بیوشیمي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د نورامینیداز مالیکول درې اړخیز شکل دی.  داتومونو همږغي د یوي بلوري (کریسټالي) پروټېینو پرنمونه باندي د بلورلیکني د X وړانګو د طریقی په واسطه سره لاسته راوړل سوي ده.
د بیوشیمي، جنیټیک او مالیکولي بیولوژي ترمنځ تړوني شکل وینو. 


حياتي کيميا يا بيولوژيکي کيميا د ژونديو موجوداتو په بدن کې يا ورپورې اړوند د کيمياوي پړاوونو څېړنه ده. حياتي کيميا يانې د کيميا او بيولوژي دواړو يوه فرعي طريقه (حياتي کيميا) په درې برخو وېشل کېدلی شي: ساختاري بيولوژي، د انزايمونو علم او ميتابوليزم. د ۲۰ پېړۍ په وروستيو لسيزو کې حياتي کيميا د ذکر شوو درې طريقو په واسطه د ژونديو موجوداتو اړوند پړاوونو په تشرېح کې بريالۍ شوې ده. د ژوند علومو نږدې ټولې برخې د حياتي کيميا د ميتودونو د علم او څېړنې په واسطه څپړل کېږي او وده يې کړې ده. حياتي کيميا د کيمياوي بنسټونو په پوهېدنې باندې تمرکز کوي، چې بيولوژيکي ماليکولونو ته هغې پړاوونو ته د پورته کېدلو زمينه مساعدوي؛ چې د ژونديو حجرو په داخل او د حجرو تر منځ واقع کېږي. همدارنګه په خپل وار د نسجونو او غړو تر څنګ د ژوندي موجود په ساختمان او دندې د پوهېدلو سره په پراخ ډول اړيکه لري. حياتي کيميا له ماليکولي بيولوژي سره نږدې تړلې ده، چې د بيولوژيکي ښکارندو د ماليکولي ميکانيزمونو څېړنه ده.[۱][۲][۳][۴][۵]

د حياتي کيميا زياته برخه د لويو بيولوژيکي ماليکولونو لکه پروټينونو، نيوکليک اسيدونو، کابوهايدريتونو او شحمياتو؛ د ساختمان، اړيکې، دندو او متقابلو عملونو سره سروکار لري. دوی د حجرو ساختمان جوړوي او د ژوند پورې تړلې زياتې دندې تر سره کوي. د حجرې کيميا د کوچينو ماليکولونو او ايونونو پر غبرګونونو باندې هم تکيه کوي. دا غير ژوندي (لکه: اوبه او فلزي ايونونه) او ژوندي (لکه: امينو اسيدونه، چې د پروټينونو د ترکيب لپاره کارول کېږي) دواړه کېدلی شي. د کيمياوي غبرګونونو په واسطه له خپل چاپيريال څخه د انرژي د ګټې اخيستنې په موخه د حجرو په واسطه کارېدونکو ميکانيزمونو ته ميتابوليزم وايي. د حياتي کيميا موندنې په بنسټيز ډول په طب، تغذيې او د کرنې په برخو کې عملي کېږي. په طب کې د حياتي کيميا پوهان د ناروغيو سببونه او تداوي (معالجه) پلټي. تغذيه د روغتيا او ښه والي څرنګوالی او همدارنګه د غذايي موادو د کمښت اغېزې څېړي. په کرنه کې، حياتي کيميا پوهان خاوره او حاصلات پلټي. د غلو دانو کښت، د هغې زېرمه او د کورنيو څاريو اداره کول يې هم موخې دي. [۶][۷][۸][۹]

تاريخچه[سمول]

