ډېل کارنېگي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډېل کارنېگي

ډېل برېکېنريج کرنېگي (په انگرېزي Dale Breckenridge Carnegie) (د ۱۸۸۸ ز کال د نوامبر ۲۴ – د ۱۹۵۵ ز کال د نوامبر ۱) يو امریکايي ښوونکی ، ارواپوه او ليکوال وو .

مخينه

ډېل کرنېگي د امريکا متحدو ايالتونو د ميسوري ايالت په مېريويل کې زېږېدلی دی . دی يو نېستمن کلیوال ماشوم او د جېمز ویليام کرنېگي دويم زوی وو . مور یې امانده الېزابت هاربيسن نومېده . دی د تنکي زلمیتوب پر مهال دې ته اړوتی وو چې د سهار پر دريو بجو له خوبه پاڅېږي ، د مور او پلار غواوې ولوشي . وروسته یې وکولای شول چې د اورېنسبورگ د پيداگوجۍ په دولتي کالج کې شامل شي ، ښه څانگه او مسلک تر لاسه کړي . د کالج له پای ته رسولو وروسته يې لومړی کار په بېړنیو کورسونو کې استادي وه . وروسته بيا د «ارمور او کمپنۍ» لپاره د غوښې ، صابون او نورو څيزونو پر پلور بوخت وو . کله چې کرنېگي پر ۱۹۱۱ ز کال پېنځه سوه ډالر زېرمه کړل ، نو یې د سوداگرۍ چارې پرې ښودې ، د دې لپاره چې خپل ارمان پوره کړي او استاد شي . کرنېگي پر ۱۹۲۲ ز کال خپل کورنی نوم په ليکنه کې له (Carnagey) څخه پر (Carnegie) بدل کړ . احتمال لري ، چې ده دا کار د خبرتياوو او ريکلامونو په موخه کړی وي ، ځکه چې هغه مهال د ستر پانگوال او ميليونر سوداگر اېندريو کرنېگي (چې د «ډېل» په کتابونو کې یې څو څو ځلي یادونه شوې) نوم ټولو ته اشنا وو . کرنېگي پر ۱۹۴۷ ز کال په «Jiggs and Maggie in Society» فېلم کې د خپل ځان په رول کې کار کړی دی . ارواپوه او ليکوال ډېل کرنېگي د اړېکو تيورۍ د جوړولو او رامنځته کولو په لومړي سر کې ولاړ وو . ده د هغه مهال ارواپوهانو پوهنيزې طرحې عملي ډگر ته راايستلې . کرنېگی د بې لانجې او بريمنواړېکو خپله نظريه او تیوري طرحه او وړاندې کړه . نوموړی په امريکا متحده ايالتو کې د ځان بشپړونې په برخه کې د ارواپوهنې ، د اغېزمنو اړېکو ، ويناوالۍ او نور کورسونه جوړ کړل . د ده کتابونه دا نن ورځ هم ډېر اوڅار دي . دېيل کرنېگي داسې گڼله چې په نړۍ کې بد خلک نشته ، یوازې ناسم حالتونه او شرايط شتون لري چې سړی ورسره مبارزه کولای شي او اړینه نه ده چې د هغوی لامله انسان په چاپېريال کې د نورو خلکو تبيت او ژوند خراب کړي .

مړينه

ډېل کرنېگي د ۱۹۵۵ ز کال د نوامبر پر لومړۍ نېټه د (Hodgkin's lymphoma) ناروغۍ لامله د نيویارک ايالت په «فوريسټ هيلز» کې په خپل کور کې په حق ورسېد او د ميسوري ایالت په بېلتون کې خاورو ته وسپارل شو .

اثار

  1. د ویناوالۍ هنر او پر معامله کوونکيو خلکو اغېز ښندنه . ۱۹۲۶ زېږدي کال ، پر ۱۹۳۱ ز کال له سره کتل شوی او څه زياتونه هم پرې شوې ده .
  2. د اوڅارو خلکو د ژوند لږ مالوم فاکټونه . دا یې له لاوېل تومسن سره په گډه ليکلی دی .
  3. د دوستۍ لار ، ۱۹۳۶ . دا کتاب لا د ليکوال پر ژوند څه د پاسه پېنځه ميليونه ټوکه پلورل شوی وو .
  4. بې اندېښنې ژوند ۱۹۴۸ ز کال .
  5. د ویناوالۍ لار .

د کرنېگي په نامه انستيتوت او کمپنۍ

«سېنټ لویس» کې د ډېل کرنېگي په نامه پوهنتون شتون لري او کار کوي ، چې هر کال ترې په لسگونو زره کسان تر زده کړو وروسته فارغيږي . پر ۱۹۱۲ ز کال ډېل کرنېگي د (Dale Carnegie Training) په نامه کمپنۍ بنسټ کېښود ، چې نن ورځ يوه نړيواله موسسه ده ، د نړۍ په څه د پاسه اتیا ۸۰ هېوادو کې څانگې لري او په خپل تشکيل کې ۲۸۰۰ کسه ښوونکي ترېنران لري . اړینه ده یادونه وشي ، چې د «کرنېگي - ميلون » پوهنتون له ډېل کرنېگي سره کوم تړاو نه لري . دا لومړی تخنيکي ښوونځي ول ، چې وروسته د انستیتوت درجه ورکړ شوه او پر ۱۹۰۰ ز کال د لوی امريکايي پانگوال او صنعتگر اېندريو کرنېگي له خوا جوړ شوی او بنسټ یې اېښودل شوی وو .

اخځونه

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Карнеги,_Дейл
  2. http://fa.wikipedia.org/wiki/دیل_کارنگی