول راپورتاژونه داسې په زړه پورې وليکل شي چې د لوستونکيو او ليدونکيو لپاره د لېرې ملکونو او ناليدليو څېزونو د کتلو ارمان ورکړي. خو لومړى ډول راپورتاژ يواځې او يواځې دا موخه لري چې لوستونکيو او ليدونکيو ته د يوې پېښې په اړه معلومات، په ټولنه کې يو نوی اوښتون يا هم د يوه نوي قانون او د هغه اغېز په ټولنه کې څرگند کړي. که څه هم د رنسانس له دورې څخه زموږ پوهاوی د رښتينولۍ د پوهېدا لپاره ډېر پرمختگ کړی، خو د اتلسمې پېړۍ تر پيله د هغه څه نکل چې سړي به پر خپلو سترگو ليدلی او پر غوږواورېدلی وو، د ډېرو لوستونکيو له خوا درواغ گڼل کېده. د بېلگې په توگه، که کوم ليکوال به يوه منظره په تورو انځور کړه، مانا دا چې د هغې منظرې په باره کې چې ده به پر خپلو سترگو ليدلې وه او هغې پرې کومه اغېزه چې کړې وه، يو څه وليکل، نو لوستونکيو او له بده مرغه ډېرو ليکوالو ته به هيڅ د منلو وړ نه وه. د خبري رسنيو له ډېرښت سره سم لوستونکيو او ليدونکيو ته دا اړتيا پيدا شوه چې دوی ناورينونه، جگړې، جرمونه او همدارنگه جرگې، نياوي او پارلماني پرېکړې، سپورټي نندارې او لوبې له ډېر نږدې پر خپلو سترگو وويني يا يې د لوست پر مهال داسې احساس کړي لکه دوی په خپله چې د لوبې برخوال وي. په شليزو کلو کې د راپورتاژ د گټځای او کارولو په باره کې ډېرې خبرې وشوې؛ چا به ډېر گټور، چا به لږ گټور او چا به هم بې ارزښته گڼه، خو په داسې يوه وخت کې چې ټولنه په پوره تېزۍ سره مخ پر وړاندې تله، سوداگري ډېرېده او د انسان کار د ماشين په مټ سر ته رسېده، نو خلکو ته د لارښوونې اړتيا پيدا شوه. کله چې د نړۍ هېوادونه د ټېلېفون او ټلگراف په سيم يو له بل سره وتړل شول، خبريالان به گرد گرځېدل او د هغه څه په باره کې به يې راپورتاژونه ليکل چې ليدلي يې وو، نو دوی وکړای شول چې دغه په زړه پورې شيان لوستونکيو ته د راپورتاژ له لارې وروپېژني. ځينې ليکوالان بيا پردې اند وو چې که د يوې بټۍ په باره کې زر راپورتاژونه وليکل شي، بيا به هم دغه راپورتاژونه د دغې بټۍ يو رښتينی انځور ونه گرځېدل شي. ډېرو بيا په بل انډول، كه چېرې يو ملي بس موټر ټكر وكړي، نو د دغې پېښې انځور، د مړيو او ټپيانو ښوونه، د موټر يا گاډي د تورو او سوو ټوټو ښوونه به دا گټه ولري چې پېښه به له ټولو آرونو سره لوستونکيو او ليدونکيو ته وړاندې کېږي چې دوی به ښه پرې پوه شي. پايله دا شوه چې ليکوالانو هنر او ادبياتو ته وړاندېتوب ورکړ، ځکه دوی ويل چې ادبيات لوستونکيو ته ښه ترا او په زړه پورې لارښوونه کوي او له دوی سره مرسته کوي چې ناليدلي څيزونه ښه وپېژني، خو خبرلوڅان پر دې اند وو چې گواکې راپورتاژ د رښتينولۍ انځور دی، راپورتاژ د خلکو ادبيات دي، نه د شاعرانو او اديبانو. المانی خبرلوڅ اروين کيش ويل: شاعر يا اديب که هر څه ليکي، له رښتيا سره هيڅ تړاو نه لري او نه به هم د رښتيا تر پولو ورورسېږي، خو خبريال هغه هنرمند دی چې يواځې او يواځې رښتينولي انځوروي او د خلکو په ژبه يې وايي، په سپينه او ډانگ پېيلې ژبه يې وايي. خبريال په راپورتاژ کې د ژبې پر مټ يو پټ حقيقت راڅرگندوي، خبريال