ژان کرېټین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ژان کرېټین
(فرانسیسی: Jean Chrétien د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژان کرېټین
ژان کرېټین

د شخص معلومات
زیږون نوم (فرانسیسی: Joseph Jacques Jean Chrétien د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۱ جنوري ۱۹۳۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
تابعیت کاناډا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.88 متر[۸]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د کاناډا لېبرال ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د کاناډا لومړی وزیر (20 )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۴ نومبر ۱۹۹۳  – ۱۲ ډيسمبر ۲۰۰۳ 
کېم کمپبل 
پاور مارټين 
عملي ژوند
دنده سياستوال
ډیپلوماټ  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي
انگليسي[۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ژان کرېټین
ژان کرېټین

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جوزوف جکوس ژان کرېټین د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د مېریت /OM  (دا هغه نښان دی چې د غوره خدماتو لپاره یو کس ته ورکول کېږي) او CC  (تر مېريت وروسته دویم ویاړلی نښان) نښانونو ګټونکی اوQC (په شاهي نظام کې د محکمې په چارو کې د پاچا یا ملکې ځانګړی او ډېر تګړه سلاکار، چې معمولاً حقوق پوه وي)، فرانسوي تلفظ یې: ​[ʒã kʁe.tsjẽ]؛ د ۱۹۳۴ ز کال د جنوري په ۱۱مه  زېږېدلی، یو کاناډايي حقوق پوه اوسیاستوال دی، چې له ۱۹۹۳ ز کال څخه تر ۲۰۰۳ ز کال پورې يې د کاناډا د شلم لومړي وزیر په توګه خدمت کړی دی .

د شېوېنېګان فالس په کیوبیک کې زېږېدلی او لوی شوی، کرېټین د لاوال پوهنتون له حقوقو پوهنځۍ څخه فارغ شوی. هغه یو لېبرال و، د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۳ ز کال کې د ولسي جرګې لپاره وټاکل شو. هغه د کابینې په بېلابېلو پوستونو کې د لومړي وزیر پېیر ټروډو (Pierre Trudeau) تر نظر لاندې کار کړی، چې نامتو یې د شمال پرمختګ او د سور پوستو/ لرغونو اوسېدونکو د چارو وزیر، د خزانه دارۍ د پلاوي رئیس، د مالیې وزیر او د عدلیې د وزیر په توګه دنده ترسره کول دي. هغه په ۱۹۸۴ ز کال کې د لېبرال ګوند د مشرۍ لپاره یوه ناکامه هڅه وکړه او د جان ټورنر له خوا له ماتې سره مخامخ شو. کرېټین د ټورنر د واکمنۍ په لنډمهاله دوره کې چې د ۱۹۸۴ ز کال په فدرال ټاکنو کې له ماتې سره مخامخ شو، د کاناډا د لومړي وزیر د دویم مرستیال په توګه خدمت کړی دی. وروسته له دې چې ټورنر په ۱۹۸۸ ز کال کې د دویم ځل لپاره لېبرالیان له ماتې سره مخ کړل، کرېټین په ۱۹۹۰ ز کال کې د لېبرال ګوند او اپوزیسیون مشر شو او په خصوصي سکتور کې تر لنډې مودې کار وروسته بېرته سیاست ته راستون شو. د ۱۹۹۳ ز کال په فدرال ټاکنو کې کريټین د لوی اکثریت له دولت سره د لېبرالیانو مشري وکړه او وروسته یې په ۱۹۹۷ او ۲۰۰۰ ز کلونو کې ګوند دوو لویو نورو اکثریتونو ته ورساوه. 

