ډېوېډ بالتیمور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډېوېډ بالتیمور
ډېوېډ بالتیمور
ډېوېډ بالتیمور

د شخص معلومات
پيدايښت ۷ مارچ ۱۹۳۸[۱][۲][۳][۴][۵]
نيويارک [۶]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکې ژبه(ې) انگليسي [۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ژونکيميا   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه[۸]  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډېوېډ بالتیمور (زوکړه: د ۱۹۳۸ زکال د مارچ اوومه) امریکايي بیولوژېست یا ژوند پوه، د پوهنتون اداره کوونکی او په ۱۹۷۵ زکال کې د فزیولوژي یا طبابت په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی دی. نوموړی د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ د انستیتیوت (Caltech) متقاعد ریس او د هغو د بیولوژي د څانګې فروفیسور دی؛ چېرې چې نوموړي له ۱۹۹۷ زکال څخه تر ۲۰۰۶ زکال پورې خدمت وکړ. ورته مهال هغه د ژباړنیزو طبي خدمتونو د مرکز د مدیر په توګه خدمت وکړ چې د کالټېچ او کالیفورنیا پوهنتون هغه پروژې په کې شاملې وې چې اساسي علمي کشفیات یې د طبي واقعیتونو په موخه ژباړل. نوموړي همدارنګه له ۱۹۹۰ زکال څخه تر ۱۹۹۱ زکال پورې د راکفلر پوهنتون د رئیس، له ۱۹۸۲ زکال څخه تر ۱۹۹۰ زکال پورې د بایو میډیکل څېړنو لپاره د وایټ هېډ انستیتیوت د بنسټګر او مشر او په ۲۰۰۷ زکال کې د علومو د پراختیا لپاره د امریکايي ټولنې د مشر په توګه په رسمي بڼه خدمت وکړ. [۹]

بالتیمور د څېړونکي، مدیر، ښوونکي او د ساینس او اینجینري د عامه ملاتړي په توګه د خپلو لاسته راوړنو پر مټ په نړیوالو علمي چارو له دې ډلې په امیونولوژي (وقایه پوهنه)، وایرس پوهنې، سرطاني څېړنو، بایو ټکنالوژي او د ډې ان اې (DNA) په نوو ترسره شوو څېړنو باندې کلیدي اغېز درلود. هغه په پریمانه شمېر د دوکتورا د کچې زده کړیالان او فوق دوکتورا علمي همکاران روزلي چې ډېریو یې په مخکښو څېړنیزو چارو کې ونډه لرلې. نوموړي د نوبل د جایزې سربېره په ۱۹۹۹ زکال کې د متحده ایالاتو د علومو ملي مډال او په ۲۰۲۱ زکال کې د لسکر جایزه ترلاسه کړې. بالتیمور اوس مهال د اټومي ساینس پوهانو د بولټن د ملاتړي پلاوي غړیتوب لري او همدارنګه د بشردوستانه اتحاد ستر علمي سلاکار دی. [۱۰][۱۱][۱۲]

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

بالتیمور د ۱۹۳۸ زکال د مارچ په اوومه په نیویارک ښار کې د ګرترود (لیپشیتز) او ریچارډ بالتیمور په کورنۍ کې وزېږېد. نوموړی فورسټ هېلز او ریګو پارک ته څېرمه په کویینز سیمه کې کې رالوی شو، هغه مهال چې په دویم ټولګي کې و له خپلې کورنۍ سره یې د نیویارک ګریټ سیمې ته له دې امله کډه وکړه چې مور یې دا احساس کړی و چې د پخوانۍ سیمې په ښوونځیو کې یې زده کړې سمې نه دي. پلار یې د یو ارتدوکس یهودي په توګه را لوی شوی و او مور یې هم اتیسته یا په خدای باور نه لرونکې وه؛ په داسې حال چې بالتیمور د یهودیانو د رخصتۍ له ورځو څخه پیروي کوله او له خپل پلار سره یې د میتسوا بار له لارې د کنیسې په مراسمو کې ونډه اخیسته. نوموړی په ۱۹۵۶ زکال کې د ګریټ نېک له عالي لیسې فارغ شو او د ژوند پوهنې اړوند خپله لیوالتیا د لیسې پر مهال د اوړي په رخصتیو کې د مېن په بار هاربر سیمه کې د جکسون لابراتوار له خوا زده کوونکو ته د اوړي د پروګرام له امله بولي. په همدغه پروګرام کې و چې له هاوارډ تمین سره بلد شو او بیا یې وروسته یې ورسره خپله د نوبل جایزه شریکه کړه. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