بې پرې پاتې کېږې، درواغ نه وايي، خو د ټولنې د احساساتو پيروي کوي او د رښتينولۍ انځورگر دی او تل د مظلوم پر خوا ولاړ وي. راپورتاژ چې تر نورو ژورنالېستيکو ليکبڼو يوه پېښه ښه ترا روښانوي او لوستونکي ښه اغېزمنوي، نو د نولسمې پېړۍ په پای کې ځينو ليکوالو او خبرلوڅانو هڅه وکړه چې له راپورتاژ څخه ناوړه گټه واخلي او دوی وکړای شول چې د راپورتاژ يوه نوې بڼه وليکي. خبريال د خپلې سکالو، د هغه ليکدود او له خپلې موخې چې راپورتاژ يې پر لوستونکيوڅنگه اغېزه وکړي، يوه پېښه جوړوله. ډېر خبرلوڅان نه يواځې دا هڅه لري چې يواځې د پېښې برخوال وي، بلکې پېښه پوره اغېزمنه کړي چې بيا يې په باره کې داسې څه وليکي چې زړه يې وي او له رښتيا څخه به هم لېرې نه وي، خو پام مو وي چې ځينې وخت بايد خبرلوڅ د يوې څېړنې لپاره د پېښې برخوال وي چې معلومات رابرسېره کړي، پدې آړ (شرط) چې دی خپل رول بې پلوه ولوبوي. دلته به يو ځل بيا وليکم چې راپورتاژ له آره او يواځې او يواځې پر رښتينولۍ ټيکاو لري او يواځې به رښتينولي انځوروي. د راپورتاژ ليکدود راپورتاژ نه د مينې ناول په څېر او نه هم د شعر په غونډلو (جملو) ليکل کېږي. دا چې راپورتاژ د نړۍ يا هم د ټولنې د يوه يواځېني څيز په باره کې معلومات ورکوي، بايد ډېر څرگند، روښانه، اسانه او په ساده وييونو (لغاتونو) وليکل شي د راپورتاژ غونډلې له آره لنډې، خو کله- کله اوږدې هم وي، پدې آړ چې د پوهاوي وړ وي. ليکونکي بايد د خپلې سکالو مناسبه او سمه ژبه وکاروي چې د هر لوستي او نالوستي د پوهېدا وړ وي. راپورتاژ بايد د لوستونکيو او ليدونکيو احساسات وپاروي او دوی ته د ډېرې لېوالتيا وړ وگرځي، د راپورتاژ په غونډلو کې نوم او ستاينوم کم وي، خو هغه ستاينوم چې شته وي، د الماسو په څېر گران وي مانا دا چې پر خپل آر ځای ليکلی شوی وي چې ارزښت يې ډېر وي او سکالو ته څرگند او روښانه رنگ ورکړي. راپورتاژ پر دوتري ژبه نه ليکل کېږي، ډېرې فرعي، شرطي او پسيف غونډلې نه لري د بېلگې په توگه: د ناټو په نظامي عملياتو کې، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ او ډېرې کورنۍ بېځايه، ډېر ياغيان مړه او ډېر يې ژوندي ونيول شول، اوس د ناټو د مرکزي قومندانۍ په وينا له موسی کلا څخه په شا شوي او دا يې يو تاکتيکي پر شاتگ وباله او دوی زياته کړه چې که چېرې ياغيان او د ډيموکراسۍ دښمنان بيا د خلکو د ځور سبب وگرځي، نو ناټو ځواکونه به پر دوی مرگونی گوزار وکړي. که چېرې پر دغه غونډله غور وکړو، پوهېږو چې ډېره اوږده ده، د غونډلې زړی ناڅرگند دی، آر برخه او فرعي برخه يې نامعلومه ده، شرطي برخه هم لري او بله پوښتنه دا ده چې آيا زموږ په ټاټوبي کې هر بزگر د تاکتيک پر مانا پوهېږې که نه پر دې سربېره سړى پوښتي چې آيا ياغيان او د ډيموکراسۍ دښمنان يواځې طالبان دي، که نور څوک هم؟ نو له دا ډول غونډلو او وييونو څخه ډډه کول اړين دي. موږ کولای شو چې برسېرنۍ غونډله په لاندې ډول هم وليکو، خو دا به ستاسې لپاره يو وړاندېز وي، تاسې کولاى شئ چې تر دې يې نوره هم اسانه کړئ: ناټو ځواکونو له موسی کلا څخه په شاتگ وکړ او خپل جگړه ييز عمليات يې وروسته له يوې اوونۍ نيمگړي پرېښودل. دوی وايي چې د کوم چل له مخې يې په شاتگ کړی، خو که طالبان بيا موسی کلا ته ننوځي او خلک وځوروي، نو ناټو ځواکونه به پر دوی مرگونی گوزار وکړي. ناټو ځواکونه وايي چې ډېر طالبان يې ژوندي نيولي او ډېر يې مړه کړي، د دغې جگړې له امله د موسی کلا ډېرې کورنۍ بېځايه شوي دي او نورو ځايونو ته يې كډې كړي. په راپورتاژ کې ناڅرگندې غونډلې هېڅ ځای نه لري د مثال په توگه: د کورنۍ جگړې په وخت کې د ډېرو افغانانو پر سرونو مېخونه ووهل شول او پر ډېرو ښځو تېری وشو. د افغانستان په پارلمان کې قومي تعصب ته لمن وهل کېږي. كرزی له شمالي ټلوالې څخه ډارېږي. دغه ډول غونډلې له آره ناڅرگندې غونډلې دي چې لوستونکيو ته هيڅ کوم پيغام نه لري، موږ کولای شو چې په لاندې ډول يې روښانه او ډانگ پېيلي وليکو: د کورنۍ جگړې په وخت کې محقق، خليلي او د دوی هزاره پلويان د ډېرو افغانانو پر سر مېخونه ټک وهل. د نظار شورا سرتېرو پر ډېرو ښځو تېری وکړ. محقق، علومي، دوستم، قانوني اورباني قومي تعصب کوي. کرزی له قانوني، احمد ضيا مسعود، فهيم او عبدالله څخه ډارېږي. اوس معلومه شوه چې څوک چا مړه کړل، څوک څه کوي او څه غواړي. دا چې راپورتاژ له آره د پېښو په باره کې معلومات ورکوي، نو ژبه يې ډېره ساده، لنډه، انځوريزه او د اخبار په څېر سپينه او په ډانگ پېيلې وي. د دغو پرنسيپونو په پام کې نيولو سره د راپورتاژ ژبه خوځنده وي او هيڅکله د لوست په وخت کې د سړي په خوله کې نه نښلي، او نه هم د اورېدا په وخت کې غوږو ته نااشنا وي. هره هغه سکالو چې په باره کې يې راپورتاژ ليکل کېږي، بايد په خوځښت راوستل شي، ځکه هره هغه وېينه چې په خوځښت رانه وستل شي، د انځور، تبصرې، کالم او يا هم د محاسبې د سند يو شکل غوره کوي، خو خبريال په راپورتاژ کې بايد خپل عمل مخ پر وړاندې يوسي، نه د ځان لپاره نه هم د لوستونكيو لپاره کومه د دمې موکه برابره کړي مانا دا چې راپورتاژ بايد ډېر روان وليکل شي. کله چې يو راپورتاژ ښه ليکل شوی وي، عمل او موخه په کې معلوم وي، په همدې کچه لوستونکيو ته هم ډېر د ليوالتيا وړ وي. هر راپورتاژ بايد پيل، منځ او پايله ولري، مانا دا چې د نکل په څېر وي، خو په دې توپير چې نکل به خا مخا رښتيا نه وي، حال دا چې راپورتاژ به حتماََ پر رښتينولۍ ټيکاو لري. په راپورتاژ کې خوځښت د ناموزونو قطبونو تر منځ يا هم د هغو وييونو تر منځ چې يو د بل ضد وي، ډېر پيدا کېږي، د بېلگې په توگه: که په يوه ټولنه کې يو واکمن او شتمن سړی له واکه ولوېږي يا هم له هغې ټولنې په گرد سره وشړل شي چې دی يې استازی و او يا هم د ټولنې يو غريب سړی په ناڅاپه توگه شتمن او واکمن شي. کله- کله داسې هم کېږي چې په يوه ټولنه کې يو څوک ځان پردی احساس کړي او يا هم هغه ټولنه چې دی په کې لوی شوی و، اوس ده ته پردۍ ښکاره شي يا هم کله چې دوه داسې کسان چې چا يې د ناستې ولاړې گومان کولاى نشو، سرليک دومره سره نږدې کړي چې غواړي واده وکړي دا ټول پدې مانا چې تر څو د راپورتاژ سکالو خلکو ته نااشنا وي، همدومره به په زړه