کېم کمپبل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کېم کمپبل
کېم کمپبل
کېم کمپبل

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Avril Phædra Douglas Campbell د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۰ مارچ ۱۹۴۷[۱][۲][۳][۴][۵]
تابعیت کاناډا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د کاناډا لومړی وزیر [۶] (19  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۵ جون ۱۹۹۳  – ۳ نومبر ۱۹۹۳ 
براین مولروني  
ژان کرېټین  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ډیپلوماټ   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دندې هروارد پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
کېم کمپبل
کېم کمپبل

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اورل فېدرا ډاګلوس «کېم کمپبل» د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړې، CC  (تر مېريت وروسته دویم ویاړلی نښان)، OBC  (د کاناډا په بریتانوي کولمبیا ولایت کې د وړتیا مدني ویاړ) ګټونکې اوQC (په شاهي نظام کې د محکمې په چارو کې د پاچا یا ملکې ځانګړی او ډېر تګړه سلاکار چې معمولاً حقوق پوه وي)، د ۱۹۴۷ ز کال د مارچ په لسمه نېټه زېږېدلې، یوه کاناډايي سیاستواله، دیپلوماته، حقوق پوه او لیکواله ده، چې د ۱۹۹۳ ز کال د جون له ۲۵ څخه د نومبر تر ۴ پورې د کانډا د نولسمې لومړۍ وزیرې په توګه خدمت کړی. کمپبل د کاناډا یوازینۍ او لومړنۍ ښځينه لومړۍ وزیره ده. مخکې له دې چې د پرمختللي محافظه کار ګوند وروستۍ لومړۍ وزیره شي، هغه د کاناډا په تاريخ کې لومړۍ ښځه وه چې د ماليې د وزیرې په توګه یې خدمت وکړ او لومړنۍ ښځه وه چې د ناټو د غړو هېوادونو په يوه هېواد کې وزیره شوه. [۷]

کمپبل مخکې له دې چې په ۱۹۸۸ ز کال کې د کاناډا ولسي جرګې ته د PC په توګه وټاکل شي، د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۶ ز کال کې د برېتېش کولمبیا مقننه اسامبلې ته د برېتېش کولمبیا د ټولنیز امتیاز ګوند د غړې په توګه وټاکل شوه. د ۱۹۹۰ او ۱۹۹۳ ز کلونو تر منځ د لومړي وزیر برایان مولروني په دوره کې، هغې د کابینې بېلابېل موقفونه ولکه کړي وو، چې له ډلې يې د عدلیې د وزېرې او د کاناډا د لویې څارنوالې، د پخوانیو سرتېرو د چارو وزیرې او ملي دفاع د وزېرې په توګه د هغې دندې یادولی شو.  کمپبل د ۱۹۹۳ کال په جون کې د مولروني تر استعفا وروسته د نوې لومړي وزیر د شهرت د پیکه کېدو له امله، لومړۍ وزیره شوه. د ۱۹۹۳ ز کال په اکتوبر کې د کاناډا د فدارال ټاکنو په بهیر کې د پرمختلليو محافظه کارانو لسمه برخه وایستل شول او د لوی اکثریت د دوه څوکیو سربېره چې خپله کمپبل هم په کې وه خپلې ټولې څوکۍ له لاسه ورکړې. د هغې د ۱۳۲ ورځو لومړۍ وزیرتوب د کاناډا په تاريخ کې درېمه لنډمهاله دوره ده.

