وینفریډ هورنلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وینفریډ هورنلي
وینفریډ هورنلي
وینفریډ هورنلي

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Agnes Winifred Tucker د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۶ ډيسمبر ۱۸۸۵[۱][۲]
مړینه 17 مارچ 1960 (75 کاله)[۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژوهانسبورگ   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سوېلي افريقا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاذہ ويلهم ونډت
اميل دورخيم   د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
آلماني ژبه
افریکانس ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ټولنيزه انسان پېژندنه
وګړنيز حقوق   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اګنس وینفریډ هورنلي چې کورنی نوم یې ټوکر دی (زوکړه: د ۱۸۸۵ زکال د ډسمبر ۶ مه – مړینه: د ۱۹۶۰ زکال د مارچ ۱۷ مه) سویلي افریقا ته اړونده انټروپولوژیسټه (انسان پوهه) وه چې په پراخه کچه «د سویلي افریقا د ټولنیزې انسان پوهنې د مور» په توګه پېژندل کېږي. د علمي چارو سربېره نوموړې د خپلو ټولنیزو فعالیتونو او د سپین پوستو د واکمنۍ اړوند د اپاراتاید پر وړاندې د کلک مخالفت له امله پېژندل کېږي. نوموړې چې د کپ په مستعمره کې وزېږېده د ماشومتوب پر مهال یې له خپلې کورنۍ سره ژوهانسبورګ ته کډه وکړه او خپلې منځنۍ زده کړې یې هلته پای ته ورسولې. د سویلي افریقا له کالج څخه یې په ۱۹۰۶ زکال کې د لیسانس له سند ترلاسه کولو وروسته له هېواده بهر په نیونهام کالج، کمبریج، لایپزیګ پوهنتون، د بن په پوهنتون او سوربن کې زده کړې وکړې. په ۱۹۱۲ زکال کې سویلي افریقا ته راوګرځېده او په ۱۹۱۴ زکال کې یې د واده تر مهاله د خوئه هو وګړو اړوند د انسان پوهنې په برخه کې څېړنې وکړې. [۳][۴]

هورنلي له ۱۹۱۴ زکال څخه تر ۱۹۲۰ زکال پورې په بوسټون کې له خپل مېړه سره له ژوند کولو وروسته بیاځلي سویلي افریقا ته ولاړه څو خپلې څېړنې بیا پیل کړي. هغې له الفرد راډکلیف – براون سره په ګډه د یوې علمي څانګې په توګه د ټولنیزې انسان پوهنې د رامنځته کولو اړوند هڅې وکړې. په ۱۹۲۶ زکال کې یې علمي ژوند ته په مخه کولو سره د خپلو زده کوونکو د زده کړو د اسانتیا په موخه یو کتابتون او د قوم پوهنې په برخه کې موزیم جوړ کړ. نوموړې د تدریس د خلاقانه نظریاتو په معرفي کولو سره خپل زده کوونکي وهڅول څو ټولنیز بدلونونه او همدارنګه په ټولنه کې د ښځو ونډه وارزوي. په ۱۹۳۷ زکال کې له تدریس څخه له تقاعد وروسته نوموړې خپل ژوند په ټولنیزو اصلاحاتو باندې په تمرکز کولو تېر کړ. د هورنلي د انسان پوهنې اړوند څېړنو او تدریس د هغې له لرلید سره مرسته وکړه او هغه یې د اپاراتاید له جلاغوښتونکو سیاستونو سره په مخالفې فعالې واړوله. په هغو راپورونو کې چې دولت ته یې وړاندې کول، استدلال یې کاوه چې د سویلي افریقا لویې ټولنې ته اړوند کلتورونه ذاتي ارزښت لري او هېڅ نژاد یو پر بل برتري نه لري. نوموړې د یو لړ اساسي اصولو له خوندیتوب لکه نژاد او رنګ ته له پام پرته د برابرو فرصتونو د برابرولو، د وجداني ازادۍ څخه د ملاتړ او د ټولو افریقايي وګړو لپاره د قانون له حاکمیت څخه ملاتړ کاوه.

