Jump to content

پورټ سعید

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پورټ سعید
بورسعيد (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
په نوم د
پلازمېنه د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۵۲۴٬۴۳۳[۱] — ۵۷۰٬۶۰۳[۲] — ۵۲۹٬۶۸۴ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
هېواد
 مصر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱٬۳۵۱ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۳۱°۱۵′۴۵″شمال ۳۲°۱۸′۲۲″ختیځ / 31.2625°شمال 32.3061°ختيځ / 31.2625; 32.3061 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

پورټ سعید د مصر یو ساحلي ښار دی، چي د پورټ سعید یا بورسعید ولایت اداري پلازمینه هم بلل کیږي. دا د مصر په شمال ختیځ کي د سویز کانال د شمالي دروازي په سر او امتیازي ځای کي موقعیت لري. پورټ سعید د آسیا او افریقایي براعظمونو ترمینځ د نښلون نقطه هم ده، ځکه چي یاد ښار د افریقا په شمال ختیځ کي ترټولو پر اخري شمالي نقطه باندی پروت دی. بورسعید ښار شمال ته د مدیترانې بحر سره، ختیځ ته له فواد (په سینا ټاپووزمه کي پروت ښار) سره، په سویل کي د اسماعیلیه ولایت او لویدیځ ته د دریو ولایتونو لکه دمیاط، دهقلیه او شرقیه سره پوله لري. ددې ښار مساحت نږدې 845,445 کیلومتره مربع دی، او نفوس یې د 2010 د سرشمیرني له مخي نږدې 524,433 تنه دی. پورټ سعید ښار په اوو اداري ولسوالیو ویشل سوی دی: سویلي ولسوالۍ ، د ظهور ولسوالۍ ، لویدیځ ولسوالۍ ، د مضافاتو ولسوالۍ ، منخ ولسوالۍ ، عرب ولسوالۍ ، او ختیځ ولسوالۍ . [۳] :7

ددغه ښار د جوړولو کار د مصر د والي خیدیو سعید د واکمنۍ پرمهال د اپریل په 25، 1859 کي هغه وخت پیل سو کله چي فردینانډ ډی لیسیپس د سویز کانال د کیندلو پروژه پیل کړه. [۴] :21:30

پورټ سعید د نولسمې پیړۍ په پای کي او د شلمې پیړۍ په پیل کي د یو مشهور سمندري بندر په توګه نړیوال حیثیت او شهرت ترلاسه کړ.

  1. سرچينې تړی: http://portsaid.gov.eg/areas/Lists/23/DispForm.aspx?ID=1, .
  2. سرچينې تړی: http://www.citypopulation.de/Egypt-Cities.html, .
  3. "وصف محافظة بورسعيد بالمعلومات"، طبعة 2005، 17 صفحة، مجلس الوزراء - مركز المعلومات ودعم اتخاذ القرار.
  4. زين العابدين شمس الدين نجم، "بورسعيد تاريخها وتطورها منذ نشأتها 1859 حتى عام 1882"، طبعة 1987، 439 صفحة، الهيئة المصرية العامة للكتاب.