Jump to content

ژرژ کوویه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ژرژ کوویه
ژرژ کوویه
ژرژ کوویه

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
پاريس [۴][۵]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل کولرا   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه [۶]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه ژوپوهنه [۷]،  لرغونې ژوند پوهنه [۷]،  طبيعي پوهنې [۷]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ژان لئوپولډ نیکولای فردریک کوویه (زوکړه: د ۱۷۶۹ زکال د اګست ۲۳مه – مړینه: د ۱۸۳۲ زکال د می ۱۳ مه) چې د ژرژ کوویه یا جورج کوویه په نوم پېژندل کېږي، د طبیعت او حیواناتو په برخه کې فرانسوي عالم و چې ځینې مهال هم د «لرغونې ژوند پوهنې بنسټګر پلار» بلل کېږي. کوویه د نوولسمې پېړۍ په لومړیو کې د طبیعي علومو د څېړنو په برخه کې یو له مخکښو کسانو څه و چې د فوسیلونو سره یې د ژوندیو حیواناتو په پرتله کولو د پرتله ئیزې اناتومي او لرغونې ژوند پوهنې د څانګو په رامنځته کولو کې مهم رول درلود. [۸]

د کوویه چارې د فقاریه حیواناتو د لرغونې ژوندپوهنې د بنسټ اېښودونکو چارو په توګه په پام کې نیول کېږي؛ نوموړي لینه یي طبقه بندۍ ته په څانګو باندې د شاخو د ویشلو او همدارنګه یې په دغه طبقه بندۍ کې د فوسیلونو او د هغو د ژوندیو ډولونو په ځای پر ځای کولو سره پراختیا ورکړه. کوویه همدارنګه د یو پېژندل شوي واقعیت په توګه د انقراض د اثبات له امله پېژندل کېږي – هغه مهال د کوویه ډیری هم دوره پوهانو انقراض یوازې د یو ګمان په توګه ګاڼه. نوموړي د ځمکې د تیوري (۱۸۱۳ زکال) تر عنوان لاندې مقاله کې څرګنده کړه چې منقرض شوي ډولونه د فاجعه جوړونکو دوره یي سیلابونو له امله له منځه تللي. په دې ترتیب سره کوویه د نوولسمې پېړۍ په لومړیو کې د ځمک پوهنې په ډګر د فاجعې پالنې له اغېزمنو پلویانو څخه شو. له الکساندر برونګنیارت سره په ګډه د پاریس د حوضې په طبقاتو (لایو) باندې د څېړنې پر بنسټ نوموړي د ژوندانه په ډګر کې د چینه پوهنې (biostratigraphy) اساسي اصول رامنځته کړل. [۹][۱۰][۱۱]

د نوموړي په نورو لاسته راوړنو کې کوویه ثابته کړه چې د فیلانو هډوکو ته ورته هډوکي چې په شمالي امریکا کې موندل شوي یو منقرض شوي حیوان ته اړوند دي چې بیا یې وروسته ورباندې ماستودون نوم کېښود؛ همدارنګه هغه لوی اسکلټ چې دنن ورځې په ارجنټاین کې موندل شوی مګاتوریم ته اړوند دی، چې له تاریخ وړاندې لوی ځمکنی حیوان و. نوموړي په پتروسور باندې پټروډاکټایلوس نوم کېښود (خو نه یې هم کشف کړې او نه یې هم د هغو لومړنی نوم اېښي) او هغه یې سمندري ژوندانه ته اړوند موساسور انقراض شوی حیوان وباله. له دې سربېره نوموړی لومړنی کس و چې څرګنده یې کړه؛ له تاریخ وړاندې دوره کې ځمکه له تي لرونکو څخه وړاندې د خزندګانو په واک کې وه.

کوویه همدارنګه د تکامل د نظریاتو سره د شدید مخالفت له امله پېژندل کېږي چې هغه مهال (د داروین له نظریې وړاندې) تر ډېره پورې د جان باپتیست ډي لامارک او ژفروا سنټ هیلر له خوا وړاندې شوې وې. کوویه باورمن و چې د تکامل ثابت کوونکي هیڅ شواهد شتون نه لري خو د څرخي تخلیق او د ژوندیو موجوداتو د تخریب شواهد چې د سیلابونو په څېر د نړیوالو انقراضونو په واسطه له منځه تللي شتون لري. په ۱۸۳۰ زکال کې کوویه او ژفروا په یوه مشهوره مناظره کې له یوبل سره مخ شول چې ویل کېږي د هغه مهال په بیولوژیکي تفکر کې یې د دوه پام وړ انحرافاتو څرګندويي کوله – دا چې آیا د یو حیوان جوړښت د هغو د عملکرد یا (تکاملي) مورفولوژي پربنسټ دی. کوویه د هغو له عملکرد ملاتړ وکړ او د لامارک تفکر یې رد کړ. [۱۲]