کمپبل لومړنۍ ماشومه وه، چې د لوی سیاسي خطر اداره یې پر غاړه واخیسته او یوازینۍ لومړۍ وزیره وه چې په برېتېش کولمبیا کې نړۍ ته راغلې. اوس مهال هغه د کاناډا د عالي دیوان د مشورتي پلاوي رئیسه ده.[۸][۹][۱۰]

لومړنی ژوند[سمول]

کمپبل د برېتېش کولمبیا په پورټ البېرني سیمه کې زېږېدلې، د فېلېس «ليسا» (کورنۍ نوم کوک، زېږېدنه ۱۹۲۳-مړینه ۲۰۱۳ز) او جورج ټوماس کمپبل (زېږېدنه ۱۹۲۰-مړینه ۲۰۰۲ز) لور وه، پلار یې په ايټالیا کې د کاناډا په هایلنډر سي فورټ (د کاناډا لومړنی پیاده پوځ) کې خدمت یې کړی و. [۱۱][۱۲]

کله چې هغه د تنکۍ ځوانۍ په دوران کې وه، کمپبل او د هغې کورنۍ وانکووېر ته کډه شول. کمپبل د سي بي سي تلویزون د ماشومانو لپاره د جونیرتلوېژن کلب په خپرونه کې چې د ۱۹۵۷ ز کال په جون کې خپره شوه، یوه له پنځو خبریالانو او ویاندانو څخه وه. [۱۳]

هغه مهال چې کمپبل ۱۲ کلنه وه، مور یې هغوی پرېښول، کېم او الېکس خور یې پلار لوېی کړې. د یوې تنکۍ پېغلې په توګه کمپبل خپل ځان کېم ونوماوه. کمپبل په وانکووېر د شهزاده وېلز په متوسطه ښوونځي کې زده کړې پیل کړې او له تکړه زده‌کوونکو څخه یوه وه. هغه په ښوونځي کې لومړنۍ ښځينه زده‌کوونکې وه چې مشره شوه او په ۱۹۶۴ ز کال کې فارغه شوه. 

پوهنتون او لومړنۍ دنده[سمول]

کمپبل په سیاسي علومو کې له برېتېش کولمبیا پوهنتون څخه د لېسانس افتخاري سند تر لاسه کړ، چې په ۱۹۶۹ ز کال کې فارغه شوه. هغه د زده‌کوونکو په واکمنۍ کې فعاله وه او د لومړۍ ښځې په توګه يې په ښوونځي کې د تازه شامل شویو د ټولګیو د رئیسې په توګه خدمت وکړ. هغې وروسته په هغه ښوونځي کې تر فراغت وروسته یو کلنې زده‌کړې بشپړې کړې، تر څو د دوکتورا په کچه زده‌کړو ته د شرایطو وړ وګرځي. کمپبل په ۱۹۷۰ ز کال کې د دوکتورا په کچه زده‌کړو لپاره د شوروي په دولت کې د لندن د اقتصاد ښوونځي ته شامله شوه او د ۱۹۷۲ ز کال له اپرېل څخه تر جون پورې د درېیو میاشتو لپاره په شوروي اتحاد کې پاتې شوه. هغې څو کاله د روسي ژبې پر زده‌کړه تېر کړي وو او ادعا یې لرله چې نږدې بشپړه بلدتیا ورسره لري، که څه هم کله چې یو خبریال له کاناډا څخه د بورېس یلتسن د لیدنې په بهیر کې له هغې څخه غوښتنه وکړه چې هغه ته د ښه راغلاست څو کلیمې په روسي ژبه ووايي، هغې ونه شوی کولی. یوازې یې وویل: «سلام ښاغلی یتلتسن». په پای کې کمپبل خپلې د دوکتورا زده‌کړې پرېښودې او په ۱۹۷۲ ز کال کې له خپل پخواني شریک ناتان ډېوینسکي سره تر واده کولو وروسته بېرته وانکووېر ته ستنه شوه. هغې په ۱۹۸۳ ز کال کې له برېتېش کولمبیا پوهنتون څخه د LL.B. (په حقوقو کې لېسانس) سند ترلاسه کړ. هغه په ۱۹۸۴ ز کال کې د برېتېش کولمبیا د وکالت لپاره وبلل شوه او تر ۱۹۸۶ ز کال پورې يې په وانکووېر کې وکالت وکړ.  [۱۴][۱۵][۱۶]