هورنلي د خپل ژوند په اوږدو کې د خپلو علمي چارو او ټولنیزو اصلاحي پروګرامونو له امله ګڼ شمېر جایزې او ویاړونه ترلاسه کړل. نوموړې په ۱۹۴۵ زکال کې د حقوقو افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه چې د هغې د مسلکي ژوند دواړې څانګې (ټولنپوهنه او انسان پوهنه) یې په رسمیت پېژندلې. نوموړې په خپله دوره کې د ګڼ شمېر مخکښو سویلي افریقايي انسان پوهانو د روزنې او په سویلي افریقا کې د ټولنیزې انسان پوهنې د څانګې د پراختیا له امله شهرت لري.

لومړی ژوند[سمول]

اګنس وینفریډ هورنلي د ۱۸۸۵ زکال د ډسمبر په ۶ مه د بریتانیا سترواکۍ ته د اړوندې کیپ مستعمرې په کیمبرلي سیمه کې د سارا اګنس (کورنی نوم باټوملي و) او ویلیام کیجر ټوکر په کورنۍ کې وزېږېده. نوموړې د خپلې کورنۍ د اتو ماشامونو دویمه وه. د هغې له زیږون ډېر ژر وروسته د ویټواټرسنډ د طلا د کشفیاتو له امله، پلار یې کورنۍ د سویلي افریقا ژوهانسبورګ ته بوتله، چېرې چې نوموړي د نقشه اخیستونکي او معدنچي په توګه کار کوه. وروسته یې پلار د ژوهانسبورګ ښاروال او د ترانسوال فدرال سناتور شو. ټوکر په ماشومبتوب کې ناروغه ماشومه وه چې له دیفتري، سرخکانو او ذات الریه ناروغیو څخه رنځېده او دغه ناروغۍ لامل وګرځېدې ټول عمر د برونشیت په ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ وي. پلار یې چې د مېرمنو له زده کړو څخه یې ملاتړ کاوه او تر هغه مهاله چې دې د زده کړو اجازه موندله ورته به یې کتابونه راوړل. [۵][۶][۷]

زده کړې[سمول]

ټوکر په فني باکلنډ ښوونځي کې شامله شوه، خو د بوئر د دویمې جګړې په پیل سره یې کورنۍ د لندن ختیځ ته کډه وکړه. هغه مهال چې دوی په ۱۹۰۰ زکال کې سویلي افریقا ته ستانه شول هغې د ګراهامسټون د نجونو په ویلسېن عالي لیسه کې زده کړې وکړې او په ۱۹۰۲ زکال کې ترې فارغه شوه. هغې د خپل پلار د هڅونې سره دا هیله لرله چې ښوونکې شي، له همدې یې امله یې راتلونکی کال د سویلي افریقا د کیپ ټاون په کالج (وروسته د کیپ ټاون پوهنتون شو) کې نوم ثبت کړ او د کلاسیک، فرانسوي ژبې او فلسفې په برخه کې یې زده کړې وکړې. د «مخکښې زده کوونکې» په توګه هغې د انګلیسي ژبې او فلسفې په برخه کې جایزې ترلاسه کړې او په ۱۹۰۶ زکال کې یوازنۍ ښځینه وه چې د زده کوونکو په شورا کې یې ونډه لرله. له دې امله چې یوې عصبي نخاعي ستونزې د هغې په لیکنې اغېز کاوه، هغې خپلې لیکنې د یوه مرستیال لیکونکي پر مټ ټایپ کولې او هغه ته به د خپلو لیسانس زده کړو د ازموینو پر مهال له نورو ډېر مهال ورکول کېده، خو بیا به یې هم په خپلو ازموینو کې عالي نمرې ترلاسه کولې. [۶][۸][۹][۱۰]