کرېټین د کوبېک د حاکمیت له غورځنګ سره په کلکه مخالف و. هغه د ۱۹۵۵ ز کال د کوبېک په ټول ‌پوښتنه کې د فېدرالست کمپ د مشر په توګه یوه محدوه بریا ترلاسه کړه او وروسته یې په راتلونکې ټول ‌پوښتنه کې د پوښتنو له ګونګوالي څخه د مخنیوي په موخه د شفافیت قانون مخکښ کړ. د هغه دولت د درنو وسلو د راجستر قانون رامنځته کړ، د ځوانانو د جنايي عدالت قانون يې پر مخ یووړ او د هم‌جنس پالانو د ودونو د قانوني کولو لپاره يې زمینه برابره کړه. هغه د کاناډا د چاپېریال ساتنې قانون، د محصولاتو د آفتونو د کنترول قانون او د ورکېدو له خطر سره مخ ډولونو په ګډون څو لوی چاپېریالیز قوانین پلي کړل. کرېټین په بهرني سیاست کې، په یوګوسلاویا  کې د ناټو د بمبار او د افغانستان په جګړه کې د کاناډا د پوځي لاسوهنې امر وکړ، خو د عراق په جګړه کې يې ګډون ونه کړ. که څه هم د هغه او لېبرال ګوند شهرت د فدرال ټاکنو په درېو پرله پسې دورو کې د هغه ټاکل کېدل اسانه کړي وو، هغه له بېلابېلو سیاسي لانجو سره مخامخ شو. هغه د شوېنګېټ /Shawinigate (په ۱۹۹۰ز لسیزه کې په کاناډا کې د یوې سیاسي رسوایۍ نوم) او سپانسرشېپ په سیاسي رسوایۍ کې په ناسم چلند تورن شو، که څه هم هغه په پرله پسې توګه هر ډ‌ول سرغړونه رد کړه. هغه د لېبرال ګوند په مشرۍ کې له خپل پخواني سیال د مالیې وزیر پاول مارتین سره په اوږد مهاله مبارزه کې ښکېل شو. په پایله کې کرېټین د ۲۰۰۳ ز کال په ډېسمبر کې په لېبرال ګوند کې د مارتین د پلویانو د فشار او د مشرۍ د بیاکتنې د لاسه ورکولو له وېرې د لومړي وزیر له موقف څخه استعفا ورکړه او له سیاست څخه تقاعد شو. کرېټین د پوهانو او عامو خلکو تر منځ لوړ مقام لري. کرېټین د ۸۸ کلونو په عمر د کاناډا تر ټولو زوړ، پخوانی لومړی وزیر دی.     

لومړنی ژوند، کورنۍ او زده‌کړې[سمول]

کرېټین د ۱۹۳۴ ز کال د جنوري په ۱۱ د شېوېنېګان فالس په کیوبیک کې زېږېدلی، د مارې (کورنی نوم يې بیوزوېت، په ۱۹۵۴ ز کال کې مړه شوې) او وېلي کرېټین (په ۱۹۸۰ ز کې مړ شوی) له ۱۹ ماشومانو (لس یې په کوچنیوالي کې مړه شوي) څخه اتلسم ماشوم دی. د کرېټین کورنۍ له کارګرې طبقې څخه او بېوزله وه، کرېټین اړ و هغه جامې واغوندي چې ترده مخکې يې خويندو او وروڼو اغوستې وې، ځکه مور او پلار يې دومره بېوزله وو چې نه يې شوی کولی، هغه ته نوې جامې واخلي. د کرېټین مور او پلار غوښتل ،بچیان یې په یوه کلاسیک کالج/پوهنتون کې زده‌کړې وکړې او د شېوېنېګان او د کاریګرې طبقې له ژوند څخه وتښتي، دا هغه مهال په کیوبېک کې پوهنتون ته د لار موندنې یوازینۍ لار وه. د کرېټین پلار په ځوانۍ کې هغه د ډېکشنرۍ لوستلو ته اړ کړ. د کرېټین مشر ورور مورېس د بیمې په هغه شرکت کې چې کار کاوه، د زده‌کړو بورس ترلاسه کړ، چې هغه ته يې اجازه ورکړه، په طبي ښوونځي کې زده‌کړې وکړي او له طبي فعالیتونو څخه د ترلاسه شوې ګټې له لارې يې له خپلو کوچنیو خویندو او وروڼو سره مرسته وکړه، تر څو په کلاسیکو پوهنتونو کې زده‌کړې وکړي. دا چې کرېټین په ځوانۍ کې یو سخت دریځه لېبرال و، یو ځل یې خپل اتل ښاغلي وېلفرډ لورير (Sir Wilfrid Laurier) ته لاس ورکړی و. د سیمه‌ييزې کلیسا کشیش، پلار اوګر، د ملي اتحاديې له پلویانو او ټولو لېبرالیانو څخه د «بې خدایه» په توګه کرکه لرله، د کرېټین لېبرال کورنۍ په اړه يې يوه اوازه خپره کړه او ویې ویل چې: هېڅکله به اجازه ورنه کړې، چې یوه ځوانه نجلۍ له ساتونکي پرته د کوم کرېټين هلک ليدلو ته ورشي، هغه چې له امله یې ځوان ژان کرېټین له کاتولیک کليسا سره په اړیکو کې ستونزه لرله.  [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې، کاناډايي ملت پال وېلي کرېټین د جګړې د هڅو د کلک ملاتړي په توګه ډېر عمومي مخالفت راوپاروه، په ځانګړي ډول له دې امله چې په شېوېنېګان کې د لږو فرانسوي ـ کاناډایانو له ډلې څخه و چې تمایل یې درلود، له هېواده بهرجګړې لپاره د سرتېرو (چې په زامبیانو مشهور و) له لېږلو څخه ملاتړ وکړي. په ۱۹۴۰ ز کال د ملي سرچینو د سمبالونې د قانون له مخې، د فدرال دولت کولی شوی، کاناډایان یوازې له کاناډا څخه د دفاع په خدمت کې وکاروي او د ۱۹۴۴ ز کال تر پای پورې، يوازې رضاکارانو کولی شوی، له هېواده بهر جګړې ته لاړ شي. په ۱۹۴۰ لسیزه کې کیوبېک هغه ځای و چې ډېری فرانسوي کاناډایان په جګړه کې له کاناډایانو سره د جګړې او په ځانګړي ډول له هېواده بهر د «زامبیانو» له لېږلو سره مخالف وو، دا چاره د کرېټین او د هغه د کورنۍ د شړلو لامل شوه. پر دې سربېره د ګرتڼ نیورسر/Grande Noirceur («لويې تیارې») په بهیر کې، کله چې د کیوبېک ټولنه  د ملي اتحادیې د فاسد ملاتړ ماشین ترواک لاندې وه، له جګړې څخه د وېلي کرېټین د ملاتړ امله د کرېټین کورنۍ بې برخې شوه. د ملي اتحادیې لومړي وزیر موريس ډوپلېسس په دویمه نړیواله جګړه کې د کاناډا د ګډون څرګند مخالف و. تر ۱۹۶۴ ز کال پورې کیوبېک هېڅ عامه ښوونځی نه درلود او کرېټین په کاتولیکو ښوونځیو کې زده‌کړې کولې. کرېټین له کاتولیکو کشیشانو څخه چې نوموړي ته يې زده‌کړې ورکولې بېزار و، د هغه له پخوانیو ښوونکو څخه پلار فرانسوا لانو په خپل وار سره وايي چې: کرېټین یوازينی زده‌کوونکی و چې د غوږونو په نیولو سره جزايي شوی و، ځکه هغه ډېر یاغي و. کرېټین په یوه مرکه کې خپلې زده‌کړې «غیر طبیعي» یادې کړې، ځکه هغه په کلک ډول یو سخت رژیم په یاد راوړي، چې په هغه کې به کشیشانو هر هغه څوک وهل او ټکول، چې د زده‌کړې په بهیر کې به یې د دوی د صلاحیت په اړه د پوښتنې جرئت کاوه. د کرېټین یو ټولګیوال وايي: «موږ د احساساتو د لرلو یا څرګندولو حق نه درلود.»[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