بالتیمور په ۱۹۶۰ زکال کې په عالي درجه د لیسانس سند له سوارثمور کالج ترلاسه کړ. نوموړی د جورج سترایزنګر له خوا له مالیکولي ژوند پوهنې سره بلد شو او په ۱۹۵۹ زکال کې یې د هغه تر نظر لاندې د اوړي پر مهال په کولډ سپرېنګ هاربر لابراتور کې د خپلې ماسټرۍ د څېړنیز پروګرام د برخې په توګه کار وکړ. په دغه ځای کې نوموړي د سالواډور لوریا او سایروس لوینتال په نومونو د ماساچوست د ټکنالوژۍ د انستیتیوت (MIT) له دوه علمي غړو سره چې وروسته یې بیا د نوبل جایزه ترلاسه کړه ولیدل؛ هغوی دغه ځای ته د مالیکولي ژوند پوهنې د تکمیلي زده کړو د نوي پروګرام لپاره د نوماندانو په موندنه پسې راغلي و. هغوی له ده وغوښتل چې د ماساچوست د ټکنالوژۍ انستیتیوت ته خپل غوښتنلیک ولېږي. د یو فارغ زده کړیال په توګه د بالتیمور راتلونکی هوډ څرګند و، هغه مهال چې په ۱۹۶۰ زکال کې د MIT د تکمیلي زده کړو په پروګرام کې شامل شو په نه ستړې کېدونکې او هڅانده بڼه یې د علم زده کړې ته مخه کړه او د خپلې دوکتورا پای لیک یې په دوه کلونو کې پای ته ورساوه. د پاژ ژنټیک سره د هغه لومړنۍ لیوالتیا په چټکۍ سره د حیواني ویروسونو اړوند د هغه د لیوالتیا لامل وګرځېده. نوموړي په ۱۹۶۱ زکال کې د حیواني مکروبونو اړوند د کولډ سپرېنګ هاربر په روزنیزه دوره کې ونډه واخیسته او ورپسې د نیویارک ښار په راکفلر انستیتیوت کې د ریچارډ فرانکلین لابراتورا ته ولاړ (د دوکتورا سند یې له راکفلر انستیتیوت واخیست)؛ هغه چې د حیواناتو د وایرس پوهنې اړوند د مالیکولي څېړنو په برخه کې تر ټولو مخکښ لابراتوار و. نوموړي هلته د وایرسونو د تکثیر او په حجروي متابولېزم باندې د هغو د اغېز اړوند اساسي څېړنې وکړې چې د لومړي ځل لپاره د RNA انزایم تشرېح هم په کې شامله وه. [۱۸][۱۹][۲۰]

مسلک او څېړنه[سمول]

د دوکتورا سند له ترلاسه کولو وروسته، بالتیمور په ۱۹۶۳ زکال کې د خپلو فوق دوکتورا څېړنو په موخه له جیمز ډارنل سره MIT ته راوګرځېد. هغه د ویروسونو د تکثیر اړوند خپل کار له پولیو وایرس څخه په کاراخیستنې پیل کړ او او د ۱۹۶۴/۱۹۶۵ زکال پر مهال یې د البرټ انشټاین د طبي زده کړو په کالج کې د جرارد هورویتز د انزایم پوهنې په روزنیز پروګرام کې هم ونډه واخیسته. [۲۱]

خپلواک څېړونکی[سمول]

