په نیوزلنډ کې د ښځو د رایو کارولو حق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې په نیوزلنډ کې د ښځو لپاره د رایو کارولو حق تر ټولو مهم سیاسي ګام و. تر نیواک یا استعمار لاندې نیوزلنډ په لومړیو وختو کې، د اروپایي ټولنو په ډول، ښځې په سیاست کې له هر ډول ونډې محرومې وې. خو د نوولسمې پېړۍ په وروستۍ نیمايي کې عامه افکارو بدلون وموند چې د ښځو د رایو کارولو د حق لپاره د کېټ شیپرډ تر مشرې لاندې د مبارزینو له کلونو هڅو وروسته، نېوزلنډ په نړۍ کې په لومړني هغه ملت بدل شو چې ټولو ښځو حق درلود په پارلماني ټاکنو کې رایه ورکړي.[۱]

د ۱۸۹۳ کال د سپټمبر میاشتې په ۹ مه هغه ټاکنیزه لایحه چې له مخې یې ښځو کولای شول رایه وکاروي د والي لارد ګلاسګو له خوا یې سلطنتي هوکړه ترلاسه کړه. ښځو د لومړي ځل لپاره د ۱۸۹۳ کال د نومبر میاشتې د ۲۸ مې نیټې په ټاکنو کې رایه ورکړه (د مائوري څوکیو لپاره ټاکنې د ډسمبر په ۲۰ مه ترسره شوې). همدارنګه په ۱۸۹۳ کال کې، الیزابت یتس د ونهونګا د ښاروالې په توګه وټاکل شوه، دا لومړۍ ځل وو چې د بریتانوي امپراتورۍ په کچه دغه ډول څوکۍ د یوې مېرمنې له خوا ترلاسه کړی شوه.[۲]

په ۲۱ مه پېړۍ کې د نارینه وو په پرتله د رایو کارولو په شرایطو د برابرو ښځو کچه زیاته شوه، کوم چې مېرمنې د نارینه وو په پرتله ډېره رایه هم کاروي. په داسې حال کې چې په زیاته کچه د ښځو رایه ورکول د نه رایه کاروونکو نارینه وو په پرتله هغه خنډونه هم څرګندوي کوم چې د دوی د رایه ورکولو پر وړاندې خنډ ګرځېدلي وو.[۳][۴]

لومړنۍ مبارزې[سمول]

په نیوزلنډ کې د ښځو د رایې کارولو د حق غوښتنې خوځښت د ۱۹ مې پېړۍ په وروستیو کې، د بریتانوي امپراتورۍ په نورو برخو او د امریکا له متحده ایالاتو څخه د الهام په اخیستو پیل شو. د رایو کارولو حق تر ډېره د ټولنیز اخلاقو د ښه کېدو، د ښځو د خوندیتوب او د ژوندانه د کیفیت د لوړاوي لپاره لار بلل کېده. له همدې امله، ددې خوځښت مبارزه د الکولو د کارولو ضد خوځښت سره تړلې وه. هغه موضوع چې له امله یې په دغه مقاومت د پام لامل وګرځېد، کوم چې سیمه ییزو مطبوعاتو د یو خالصانه او سختو قوانینو لرونکي خوځښت په توګه معرفي کاوه. ددوی هڅې ددې لامل شوې چې یو شمېر سیاستوال، لکه له سویلي داندین څخه د پارلمان غړی هنري پیش د الکولو له تولید ملاتړ او د ښځو له رایو ورکولو سره مخالفت وکړي.[۵][۶][۷][۸]

په ۱۸۶۹ کال کې، ماري آن مولر، تر مستعار نوم لاندې نیوزلنډي نارینه وو ته یو غوښتنلیک ولیکه، دا لومړنۍ هغه لیکنه وه کوم چې د ښځو د رایه ورکولو اړوند په نیوزلنډ کې خپره شوه. په ۱۸۷۰ مه لسیزه کې ماري آن کلاکلوګ (Polly Plum) د ښځو د حقونو په ځانګړي ډول د رایه ورکولو په برخه کې یو له فعاله مبارزینو څخه وه.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

بریالۍ مبارزه[سمول]