کرېټین د یوه ځوان په توګه، د سیمه‌ییز سخت سري هلک په توګه له خپل شهرت څخه خوند اخیست. د کرېټین یو ټولګیوال زیاتوي چې: هغه د « هغه د غرني خوی له امله سخت وېرېدلی و.»[۱۹][۲۰]

سرچینې[سمول]

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6kp8gfn — subject named as: Jean Chrétien — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. subject named as: Joseph Jacques Jean Chrétien — Library of Parliament of Canada person ID: https://lop.parl.ca/sites/ParlInfo/default/en_CA/People/Profile?personId=306 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/chretien-joseph-jacques-jean — subject named as: Joseph Jacques Jean Chrétien — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  4. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=chretien — subject named as: Jean Chretien
  5. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=jean;n=chretien;oc=5 — subject named as: Jean Chrétien
  6. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/47453 — subject named as: Jean (Joseph-Jacques) Chrétien — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  7. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000017367 — subject named as: Jean Chretien — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. https://globalnews.ca/news/2650683/why-the-world-prefers-tall-politicians/
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13334178w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. . The Life and Times of Jean Chrétien. Canadian Broadcasting Corporation
  11. Martin, Lawrence Chrétien: The Will To Win, Toronto: Lester Publishing, 1995 p. 27.
  12. Martin, Lawrence Chrétien: The Will To Win, Toronto: Lester Publishing, 1995 pp. 28–29.
  13. Martin, Lawrence Chrétien: The Will To Win, Toronto: Lester Publishing, 1995 p. 44.
  14. Martin, Lawrence Chrétien: The Will To Win, Toronto: Lester Publishing, 1995 p. 89.
  15. Martin, Lawrence Chrétien: The Will To Win, Toronto: Lester Publishing, 1995 pp. 25 & 44.
  16. Martin, Lawrence Chrétien: The Will To Win, Toronto: Lester Publishing, 1995 p. 26.
  17. Martin, Lawrence Chrétien: The Will To Win, Toronto: Lester Publishing, 1995 pp. 34–35.
  18. Martin, Lawrence Chrétien: The Will To Win, Toronto: Lester Publishing, 1995 p. 56.
  19. Martin, Lawrence Chrétien: The Will to Win, Toronto: Lester Publishing, 1995 pp. 50–52.
  20. Martin, Lawrence Chrétien: The Will to Win, Toronto: Lester Publishing, 1995 p. 23.