چارليماګني
| چارليماګني | |
|---|---|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم | [[language|]]: Karlus |
| پيدايښت | ۲ اپريل ۰۷۴۸[۱][۲]، ۲ اپريل ۰۷۴۲[۳][۴] او ۱۰ اپريل ۰۷۴۲[۵] آخن |
| مړینه | 28 جنوري 814 (66 کاله)[۶][۷][۸][۹][۱۰] آخن [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۹][۱۶] |
| د مړینې لامل | ناروغي |
| قد | 1.84 متر [۱۷] |
| کورنۍ | کارولينګين کورنۍ [۱۸] |
| واک | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | پاچا [۱۹] |
| کاروونکې ژبه | لاتيني ژبه [۲۰][۲۱][۲۲]، يوناني ژبه [۲۱] |
| لاسليک | |
| سمول |
|
چارليماګني يا ستر چارلس (زوکړه: ۷۴۷ د اپرېل ۲، مړينه: ۸۱۴ د جنوري ۲۸) د کارولينګي کورنۍ غړی و، چې له ۷۶۸ز کال څخه د فرانکس پاچا “King of the Frank”، له ۷۷۴ز کال څخه د لومباردس پاچا “King of Lombards” او له ۸۰۰ کال څخه د مقدس روم لومړنی سترواک و. چارليماګني د لويديځې او مرکزي اروپا د ډېری برخو په يو ځای کولو بريالی شو او لومړنی پېژندل شوی سترواک و، چې نږدې درې پېړۍ وړاندې يې د لويديځ روم د سترواکۍ له ړنګېدلو څخه وروسته له لويديځې اروپا څخه واکمني وکړه. د فرانک هغه پراخه دولت چې چارليماګني رامنځته کړی و، د کارولينګي سترواکۍ په نوم يادېده. نوموړی د درېيم انټيپاپ پاشال نومي قانون له لورې (چې وروسته بې اعتباره وګڼل شو) قانوني شخص ګڼل شوی و او اوسمهال په کاتوليک کليسا کې د ځينو نورو له لورې سپېڅلی او ستر شخص (چې د سپېڅلتيا په لاره کې يو ګام دی) ګڼل کېږي. [۲۳]
چارليماګني د شارټ پيپين “Pepin the Short” او د لاون بيرټرادا “Bertrada of Laon” تر ټولو مشر زوی و. نوموړی د هغوی له قانوني واده څخه مخکې زېږېدلی و. چارليماګني په ۷۶۸ز کال کې د خپل پلار له مړينې څخه وروسته د فرانکس پاچا شو او په پيل کې په ۷۷۱ز کال کې د خپل ورور لومړی کارلومېن تر مړينې پورې له نوموړي سره ګډ واکمن و. د يوازيني واکمن په توګه، نوموړي د پاپ دورې د خونديتوب برخه کې د خپل پلار تګلارې ته دوام ورکړ او د هغه يوازينی ګټندوی پاتې شو، شمالي ايټاليا کې يې لومبارديان له واک څخه لرې کړل او اسلامي هسپانيه کې يې د يو بريد مشري وکړه. نوموړي د هېواد ختيځ کې د ساکسونيانو پر وړاندې هم مبارزه وکړه او د مرګ سزا د ورکولو له لارې يې هغوی عيسويان کړل، چې دا چاره د ويردين عام وژنې “Massacre of Verden” په څېر پېښو لامل شوه. چارليماګني په ۸۰۰ کال کې هغه مهال د خپل واک لوړو پوړيو ته ورسېد، چې د روم د پخواني سېنټ پيټر په باسيليکا “Old St. Peter’s Basilica” کې د عيسويانو د اختر (کرسمس) په ورځ د پاپ درېيم ليو “Pope Leo III” له لورې د روميانو د سترواک په توګه تاج ور پر شو. [۲۴][۲۵]