په ټول نیوزلنډ کې له دوه لسیزو مبارزو وروسته ښځو وکولای شول د رایو کارولو حق ترلاسه کړي. په نیوزلنډ کې د مسیحي ښځو د اعتدال ډلې (Women's Christian Temperance Union) برخه د آني وارډ په مشرۍ (۱۸۸۶-۱۸۸۷)، ایما پکی (۱۸۸۷- ۱۸۸۹)، کاترین فالتون (۱۸۸۹-۱۸۹۲)، او جین شناکنبرګ (۱۸۹۲-۱۹۰۰) د مبارزو اغیزمنې څېرې وې. کوم چې د مسیحي ښځو د اعتدال ډلې له امریکايي غړي فرانسس ویلیارد او د فلسفې په برخه کې له هاریت ټایلور میل او جان ستورات میل څخه اغیزمنې وې. د دوی خوځښت دا استدلال کاوه چې ښځې کولای شي دیموکراتیک سیاست ته اخلاق دننه کړي. د مسیحي ښځو د اعتدال ډلې یا (WCTU) غړې کېټ شیپرډ چې په ۱۸۹۶ کال کې د نیوزلنډي ښځو ملي شورا (National Council of Women of New Zealand) تاسیس کړه، د ښځو د حقونو په برخه کې له سیاسي ګامونو ملاتړ کاوه. مخالفانو بیا دا استدلال کاوه چې سیاست د ښځو لپاره 'د هغوی له طبعي حوزې' کور او کورنۍ بهر دی. خو د ښځو د رایو ورکولو مدافعینو بیا ښځو ته په رایه ورکولو کې د اجازې ورکړه د هغو سیاستونو تشویق کوونکې بلله د کومو له مخې چې د کورنیو ښه ساتنه او پالنه کېږي.[۱۴]

په WCTU کې د ښځو د رایو کارولو حق غوښتونکو، د سیاسي رایو کارولو اتحادیو او کارګري اتحادیو پارلمان ته یو لړ غوښتنلیکونه وړاندې کړل: په ۱۸۹۱ کال کې د ۹۰۰۰ لاسلیکونو په وړاندې کولو، په ۱۸۹۲ کال کې د نږدې ۲۰۰۰۰ لاسلیکونو په وړاندې کولو، او په پایله کې په کال ۱۸۹۳ کې ۳۲۰۰۰ لاسلیکونو په وړاندې کولو سره – کوم چې د نیوزلنډ د بالغو اروپايي ښځو د شمېر نږدې څلورمه برخه یې جوړوله.[۱۵]

تر ۱۸۹۳ کال پورې د ښځو د رایو کارولو حق په لویه کچه ملاتړي له ځانه سره لرل. په ۱۸۹۳ کال کې د ښځو د رایو کارولو د حق لپاره غوښتنلیک پارلمان ته وړاندې شو کوم چې له مخې یې د ټاکنو نوې لایحه د هغه هېواد د پارلمان د ولسي جرګې له خوا د رایو په اکثریت تسوید شوه. د الکولو د صنعت لپاره دلالانو یا لابي کوونکو له دې اندېښنه لرله چې مېرمنې به د الکولو پر تولید ممنوعیتونه ولګوي، له همدې امله یې د پارلمان له مشرانو جرګې څخه غوښتنه وکړه دغه لایحه لغو کړي. د رایو ورکولو حق غوښتونکو هم په ټولیزو لاریونونو او تلګرامونو د پارلمان غړو ته خپل پیغام رساوه. دوی په پارلمان کې خپلو ملاتړو ته سپین ګلان ورکړي وو تر څو هغه په خپلو جیبونو کې کېږدي. پارلمان د همدې موضوع له امله په دوه برخو ویشل شوی و، او لومړي وزیر ریچارد سیډون هم هیله لرله څو دغه لایحه رد شي.[۱۶][۱۷]

سیډون یوې رایې ته اړتیا لره څو په پارلمان کې دغه لایحه رد کړي. د نوي لیبرال ګوند غړي توماس کیلي، پرېکړه کړې وه چې لایحې ته به مثبته رایه ورکوي خو سیډون هغه د ټلیفون له لارې دې ته اړ کړ څو خپله رایه بدله کړي. د سیډون لاس وهنې دوه نور استازي ویلیام رینولډز او اډوارد سفاس جان سټیونز په غصه کړل، هغوی خپل لوری بدل کړ او مرسته یې وکړه چې دغه لایحه د ۲۰ موافقو او ۱۸ مخالفو رایو په کارولو د ۱۸۹۳ کال د سپټمبر په ۸ مه نېټه تصویب شي.[۱۸]

له دغه قانون سره د پارلمان ۱۸ مخالفو غړو له نوي والي (ګورنر) لارډ ګلاسګو څخه غوښتنه وکړه چې دغه قانون توشیح نه کړي خو نوموړي دغه قانون د ۱۸۹۳ کال د سپټمبر په ۱۹ مه توشیح کړ. د دغه قانون له مخې په نیوزلنډ کې ټولو ښځو ته دا حق ورکړل شو څو رایه ورکړي.[۱۹]

د ښځو د حقونو په برخه کې نور پرمختګونه[سمول]

الیزابت مک کومبس لومړنۍ ښځه وه چې د لیتلتون د څوکۍ لپاره یې په ۱۹۳۳ کال کې ټاکنې وګټلې (د لیتلتون څوکۍ کوم چې د هغې مړ شوي مېړه ته اړونده وه، او د هغه کونډې ته پاته شوې وه). له نوموړې وروسته دغه څوکۍ کاترین ستیورات (۱۹۳۸)، ماري دریور (۱۹۴۱)، ماري ګریګ (۱۹۴۲)، مبل هووارد (۱۹۴۳) او هیلدا روز په (۱۹۴۵) کال کې ترلاسه کړه. ګریګ او روز د ملي ګوند غړې وې، په داسې حال کې چې مک کومبز، ستیوارت، دریور او هوارډ د کارګر ګوند څخه وې. د پارلمان لومړنۍ ماوري (Maori) ښځینه غړې ایریکا راتانا وه چې په ۱۹۴۹ کال کې، د خپل مړ شوي مېړه پر څوکۍ کښېناسته.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

