يوني ماشين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یونی ماشین
Deep Space 1 فضایي بېړی
یونی ماشین

يوني ماشين (په انگرېزي: Ion thruster) د فضايي ماشينونو څخه دي چی د تشيالي بېړیو او سپوږمكیو د حرکت کولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي. يوني ماشين د تيز شوي یونونو په مرسته فضایی بېړي ته د حرکت انرژي ور کوي. په دی صورت کی د فضایی بېړی سرعت کولای سی ۵۰ کیلومتر په ثانیه کی ته ورسېږي. [۱]

تاريخ[سمول]

د یوني ماشين اصول په ۱۹۱۱ کال کی د کنستانتین تسیولکوفسکی لخوا وپېژندل شول. خو لمړنی یوني ماشين په امريکا کی په ۱۹۶۴ کال کی جوړ شو. په دی کال کی د سېړټ ۱ د پروگرام په ترځ کي د مدار لمړنی الوتنه هم تر سره شوه. یوني ماشين په مدار کي ۳۱ دقیقونه کار کاوه، خو تر ۳۱ دقیقونو وروسته په مځکې غوزار شو. تر اوسه پورې د یوني ماشينونو څو ډولونه جوړ شوي دي. په ۱۹۹۸ کال کی ډيپ سپېس ۱ تشيالی (فضایی) بېړۍ تشيال ته توغ شو. نوموړي بېړی یونی ماشين لری او په ځانگړي ډول نوی قضایی تکنولوژی چی د فضایی الوتنو لپاره اهمیت لري، ازمایښت کوي.[۲]

پېژندنه[سمول]

یونی ماشين د کارندې په برخه کی د زنون گاز په پلازما (یونونو) تبدیل کوی. دغه جوړ شوی یونونه د برقی میدان په مرسته تېز شوي دی او د لوی سرعت سره د ماشین د جټونو څخه پریږدي. که څه هم د ماشین فشار ډېر کم دی او تسریع ورو لري خو د سوند استهلاک کم هم ده او داسی ډول ماشين څو کالونو کار کولای سی. د دی لپاره دغه ماشین د اوږدو مودو د فضایی (کیهانی، تشیالی) الوتنو د پاره مناسب بلل کېږي. [۳]

د یوني ماشين ډولونه[سمول]

سرچینې[سمول]

  1. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. https://cs.wikipedia.org/wiki/Iontov%C3%BD_motor
  3. http://www.hybrid.cz/nasa-testovala-novy-typ-iontoveho-pohonu-motor-bezel-5-let-nepretrzite