پورټ سعید
پورټ سعید د مصر یو ساحلي ښار دی، چي د پورټ سعید یا بورسعید ولایت اداري پلازمینه هم بلل کیږي. دا د مصر په شمال ختیځ کي د سویز کانال د شمالي دروازي په سر او امتیازي ځای کي موقعیت لري. پورټ سعید د آسیا او افریقایي براعظمونو ترمینځ د نښلون نقطه هم ده، ځکه چي یاد ښار د افریقا په شمال ختیځ کي ترټولو پر اخري شمالي نقطه باندی پروت دی. بورسعید ښار شمال ته د مدیترانې بحر سره، ختیځ ته له فواد (په سینا ټاپووزمه کي پروت ښار) سره، په سویل کي د اسماعیلیه ولایت او لویدیځ ته د دریو ولایتونو لکه دمیاط، دهقلیه او شرقیه سره پوله لري. ددې ښار مساحت نږدې 845,445 کیلومتره مربع دی، او نفوس یې د 2010 د سرشمیرني له مخي نږدې 524,433 تنه دی. پورټ سعید ښار په اوو اداري ولسوالیو ویشل سوی دی: سویلي ولسوالۍ ، د ظهور ولسوالۍ ، لویدیځ ولسوالۍ ، د مضافاتو ولسوالۍ ، منخ ولسوالۍ ، عرب ولسوالۍ ، او ختیځ ولسوالۍ . [۳]
ددغه ښار د جوړولو کار د مصر د والي خیدیو سعید د واکمنۍ پرمهال د اپریل په 25، 1859 کي هغه وخت پیل سو کله چي فردینانډ ډی لیسیپس د سویز کانال د کیندلو پروژه پیل کړه. [۴]
پورټ سعید د نولسمې پیړۍ په پای کي او د شلمې پیړۍ په پیل کي د یو مشهور سمندري بندر په توګه نړیوال حیثیت او شهرت ترلاسه کړ.
- ↑ سرچينې تړی: http://portsaid.gov.eg/areas/Lists/23/DispForm.aspx?ID=1, .
- ↑ سرچينې تړی: http://www.citypopulation.de/Egypt-Cities.html, .
- ↑ "وصف محافظة بورسعيد بالمعلومات"، طبعة 2005، 17 صفحة، مجلس الوزراء - مركز المعلومات ودعم اتخاذ القرار.
- ↑ زين العابدين شمس الدين نجم، "بورسعيد تاريخها وتطورها منذ نشأتها 1859 حتى عام 1882"، طبعة 1987، 439 صفحة، الهيئة المصرية العامة للكتاب.
- هغه پاڼي چې د P1448 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1376 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P1082 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P131 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP18
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- نخشه لرونکي مخونه