د "امير حبيب الله خان" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۵ کرښه: ۵ کرښه:
|name =Habibu'llah Khan
|name =Habibu'llah Khan
|title =Amir of Afghanistan
|title =Amir of Afghanistan
|image= Habibullah.jpg
|انځور= Habibullah.jpg
|image_size=200px
|image_size=200px
|reign = October 1, 1901 - February 20, 1919
|reign = October 1, 1901 - February 20, 1919

د ۰۹:۳۷, ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۱ بڼه

امير حبيب الله خان
Amir of Afghanistan
واکمنيOctober 1, 1901 - February 20, 1919
زېږونJune 3, 1872
زېږونځایSamarkand, Uzbekistan[۱][۲]
مړينه۲۰ فبروري ۱۹۱۹ (۴۶ کال کلنۍ کي)
د مړينې ځایKalagosh, Afghanistan
مخکنی پاچاAbdur Rahman Khan
وروستنی پاچاAmanullah Khan

سراج الملت و دين امير المومنين حبيب الله شاه سرکار والا چې په لنډه توګه د امير حبيب الله خان يا امير حبيب الله شاه په نامه هم يادېږي (۲ د جولای، ۱۸۷۲ ز. - ۶ د جولای، ۱۹۲۹ ز.) (په انګرېزي:Amir Habibullah Khan) له ۱ د اکتوبر، ۱۹۰۱ ز. - ۶ د جولای، ۱۹۲۹ ز. د افغانستان واکمن پاچا و. هغه د امير عبدالرحمن خان دويم زوی و او د خپل پلار تر مړينې وروسته پاچا شو. ده ته د پلار ارام هيواد ور پاته شو. د هيواد خلک د امير عبدالرحمن څخه ډېر په ډار کي وه، حتی د ده تر مرګ وروسته خلکو تر ډېره وخته باور نه کاوه چي امير مړ دئ .

امير حبيب الله خان چي عصري زده کړي درلودې و يې غوښتل چي په هيواد کي تعليم او تمدن مينځ ته راشي ، هغه وو چي د حبيبيې لېسه او شاهي مدرسه يې جوړي کړې او حربي ښوونځی هم د ده د کارونو څخه ده . يو اخبار يې د سراج الاخبار په نامه را وايستئ چي مسئول مدير يې محمد بيګ طرزی وو کوم چي د لوړو زده کړو څښتن وو . د برېښنا فابريکه يې په جبل سراج کي جوړه کړه .

د امير د پاچاهۍ په دوره کي لومړی نړيوال جنګ پيل سو. د جرمني او ترکيې د حکومتونو له خوا د امير نه و غوښتل سوه چي پدې جګړه کي د انګرېزانو پر ضد د دوی سره ملګری سي، خو امير د دوی نمايندګان ښه و نازول او هغو ته يې خپله بې طرفۍ و ښودله. دی هم د امير عبدالرحمن په شان د انګرېزانو د ګټو ساتونکئ وو او د انګرېزانو له خوا حمايه کېدئ . دا وخت په هيواد کي د خلکو سره مترقي فکرونه پيدا سوي وه او نه يې غوښتل چي نور د انګرېزانو تر حمايې لاندي ژوند و کړي او هم يې په افغانستان کي د دا ډول حکومت سره کوم چي امير حبيب الله خان يې په سر کي ناست وو مخالفت درلود. خو امير غوښتل چي دغه د ترقۍ فکرونه په زور او زياتي د خلکو له مغزو څخه و باسي څو هغه وو چي په ١٩١٩ کال کي د خلکو له خوا د كله ګوش به تفريحي كميب د خيمو په يوه کمپ کي په توپنګچه وويشتل شو او ځای پر ځای مړ شو . او پر ځای يې د ده زوی امير امان الله خان پاچا شو .

انځورتون

  1. Vogelsang, Willem (2002). "17-The dynasty of Amir Abd al Rahman Khan". The Afghans. LONDON: Willey-Blackwell, John Willey & SOns, Ltd, UK. د کتاب پاڼې 270. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-8243-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. http://freepages.genealogy.rootsweb.ancestry.com/~royalty/afghan/i105.html#I105