کورنۍ او لومړنۍ سیاسي دنده[سمول]

له ډېوېنسکي سره د هغې د واده په بهیر کې، کمپبل د برېتېش کولمبیا په پوهنتون او د وانکووېر په ټولنیز کالج کې په سیاسي علومو کې د نیمه ‌ورځې ښوونکې وه. په داسې حال کې چې لا یې په حقوقي ښوونځي کې زده‌کړې کولې د یوې وکیلې په توګه یې سیاست د وانکووېر ښوونځي په رئیسه پلاوي کې شامل کړ، په ۱۹۸۳ کال کې د هغه هیئت د مشرې او په ۱۹۸۴ کال کې يې د هغه د مرستیالې مشرې په توګه خدمت وکړ. هغې یو ځل ادعا وکړه چې: هغې یاد پلاوي ته «مخه ښه وویل» که څه هم ځینې نورو ادعا وکړه چې هغه « په شا شوه». په ټوله کې، هغه له ۱۹۸۰ څخه تر ۱۹۸۴ ز کال پورې هلته یوه امانت ساتونکې وه. کمپبل او ډېوېنسکي په ۱۹۸۳ز کال کې له یو بل څخه طلاق واخیست او کمپبل په ۱۹۸۶ز کال کې هاوارډ اېډي سره واده وکړ، دې واده د هغې تر لومړۍ وزېرې کېدو لږ مخکې مهال پورې دوام وکړ. کمپبل تر پيېر  ټروډو وروسته د کاناډا دویمه لومړۍ وزیره ده چې طلاق یې اخیستی دی. [۱۷]

هغه د خپل لومړي وزیرتوب په دوره کې د لنډمهال لپاره د اېکسرپولر (سپورټي موزې) له مخترع ګريګوري لختمن سره په اړیکه کې وه، خو دا اړیکه یو څه خصوصي وه او هغې د ۱۹۹۳ ز کال په ټاکنیز کمپاین کې هغه دخیل نه‌کړ. هغې اوس مهال له ممثل، ډرامه لیکونکي، سندرې جوړوونکې او د کنسرت له پیانو غږوونکي هارشي فېلډر سره واده کړی. [۱۸]

ولایتي سیاستونه[سمول]

کمپبل په ۱۹۸۳ ز کال کې د برېتېش کولمبیا د ټولنیز امتیاز له ګوند (سوکېرډ/ Socred، د یاد ګوند غړو ته ویل کېږي) څخه په وانکووېر کې د برېتېش کولمبیا له مقننه اسامبلې څخه یوې چوکۍ ته نابریالۍ نوماند وه او ۱۲۷۴۰ رایې (۱۹.۳٪ د دووغړو په جرګه کې) يې ترلاسه کړې. وروسته يې د لنډمهال لپاره د لومړي وزیر بېل بنت په دفتر کې کار وکړ. کمپبل د ۱۹۸۶ ز کال په اوړي کې د بي سي (برېتېش کولمبیا) د ټولنیز امتیاز ګوند د مشرۍ لپاره نابریالۍ هڅه وکړه (له استازو څخه د ۱۴ رایو له ترلاسه کولو سره په وروستي ځای کې پاتې شوه)، خو د ۱۹۸۶ ز کال په اکتوبر کې د برېتېش کولمبیا د مقننه اسامبلۍ د سوکېرډ غړې په توګه د وانکووېر-پاینټ ګرې (د ټاکنیزې حوزې نوم) لپاره وټاکل شوه او ۱۹۷۱۶ رايې يې (۲۳.۲٪ ، د دوو غړو په جرګه کې) ترلاسه کړې. [۱۹]

هغه وروستیو چوکیو ته ولېږل شوه، د بېل وانډر زالم له مشرتابه څخه ناهیلې شوه، د جنین د سقط موضوع له امله چې وانډر زالم ورسره مخالف و، ټولنیز امتیاز له منځه ولاړ او اړیکه يې ورسره پرې کړه. کمپبل پرېکړه وکړه چې، ولایتي سیاست پرېږدي او فدرال سیاست ته د ننه شي.