ټوکر د فلسفې په برخه کې د خپل ښوونکي توماس لاوډې څخه په اغېز هوډ وکړ، څو خپلو زده کړو ته په کمبریج کې دوام ورکړي. وړاندې له دې چې سویلي افریقا پرېږدې، له راینهولډ فریدریش الفرډ هورنلي سره یې ولیدل چې په ۱۹۰۸ زکال کې د سویلي افریقا په کالج کې د فلسفې د ښوونکي په توګه ټاکل شوی و. د پورټر بورسیې له ترلاسه کولو وروسته چې هر کال یې د ۱۵۰ پونډو بودیجه د دریو کلونو لپاره ورته برابروله هغې په ۱۹۰۸ زکال کې په نیونهم کالج کې نوم ثبت کړ. هغې د الفرد کورټ هادون او ډبلیو.ایچ.آر. ریورز تر نظر لاندې د انسان پوهنې او فلسفې په برخو کې د زده کړو کولو پر مهال د جیمز جورج فریزر او آلفر راډکلیف- براون په ویناو کې ونډه اخیسته او د چارلز ساموئل مایرز په لابراتوار کې یې هم کار کاوه. له دې امله چې هغه مهال په کمبریج کې د انسان پوهنې اړوند هېڅ دیپلوم شتون نه درلود، هماغه و چې ټوکر په ۱۹۱۰ زکال کې د خپلو زده کړو له پای ته رسولو وروسته په ازموینه کې ګډون ونکړ. نوموړې په ۱۹۱۱ زکال کې لایپزیګ پوهنتون ته ولاړه او د ویلهلم وونټ تر نظر لاندې یې هلته زده کړې وکړې او بیا یې د هغه د زده کوونکي او ساختاري ارواه پوه اسوالډ کولپ تر نظر لاندې د بن په پوهنتون کې زده کړې وکړې. نوموړې په ۱۹۱۲ زکال کې د ټولنپوهنې د علمي څانګې د بنسټ اېښودونکي امیل دورکیم تر نظر لاندې د پاریس په سوربن کالج کې خپل زده کړې بشپړې کړې. [۸][۹][۱۱][۱۲][۱۳]

مړینه او میراث[سمول]

هورنلي د ۱۹۶۰ زکال د مارچ په ۱۷ مه په ژوهانسبورګ کې مړه شوه. د نوموړې له مړینې وروسته یو شمېر څېړونکو ادعا وکړه چې د هغې تحصیلي لاسته راوړنې د راډکلیف- بروان له خوا هدایت کېدلې او ټولنیز مشارکت یې هم د خپل مېړه د چارو پراختیا وه او له همدې امله د هغې هڅې نوم ورکې پاتې شوې. د راډکلیف – براون لیکنو په څرګنده توګه دا ښووله چې د هورنلي چارې د هغې اصلي پوهې ته اړوندې وې او په داسې حال کې چې نوموړې او الفرد دواړه لیبرال و خو د ټولنیزو اصلاحاتو اړوند نظریاتو یې له یو بل سره توپیر درلود او آن له هغه سره له روابطو وړاندې دغه لیدلورو یې شتون درلود. د ورمونټ پوهنتون د انسان پوهنې د ښوونګي رابرټ ګوردون په خبره «هغه په نړۍ کې لومړنۍ روزل شوې ټولنیزه انسان پوهه وه». د لویدیځ کیپ د پوهنتون تاریخ لیکونکي اندروبنک نوموړې په سویلي افریقا کې د دوه جګړو ترمنځ دوره کې د ټولنیزې انسان پوهنې د پراختیا په برخه کې د اصلي شخصیت په توګه یاده کړې. نوموړې د مکس ګولوکمن، الن هلمن، آیلین کریج، هیلډا کوپر، آدری ریچارډز او مونیکا ویلسون په ګډون په خپلو زده کوونکو باندې پر اغېز او همدارنګه د هغوی په لارښوونې سره په سویلي افریقا کې د ټولنیزې انسان پوهنې څانګه رامنځته کړه. نوموړې تر ډېره پورې «د سویلي افریقا د ټولنیزې انسان پوهنې د مور» په توګه پېژندل کېږي ځکه د نوموړې دورې ته اړوند د سویلي افریقا ډیری مخکښو انسان پوهانو د هغې شاګردي کړې.  [۷][۱۴][۸][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۱۴][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ subject named as: Hoernlé Winifred — منود پېژندونکی: https://viaf.org/viaf/44321997/
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb120726439 — subject named as: Winifred Hoernlé — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  3. Krige 1960، ص. 143.
  4. Gordon 1987، ص. 68.
  5. Spencer 2001، ص. 304.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Bank 2016، ص. 19.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Krige 1960، ص. 138.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ Bank 2016، ص. 22.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Krige 1960، ص. 139.
  10. Bank 2016، ص. 21.
  11. Schmidt 1996، ص. 215.
  12. Bank 2016، ص. 29.
  13. Bank 2016، ص. 23.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Carstens 1985، ص. 17.
  15. Bank 2016، ص. 63.
  16. Richards 1961، ص. 53.
  17. Schmidt 1996، ص. 214.
  18. Bank 2016، ص. 18.
  19. Carstens 1985، ص. 18.
  20. Gordon 1987، ص. 70.
  21. Carstens 1985، ص. 17-18.
  22. Gluckman او Schapera 1960، ص. 262.