چارليماګني ته «د اروپا پلار» ويل شوی دی، ځکه چې نوموړي د رومي سترواکۍ له لرغونې دورې راهيسې په لومړي ځل د لويديځي اروپا زياتره برخې او د اروپا ځينې هغه برخې سره يو ځای کړې، چې وار له مخه هيڅکله د رومي يا فرانکي واکمنۍ لاندې نه وې. د نوموړي د واکمنۍ دورې کارولينګي رنسانس راوپاروه، چې په لويديځه کليسا “Western Church” کې د پياوړي کلتوري او فکري فعاليت دوره وه. چارليماګني د ختيځ ارتودوکس کليسا لپاره ډېر د پام وړ ځکه نه و، چې نوموړي د نایسين عقيدې (فيليوک “filioque”) څخه ملاتړ کاوه او د سترواک په توګه د پاپ له لورې د ختيځ روم سترواکۍ له لومړنۍ ښځينه واکمنې د اتن ايريني “Irene of Athens” څخه غوره ګڼل کېده. دا او نور مخالفتونه په پای کې د ۱۰۵۴ز کال په ستر بېلتون “Great Schism” کې د روم او قسطنطنيې د بېلتون لامل شول. [۲۶][۲۷]
چارليماګني په ۸۱۴ زکال کې د سږو د ساري ناروغۍ له امله مړ شو. نوموړی د خپلې سترواکۍ د پلازمېنه ښار اچين “Aachen” په اچين ستره کليسا “Aachen Cathedral” کې خاورو ته وسپارل شو. هغه لږ تر لږه څلور ځلې واده وکړ او درې مشروع زامن يې درلودل، چې تر ځوانۍ پورې يې ژوند وکړ. د زامنو له ډلې يې يوازې کشر زوی دينداره لويس “Louis the Pious” د هغه د ځايناستي کېدلو تر وخته ژوندی پاتې شو. چارليماګني او د هغه سلف يا نيکونه د کېپټي کورنۍ، اوتوني کورنۍ، د لوکزامبورک کورنۍ او ايوريا کورنۍ په ګډون د روپا د زياتره شاهي کورنيو مستقيم نيکونه دي. [۲۸][۲۹][۳۰]
نومونه او لقبونه
[سمول]د سترواک «چارليماګني» نوم چې په عمومي ډول انګليستان کې يې پرې خلک پېژني، له فرانسوي چارليس لي ماګني “Charles-le-magne” څخه اخېستل شوی دی، چې «د ستر چارلس» معنا لري. په معاصره الماني ژبه کې (Karl der Große) نوم ورته معنا لري. د نوموړي ورکړل شوی نوم يوازې چارلس و، چې لاتيني کوې ورته کارولس “Carolus”، لرغونې سترې الماني کې ورته کارلس “Karlus” او روماني ژبه کې ورته کارلو “Karlo” ويل کېږي. نوموړی د خپل نيکه چارلس مارتيل په نوم نومول شوی و او دا هغه غوراوی يا ټاکنه وه، چې نوموړی يې په ارادي ډول د مارتيل د رښتيني وارث په توګه په نښه کړ. [۳۱][۳۲][۳۳]
د ماګنس “magnus” (ستر) لقب ښايي د هغه په ژوند کې وار له مخه ورپورې تړل شوی وي، مګر دا خبره يقيني نه ده. معاصر لاتيني شاهي فرانکي انالس نوموړی په عادي ډول “Carolus magnus rex” (ستر پاچا چارلس) بولي. د لقب په توګه ياد نوم نږدې ۹۰۰ زکال کې يوازې د پويټتا ساکسو “Poeta Saxo” په کتابونو يا اثارو کې په يقيني ډول تاييد شوی دی او يوازې نږدې ۱۰۰۰ ز کال کې د خپلې پخوانۍ سترواکۍ په ټولو سيمو کې معياري شو. [۳۴][۳۵]
د چارلس لاسته راوړنو د هغه نوم ته يوه نوې معنا ورکړه. د اروپا په زياترو ژبو کې د «پاچا» ويی د نوموړي له نوم څخه اخېستل شوی دی. د بېلګې په ډول: پولينډي «król»، اکرايني «король (korol')»، چکي «král»، سلواکي «kráľ»، هنګري «király»، ليتوانيايي «karalius»، لتويايي «karalis»، روسي «король»، مقدونيايي «крал»، بلغاريايي «крал»، سيربو او کروشيايي سيريليک «краљ/kralj» او ترکي «kral». دا پرمختګ په اصلي رومي سترواکۍ کې د قيصرانو له نوم سره موازي دی، چې په نورو سترواکيو کې يې بڼه قيصر “kaiser” او تزار (يا زار) شوه. [۳۶]
