Jump to content

کارولينګين کورنۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کارولينګين کورنۍ (چې په بېلابېل ډول د کارولينګينس، کارولينګس، کارولينګس، کارولينګر يا کارلينګس په توګه پېژندل کېږي) د ښاروال چارلس مارتيل په وياړ نومول شوې فرنګي “Frankish” اشرافي کورنۍ ده، چې د ۷ ز پېړۍ د ارنلفينګ او پېپېنيد “Arnulfing and Pippinid” قبيلو اولاد و. دې کورنۍ په ۸ پېړۍ کې خپل واک پياوړی کړ او په پای کې يې د ماڼۍ د ښاروال دندې او ‘dux et princeps Francorum’ ميراثي کړل او د ميرووينګين “Merovingian” تخت شاته د رښتينو واکونو په توګه د فرانکيانو واقعي واکمنان شول. په ۷۵۱زکال کې د ميرووېنګين کورنۍ چې جرمنيک فرانکيانو باندې يې حکومت وکړ، د پاپ او اشرافيت په خوښې سره ړنګه شوې وه او د مارتيل زوی لنډي پيپين “Pepin the Short” ته د فرانکس د پاچا په توګه تاج پر سر کړای شو. کارولينګين کورنۍ په ۸۰۰ ز کال کې له درې پېړيو څخه په زياته موده کې لويديځ کې د روميانو د لومړي سترواک په توګه د چارليماګني په تاج په سر کولو سره د خپل ځواک لوړو پوړيو ته ورسېده. په ۸۱۴ز کال کې د نوموړي مړينې کارولينګي سترواکۍ د ټوټه کېدنې او زوال يوه پراخه دوره پيل کړه، چې په پای کې به د فرانسې پاچاهۍ او د روم د مقدسې سترواکۍ د تکامل لامل کېږي. [۱]

نوم[سمول]

کارولينګين کورنۍ خپل نوم له کارولس “Carolus” ويي څخه اخلي، چې د چارلس مارتيل د نوم لاتيني بڼه ده، چې له ۷۱۸ز کال څخه تر خپلې مړينې پورې د فرانسيا “Francia” رښتينی واکمن و. د کارولينګين “Carolingian” نوم (د منځنيو پېړيو لاتيني کارولينګي “Karolingi”، د ناثابت شوې لرغونې لوړې الماني د karling يا Kerling بدله شوې بڼه، چې «د چارلس اولاد» معنا لري) «د چارلس کورنۍ» معنا لري. [۲][۳][۴][۵]

تاريخچه[سمول]

اصليت[سمول]

لومړی پيپين او د ميتز ارنولف (۶۱۳ – ۶۴۵ز کال)[سمول]

د کارولينګين د نسب لړۍ په لومړيو کې د “Pippinids” او “Arnulfings” په نومونو دوه مهمو سيالو فرنګي کورنيو سره پيل کېږي، چې برخليکونه يې د ۷ پېړۍ په لومړيو کې سره يو ځای شول. دواړه اشخاص د ليج “Liege” شمال ته د ميوسي او موسيلي سيندونو تر منځ د استراشيا “Austrasia” سيمې پر لويديځو پولو له اشرافي شاليدونو څخه وو. [۶][۷]

لومړي دوه شخصيتونه د لاندين لومړی پيپين “” او د ميتز ارنولف “”، چې تاريخپوهانو ورڅخه د کورنۍ نومونه تر لاسه کړي دي، دواړه په لومړي ځل د نيوستريا د دويم کلوتار “Chlotar II of Neustia” د سلاکارانو په توګه د “Continuations of Fredegar” څلورم کتاب کې راڅرګند شول؛ کلوتار په ۶۱۳ ز کال کې د پاچا دويم تيوديريک او د استراشيا برنهېلد “Brunhild of Austrasai” په خلاف پاڅون وهڅوه. پيپين او ارنولف د ګډو ګټو له مخې د پيپين د لور بيګا “Begga” او د ارنولف د زوی انسيګېسيل “Ansegisel” د واده له لارې خپلې کورنۍ سره يو ځای يا متحد کړې. [۸][۹][۱۰]

د استراشيا په بريا کې د دوی د مرستې د بېرته اداينې په موخه کلوتار دواړو اشخاصو ته استراشيا کې د واک مهمې دندې ورکړې. که څه هم ارنولف لومړنی شخص و، چې دنده تر لاسه کوي. نوموړي ته په ۶۱۴ز کال کې د ميتز د کليسا د يوې برخې مشري ورکړل شوه او د استراسي پلازمېنې د مديريت او د کلوتار د زوی (راتلونکي لومړي داګوبيرت) د روزلو دندې وروسپارل شوې. نوموړي خپله دا دنده په ۶۲۹ز کال کې له دندې څخه د لاس اخېستنې يا تقاعد پورې وساتله؛ دا هغه وخت و چې کلوتار مړ شوی و او ارنولف هابيندم “Habendum” ته نږدې يوې کوچنۍ عيسوي کورنۍ ته لاړه. نوموړی په ۶۴۵ز کال کې له مړينې څخه وروسته د ريمېرمونت “Remiremont” صومعه يا خانقاه کې ښخ شو. [۱۱][۱۲]