پورې او د حيرانتيا وړ وي. کله چې راپورتاژ په زړه پورې وي، نو خوځند او روان هم وي، خو پردې سربېره کېدای شي چې لوستونکيو او ليدونکو ته د لېوالتيا او حيرانتيا وړ نه وي، د بېلگې په توگه: که چېرې يوه الوتکه له زر متره لوړوالي پر زمکه راولوېږي، نو دا به يو ناورين وي او د ډېرو لوستونکيو لپاره به يوه نوې خبره وي. کېدای شي چې د ډېرو لپاره په زړه پورې هم وي، خو پدې کې کومه لېوالتيا نشته. لېوالتيا به هغه وخت ولري چې په الوتکه کې يو بم اېښودل شوی وي چې وروسته له شلو دقيقو به وچوي، نو لوستونکي او ليدونکي په پوره لېوالتيا دې ته تم وي چې آيا بم به وچوي که نه. په راپورتاژ کې لېوالتيا، اور ته د تېلو په څېر ده، خو داسې نه چې يو- يو څاڅکی ورواچول شي، بلکې گيلن- گيلن چې لمبې يې لوړې شي. په راپورتاژ کې نقل قول يا د چا خبرې نکل کول هم يو نوی رنگ او يو نوی غږ گڼل کېږي، خبرې کول له آره يو کړ دی او کړ په خپله يو خوځښت دی. کله چې په راپورتاژ کې د چا خبرې نکل شي، نو په راپورتاژ کې يو نوی رنگ احساس او نوی فکر پيدا شي. د بېلگې په توگه: که د راپورتاژ په يوه صحنه کې چې د مينې په باره کې وي، دوه مين به څنگ پر څنگ ناست وي، د مينې خبرې به کېږې، د مينې شعر به لوستل کېږي، تېره شپه، راتلونکې شپه، غېږه، شونډې، ښکلا او ښکلول او گلان به يادېږي چې د لوستونکيو يا ليدونکيو لپاره به پوره په زړه پورې وي او دوی به له ځان سره واخلي، خو که په همدې صحنه کې د بل چا غږ (اوس دې وژنم، نه دې پرېږدم) وليکل شي يا هم واورول شي، نو دا به دغه صحنې ته يو نوی رنگ ورکړي او د لوستونکيو او ليدونکيو لپاره به يو نوی احساس او يو نوی فکر پيدا کړي، خو د خبرو نکل به له آر سکالو سره اړه لري. دا چې راپورتاژ د يو کړ په څېر دی، نو يو څه بايد پېښ شي چې سړی د هغه په باره کې يو راپورتاژ وليکي. په راپورتاژ کې بايد د يو کړ پايلې معلومې وي، موږ بايد دغه پايلې په سترگو ووينو، په غوږو يې واورو او احساس يې کړو چې وروسته يې نکل وکړای شو؛ د نکل هنر په دې کې دی چې د يوې پېښې ډول- ډول پېړۍ يو له بله واخيستل شي او بېرته يو له بله سره داسې ونښلول شي چې د پوهېدا وړ وي، خو خبريال دا اجازه نه لري چې د پېښې تر اغېزې لاندې راشي، دی بايد پر پېښه واکمن وي. همدارنگه خبريال اجازه نه لري چې پېښه اغېزمنه کړي، خبريال بايد د پېښې اړينې برخې وليکي او هغه چې اړينې نه دي، له ليکنې يې ډډه وکړي. دا چې په يوه وخت کې ډېر څه پېښېدای شي، نو خبريال کولای شي چې ډېرې اوږدې صحنې رالنډې او ډېرې لنډې چې د راپورتاژ د سکالو زړی جوړوي، اوږدې کړي، خو پدی آړ چې رښتينولي له منځه يونه وړل شي. د يوې صحنې د لنډونې او اوږدونې گټه پدې کې ده چې د هرې پېښې وزن په هر گام او صحنه کې معلوم شي. خبريال کولای شي هغه صحنې چې ډېرې اړينې دي، د راپورتاژ په پيل کې وليکي، که څه هم چې له آره د راپورتاژ په پيل کې نه وي، او هغه چې ډېرې اړينې نه دي، د راپورتاژ په پای کې وليکي. خو د دغو صحنو تر منځ بايد داسې تړاو وي چې د لوستونکيو او ليدونکيو لپاره د پوهېدا وړ وي. محمدکريم نور