پياز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
How to read a taxoboxويکيپېډيا:How to read a taxobox
How to read a taxobox
پياز
پياز
پياز
ساينسي ډلبندۍ
سلطنت: Plantae
وېش: انجيوسپرمونه
ټولگی: مونوکاټس
Order: اسپاراگالېس
کورنۍ: Alliaceae
Genus: Allium
Species: A. cepa
Binomial name
Allium cepa
L.
Allium cepa var. proliferum, Top Onion

پیاز چی علمی نوم یی Allium cepa د غوټی په شکل یو تغیرموندلی ساقه ده. پیازو جنس نور ډیر سپیشزونه هم لری. مگر خپله پیاز ددی جنس څخه یوازنی نبات دی چی ډیر کرل کیږی.‌

تاریخچه

د پيازو لومړنى ټاټوبى افغانستان او ايران دى او وروسته ورو ورو له دغو سيمو نه نږدې هېوادو لكه هند ، چين او بيا تر يونانه پورې خپور شوى دى . داسې ويل كيږي < چې په لرغونو زمانو كې د پيازو غوټې د يوه ښه دارو درمل په توگه پلورل كېدې او يا هم د خلكو ترمنځ په نورو توكو تبادله كېدې .

د پیازو استعمال

پياز د خوراك وړ يو بوټى دى چې د سابو له ډېرو مهمو او ارزښتمنو بوټو نه گڼل كيږي . د خوندورو او گټورو سابو له شمېر نه پياز هم د بېلابېلو ناروغيو په درملنه كې او هم د بدن د پياوړتيا لپاره گټور دى . پياز يو داسې هېښنده بوټى دى ، چې هېڅ داسې يوه د كور مېرمن او اشپز به نه وي چې له پيازو نه به په پخلي او خواړو كې كار وانخلي . پياز په سلاټو ، ښوروا ، سوپ ، پټاټو ، قورمې ، غوښې ، پلو او نورو بېلابېلو خواړو كې كاريږي . همدا راز زموږ په گران هېواد افغانستان كې د پيازو له شنو پاڼو نه پيره كي هم پخوي چې ډېر خوندور وي . دغه خوندور او اشتها راپاروونكى بوټى هم خام او هم پوخ خوړول كيږي . موږ انسانان د پيازو له خوراك او كارونې سره دومره روږدي شوي يو ، چې ډېرى وختونه مو هېر وي چې د كال په هر موسم كې داسې ارزانه او اغېزمن درمل ته لاسرسى لرو چې هر څوك يې د بېلابېلو ناروغيو سره په مبارزه كې كارولاى شي .

پياز د يوې درملوونكې وسيلې په توگه له ډېرو پخوا زمانو نه راهيسې كاريږي . ددغه بوټي كمپېښه ( نايابه ) روغتيايي ځانگړتياوې ان لرغونو مصريانو ته او د لرغوني روم امپراتورۍ په وختونو كې لا خلكو ته مالومې وې . پياز او د هغه كارونه څه دپاسه څلور زره كلن تاريخ لري .

د پیازو کیمیاوی جوړښت

اوسمهال پياز نږدې په ټوله نړۍ كې كرل كيږي . د پيازو په تركيب كې ځينې نايټروجني مواد او ځينې قندونه ، چې له هغه شمېر نه گلوكوز ، فروكتوز ، ساكاروز او مالتوز دي ، شتون لري . سربېره پر دې په هغه كې كلسيم ، وسپنه ، او فاسفورس ( فاسفور ) هم شته چې د انسان د بدن لپاره ډېر گټور دي . د ساري په توگه د پيازو په ځينو ډولونو كې وسپنه ډېره ده چې د انسان د وينې تركيب ښه كوي او كلسيم يې د هډوكو په كلكولو كې مرسته كوي . همدا راز د پيازو په تركيب كې د ايتر ( اثير ) غوړي ، البومين ، د C ويټامين او مايې هم شته . دغه ډېر خوندور او گټور بوټى د گېډې او كولمو په كار او فعاليت كې مرسته كوي . پر نورو ډېرو روغتيايې ځانگړنو سربېره ، د پيازو دا ميكروبي ضد ځانگړنه خو نږدې هر سړي ته مالومه ده چې د والگي په درملنه كې خورا اغېزمن دى .