کوویه همدارنګه نژادي څېړنې ترسره کړې چې د علمي نژاد پالنې بنسټ یې برابر کړ او د نژادي ډلو د فزیکي ځانګړنو او ذهني وړتیاوو ترمنځ د فرضي توپیرونو اړوند یې یو شمېر آثار خپاره کړل. کوویه له نورو فرانسوي طبیعت پوهانو سره یوځای سارا بارټمن د خپلو ازموینو لپاره وټاکله هغه چې په بند کې یې په هغې د غفلت په حالت کې ترسره کړې. نوموړي په بارټمن باندې د هغې له مړینې لږ وړاندې خپله ازموینه ترسره کړه او د هغې له مړینې وروسته یې د هغې جسد هم وڅېره چې بیا یې په تحقیر کوونکي ډول د هغې فزیکي ځانګړنې له شادیانو سره ورته وبللې. [۱۳][۱۴]

د کوویه تر ټولو مشهور اثر Le Règne Animal (۱۸۱۷ زکال؛ په پښتو ژبه: د حیواناتو پاچاهي) و. په ۱۸۱۹ زکال کې نوموړي ته د فرانسوي اشرافو لقب د هغه د علمي چارو په ویاړ ورکړل شو. له دې وروسته هغه د بارون کوویه په نوم پېژندل کېده. نوموړی د کولرا وبا پر مهال ومړ. په دغه لویه وچه او متحده ایالاتو کې لوئیس اګاسیز او په بریتانیا کې ریچارډ اوون د کوویه له اغېزمنو پیروانو څخه و. د نوموړي نوم یو له هغو ۷۲ نومونو څخه دی چې په ایفل برج کې حک شوی دی. [۱۵]

علمي نظریات او اغېزې[سمول]

له تکامل سره مخالفت[سمول]

کوویه د تکامل په نظریاتو نقد درلود، په ځانګړې توګه په هغه نظریاتو چې د ده هم مهاله کسانو؛ لامارک او ژفروا سنټ هیلر وړاندې کړې وې چې له یو شکل څخه بل شکل ته تدریجي بدلون په کې شامل و. نوموړي په مکرر ډول ټینګار درلود چې له فوسیلي موادو سره یې پراخې تجربې ښوولې چې یو فوسیلي ډول په معمول ډول په تدریجي توګه بل فوسیلي ډول ته تغیر نه کوي. د نوموړي د مخالفت تر ټولو پیاوړې ریښه د نوعو د تدریجي بدلون اړوند وه چې موخه یې د اناتومیکي اصولو پر بنسټ د هغو کره ډل بندي وه. که چېرې نوعو بدلون کاوه او د هغوی ترمنځ مالومو توپیرونو شتون نه درلود دغه ډول پروژه بیا ناشونې وه. د کالیفورنیا پوهنتون د لرغونې ژوند پوهنې د موزیم پر باور «کویر په ارګانیک تکامل باور نه درلود، ځکه چې د یو ژوندي موجود په اناتومي کې هر ډول بدلون لامل ګرځېد څو هغه ژوندی پاتی شي. نوموړي په هغو مومیايي شوو پشکو او اکراس مرغانو باندې څېړنه وکړه چې ژوفروا په مصر باندې د ناپلیون د برید پر مهال راوړې وې او څرګنده یې کړه چې هغه د خپلو ژوندیو سیالانو سره هېڅ توپیر نه لري؛ کوویه له دغې موضوع څخه د خپلې دغې ادعا د ملاتړ په موخه کار اخیست چې ژوندي جوړښتونه د وخت په تېرېدو سره تکامل نه کوي». [۱۶][۱۷][۱۸]

نوموړي همدارنګه د زرګونو هغو مومیايي شوو حیواناتو پر بنسټ چې په مصر باندې د ناپلیون د برید پر مهال راوړل شوي و څرګنده کړه چې هغه له خپلو معاصر سیالانو سره هېڅ توپیر نه لري. کوویه ولیکل: «په ډاډمنه توګه د مومیايي شوو انسانانو او د نن ورځې انسانانو د اسکلیټونو په نسبت د دغو موجوداتو او د هغو ترمنځ چې وینو یې هېڅ لوی توپیر شتون نه لري». [۱۹][۲۰]