سياسي شاليد
[سمول]په ۶ ز پېړۍ کې د فرانکس “Franks” په نوم د ختيځ المان قبيله کاتوليک مذهب ته د لومړي کلووېس “Clovis I” د اوښتلو له امله د پام وړ کچه عيسوي شوې وه. فرانسيا “Francia” چې د ميرووېنګيانو “Merovingians” له لورې پرې واکمني کېدله، د پاچاهيو له ډلو تر ټولو ځواکمنه وه، چې د لويديځ رومي سترواکۍ ځايناستې شوه. د تیرټرای له جګړې “Battle of Tertray” څخه وروسته د ميرووېنګيانو واک کمزوری شو، چې له امله يې د “rios faineants” (بې واکه پاچاهان) ونومول شول. نږدې ټول حکومتي واکونه د ماڼۍ د ښاروال په نوم د دوی د لوړ پوړي مشر له لورې پلي کېدل. [۳۷][۳۸][۳۹]
په ۶۸۷ ز کال کې د هيرسټال پيپين “Pepin of Herstal” چې د استراشيا د ماڼۍ ښاروال و، په ټيرټرای سيمه کې په خپلې بريا سره د بېلابېلو پاچاهانو او د هغوی د ښاروالانو تر منځ جګړې پای ته ورسولې. نوموړی د ټولې فرانکي پاچاهۍ يوازينی واکمن شو. پيپين د ميټز د سېنټ ارنولف “Saint Arnulf of Metz” او د لېندين پيپين “Pepin of Landen” په نومونو د استراشيايي پاچاهۍ د دوه مهمو څېرو لمسی و. د هيرسټال پيپين پر ځای يې په پای کې زوی چارلس واک ته ورسېده، چې وروسته د مارتيل چارلس “Charles Martel” (Charles the Hammer) په نوم وپېژندل شو. [۴۰][۴۱][۴۲]
چارلس له ۷۳۷ ز کال څخه وروسته د پاچا پر ځای فرانکس اداره کړ او ځان ته له پاچا ويلو څخه يې انکار وکړ. له چارلس څخه وروسته يې په ۷۴۱ز کال کې زامن کارلومېن او لنډی پيپين “Pepin the Short” (د چارليماګني پلار) ځايناستي شول. دواړو ورونو په سيمه کې د بېلتون غوښتنې د مخنيوي په موخه، ۷۴۳ زکال کې درېيم چيلدريک واکمن کړ. نوموړی وروستی مارووېنګي پاچا و. کارلومېن په ۷۴۶ز کال له واک څخه لاس واخېست او د راهب په توګه يې د کليسا ژوند ته لومړيتوب ورکړ. پيپين د پاچاهۍ مسئله پاپ زاچري “Pope Zachary” ته وړاندې کړه او ورڅخه يې وپوښتل، چې ايا پاچا لپاره مناسب دي چې هيڅ شاهي واک دې ونه لري. پاپ په ۷۴۹ ز کال کې د نوموړي پرېکړه ونه منله او حکم يې وکړ، چې پيپين لپاره دا غوره دي چې پاچا وبلل شي؛ ځکه چې د ښاروال په توګه يې د ستر مقام واکونه درلودل. نوموړي د همدې له امله پيپين ته امر وکړ، چې رښتينی پاچا شي. [۴۳]
په ۷۵۰ زکال کې پيپين د فرانکس د يوې جرګې له لورې غوره، د ستر پادري له لورې د مذهبي دود له مخې په تېلو سره غوړ او وروسته د پاچا مقام ته پورته شو. پاپ درېيم چېلدريک «بې اعتباره پاچا» وګڼه او نوموړی يې په يوه صومعه کې وګوماره. د ميرووېنګي کورنۍ پر ځای په دې ډول کارولينګي کورنۍ واک ته ورسېده، چې د چارلس مارتيل په نوم نومول شوې ده. په ۷۵۳ز کال کې پاپ دويم سټيفن “Pope Stephen II” له ايټاليا څخه