د ۱۹۶۵ زکال په فبروري میاشت کې بالتیمور په لاجولا کې د سالک په نامه د بیولوژیکي څېړنو په نوي تاسیس شوي انستیتوت کې د خپواک څېړونکي په توګه د رناټو ډولبکو له خوا استخدام شو. نوموړي په دغه ځای کې د پولیو وایرس د RNA په تکثیر څېړنه وکړه او په دې سره یې بل اوږ مهالی مسلک د مارک جراراد او مایکل جاکوبسون په ګډون د نورو لومړنیو پوهانو د لارښونې په موخه رامنځته کړ. هغوی د موجودو وایرسي پولي پروتینونو د پروتئولیتیک تجزیې میکانیزم کشف کړ چې د یوکاریوتي پروتینونو په سنتز کې یې د پروتیني تجزیې اهمیت څرګند کړ. نوموړي همدلته له خپلې راتلونکې مېرمن الیس هوانګ سره ولیدل چې په ۱۹۶۷ زکال کې یې له بالتیمور سره په سالک کې په کار پیل کړی و. نوموړي او الیس په معیوبو تداخلي ذراتو او شبه ویروسي ډولونو باندې کلیدي ازموینې ترسره کړې. د دغه کار پر مهال هغه دې مهمې پایلې ته ورسېد چې د پولیو وایرس خپل وایرسي پروتینونه د یو لوی پولي پروتین په توګه تولید کوي او ورپسې هغه د منفردو عمل کوونکو پتیدونو بهیر ته مخه کوي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د نوبل جایزه[سمول]

بالتیمور په ۱۹۷۵ زکال کې هغه مهال چې ۳۷ کاله عمر یې درلود له هاوارډ تمین او رناټو ډولبکو سره یې په مشترک ډول د نوبل جایزه ترلاسه کړه. د دغې جایزې د اشتراک استدلال دا ویل شوی چې، «د توموري وایرسونو او د حجراتو د ژنټیکي موادو ترمنځ د تعامل اړوند د اکتشافاتو له امله» دغه جایزه ورکړل شوې. دغه مهال په وایرس پوهنه کې د بالتیمور تر ټولو لویه مرسته د معکوس ټرانس کریپتاز کشف (Rtase یا RT) و چې د رترو ویراسونو لکه د اېډز د وایرس په تکثیر کې مهم کشف و او هغه په خپلواکه بڼه ترسره کړی و؛ په داسې حال کې چې ورته مهال د ساتوشي میزوتانی او تمین له خوا هم ورته مورد کشف شو.