د پیازو نباتی مشخصات

د پیازو کرل

پیاز معمولا د تخم له لاری کرل کیږی. مگر کیدای شی چی د خپله د پیاز غوټه هم وکرل شی.‌ کله چی د پیاز غوټی بیا وکرل شی نو پیاز نه بلکه د هغه تخم تولیدوی.‌پدی حالت کی پیاز د ورځی د اوږد والی سره حساسیت ښی.‌

پیاز در شلگهی دزفول
پیاز دزفول 1390

د پیازو ناروغۍ

دپیازو آفات

دپیازو حاصل ټولول

د‌پیازو ساتنه

پیاز ورسته د حاصل د ټولولو څخه باید په یو وچه او بی نمه خونه کی کیښودل شی . د حرارت درجه باید د ۴ سانتی گراد څخه ښکته نه وی او د ۱۰ سانتی گراد څخه زیاته نه وی.‌

د پیازو ګټې

پخوا به خلکو د طبیعي ناروغیو او د دردونو په درملنه له طبیعي توکو ګټه اخیسته – هم ارزانه هم اسانه – ځکه هغه مهال درمل جوړونه نه وه، چې بې کیفیته درمل نه وو، ناروغۍ هم کمې وې، او د ناروغیو پروړاندې د انسانانو مقاوت ډېر و. خو اوس، موږ که معمولي هم پر سر درد شي، ډاکټر ته مو منډه اخیستې وي، او ډاکټران هم ماشاء الله یو پنډ دوا درته کتار کړي، درد آراموونکي درمل خوړل خو د ډاکټر له مشورې پرته هسې هم خورو! د روغتیايي چارو اړوندې “بولډ سکای” په نامه وېبپاڼې یو راپور خپور کړی، چې وايي مېوې، سبزیجات او موجوده بوټي تر ډېره په هر کور کې موندل کېږي، چې د ډېری ناروغیو او دردونو دوا دي، د بېلګې په توګه پیاز: هېڅ داسې پخلنځی نه شته، چې پیاز پکې نه وي، ځکه چې په هر ډول خوړو کې کارول کېږي، خو ګڼ کسان یې د تریخوالي له کبله نه خوښوي. د پیازو ۶ اصلي ګټې په لاندې ډول دي: ۱. د پیازو اوبه او “جوس” د التهاباتو ضد ځانګړتیاوې لري، په پوستکي کې کوچنۍ سوځېدنې جوړوي، تازه پیاز میده کړئ او پر سوځېدلي ځای یې وموښئ، درد آراموي او ژر یې رغوي؛ ۲. د پیازو اوبه د حشراتو چیچلي ځای د درد آراموونکې ده، د تازه پیاز اوبه وباسئ او د پوستکي پر چیچل شوي ځای یې وموښئ؛ ۳. پیاز پښو کې د ټپونو د درملنې لپاره هم ګټور دی، هغه ټپ چې معمولاً د پښې په شاتنۍ برخه کې راڅرګندېږي او د (پښې د مېخ) په نامه یادېږي، د پیازو ټوټه پرې وموښئ، ډېر ژر یې له منځه وړي؛ ۴. پیاز د بدن د حرارت لوړه درجه هم راټیټوي. که مو تبه شوه، د پیازو ټوټې له خوب کولو مخکې پخپلو جورابو کې کېږدئ، داسې چې د پښې پر تلې مو پیاز ښه ونښلي، دا کار د بدن د حرارت لوړه درجه راټیټوي، او له پښې نه مو زهر زبېښي؛ ۵. که چېرې مو زړه بدېږي (کانګې) درځي، نو د پیازو دوه قاشوغې اوبه وڅښئ، کانګې مو دروي او زړه بدوالی مو کموي؛ ۶. که مو وېښتان ژر نه راشنه کېږي، هره ورځ د پیازو اوبه پر خپل سر وموښئ، او په شامپو له مینځلو وړاندې یې د یوڅه وخت لپاره پرېږدئ، پیاز د وېښتانو فولیکولونه هڅوي، او په چټکۍ د وېښتانو وده ډېروي.

مآخذونه

  1. پ . ا . كوسېف ، د روغتيا بښونكو بوټو بشپړ لارښود ، ۲۰۰۱ ز كال ماسكو چاپ ، ۶۵ مخ .
  2. يوليا ساوېلووا ، هوږه او پياز ، ۲۰۰۶ ز كال ماسكو چاپ ، ۵ او ۶ مخونه .