لومړی پيپين (۶۲۴ – ۶۴۰زکال)[سمول]

پيپين ته په سمدستي ډول د خپلې نېکۍ بدله ورنه کړل شوه، مګر په پای کې په ۶۲۴زکال کې د اتريش د «ماڼۍ ښاروال» يا “maior palatti” دنده ورکړل شوې وه. دا بدله په نه منونکي ډول [خورا] مهمه ځکه وه، چې پيپين ته يې له ميرووينګين شاهي محکمې سره د غوره هميت دريځ ورپه برخه کړ. د ماڼۍ ښاروال به په اړين ډول پاچا او د پاچاهۍ د مخورو وګړو تر منځ د منځګړي په توګه عمل کاوه؛ لکه څرنګه چې پاول فوراکر يې په لنډ ډول څرګندوي، دوی ته پاچاهۍ کې د خورا مهم نا شاهي شخص په سترګه کتل کېدل. دا چې پيپين ته ولې ژر بدله ورنه کړل شوه، لامل يې ناڅرګند دی، مګر باور دا دی چې دوه ښاروالان راډو (۶۱۳ – ۶۱۷ز) او چوکس (۶۱۷ – ۶۲۴ز کال) له نوموړي څځه مخکې وو او د اټکل له مخې سياسي سيالان وو، چې د ملګري اتریشي ګنډويننګس “Gundoinings” اشرافي کورنۍ پورې تړلي وو. پيپين چې يو ځل وټاکل شو، ۶۲۹ز کال کې د کلوتار تر مړينې پورې يې د نوموړي په مشرۍ په ژمنتيا سره خدمت وکړ او د کلوتار د زوی داګوبيرت په ملاتړ سره يې استراشيا کې دننه د واک د پيپيني کورنۍ دريځ کلک کړ؛ اګوبيرت په ۶۲۳ز کال کې د استراشيا پاچا شو. پيپين د ارنولف او نورو استراسي مخورو په ملاتړ سره ان د اګېلولفينګ د واکمن کروډولډ ‘Chrodoald’ (چې مهم سياسي سيال و) د وژنې د ملاتړ له موکې څخه ګټه پورته کړه. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

۶۲۹ز کال کې تخت ته د پاچا لومړي داګوبيرت له پورته کېدلو څخه وروسته، نوموړي بېرته فرنګي سياست ته راوګرځېد او د پاريس نيوستريا ته راغی او دا هغه ځای و، چې په ۶۱۳ز کال کې د کلوتار له لورې ورڅخه شړل شوی و. په پايله کې پيپين د ښاروال په توګه دنده او د استراسي مخورو ملاتړ له لاسه ورکړ؛ داسې ښکاري چې دوی له دې امله خفه وو، چې پيپين د پاچا د هڅولو وړتيا نه درلوده چې سياسي مرکز بېرته استراسيا ته راوړي. داګوبيرت د دې پر ځای د پيپينيد سياسي سيالې کورنۍ ګندوېنينګس ته مخه وکړه، چې د کنېبيرت په ادامګيسېل سيمه کې د کولوګني له ستر پادري اوتو او رادولف (چې وروسته به ۶۴۲ز کال کې پاڅون کوي) سره اړيکو يې د استراشيا جرګو کې يو ځل بيا د پيپين او ارنولف نفوذ له منځه وېوړ. [۱۷][۱۸]

پيپين په ۶۳۸ز کال کې د داګوبيرت تر مړينې پورې تاريخي سند يا ثبت کې بيا ځل راڅرګند نه شو؛ ښکاري چې نوموړی په همدې کال د استراشيا د ښاروال په توګه ځای پر ځای او د نوي ځوان پاچا درېيم سېګيبيرت ملاتړ يې پيل کړ. د “Continuations” له نظره پيپين له خپل سيال ستر پادري کنېبيرت سره د لس کلن پاچا درېيم سې؛ ېبيرت لپاره د استراشيايي ملاتړ د تر لاسه کولو په موخه ترتيبات ونيول، چې په داسې حال کې يې استراشيا باندې واکمني وکړه، چې ورور يې دويم کلووېس پر نيوستريا او برګنډي سيمو باندې واکمني وکړه. يو ځل بيا د خپلې دندې له خپلولو څخه وروسته نوموړی ۶۴۰ز کال کې په ناڅاپي ډول مړ شو. [۱۹]

ګرېمولد (۶۴۰ – ۶۵۶ز کال)[سمول]

