يوسف خټک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کينډۍ:خانہ معلومات صاحب منصب/عربی محمد یوسف خان خټک (۱۸ نومبر ۱۹۱۷ – ۲۹ جولای ۱۹۹۱ ) د تحریک پاکستان یو فعال غړی و. نوموړی د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د يوې مشهورې او مخورې کورنۍ د سترګو تور و، د پلار نوم يې خان بهادر قلي خان خټک و، چې د پخواني والي اسلم خان خټک ، ډګر جنرال حبيب الله خان او کلثوم سيف الله خان ورور و. یوسف خټک په سرحدي صوبه (برتانوي امپراتورۍ) کې د ډاکټر خان صاحب په مشرۍ د کانګریس حکومت پر ضد د تحریک پاکستان خورا فعال غړی و. د خان لیاقت علي خان سره د هغه د اوږدې مودې اړیکو له امله، هغه د هند له وېشلو وروسته د مسلم لیګ د عمومي منشي په توګه ونومول شو. خو د خيبرپښتونخوا صوبې اعلی وزیر عبدالقیوم خان سره د اختلافاتو له امله د ګوند له څوکۍ استعفا وکړه. عبدالقیوم خان په ګوند کې د یوسف خټک او د هغه د ملاتړي بیرسټر سیف الله خان پر ضد تحریک جوړ کړ.هېره دې نه وي چې يوسف خان خټک په پښتو ژبه نه پوهېده او کورنۍ او بهرنۍ ژبه يې اردو کاروله، له همدې کبله دی نه يوازې ايوب خان پرضد و، بلکې د خان عبدالغفار خان له نظرياتو سره يې هم په کلکه اختلاف درلود.په 1949 کې، یوسف خټک د ګوند د صوبايي جنرل سیکرټري په توګه ونومول شو او وروسته له هغه چې خان لیاقت علي خان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، هغه په مرکز کې د آل پاکستان مسلم لیګ دوهم عمومي منشي وټاکل شو. نوموړی د پاکستان له جوړېدو وروسته ډېر وخت په اپوزیسیون کې پاتې شوی او د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د اپوزېسیون مشر هم وټاکل شو. هغه د فیلډ مارشل ایوب خان پر ضد د فاطمه جناح په ټاکنیز کمپاین کې په فعاله توګه برخه اخیستې وه.له خان عبدالغفار خان سره د ژورو نظریاتي اختلافونو له امله یې تل د عوامي نېشنل ګوند له دریځ سره چې دا د پښتنو استازی دی، سخت مخالفت کاوه. په ۱۹۷۱ کال کې له قیوم خان سره د روغې جوړې په پایله کې د پاکستان مسلم لیګ (قیوم) سره یوځای شو او د پېښور د قومي اسمبلۍ څوکۍ یې د قیوم خان له خوا خالي کړې وه. یوسف خټک د پاکستان د پیپلز ګوند سره د پاکستان مسلم لیګ (قیوم) د حکومت په ملګرتیا کې د صدراعظم ذوالفقار علي بوټو په کابینه کې د تیلو ، انرژۍ او طبیعي زیرمو وفاقي وزیر وټاکل شو. په ۱۹۷۷ کال کې له قیوم خان سره د اختلافاتو او له ګوند څخه د جلا کېدو سره سره له پېښور څخه ټاکنې وګټلې. په 1990 کې د پاکستان حکومت یوسف خټک ته د سیاست په ډګر کې د هغه د غوره خدماتو په خاطر مډال ورکړ او پاکستان پوسټ د هغه په نوم اعزازي ټاپه جاري کړه. [۱]

نور وګوره[سمول]

سرچينې[سمول]

بېرونۍ تړنې[سمول]