فرانسيا ته وتښتېده او د سينټ پيټر د حقونو لپاره يې له پيپين څخه د مرستې غوښتنه وکړه. په دې غوښتنه کې يې د چارلبس ورور کارلومېن ملاتړ وکړ. په بدل کې پاپ يوازې مشروعيت ورکولی شو. نوموړي يو ځل د مذهبي دود له مخې په تېلو سره د پيپين د غوړولو او تاييدولو له مخې دا کار وکړ او دا ځل يې د نوموړي کشران زامن کارولس (چارليماګني) او کارلومېن هم شاهي ميراثي شتمنۍ ته ورزيات کړل. دوی په دې ډول د هغې پاچاهۍ يا سلطنت وارثان شول، چې وار له مخه يې د لويديځې اروپا ډېری برخه پوښلې وه. په ۷۵۴ز کال کې پيپين د پاپ بلنه ومنله، چې د سېنټ پيټر د حقونو په استازولۍ ايټاليا څخه ليدنه وکړي او په دې ډول يې له لومبارد “Lombards” سره په برياليتوب راکړه ورکړه وکړه. [۴۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ سرليک: Karl der Große — نسخهلومړی — پاڼه: 41 — خپروونکی: C.H. Beck
- ↑ ليکوال: Christian Settipani — سرليک: La Préhistoire des Capétiens — پاڼه: 191 — ISBN 978-2-9501509-3-6
- ↑ سرليک: Charlemagne — خپور کړی: The Catholic Encyclopedia — وينا: born 2 April, 742
- ↑ ليکوال: Margaret Bryant — سرليک: Charlemagne — خپور کړی: Encyclopædia Britannica 11th edition — وينا: The place of his birth is unknown and its date uncertain, although some authorities give it as the 2nd of April 742
- ↑ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/2661/ — خپرېدونېټه: ۱۳ فېبروري ۲۰۲۱
- ↑ سرليک: Карл Великий — خپور کړی: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume XIVа, 1895 — وينا: Вскоре после этого К. заболел лихорадкой и умер 28 января 814 г.
- ↑ ليکوال: Margaret Bryant — سرليک: Charlemagne — خپور کړی: Encyclopædia Britannica 11th edition — وينا: Early in 814 he was attacked by a fever which he sought to subdue by fasting; but pleurisy supervened, and after partaking of the communion, he died on the 28th of January 814, and on the same day his body was buried in the church of St Mary at Aix.
- ↑ chapter: Coronation of Louis – Charlemagne's Death — ليکوال: Einhart — سرليک: Vita Karoli Magni او Life of Charlemagne
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ chapter: Coronation of Louis – Charlemagne's Death — سرليک: Charlemagne — خپور کړی: The Catholic Encyclopedia — وينا: died at Aachen, 28 January, 814. Invalid
<ref>tag; name "b66e04bf30cfd471a4b9920e1ea53bebbf2511a7" defined multiple times with different content - ↑ chapter: Coronation of Louis – Charlemagne's Death — سرليک: Karl I. der Große — ورځپاڼه: 15 — پاڼه: 127–152 — خپور کړی: Allgemeine Deutsche Biographie, 15th volume — وينا: † am 28. Januar 814.