د نوبل جایزې له ګټلو وروسته، بالتیمور خپل لابراتوار بېرته برابر کړ او په هغو کې یې په ایمونولوژي او وایرس پوهنه تمرکز وکړ چې د ایمونوګلوبین ژن په توضیح باندې یې ډېر کار وکړ. نوموړي همدارنګه نوو ستونزو لکه د Abelson murine leukemia وایرس (AMuLV) پاتوژنېسېز، د لنفوسیټونو توپیر او د ایمونولوژي اړوندو موضوعاتو ته مخه کړه. په ۱۹۸۰ زکال کې د هغه ډلې انکوژن له AMuLV څخه جدا کړ او څرګنده یې کړه چې هغه د کیناز پروتینونو نوې ډلې ته اړوند دی چې د تیروزین له امینو اسیند څخه د فوسفو اخیستونکي په توګه کار اخلي. دغه ډول انزایمي فعالیت د ټوني هانتر له خوا کشف شو چې په دې اړوند یې پراخ کشفیات ترسره کړي دي. نوموړي همدارنګه د RNA ویروسونو اړوند اصلي پوښتنو ته د ځواب ویلو هڅو ته دوام ورکړ او په ۱۹۸۱ زکال کې یې له وینسنت راکانیلو سره په ګډه چې د هغه په لابراتوار کې په فوق دوکتورا زده کړو بوخت و له نوي ترکیب لرونکې ډې ان اې (recombinant DNA) څخه کار واخیست څو د پولیو وایرس پلاسمید کوډ کوونکی یا حیواني RNA وایرس تولید کړي. دوی پلاسمید ډي ان اې (plasmid DNA) د تي لرونکو حیواناتو په حجراتو کې وکرله او عفونتي پولیو وایرس یې تولید کړ. عفونتي کولون یا د یو وایرس کوډ کوونکی DNA ژنوم هغه معیاري وسیله ده چې نن ورځ ترې په وایرس پوهنه کې ګټنه کېږي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — نسخهدريم — موضوع: Балтимор Дейвид — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6w66x1v — subject named as: David Baltimore — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/David-Baltimore — subject named as: David Baltimore — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  4. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/baltimore-david — subject named as: David Baltimore — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. subject named as: David Baltimore — Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000014485 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — نسخهدريم — موضوع: Балтимор Дейвид — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  7. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12104072f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  8. French Academy of Sciences member ID: http://www.academie-sciences.fr/fr/Liste-des-membres-de-l-Academie-des-sciences-/-B/david-baltimore.html
  9. "David Baltimore | Division of Biology and Biological Engineering". www.bbe.caltech.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Fundamental discoveries, academic leadership, and public advocacy". Lasker Award. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Board of Sponsors". Bulletin of the Atomic Scientists. Rachel Bronson. March 9, 2016. د اصلي آرشيف څخه پر May 9, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 3, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Science Philanthropy Alliance". Science Philanthropy Alliance (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lippincott S (October–November 2009). "David Baltimore – Interviewed" (PDF). California Institute of Technology. د لاسرسي‌نېټه February 21, 2013. But she was also committed to her family and to my father's right to have his religion, and we celebrated the major holidays, we fasted on Yom Kippur, and I walked with my father to the shul, which was a long walk from where we lived. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. MIT. "David Baltimore." YouTube, uploaded by Infinite History Project MIT, 8 Mar. 2016, https://www.youtube.com/watch?v=v9EmiKT1IgY
  15. "Nobel Prize autobiography". Nobelprize.org. 12 December 1975. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Kerr K. "They Began Here". Newsday. د اصلي آرشيف څخه پر June 9, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 23, 2007. David Baltimore, 1975 Nobel laureate and one of the nation's best-known scientists, is a good case in point. The 60-year-old Baltimore, who graduated from Great Neck High School in 1956... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. MIT. "David Baltimore." YouTube, uploaded by Infinite History Project MIT, 8 Mar. 2016, https://www.youtube.com/watch?v=v9EmiKT1IgY
  18. "David Baltimore – Biographical". Nobel Prize.org. د لاسرسي‌نېټه May 23, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Crotty S (2003). Ahead of the Curve: David Baltimore's Life in Science. Berkeley, California: University of California Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520239043. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. کينډۍ:Cite thesis
  21. Baltimore D (April 2019). "Sixty Years of Discovery". Annual Review of Immunology. 37 (1): 1–17. doi:10.1146/annurev-immunol-042718-041210. PMID 30379594. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. The American Association of Immunologists, Inc. (n.d.). "David Baltimore, Ph.D." The American Association of Immunologists, Inc. مؤرشف من الأصل في April 18, 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Madridge Publishers". madridge.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Baltimore D. "Viruses, Polymerases and Cancer:Nobel Lecture, December 12, 1975" (PDF). Nobel Prize.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Schlesinger S (April 29, 1995). David Baltimore, Transcript of Three Interviews Conducted by Sondra Schlesinger at New York City, New York; Cambridge, Massachusetts; and Boston, Massachusetts on 7 February 1994, 13 April 1995, 29 April 1995 (PDF). Philadelphia, PA: Chemical Heritage Foundation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 1999 باندې). Alice Huang: Keeping Science and Life in Focus. Caltech news.
  27. "Dr. Alice S. Huang, Ph.D." Baltimore Associates, California Institute of Technology. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Schlesinger S (April 29, 1995). David Baltimore, Transcript of Three Interviews Conducted by Sondra Schlesinger at New York City, New York; Cambridge, Massachusetts; and Boston, Massachusetts on 7 February 1994, 13 April 1995, 29 April 1995 (PDF). Philadelphia, PA: Chemical Heritage Foundation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Physiology or Medicine 1975 – Press Release" (Press release). October 1975. د لاسرسي‌نېټه November 6, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Witte ON, Dasgupta A, Baltimore D (February 1980). "Abelson murine leukaemia virus protein is phosphorylated in vitro to form phosphotyrosine". Nature. 283 (5750): 826–31. Bibcode:1980Natur.283..826W. doi:10.1038/283826a0. PMID 6244493. S2CID 4239008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Baltimore D. "Viruses, Polymerases and Cancer:Nobel Lecture, December 12, 1975" (PDF). Nobel Prize.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)