لامارک دغه نتیجه رد کړه او استدلال یې وکړ چې تکامل په ډېره کراره بڼه ترسره شوی او د څو زرو کلونو په اوږدو کې هم د مشاهدې وړ نه دی. کوویه بیا په خپل نوبت سره انتقاد وکړ چې څه ډول لامارک او نور طبیعت پالونکي په ډېرې آسانۍ سره کولای شي سلګونه زره کلونه «په یو قلم وهلو» سره د خپلو نظریاتو د ملاتړ په موخه وکاروي. پر ځای یې نوموړي استدلال وکړ چې کولای شو قضاوت وکړو اوږد مهال یوازې هغه څه کولای شي چې د لنډ مهال د تولید په ضرب کولو سره کېږي. له دې امله چې لنډ مهال هېڅ ارګانیک تغیر نه جوړوي، هغه استدلال وکړ چې اوږد مهال هم کوم اغېز نه لري. له دې سربېره د اجزاوو د همغږۍ پر اصل باندې د هغه باور لامل وګرځېد څو شک وکړي چې هر میکانېزم کولای شي د یوه حیوان په یوه برخه کې له نورو برخو څخه په جلا توګه (د هغه لارې پر بنسټ چې لامارک یې ویلي و) بدلون راولي، پرته له دې چې د حیوان په ژوندي پاتې کېدو اغېز وکړي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ډېری لیکوالانو په ناحقه توګه کوویه په دې تورن کړی چې هغه په سرسخت ډول په دې باوري و چې فوسیلي انسانان هېڅکله نه شي پیدا کېدلای. هغه د ځمکې اړوند په خپله نظریه کې ولیکل: «تر نن پورې په فوسیلي پاتې شوو کې د انسانانو هېڅ هډوکی نه دی موندل شوی»، خو خپل هدف یې پیا په واضحه توګه بیان کړی: «کله چې ادعا کوم چې تر اوسه انساني هډوکي په فوسیلي پاتې شونو کې نه دي موندل شوي دا باید درک شي چې زه د فوسیلونو، د هغو د ډبرین شوو ډولونو او نورو ورته مواردو اړوند وایم». ډبرین شوي هډوکي چې یو مهال په معدني موادو اوښتي او بیا ډبرې شوي په معمول ډول له هغو هډوکو ډېر لرغونې دي چې تر دغه تاریخه موندل شوي دي. د کوویه هدف دا و چې د انسانانو موندل شوي هډوکي ډېر لږ عمر لري ځکه لا ډبرین شوي نه دي او یوازې په سطحي طبقاتو کې موندل شوي. هغه د خپلې دغې ادعا اړوند سخت دریځی فکر نه درلود او هغه مهال چې نوې موندنې وشوې هغه په دې اړوند خپلو راتلونکو نسخو کې داسې اسکلیټ توضیح او پر هغو یې آزادانه اعتراف وکړ چې «انساني ډبرینه شوې فوسیلي نمونه وه». [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : LH//643/10  — خپرونکی: Ministry of Culture
  2. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118677578 — د نشر نېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. پیوستون : 118677578  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. پیوستون : 118677578  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  5. Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/george-cuvier — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  6. https://libris.kb.se/katalogisering/sq4663lb3zdrk4x — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۶ مارچ ۲۰۱۸
  7. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000601238 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  8. Reybrouck, David Van (2012). From Primitives to Primates: A History of Ethnographic and Primatological Analogies in the Study of Prehistory. Sidestone Press. مخونه 54. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-8890-095-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. J., Bowler, Peter (2009). Evolution : the history of an idea (چاپ 25th anniversary). Berkeley, Calif.: University of California Press. مخونه 112–113. OCLC 426118505. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520261280. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Faria 2012, pp. 64–74
  12. Appel, Toby (1987). The Cuvier-Geoffroy Debate: French Biology in the Decades Before Darwin. New York: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-504138-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Jackson & Weidman 2005, pp. 41–42
  14. Terry, Jennifer (1995). Deviant Bodies: critical perspectives on difference in science and popular culture. Bloomington, Indiana: Bloomington: Indiana University Press. مخونه 19–39. د کتاب نړيواله کره شمېره 0253209757. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Lee 1833
  16. Coleman, William (1964). Georges Cuvier, zoologist a study in the history of evolution theory. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. مخونه 141–169. OCLC 614625731. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674283701. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Waggoner 1996
  18. Curtis, Caitlin; Millar, Craig; Lambert, David (27 September 2018). "The Sacred Ibis debate: The first test of evolution". PLOS Biology. 16 (9): e2005558. doi:10.1371/journal.pbio.2005558. PMC 6159855. PMID 30260949. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Zimmer 2006, p. 19
  20. Rudwick 1997, p. 229
  21. Rudwick 1997, pp. 228–229
  22. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  23. "Cuvier's elegy of Lamarck". victorianweb.org. لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Hall 1999, p. 62
  25. Turner 1984, p. 35
  26. Kuznar 2008, p. 37
  27. Cuvier 1818, p. 130
  28. Cuvier 1818, pp. 133–134; English translation quoted from Cuvier 1827, p. 121
  29. Cuvier 1827, p. 407