د يو پراخه تعريف له مخې، حياتي کيميا د ژونديو شيانو د برخو او ترکيب د څېړنې په توګه او همدارنګه د ژوندي کېدلو په موخه د دوی د يو ځای کېدلو د څرنګوالي په توګه کتل کېدی شي. د دې مفهوم له مخې حياتي کيميا کېدای شي د همدې له امله لرغوني يونانيانو ته وروګرځي. که څه هم حياتي کيميا د هغه يوې مشخصې علمي طريقې په توګه د ۱۹ پېړۍ په وختونو يا له دې لږ څه پخوا پيل شوه، چې اوس يې هم په همدې اړخ تمرکز کېږي. د ځينو په اند د حياتي کيميا پيل کېدای شي په ۱۸۳۳ کې د انسيلمي پيين (Anselme Payen) په واسطه د لومړني انزايم (diastase) (اوس ورته amylase وايي) کشف کېدل وي. ايډوارډ بچنر (Eduard Buchner) په ۱۸۹۷ کې په ناحجروي استخراجونو کې د الکولي تخمر پېچلی کيمياوي پړاو تشرېح کړ، چې د نوموړي همدا لومړنۍ تشرېح ځيني پوهان د حياتي کيميا پيدايښت ګڼي. ځيني کېدای شي د حياتي کيميا د پيل په توګه د جسټس اون ليبېګ (Justus von Liebig) د ۱۸۴۲ د فزيالوژي او پتالوژي د برخو په کاريالونو کې حيواني کيميا يا عضوي کيميا اغېزناک کار ته اشاره وکړي، چې د ميتابوليزم يوه کيمياوي نظريه يې وړاندې کړه او يا کېدای شي د حياتي کيميا د پيل موضوع ان له ۱۸ پېړۍ څخه مخکې د انټويني لاووساير (Antoine Lavoisier) په واسطه د تخمر او تنفس په اړه څېړنو ته منسوب کړي. د دې برخو نور ډېر هغه سرلاري چې د حياتي کيميا د پېچلو پوړونو په راسپړنه کې يې مرسته کړې ده، د معاصرې حياتي کيميا د بنسټګرانو په توګه پېژندل شوي دي. ايميل فيچر (Emil Fischer) د پروټينونو کيميا وڅېړله او اف ګولانډ (F. Gowland Hopkins) انزايمونه او د حياتي کيميا متحرک خاصيت وڅېړه، چې دوی دواړه د لومړنيو حياتي کيمياپوهانو دوه بېلګې ښيي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د حیاتي کيميا (Biochemistry) اصطلاح په خپله د بيولوژي او کيميا له کليمو څخه لاسته راغلی دی. په ۱۸۷۷ کې (Felix Hoppe-Seyler) په جرمني ژبه کې د بيوشيمي اصطلاح د فزيالوژيکي کيميا لپاره په (Zeitschrift für Physiologische Chemie) [د فزيالوژيکي کيميا ژورنال) د لومړۍ مسئلې په سريزه کې وکاروله، چې نوموړي په کې د څېړنې دې برخې ته وقف شوو بنسټونو د تنظيمولو لپاره بحث وکړ. که څه هم د جرمني کيمياپوه کارل نيوبرګ (Carl Neuberg) په اړه ذکر کېږي، چې په ۱۹۰۳ کې يې ذکر شوی ويکی رامنځته کړی دی، په داسې حال کې چې ځينو دا امتياز فرانز هوفميسټر (Franz Hofmeister) ته ورکړ.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

يو ځل په عمومي ډول دا عقيده وه، چې ژوند او موادو (شيانو) يې په غير ژوندۍ ماده کې له هر بنسټ څخه بېله يو څه بنسټيزه ځانګړنه يا ماده (زياتره «حياتي اصل» ته راجع کېږي) لرله او داسې فکر کېده، چې يوازې ژونديو موجوداتو د ژوند ماليکولونه توليدولی شول. په ۱۸۲۸ کې (Friedrich Wöhler) له پوتاشيم سيانيت او المونيم سلفيټ څخه د خپل غير مترقبه يوريا ترکيب په اړه يوه مقاله خپره کړه، چې ځينو د ژوند اصالت د يوې مستقيمې له پامه غورځونې او د عضوي کيميا د رامنځته کېدنې په توګه په پام کې ونيو. که څه هم د (Wöhler) ترکيب په مخالف ډول ځکه خپور شو، چې ځيني يې د نوموړي له امله د حياتي اصالت مړينه نفې کوي. له همغې راهيسې حياتي کېميا په ځانګړي ډول د ۲۰ پېړۍ له نيمايي څخه وروسته د نوو تخنيکونو لکه: chromatography, X-ray diffraction, dual polarisation interferometry, NMR spectroscopy, radioisotopic labeling, electron microscopy او د ماليکولي متحرکو (molecular dynamics) په شبيه سازيو سره پرمختګ کړی دی. دې تخنيکونو د زياتو ماليکولونو او د حجرې د ميتابوليکو لارو لکه: (glycolysis) او (Krebs cycle) [د منقد اسيد دوران] کشف او تفصيلي تحليل ته زمينه مساعده کړه او په ماليکولي کچه يې حياتي کيميا پوهېدنې ته لارښوونه وکړه. [۲۵][۲۶][۲۷] [۲۸][۲۹]

په حياتي کيميا کې يوه بله مهمه تاريخي پېښه د جين کشف او په حجره کې د معلوماتو په لېږد کې يې ونډه ده. په ۱۹۵۰ لسيزه کې James D. Watson, Francis Crick, Rosalind Franklin او (Maurice Wilkins) د DNA د ساختمان په حلولو او د معلوماتو په جنيټيکي لېږد سره يې د اړيکې وړانديزولو کې instrumental وو. په ۱۹۵۸ کې (George Beadle) او (Edward Tatum) د فنجي په برخه کې د کار کولو له امله د نوبل جايزه تر لاسه کړه، چې د يو جين په واسطه د يو انزايم توليدول يې ښودل. په ۱۹۸۸ کې (Colin Pitchfork) په DNA ثبوت سره د قتل لومړنی محکوم شخص و، چې د عدلي علم (forensic science) ودې ته يې لارښوونه وکړه. په وروستيو کې (Andrew Z. Fire) او (Craig C. Mello) په (gene expression) کې د RNA د مداخلې د ونډې د کشفولو له امله په ۲۰۰۶ کې د نوبل جايزه تر لاسه کړه. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د شيانو پيل: د ژوند کيمياوي عناصر[سمول]

