ټانگتوره
ونگبڼه
| Datura stramonium معمولي ټانگتوره | |
|---|---|
| مملکه | بوټي |
| څانگه | گل لرونکي بوټي |
| طایفه | د دوو تیفه گانو نباتونه |
| کورنۍ | Solanaceae |
| جېنس | ټانگتوره |
ټانگتوره (په لاتين: Datura stramonium) د بانجانونو څخه یو زهرلرونکي بوټي دي چی په معتلو او حارو سیمو کی په اروپا او لوېدیځی آسیا کی شنه کېږي. اوږدوالي یی ۱ متر ته رسېدلای شی او ټول بوټي زهرجن دي. گل یی سپین تاج لري. مېوه یی د کپسول شکل لري چی د اغزنونو لخوا پوښ شوي دي. نوموړی بوټي یوشمیر ټروپاني القلويدونه (۰،۲ - ۰،۶ ٪ ) لکه hyoscyamin ، سكوپولامين، آتروپين ، نیکوتین او گلیکوزیدونه لکه روټين، سکوپولېتين او کومارين لري. د ټانگتورې پاڼې په طب کی د تشنجونو د علاج لپاره هم کارېږي.