ټې-۷۲

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ټې-۷۲ جنگي ټانک
Т-72 Урал
هېواد شوروي اتحاد
د ټانک ډول جنگي ټانک
د ټانک تولیدونکی Уралвагонзавод
پیدایښت ۱۹۶۳-۱۹۷۱
قیمت ۱،۰۰۰،۰۰۰ - ۲،۰۰۰،۰۰۰ USD

ټې-۷۲ (په روسي ژبې کې:Т-72 Урал) د جنگي ټانکونو څخه دي چی د ۱۹۷۱ کال څخه راهیسی د تیژنيي تاکیل په ښار کې په روسیې کې جوړېږي. په اوس وخت کې د ټې-۷۲ جنگي ټانک په نړۍ کی تر ټولو پراخه وسله ده چی په چېک جمهوریت، سربيا، هندوستان، رومانیا او پولنډ کې د لائسنس په اساس هم جورېږی. تر اوسه پورې تقریبًا ۲۰،۰۰۰ د ټې-۷۲ ټانکونه جوړ شوي دي. د ټې-۷۲ د زره پوښ پلن ۴۰۰ م.م. ته رسېدلای شي. د ټانک د عملې شمېره درې کسان دي ( قومندان، د ټانک چلوونکی، د وسلې چلوونکی)

تاریخ

د ټې-۷۲ جنگي ټانک په ۱۹۷۱ کال کی په شوروی اتحاد کی طرح او جوړ شو. روسي پوځ د دغی ټانک څخه په رسمي ډول د ۱۹۷۳ کال څخه راهیسی کار اخلي. د ټې-۷۲ جنگي ټانک په ځانگړي ډول نژدې ختیځ ، پولنډ، چکسلواکیا، هند، رومانیا او یوگسلاويا ته صادر شول.

وسلې

هر ټانک د ۱۲۵ م.م. توپ، د ۷،۶۲ م.م. ماشیندار او د ۱۲،۷ م.م. د الوتکو ویشتونکي توپ لري. د ۱۲۵ م.م. د توپ څخه د ۱۲۵ م.م. مردکې او د ټانک ماتوونکي توغندی ویشتلای شي.