د بيولوژيکي ژوند بېلابېلو ډولونو لپاره نږدې دوه درجنه کيمياوي عناصر اړين (بنسټيز) دي. د ځمکې پر مخ لږ پيداکېدونکو عناصرو ته (د سلينيوم او ايودين پرته) ژوند اړتيا نه لري، په داسې حال کې چې يو څو عام يې (المونيم او تيتانیوم) څخه ګټه نه اخېستل کېږي. زياتره ژوندي موجودات د عنصر اړتياوې سره شريکوي، مګر د نباتاتو او حيواناتو تر منځ يو څو په شمار توپيرونه دي. د بېلګې په ډول: د بحر الجي برومين کاروي، مګر د ځمکې نباتات او حېوانات ورته هيڅ اړتيا نه لري. ټول حيوانات سوديم ته اړتيا لري، مګر ځيني نباتات ورته اړتيا نه لري. نباتات برون او سليکان ته اړتيا لري، مګر حيوانات کېدای شي ورته هيڅ يا بېخي په کوچنۍ اندازه اړتيا ولري. [۳۴]

يوازې شپږ عناصر (کاربن، هايدروجن، نايتروجن، اکسيجن، کلسيم او فاسفورس) د انسان په بدن کې د شته عناصرو په ګډون د ژونديو حجرو نږدې ٪۹۹ کتله جوړوي. د ذکر شوو شپږو عناصر تر څنګ، انسانان په لږه اندازه د ممکنه ۱۸ نورو عناصرو ته اړتيا لري. [۳۵]

سرچينه[سمول]

ماخذ[سمول]

کينډۍ:Références

  • Philippe de La Cotardière, Histoire des sciences de l'antiquité à nos jours, Tallandier, 2004 (ISBN 978-2-84734-052-5)
  • Lubert Stryer, Jeremy Mark Berg, John L. Tymoczko (trad. Serge Weinman), Biochimie, éditions Flammarion, coll. « Médecine-Sciences », 2003, 5e éd. (ISBN 978-2-257-17116-0)
  • Peter N. Campbell et Anthony D. Smith (trad. de l'anglais), Biochimie illustrée [« Biochemistry illustrated »], éditions Maloine, coll. « Sciences fondamentales », 2002, 4e éd., 374 p. (ISBN 2224027133)
  1. "Biological/Biochemistry". acs.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Voet (2005), p. 3.
  3. Karp (2009), p. 2.
  4. Miller (2012). p. 62.
  5. Astbury (1961), p. 1124.
  6. Eldra (2007), p. 45.
  7. Marks (2012), Chapter 14.
  8. Finkel (2009), pp. 1–4.
  9. UNICEF (2010), pp. 61, 75.
  10. Helvoort (2000), p. 81.
  11. Hunter (2000), p. 75.
  12. Srinivasan, Bharath (2020-09-27). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Words of advice: teaching enzyme kinetics"]. The FEBS Journal 288 (7): 2068–2083. doi:10.1111/febs.15537. ISSN 1742-464X. PMID 32981225. 
  13. Hamblin (2005), p. 26.
  14. Hunter (2000), pp. 96–98.
  15. Berg (1980), pp. 1–2.
  16. Holmes (1987), p. xv.
  17. Feldman (2001), p. 206.
  18. Rayner-Canham (2005), p. 136.
  19. Ziesak (1999), p. 169.
  20. Kleinkauf (1988), p. 116.
  21. Ben-Menahem (2009), p. 2982.
  22. Amsler (1986), p. 55.
  23. Horton (2013), p. 36.
  24. Kleinkauf (1988), p. 43.
  25. Edwards (1992), pp. 1161–1173.
  26. Fiske (1890), pp. 419–20.
  27. Wöhler, F. (1828). "Ueber künstliche Bildung des Harnstoffs". Annalen der Physik und Chemie 88 (2): 253–256. doi:10.1002/andp.18280880206. ISSN 0003-3804. Bibcode1828AnP....88..253W. http://dx.doi.org/10.1002/andp.18280880206. 
  28. Kauffman (2001), pp. 121–133.
  29. Lipman, Timothy O. (August 1964). "Wohler's preparation of urea and the fate of vitalism". Journal of Chemical Education 41 (8): 452. doi:10.1021/ed041p452. ISSN 0021-9584. Bibcode1964JChEd..41..452L. http://dx.doi.org/10.1021/ed041p452. 
  30. Tropp (2012), pp. 19–20.
  31. Krebs (2012), p. 32.
  32. Butler (2009), p. 5.
  33. Chandan (2007), pp. 193–194.
  34. Cox, Nelson, Lehninger (2008). Lehninger Principles of Biochemistry. Macmillan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  35. Nielsen (1999), pp. 283–303.