فدرال سیاست[سمول]

کمپبل د ۱۹۸۸ ز کال په فدرال ټاکنو کې د وانکووېر له مرکز څخه د پارلمان د غړې په توګه (MP) وټاکل شوه. هغې وروسته له دې چې برحال رییس پت کارني له بیاځلي نوماندۍ څخه ډه‌ډه وکړه، د ګوند نوماندې تر لاسه کړه. کمپبل په ۱۹۸۹ کال کې کابینې ته د ځوانې وزیرې په توګه (د سور پوستو او شمال چارو د پرمختګ) وټاکل شوه. د سور پوستو او شمال چارو د پرمختګ وزېرې په توګه یې لږ رول درلود. هغې له ۱۹۹۰ ز کال څخه تر ۱۹۹۳ ز کال پورې د عدلیې د وزېرې او لویې څارنوالې پوستونه په واک کې لرل او د جزا په قانون کې يې د پام وړ سموني اواصلاحات د تودو وسلو د کنترول او جنسي تېري په برخه کې تر څار لاندې لرل. په هېواد کې د سقط قانون د بې اعتباره کولو په اړه د سترې محکمې تر پرېکړې وروسته، په ۱۹۹۰ ز کال کې کمپبل په کاناډا کې د سقط لپاره د سي ۴۳(C-43) لایحې د وړاندې کولو مسؤله وه. که څه هم، له ولسي جرګې څخه تېر شو، خو ويې نه شو کولی، چې د مشرانو جرګې له خوا تصویب شي. کاناډا يې د سقط په اړه له ملي قانون پرته پرېښوده. [۲۰][۲۱]

سرچینې[سمول]

  1. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1757541/ — د نشر نېټه: ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۵
  2. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Kim-Campbell — subject named as: Kim Campbell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. subject named as: A. Kim Campbell — Library of Parliament of Canada person ID: https://lop.parl.ca/sites/ParlInfo/default/en_CA/People/Profile?personId=15582 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. subject named as: Kim Campbell — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=5061 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/52579 — subject named as: Kim Campbell — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  6. https://lop.parl.ca/ParlInfo/Compilations/FederalGovernment/MinistriesDuration.aspx
  7. "Biographical notes: Independent Advisory Board members". Prime Minister of Canada (په انګلیسي ژبه کي). 2021-02-19. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Skard, Torild (2014) "Kim Campbell" in Women of Power – Half a century of female presidents and prime ministers worldwide, Bristol: Policy Press, کينډۍ:ISBN
  9. "Kim Campbell to chair Supreme Court advisory board". The Canadian Press. Maclean's. August 2, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Prime Minister announces Advisory Board to select next Supreme Court Justice" (Press release). Government of Canada. July 17, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Lissa VROOM's Obituary on The Times Colonist". The Times Colonist. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. McDonell, James K.; Campbell, Robert Bennett (1997). Lords of the North (په انګلیسي ژبه کي). General Store Publishing House. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781896182711. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. . Introducing Avril Campbell – Kim Campbell, First and Foremost – CBC Archives. CBC News.
  14. Time And Chance, by Kim Campbell, 1996, pp. 17–23.
  15. Time and Chance, by Kim Campbell, 1996, pp. 26–37
  16. Kim Campbell Through the Looking Glass (video) (په انګلیسي ژبه کي). National Film Board. 2000. وقع ذلك في 24:00. د لاسرسي‌نېټه April 28, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Donaldson, p. 354.
  18. Kim Campbell, online biography. Retrieved January 13, 2014
  19. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر جون 29, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه جون 25, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  20. Kim Campbell defends Bill C-43, CBC Archives. Retrieved January 14, 2014
  21. Kim Campbell: Bill C-43 is woman's entitlement, The Interim, May 31, 1990. Retrieved January 13, 2014