ټاټرا ۸۱۵

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ټاټرا ۸۱۵
Tatra 815
هېواد چېک جمهوريت
د موټر جوړونکي Tatra, a. s.
د موټر ډول وړونکي موټر
ویب http://www.tatra.cz/

ټاټرا ۸۱۵ (په چېکي: Tatra 815 ) یو باروړونکي موټر دي چی د ۱۹۸۳ کال راهیسی د چېک په جمهوریت کی جوړېږي. دغه باروړونکي موټر کولای شی په سخته ساخه (ځاي) کی حرکت وکړي او د ۴x۴ ، ۶x۶ ، ۸x۸ ، ۱۰x۸ ،۱۰x۱۰ ، ۱۲x۸ ، ۱۲x۱۲ د چوکاټ اندازې ولري. ټاټرا ۸۱۵ ډیزلی ماشین لري چی د هوا یا اوبو پواسطه سړېږي د ټاټرا باروړونکي موټر په ۱۹۸۳ کال کی طرح شو. په دي وخت کی دغه موټر په روسیې کی د سیبریا د آب و هوا په شرایطو کی ازمایښت شو. د ټاټرا ۸۱۵ موټر هر کال د لاري او باروړونکي په مسابقو کی په شمالي آفریقا کی کډون کوي او د ۱۹۸۸ ، ۱۹۹۴ ، ۱۹۹۵ ، ۱۹۹۸ ، ۱۹۹۹ او ۲۰۰۱ کلو کی په سیالیو بریالی شو. د ټاټرا د موټر چوکاټ سیستم په ۱۹۲۳ کال کی د انجنیر هانز لېدوینکا (Hans Ledwinka) لخوا جوړ شو. د موټر چوکاټ د درو برخو څخه جوړ شوي دي. د دغه پر چوکاټ باندي تانک، کرين، تراکتور او توپ نصبیدلای شی.