ښځو تر ۱۹۴۶ کال پورې دا وړتیا نه لرله چې د نیوزلنډ قانون جوړونکې شورا (د پارلمان مشرانو جرګې) ته وټاکل شي. (ماري درېور او ماري اندرسون) دوه هغه لومړنۍ ښځې وې چې دغه جرګې ته د کارګر دولت له خوا ور وپېژندل شوې. په ۱۹۵۰ کال کې د ملي دولت له خوا د قانون جوړونکې جرګې د لغو کولو په موخه د "suicide squad"په نامه ډله وټاکل شوه په کومو کې چې دریو ښځو: کورا لویسیا برل له کریست چرچ څخه، ایتل ماریون ګوالډ له اوکلنډ او انجیس لویسیا وېسټون له ویلنګټون څخه برخه لرله.

په ۱۹۸۹ کال کې هیلن کلارک لومړۍ مېرمن وه چې د لومړۍ وزیرې د مرستیالې په توګه وټاکل شوه. په ۱۹۹۷ کال کې د وخت لومړي وزیر جیم بولګر د ملي ګوند ملاتړ له لاسه ورکړ او پر ځای یې جیني شیپلي د نیوزلنډ د لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه. په ۱۹۹۹ کال کې، کلارک د نیوزلنډ د دویمې ښځینه لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه، نوموړې لومړنۍ هغه ښځه وه چې دغه ځایګی یې د ټاکنو له لارې خپل کړ. په ۲۰۱۷ کال کې، جسیندا آردرن د نیوزلنډ دریمه لومړۍ وزیره وټاکل شوه، نوموړې دویمه ښځه وه چې دغه ځایګي یې د ټاکنو له مخې خپل کړ.[۲۴]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Women and the vote: Introduction". New Zealand History. Wellington, New Zealand: New Zealand Ministry for Culture and Heritage. nd. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:DNZB
  3. "Voting-age women outnumber men". archive.stats.govt.nz (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جنوري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Voting and political participation | Stats NZ". www.stats.govt.nz. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Gunson, Niel (1987). "Sacred women chiefs and female 'headmen' in Polynesian history". The Journal of Pacific History (په انګلیسي ژبه کي). 22 (3): 139–172. doi:10.1080/00223348708572563. JSTOR 25168930. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "First history of New Zealand women released". Stuff (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. McLintock, Alexander Hare; R.F; Taonga, New Zealand Ministry for Culture and Heritage Te Manatu. "TRADITIONAL SOCIAL STRUCTURE". An encyclopaedia of New Zealand, edited by A. H. McLintock, 1966. (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Maori Women: Caught in the Contradictions of a Colonised Reality – Annie Mikaere – Te Piringa: University of Waikato". www.waikato.ac.nz. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Women’s Suffrage, Archives New Zealand Info Sheet 4, March 2011
  10. "Brief history – Women and the vote | NZHistory, New Zealand history online". nzhistory.govt.nz. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Müller, Mary Ann" Archived 2020-08-15 at the Wayback Machine., Dictionary of New Zealand Biography
  12. "Mary Ann Colclough – Polly Plum | NZHistory, New Zealand history online". nzhistory.govt.nz. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Taonga, New Zealand Ministry for Culture and Heritage Te Manatu. "Richardson, John Larkins Cheese". teara.govt.nz (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Brief History of Women's Suffrage". NZ History. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. کينډۍ:DNZB
  16. Binney, Judith, المحرر (1968). The Shaping of History: Essays from the New Zealand Journal of History. Bridget Williams Books. د کتاب پاڼې xiii. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Grimshaw, pp 70–71, 92.
  18. Grimshaw, pp 70–71, 92.
  19. Atkinson, Neill (2003). Adventures in Democracy: A History of the Vote in New Zealand. pp 84–94, 96.
  20. Atkinson, Neill (4 December 2017). "Elizabeth Yates". New Zealand History. Wellington, New Zealand: Ministry for Culture and Heritage. مؤرشف من الأصل في ۱۸ مې ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. کينډۍ:Cite thesis
  22. "Margaret 'Maggie' Magill". NZEI Heritage. Wellington, New Zealand: New Zealand Educational Institute. n.d. مؤرشف من الأصل في ۱۹ جون ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 6 May 1935 باندې). Beaches and Bathing. The Evening Post.
  24. New Zealand Honours: Distinctive NZ Honours Department of the Prime Minister and Cabinet