- ↑ پیوستون : 118560034 — خپرېدونېټه: ۳۰ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118560034 — سرليک: Karl der Große — نسخهلومړی — پاڼه: 117 — خپروونکی: C.H. Beck
- ↑ پیوستون : 118560034 — خپرېدونېټه: ۲۸ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Карл Великий — نسخهدريم — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ Project Gutenberg ebook ID: https://www.gutenberg.org/ebooks/838 — ليکوال: Samuel Smiles — سرليک: Jasmin: Barber, Poet, Philanthropist
- ↑ http://www.funtrivia.com/en/subtopics/Does-It-Really-Look-Like-That-69435.html
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20000082682 — خپرېدونېټه: ۲۳ نومبر ۲۰۱۹
- ↑ https://dx.doi.org/10.1016/J.EHB.2009.12.005
- ↑ سرليک: Karl der Große — نسخهلومړی — پاڼه: 32 — خپروونکی: C.H. Beck
- ↑ ليکوال: Christian Settipani — سرليک: La Préhistoire des Capétiens — پاڼه: 191-197 — ISBN 978-2-9501509-3-6
- ↑ idRef پېژند: https://www.idref.fr/027339793 — خپرېدونېټه: ۲۰ می ۲۰۲۰ — سرليک: Identifiants et Référentiels — خپروونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.vostlit.info/Texts/rus11/Einhard/frametext.htm — ليکوال: Einhart — سرليک: Vita Karoli Magni او Life of Charlemagne — موضوع: 25
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/230900067
- ↑ Becher 2005، م. کې 96.
- ↑ Bradbury, Jim (2004). کې The Routledge Companion to Medieval Warfare. Routledge. pp. 19–. ISBN 978-1-134-59847-2.
{{cite book}}: Check|url=value (help) - ↑ Barbero 2004، مم. 12–.
- ↑ Papst Johannes Paul II (2004). "Ansprache von seiner Heiligkeit Papst Johannes Paul II" (in الماني). Internationaler Karlspreis zu Aachen. خوندي شوی له the original on 17 January 2012.
- ↑ Gregory 2005، مم. 251–52.
- ↑ Schleifring, Joachim H.; Galassi, Francesco M.; Habicht, Michael E.; Rühli, Frank J. (2019). "Autopsing history: The mummy of Charlemagne (c. 747 – 814 AD), father of Europe". Economics & Human Biology (in انګليسي). 32: 11–17. doi:10.1016/j.ehb.2018.11.002. PMID 30544097. S2CID 56484821.
- ↑ Durant, Will. "King Charlemagne." Archived 24 December 2011 at the Wayback Machine.. Story of Civilization, Vol III, The Age of Faith. Online version in the Knighthood, Tournaments & Chivalry Resource Library, Ed. Brian R. Price.
- ↑ "Charlemagne – King of the Franks". Encyclopedia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 12 April 2020.
- ↑ Wells, John (3 April 2008). Longman Pronunciation Dictionary (3rd ed.). Pearson Longman. ISBN 978-1-4058-8118-0.
- ↑ Nelson 2019، م. 2.
- ↑ Becher 2003، مم. 42–43.
- ↑ Fried 2016، م. 4.
- ↑ Barbero 2004، م. 413.
- ↑ Anderson, Perry (2013). کې Passages from Antiquity to Feudalism. Verso Books. ISBN 978-1-78168-008-7.
{{cite book}}: Check|url=value (help) - ↑ Waldman او Mason 2006، مم. 270, 274–75.
- ↑ Fouracre 2005، مم. 5–8.
- ↑ Collins 1999، مم. 161–72.
- ↑ Waldman او Mason 2006، م. 271.
- ↑ Frassetto 2003، م. 292–93.
- ↑ Frassetto 2003، م. 292.
- ↑ "France :: Pippin III – Encyclopædia Britannica". Britannica.com. (24 April 2013).
- ↑ The background relies heavily on Einhard, putative 741–829, Years 745–755
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په پورتنۍ زړه جرمني(په ۷۵۰-۱۰۵۰)
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 814ز مړينې
- 28 جنوري مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P53
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- CS1 errors: URL
- CS1 الماني-language sources (de)
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره

