آتروپين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
آتروپين
Atropa belladonna

آتروپين (Atropin ) يو انټيکولينرجيکي درمل دی. دا د تروپان د القلويد توکه ده چې د آتروپا بېلاډونا( Atropa belladonna )يا ( Rulík zlomocný ) په نبات کې دی. آپروپين په پخوانۍ زمانې کې د مسموم کولو لپاره کارېده. دغه توکی په اوس وخت کې په طبابت کې کارېږي.

د آتروپا بېلاډونا بوټی

آتروپا بېلاډونا يو زهرجن بوټی دی چې په اروپا او لويديځې آسيا کې شين کېږي. دغه بوټی عموما په ځنگل او غرونو کې شين کېږي. آتروپا پېلاډونا کولای شي له ۱،۲٪ تر ۱،۵٪ د آتروپين د توکي محتوی ولری. آتروپين په ريښه، پاڼو او نسل کې دی.

په طبابت کې

آتروپين ډېر زهرجن توکی دی چې په طبابت کې کارېږی. آتروپين د سپاسموليټيک (Spasmolytikum ) او پاراسيمپاټوليتيک (Parasympatolytikum ) آغېزې لرونکي په توکو کې شمېرل کېږي. دغه درمل د عضلاتو د درملنې لپاره کارېږي. آتروپين هم د سترگو کسي پراخوي او د دې لپاره د سترگو په طبابت کې هم کارېږي. دغه درمل په پيچکاري او څاڅکې کې جوړېږي.