ټاټرا ۸۱۵ سوټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ټاټرا ۸۱۵ سوټ
Tatra 815 SOT
هېواد چېک جمهوريت
د موټر استعمالونکي د چېک پوځ
د موټر جوړونکي Tatra, a. s.
د موټر ډول وړونکي او جنگي موټر
ویب http://forum.valka.cz/viewtopic.php/t/103284

ټاټرا ۸۱۵ سوټ (په چیکي:Tatra 815 SOTیا Special Operation Truck) د ټاټرا۸۱۵ موټرونو څخه د ۱۶ ټنو یو رزه پوښ جنگي موټر دي چی د ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې په افغانستان کی د هلمند او لوگر په ولایتونو کی د چېکی اشغالگري ځواکونو لخوا کارېده. د نوموړي موټر په ځانگړي ډول د څارونکی پوځي عملياتو لپاره کارېده. تر ۲۰۰۷ کال پورې یوازې دوه موټرونه جوړ شوي وو.

توصیف

ټاټرا ۸۱۵ سوټ د ټاټرا ۸۱۵ غیر پوځي ماډل څخه جوړ شوي دي. نوموړي زره پوښ موټر کولای شی په سخته ساخه یا ځای (په غرونو او صحرا کی) حرکت وکړي او د پوځي الوتکې سی – ۱۳۰ هېرکولېس کی انتقال کړي. پر موټر باندي زره پوښ بلوکونه نصب شوي دي چی د دغی موټر د بیلسټک ژغورنه زیات کړي. د ټاټرا ۸۱۵ سوټ د جنگي تجهيزاتو څخه دوشکا ماشیندار مهم وسله وله چی هوایی او مځکنی اهدافو د منځه وړولو لپاره کارېده. پرته له دوشکا ماشيندار نه د ۳۰ م.م. گرینیډ لانچر او ۷،۶۲ م.م. ماشیندارونه نصب شوي دي. نوموړي موټر کولای شی پنځه عسکران انتقال کړي.