د پيپين له ناڅاپي مړينې څخه وروسته پيپينيد کورنۍ د خپل دريځ د خپلولو په موخه په چټکۍ سره کار وکړ. د پيپين لور ګيرتريودی او مېرمن ايتا “Itta” نايويليس خانقاه “Nivelles Abbey” جوړه او ورننوتل او يوازيني زوی يې ګرېمولد د ماڼۍ د ښار په توګه د خپل پلار د دندې خپلولو لپاره کار وکړ. ياده دنده ميراثي نه وه، نو د همدې له امله د اوتو په نوم يو بل استراشیايي شريف ته ورکړل شوه، چې د درېيم سېګيبيرت روزونکی و. د “Continuations” له نظره ګرېمولد د خپل پلار له ملګري کنېبيرت سره په ګډه له دندې څخه د اوتو د لرې کولو په موخه کار پيل کړ او په پای کې ۶۴۱ ز کال کې بريالی شو او دا هغه مهال و، چې د الامانس ديوک ليوتر “Leuthar, Duke of Alamans” د ګرېمولد او د «موږ بايد د کنيبيرت امرونه ومنو» له مخې اوتو وواژه. ګرېمولد له دې څخه وروسته د استراشيا ښاروال شو. په دې وخت کې يې واک يوتريخت، نېجميګين، تونګيرين او ماسترېخت کې د شتمنيو په درلودلو سره پراخه و؛ نوموړی ان په ۶۴۳ز کال کې د کاهورس د ډيسايدريس “Desiderius of Cahors” له لورې «د پاچاهۍ واکمن» بلل کېده. [۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite EB1911
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Babcock, Philip (ed). Webster's Third New International Dictionary of the English Language, Unabridged. Springfield, MA: Merriam-Webster, Inc., 1993: 341.
  4. Hollister, Clive, and Bennett, Judith. Medieval Europe: A Short History, p. 97.
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Riché, Pierre (1993). Peters, Edward (سمونګر). The Carolingians: A Family Who Forged Europe. ژباړن Allen, Michael Idomir. Philadelphia: University of Pennsylvania Press. مخونه 14, 17–18, 20–23, 25, 30–31, 33, 35, 42. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Fouracre, Paul (2000). The Age of Charles Martel. Harlow: Pearson Education Limited. مخونه 28, 34–35, 37–40, 48, 60, 70, 106, 108–109. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. McKitterick, Rosamond (2008). Charlemagne: The Formation of a European Identity. Cambridge: Cambridge University Press. مخونه 57n. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Riché, Pierre (1993). Peters, Edward (سمونګر). The Carolingians: A Family Who Forged Europe. ژباړن Allen, Michael Idomir. Philadelphia: University of Pennsylvania Press. مخونه 14, 17–18, 20–23, 25, 30–31, 33, 35, 42. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. The Fourth Book of the Chronicle of Fredegar with its continuations. ژباړن Wallace-Hadrill, J. M. London: Thomas Nelson and Sons Ltd. 1960. مخونه 32, 43, 50–52, 73–75, 87. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Gerberding, Richard A. (1987). The Rise of the Carolingians and the Liber Historiae Francorum. Oxford: Clarendon Press. مخونه 7, 61, 65, 118, 145. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Riché, Pierre (1993). Peters, Edward (سمونګر). The Carolingians: A Family Who Forged Europe. ژباړن Allen, Michael Idomir. Philadelphia: University of Pennsylvania Press. مخونه 14, 17–18, 20–23, 25, 30–31, 33, 35, 42. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Fouracre, Paul (2000). The Age of Charles Martel. Harlow: Pearson Education Limited. مخونه 28, 34–35, 37–40, 48, 60, 70, 106, 108–109. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Gerberding, Richard A. (1987). The Rise of the Carolingians and the Liber Historiae Francorum. Oxford: Clarendon Press. مخونه 7, 61, 65, 118, 145. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Fouracre, Paul (2000). The Age of Charles Martel. Harlow: Pearson Education Limited. مخونه 28, 34–35, 37–40, 48, 60, 70, 106, 108–109. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. The Fourth Book of the Chronicle of Fredegar with its continuations. ژباړن Wallace-Hadrill, J. M. London: Thomas Nelson and Sons Ltd. 1960. مخونه 32, 43, 50–52, 73–75, 87. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. The Fourth Book of the Chronicle of Fredegar with its continuations. ژباړن Wallace-Hadrill, J. M. London: Thomas Nelson and Sons Ltd. 1960. مخونه 32, 43, 50–52, 73–75, 87. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Riché, Pierre (1993). Peters, Edward (سمونګر). The Carolingians: A Family Who Forged Europe. ژباړن Allen, Michael Idomir. Philadelphia: University of Pennsylvania Press. مخونه 14, 17–18, 20–23, 25, 30–31, 33, 35, 42. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Gerberding, Richard A. (1987). The Rise of the Carolingians and the Liber Historiae Francorum. Oxford: Clarendon Press. مخونه 7, 61, 65, 118, 145. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Riché, Pierre (1993). Peters, Edward (سمونګر). The Carolingians: A Family Who Forged Europe. ژباړن Allen, Michael Idomir. Philadelphia: University of Pennsylvania Press. مخونه 14, 17–18, 20–23, 25, 30–31, 33, 35, 42. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. The Fourth Book of the Chronicle of Fredegar with its continuations. ژباړن Wallace-Hadrill, J. M. London: Thomas Nelson and Sons Ltd. 1960. مخونه 32, 43, 50–52, 73–75, 87. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)