ډېسمونډ ټوټو
| ډېسمونډ ټوټو | |
|---|---|
| [[language|]]: Desmond Tutu | |
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم | [[language|]]: Desmond Mpilo Tutu |
| پيدايښت | ۷ اکتوبر ۱۹۳۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷] |
| مړینه | 26 ډېسمبر 2021 (90 کاله)[۸][۹] کيپ ټاؤن [۱۰] |
| د مړینې لامل | د پروستات سرطان |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | د بشري حقونو فعال |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱۱][۱۲][۱۳]، افريکانس ژبه ، خوسايي ژبه ، تسوانايي ژبه ، سوتو ژبه |
| د کړنې څانګه | د انګلستان کليسا [۱۴]، وګړنيز حقوق [۱۴]، مدني او سياسي حقونه [۱۴] |
| جايزې | |
اکاډمي اف ارچيومينټ د سرو زرو پلاټ جایزه (۲۰۰۳) |
|
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
ډېسمونډ مپیلو ټوټو (زېږېدنه ۷ اکټوبر ۱۹۳۱-2021) د سویلي افریقا د انجیلیکان عیسوي فرقې ملا او د الهیاتو عالم دی چې د خپلو اپارتاید ضد او بشري حقونو فعالیتونو له امله مشهور شوی دی. هغه له ۱۹۸۵ تر ۱۹۸۶ پورې د جانسبرګ سیمې راهب او له ۱۹۸۶ تر ۱۹۹۶ پورې د کېپ ټاون ښار ستر راهب پاتې شوی دی. په دې دواړو مواردو کې ډېسمونډ لومړنی تورپوستی دی چې دغه دنده يې ترلاسه کړې ده. د الهیاتو له اړخه، هغه په دې لټه کې و چې د تورو الهیاتو (black theology) او افریقايي الهیاتو (African theology) مفکورو ته یو له بل سره تړاو ورکړي.
ټوټو د سویلي افریقا د کلېرکس ډراپ په سیمه کې د خهوسا او موتسوانا په یوه دو رګه بېوزله کورنۍ کې زېږېدلی دی. په ځوانۍ کې ښوونکی و او د نومالیزو په نوم ښځې سره يې واده وکړ او له هغې یې ډېر اولادونه درلودل. په ۱۹۶۰ز کال کې، هغه د انګلیکان عیسوۍ فرقې پادري شو او په ۱۹۶۲ ز کال کې انګلستان ته ولاړ او هلته يې د لندن په کینګز کالج کې الهیات (دیني پوهنه) ولوستل. په ۱۹۶۶ز کال کې بېرته سویلي افریقا ته راستون شو او د الهیاتو په فډرالي مدرسه او وروسته يې په بوتسوانا پوهنتون، لیسوتو او سوازیلنډ کې استادي کوله. په ۱۹۷۲ ز کال کې د افریقا د الهیاتو تعلیمي صندوق مشر وټاکل شو. که څه هم دغه دنده يې په لندن کې وه خو باید د افریقا لویې وچې ته يې منظم سفرونه کړي وای. په ۱۹۷۵ز کال کې هغه په سویلي افریقا کې لومړی د جانسبرګ سیمې د سنټ ماري کلیسا رییس او وروسته د لیسوتو سیمې کلیسا راهب شو. هغه له ۱۹۷۸ ۱۹۸۵ ز کال پورې د سویلي افریقا د کلیساګانو شورا عمومي منشي وټاکل شو. هغه د سویلي افریقا د توکمیز تبعیض او د سپینو لږکي حکومت پر ضد د سرسختو مخالفینو په توګه راڅرګند شو. که څه هم هغه د "ملي ګوند" حکومت ته ګوتڅنډنه کړې وه چې د اپارتاید پر ضد غوسه د توکمیز تاوتریخوالي لامل کېږي خو د یوه فعال په توګه هغه په سوله ییزو لاریونونو او د رايې عمومي حق په تړاو پر بهرنیو اقتصادي فشارونو ټینګار درلود.
په ۱۹۸۵ز کال کې، ټوټو د جانسبرګ راهب وټاکل شو او ورپسې په ۱۹۸۶ز کال کې د کېپ ټاون ښار ستر راهب وټاکل شو چې دا په سویلي افریقا کې د انګلیکان کلیسا تر ټولو ستره چوکۍ وه. په دې دنده کې هغه د مشرتابه د ټولنې جوړولو پر موډل ټینګار وکړ او [ټولنې ته] د ښځینه پادریانو د ورپېژندلو د کار څارنه يې کوله. په همدې توګه هغه په ۱۹۸۶ز کال کې د افریقا د کلیساګانو کنفرانس رییس وټاکل شو چې په پایله کې يې دې لويې وچې ته سفرونه ډېر شول. له هغه وروسته چې ولسمشر اف ډبلیو ډو کلېرک په ۱۹۹۰ز کال کې د اپارتاید ضد فعال نېلسون منډېلا له زندان څخه خوشې کړ او دواړو د اپارټاید د له منځه وړلو او ګڼ-توکمیزې ولسواکۍ رامنځ ته کولو پر سر مذاکرات وکړل، ټوټو [له دې بهیر سره] د تورپوستو د سیالو ډلو تر منځ د منځګړي په توګه مرسته وکړه. له هغه وروسته چې د ۱۹۹۴ ز کال کې د عمومي ټاکنو په پایله کې د منډېلا په مشرۍ ائتلافي حکومت جوړ شو، ټوټو د ریښتیا او پخلاینې کمېسیون مشر شو څو هم د اپارتاید پلویو او هم د اپارتاید ضد ډلو له خوا په تېر کې د بشري حقونو سرغړونو پلټنه وکړي. د اپارتاید له سقوط وروسته، ټوټو د نارینه همجنسګرایانو د حقونو لپاره کمپاین وکړ او په ګڼو موضوعاتو يې خبرې وکړې، لکه د اسراییلیانو-فلسطین شخړه، د عراق له جګړې سره مخالفت او د سویلي افریقا پر دوو ولسمشرانو هر یو تابو مبېکي او جاکوب زوما نیوکه کول. هغه په ۲۰۱۰ زکال کې له دولتي او عمومي چارو تقاعد شو او په کور کېناست.
ټوټو د خپلو ګډوډو مفکورو له امله په ۱۹۷۰مو کلونو کې ډېر مشهور شو. د اپارټایډ پلویانو سپین پوستو محافظه کارانو له هغه کرکه کوله، خو بیا ډېری سپینو لیبرالانو ده ته د ډېر سختدریځ خطاب کاوه. ډېرو سختدریځو تورپوستانو هغه ډېر نرم بللی و چې ټول پام يې د سپین پوستانو د ښه نیت په رامنځ ته کولو ورټول کړی و خو په ورته مهال مارکسیسټانو-لیننسټانو پر ده د کمونیسټي ضد دریځ له امله نیوکه درلوده. هغه د سویلي افریقا د اکثریت تورپوستانو تر منځ مشهور دی او په نړیواله کچه د اپارتاید ضد فعالیت له امله ستایل شوی او د نوبل د سولې جایزې په ګډون یې ډېری جایزې ګټلې دي. هغه د خپلو ویناوو او خطبو څخه ګڼ کتابونه تالیف کړي دي.
ماشومتوب او ځواني
[سمول]ماشومتوب: ۱۹۳۱-۱۹۵۰
[سمول]ډېسمونډ مپېلو ټوټو د شمال لویدیځې سویلي افریقا په کلېرس ډراپ سیمه کې د ۱۹۳۱ز کال د اکټوبر میاشتې په ۷مه نېټه زېږېدلی دی. د هغه مور، الېن ډوروتیا ماوېرتسېک ماتلېر د بوکسبورګ سیمې په موتسوانا کورنۍ کې زیږېدلې وه. د هغه پلار، ذکریا زېلیلو ټوټو د خهوسا قبیلې په امافېنګو قوم کې زېږېدلی او د ختیځ کېپ په ګکووا سیمه کې لوی شوی دی. مور او پلار يې په کور کې په خهوسا ژپه خبرې کولې. دوی دواړو په بوکسبورګ سیمه کې واده کړی و او د ۱۹۵۰مې لسیزې په وروستیو کلونو کې کلېرکس ډراپ سیمې ته راکډه شوي وو او هلته د سیمې په "اصلي موقعیت"، یا د تورپوستو د استوګنې په سیمه کې اوسېدل چې پر هغې يې د مکویتېنډ نوم اېښی و. ذکریا د مېتودیست کلیسا په لومړني ښوونځي کې مدیر و او له کورنۍ سره یوځای د همدې کلیسا د سر ښوونکي لپاره له خټو او خښتو جوړ شوي کور کې اوسېده. کينډۍ:Sfnm[۱۵][۱۶][۱۷]

ټوټوخېل بېوزلي و او څرنګه چې وروسته ټوټو د خپلې کورنۍ په اړه لیکي: "نه ډېر ماړه وو او نه ډېر نېستمن وو". ټوټو د سیلویا فونیکا په نامه مشره خور درلوده چې دوی مپېلو یعنې "ژوند" بلله او دا نوم يې د خپلې انا پرې اېښی و. هغه د کور دویم اولاد و او لومړی زوی یې سییفو نومېده چې ماشومتوب کې مړ شوی و. د ټوټو بله خور ګلوریا لینډيوي نومېده چې له ده وروسته زېږېدلې وه. ټوټو پيدایښتي ناجوړه و او د پولیو له امله یې ښی لاس کوچنی پاتې شوی و او یو ځل د ډېرې شدیدې سوځېدا له امله په روغتون کې بستر شوی و. ټوټو له خپل پلار سره ډېرې نږدې اړیکې لرلې سره له دې چې د پلارله خوایې د ډېرو شرابو څښلو له امله په غوسه وو او کله نا کله به یې خپله ښځه وهله. دا کورنۍ میټوډیسټه عیسوۍ وه او ټوټو ته د ۱۹۳۲زکال د جون په میاشت کې میتوډيېستې کلیسا ته د اوښتلو په پار د تعمید غسل (د دین اړولو) ورکړل شو. دوی ورپسې نومونه هم ورته بدل کړل. لومړۍ یې د افریقا د میتوډېسټ د سترراهب کلیسا ونوموله او بیا يې د انګلیکان کلیسا نوم پرې کېښود. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
په ۱۹۳۶ز کال کې، د ټوټو کورنۍ تشینګ ته کډه شوه او ذکریا د مېتوډیست ښوونځي مدیر وټاکل شو. ټوټو هلته خپلې لومړنۍ زده کړې پيل کړې او افریقايي ژبه یې زده کړه او د سنټ فرانسیس انګلیکان په کلیسا کې خدمتکار شو. هغه له مطالعې سره مینه پیدا کړه او د کارټون درلودونکي کتابونه او د اروپا د پیریانو او دېوانو کیسې يې خوښېدې. شاوخوا په ۱۹۴۱ ز کال کې د ټوټو مور وېټواټرسرنډ سیمې ته ولاړه څو هلته د جوهانسبورګ ښار د اېزېنزیلیني د ړندو په انسټیټوټ کې د آشپزې په توګه دنده ترسره کړي. په جوهانسبورګ کې هغه د مېتوډېست لومړني ښوونځي ته لاړ او بیا په سنټ اګنېس مېشن کې سوېډېش بورډېنګ ښوونځی ته تبدیل شو. شپږ میاشتې وروسته يې مور او پلار بېرته روډه پورټ وېسټ ته راستانه شول او ټوټو د سوېډېش بورډېنګ ښوونځي درسونه بیا پیل کړل. له عیسویت سره د هغه د لېوالتیا له امله، ټوټو په ۱۲ کلنۍ کې په رسمي توګه د روډه پورټ د سنټ ماري کلیسا رسمي غړی وپېژندل شو. [۱۹][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
ټوټو په ۱۹۴۵ز کال کې د جوهانسبورګ د بانټو لیسه ولوسته او تل به یې نومره لوړه وه. هلته د ښوونځي د راګبي لوبې په ټیم کې شامل شو او ټول عمر يې له دې لوبې سره مینه وکړه. [۲۶]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118643029 — خپرېدونېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Desmond-Tutu — subject named as: Desmond Tutu — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: http://www.oxfordreference.com/view/10.1093/acref/9780195382075.001.0001/acref-9780195382075 — سمونګر: Emmanuel K. Akyeampong او Henry Louis Gates, Jr. — سرليک: Dictionary of African Biography — خپروونکی: Oxford University Press
- ↑ subject named as: Desmond Tutu — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/198908c0b91b4cd3ab3eac1840546934 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/tutu-desmond-mpilo — subject named as: Desmond Mpilo Tutu — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/104928 — subject named as: Desmond Tutu
- ↑ subject named as: Desmond Tutu — Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000017434 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ South Africa's Archbishop Desmond Tutu dies at 90 — خپروونکی: بي بي سي — خپرولونېټه: ۲۶ ډېسمبر ۲۰۲۱
- ↑ Nobel Prize-winning anti-apartheid hero Desmond Tutu dies aged 90 — خپرولونېټه: ۲۶ ډېسمبر ۲۰۲۱
- ↑ https://www.elmundo.es/internacional/2021/12/26/61c813dbfc6c83a27b8b45bc.html
- ↑ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb120177875 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20010601944 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/44940387
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20010601944 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ Allen 2006، مم. 14–15.
- ↑ Allen 2006، م. 14.
- ↑ Allen 2006، م. 11.
- ↑ Allen 2006، م. 21.
- ↑ ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Allen 2006، م. 20.
- ↑ Du Boulay 1988، م. 22.
- ↑ Allen 2006، م. 19.
- ↑ Allen 2006، م. 34.
- ↑ Allen 2006، م. 25.
- ↑ Allen 2006، م. 24.
- ↑ Allen 2006، م. 33.
- ↑ Allen 2006، مم. 25, 34–35.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 2021ز مړينې
- 26 ډېسمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي

