منځپانگې ته ورتلل

ویلارډ ون اورمن کواین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ویلارډ ون اورمن کواین
Willard Van Orman Quine  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
ویلارډ ون اورمن کواین
ویلارډ ون اورمن کواین

د شخص مالومات
پيدايښت ۲۵ جون ۱۹۰۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 25 ډېسمبر 2000 (92 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون (۱۹۳۰–۱۹۳۲)[۱۱]  ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
ڈاکٹری مشیر الفرېډ نورث وایټ‌هېډ   ويکيډاټا کې (P184) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک فیلسوف   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه [۱][۱۲]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه ماډل تيوري ،  د سيټ نظريه ،  انټولوژي   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون [۱۳][۱۱]،  د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک [۱۱]  ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ

ویلارډ ون اورمن کواین، چې ملګرو ته یې د «ون» په نامه ور پېژندل شوی و، د (۱۹۰۸ز) کال د جون په ۲۵مه زېږېدلی او د (۲۰۰۰ز) کال د دسمبر په ۲۵مه یې له نړۍ سترګې پټې کړې دي. ون امریکایي فیلسوف او منطقپوه و او د شلمې پېړۍ د دودیزې ارزونې په فیلسوفانو کې یوه خورا اغېزمنه څېره وه. له (۱۹۳۰ز) کال نه تر مړینې، یعنې اویا کاله یې په هاروارډ کې لومړی د زده کوونکي په توګه او بیا د ښوونکي په توګه کار کړی دی. ون له (۱۹۵۶ نه تر ۱۹۷۸ز) پورې په هاروارډ کې د اډګر پيېرس ځایناستی و.[۱۴][۱۵]

کواین د منطق او د سېټ تیورۍ ښوونکی و. دی د هغه مقام له امله مشهور و، چې د لومړۍ درجې منطق یوازینی ډول دی، چې د نوم  وړ یې دی. د ریاضیاتو سیستم او د سېټ تیورۍ ته یې، چې د نویو بنسټونو په نامه پېژندل کېږي، وده ورکړه. د ریاضیاتو په فلسفه کې هغه او د هاروارډ ملګري یې هیلري پوتنم د کواین ـ پوتنم د اړینوالي استدلال ته وده ورکړه، چې د ریاضیاتو د شته والي لپاره دلیل دی.[۱۶][۱۷][۱۸]

په هر حال، کواین په دې نظر و، چې فلسفه مفهومي تحلیل نه دی، بلکې په ساینس پورې اړه لري.

«د ساینس فلسفه، پوره فلسفه ده» دا په تجربوي علومو کې پر نامتو طنز بدل شو. هغه په خپله د ساینس له سرچینو نه پر ساینس د پوهېدو لپاره سیستماتیکه هڅه وکړه او اغېزمنه طبیعي پوهه پېژندنه یې رامنځ ته کړه او هڅه یې کوله، تر څو د دې لپاره ښې ساینسي څرګندونې وړاندې کړي، چې موږ څنګه د لږ حسي انډول پر بنسټ پخوانۍ ساینسي تیوري رامنځ ته کولی شو. هغه په ساینس کې د نسبي وجود پېژندنې ((ontological پلوي هم وکړه، چې دThesis   Duhem _ Quine   په نامه یادېږي.

د هغه مهمې لیکنې د (څه شته) په اړه مقالې دي، دا یې په ( ۱۹۴۸ز) کال کې لیکلي، چې د برټرنډ رسل د توضیحاتو تیوري یې روښانه کړې او د انټولوژیکې ژمنې( تعهد) په اړه د کواین مشهوره وینا ده. «اوسېدل یو متغیر ارزښت دی» او «دوه تجربوي اصول» چې پر دودیز تحلیلي – مصنوعي توپیر او کمونې باندې یې برید وکړ، د هغه وخت مشهور منطقي باور یې کمزوری کړ او پر ځای یې د سیمانتیک هولیزم پلوي وکړه.

په (۲۰۰۹ز) کال کې د تحلیلي فیلسوفانو ترمنځ یوه ټول پوښتنه وشوه، چې کواین یې په تېرو دوو پېړیو کې پینځم فیلسوف ونوماوه. هغه په (۱۹۹۳ز) کال کې د منطق او فلسفې په برخه کې د شاک لومړۍ جایزه وګټله. دا جایزه یې د خپلو سیستماتیکو او د پام وړ بحثونو له امله وګټله، چې د شته وو ټولنیزو شواهدو په رڼا کې د ژبې او اړیکو د زده کړې لپاره او پایلې یې د ژبنیو معناوو او د پوهې په تړاو نظریې وې. په (۱۹۹۶ز) کال کې یې په هنر او فلسفه کې د کیوټو جایزه وګټله، ځکه په شلمه پېړۍ کې یې د فلسفې د پرمختګ لپاره بېلابېلې نظریې، لکه:  د منطق، پوهې پېژندنې، د علم فلسفې او د ژبې د فلسفې په برخه کې وړاندې کړې. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

ژوندلیک

[سمول]

کواین د اوهایو په اکرون کې له پلار او مور او مشر ورور رابرت کلوایډ سره لوی شوی. پلار یې کلوایډ رابرټ د اکرون تجهیزاتو د شرکت بنسټګر و، چې ټایرونه یې تولیدول. مور یې هیرېټ ای د ښوونځي ښوونکې وه، چې وروسته د کور مېرمن شوه. کواین په ځوانۍ کې ملحد و.[۲۳][۲۴]

کواین دوه ودونه کړي وو او څلور بچیان یې لرل. رابرټ کواین یې وراره و. هغه له سیاسي پلوه محافظه کار و، خو د هغه د لیکنو لویه برخه د فلسفې په تخنیکي برخو کې وه، چې له مستقیمو سیاسي مسایلو نه لرې وې.

زده کړې

[سمول]

کواین په (۱۹۳۰ز) کال کې له اوبرلین کالج نه په ریاضیاتو کې لېسانس ترلاسه کړ او په (۱۹۳۲ز) کال کې یې له هاروارډ نه، په فلسفه کې دوکتورا ترلاسه کړه. د تېزس لارښود ښوونکی یې الفرډ نورث وایټ هېډ و. کواین د هاروارډ پوهنتون تر ټولو ځوان محصل و، چې د څلورو کلونو لپاره یې له تدریسه معاف کړ.

د (۱۹۳۲-۱۹۳۳ز) کلونو په لړ کې، هغه د شېلډون په مالي مرسته اروپا ته ولاړ او هلته یې له پولنډي منطقپوهانو (سټانسیلاو لزنیفسکي او الفرډ تارسکي)، د وین د حلقې له غړو سره د روډولف کارنپ په ګډون او له یوه منطقي پوزېټېوېسټ سره لیدنه وکړه.[۲۵]

هاروارډ

[سمول]

په هاروارډ کې یې له ډېوېډ لوئېس، ګیلبرټ هارمن، ډاګفین فولسډل، هائو وانګ، هوګس لبلانک او نورو سره د پایلیکونو په برخه کې مرسته وکړه. له (۱۹۶۴-۱۹۶۵ز) پورې په ویسلیان پوهنتون کې د پرمختللو مطالعاتو د مرکز غړی و. په (۱۹۸۰ز) کال کې یې د سویډن له اپسالا پوهنتون نه په بشري علومو کې افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه.[۲۶][۲۷]

د کواین شاګرد وایي چې: کواین د ژوند په وروستیو کې خپله حافظه له لاسه ورکړه. د هغه د لنډمهالې حافظې خرابېدل تر دې بریده وو، چې په سختۍ یې د دلیلونو د تعقیب لپاره مبارزه کوله. کواین هم په خپله پروژه کې د پام وړ ستونزې درلودلې، ترڅو په Word  او Object کې بیاکتنې وکړي. له مړینې مخکې یې مورټن وایټ ته وویل: «نه پوهېږم، چې زما د ناروغۍ نوم څه دی، التوسر که الزایمر، خو دا چې زما په یاد نه ده،نو باید الزایمر وي» هغه په (۲۰۰۰ز) کال کې د کرسمس په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو. [۲۸]

منطق

[سمول]

کواین د خپل مسلک په لړ کې د رسمي منطق په اړه ډېرې تخنیکي او تشرېحي لیکنې خپرې کړې، چې ځینې یې په (غوره منطقي مقالې) او (د پاراډوکس لارې) کې بیا چاپ شوې دي. د مقالو تر ټولو غوره ټولګه یې منطقي لیدلوری دی.

کواین په هغه احتمال ډېر باوري و، چې رسمي منطق به په پای کې له فلسفې او ریاضیاتو نه بهر پلی شي. هغه په برېښنايي انجینیرۍ کې د بولین الجبرا په اړه ډېرې مقالې لیکلي او له اډوارډ جي مک کلوسکي سره یې د بولین معادلې د کمولو لپاره د کواین- مک کلوسکي الګورېتم طرحه جوړه کړه.

سېټ تیوري                                                 

[سمول]

کواین خورا نوښتګر و. په منطق کې د کواین ونډه او د سېټ تیوري په اړه یې په زړه پورې څرګندونې او یو شمېر تخنیکي نتایج وړاندې کړل. هغه تل ویل چې: ریاضي سېټ تیورۍ ته اړتیا لري او دا تیوري له منطق سره ډېر توپیر لري. هغه د یو څه وخت لپاره له نومینالېست نېلسن ګوډمین سره سیالي وکړه، خو کله چې کواین د ریاضیاتو لپاره د نومینالیست په موندلو کې پاتې راغی، نو له سیالۍ نه په شا شو. کواین د خپل مسلک په لړ کې درې محوري تیورۍ وړاندې کړې.[۲۹][۳۰]

میتافزیک

[سمول]

کواین پر معاصر میتافزیک ډېرې اغېزې درلودلې. هغه د (مجردې مادې) اصطلاح جوړه کړه او د (اپلاتون ږیره) اصطلاح یې، د خالي نومونو د ستونزو لپاره وکاروله.[۳۱]

د ریاضیاتي ریالیزم لپاره لازمي استدلال

[سمول]

د ریاضیاتو په فلسفه کې، کواین او د هاروارډ ملګري یې هیلري پوتنم د کواین - پوتنم مقالو ته وده ورکړه، چې د ریاضیاتو د شته والي لپاره یو دلیل دی. استدلال یې داسې دی: یو کس باید د ټولو هغوعناصرو لپاره انتولوژیکي(هستۍ) ژمنې ولري، چې د غوره ساینسي تیوریو لپاره اړینې دي او دغه موجودیت ته په عمومي توګه (ټول او یوازې) وایي. [۳۲]

د غوره ساینسي تیوریو لپاره ریاضیاتي موجودات اړین دي، له همدې امله باید یو کس له ریاضیاتي موجوداتو سره انتولوژیکي ژمنې ولري. د لومړي بنسټ څرګندونې ډېرې جنجالي دي، پوتنم او کواین دواړه د ټولو ناساینسي نهادونو د اېستلو لپاره طبیعي فلسفې ته بلنه ورکوي او له «ټول او یوازې» نه، د «یوازې» دفاع کوي.[۳۳]

سرچینې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119209013 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119209013 — خپرېدونېټه: ۲۲ اگست ۲۰۱۷ — پنځوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Willard-Van-Orman-Quine — سکالو پېژند: Willard Van Orman Quine — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6j79rg0 — سکالو پېژند: Willard Van Orman Quine — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/quine-willard-van-orman — سکالو پېژند: Willard Van Orman Quine — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0053746.xml — سکالو پېژند: Willard van Orman Quine — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3765 — سکالو پېژند: W. V. O. Quine — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=51304 — سکالو پېژند: Willard Van Orman Quine — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=118066 — سکالو پېژند: Willard Van Orman Quine — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bruno Delmas او Rémi Mathis — سرليک: La France savante
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000023319 — سکالو پېژند: Willard Quine — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Stanford Encyclopedia of Philosophy ID: https://plato.stanford.edu/entries/quine/ — سرليک: Stanford Encyclopedia of Philosophy — خپروونکی: Stanford University او Center for the Study of Language & Information
  12. CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/17703267
  13. The Flying University — خپور کړی: The New York Review of Books — خپرولونېټه: ۲۴ جنوري ۱۹۸۰
  14. کينډۍ:MacTutor
  15. "W. V. Quine, Philosopher Who Analyzed Language and Reality, Dies at 92".
  16. Colyvan, Mark, "Indispensability Arguments in the Philosophy of Mathematics", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2004 Edition), Edward N. Zalta (ed.).
  17. "Mr Strawson on Logical Theory". W. V. Quine. Mind, Vol. 62, No. 248. Oct. 1953.
  18. "Quine's Philosophy of Science". Internet Encyclopedia of Philosophy. Iep.utm.edu. July 27, 2009. Accessed March 8, 2010.
  19. "So who *is* the most important philosopher of the past 200 years?" Leiter Reports. Leiterreports.typepad.com. March 11, 2009. Accessed March 8, 2010.
  20. Poll Results: Who is the most important philosopher of the past 200 years? Brian Leiter. March 11, 2009. Accessed October 24, 2014.
  21. "Prize winner page" Archived 2017-07-10 at the Wayback Machine.. The Royal Swedish Academy of Sciences. Kva.se. Retrieved August 29, 2010.
  22. "Willard Van Orman Quine". Inamori Foundation. خوندي شوی له the original on July 20, 2013. ترلاسه‌کېدو نېټه December 15, 2012.
  23. The Cambridge Companion to Quine, ed. Roger F. Gibson, Jr, Cambridge University Press, 2004, p. 1
  24. Quine, Willard Van Orman; Hahn, Lewis Edwin (1986). The Philosophy of W.V. Quine. Open Court. p. 6. ISBN 978-0812690101. In my third year of high school I walked often with my new Jamaican friends, Fred and Harold Cassidy, trying to convert them from their Episcopalian faith to atheism.
  25. کينډۍ:MacTutor
  26. "Guide to the Center for Advanced Studies Records, 1958–1969" Archived March 14, 2017, at the Wayback Machine.. Weselyan University. Wesleyan.edu. Accessed March 8, 2010.
  27. "Honorary doctorates – Uppsala University, Sweden".
  28. W. V. Quine. Word and Object 2013. MIT Press.
  29. Nelson Goodman and W. V. O. Quine, "Steps Toward a Constructive Nominalism", Journal of Symbolic Logic, 12 (1947): 105–122.
  30. Bueno, Otávio, 2013, "Nominalism in the Philosophy of Mathematics" at the Stanford Encyclopedia of Philosophy.
  31. Armstrong, D. M. (2010). Sketch for a systematic metaphysics. Oxford: Oxford University Press. p. 2. ISBN 9780199655915.
  32. Colyvan, Mark, "Indispensability Arguments in the Philosophy of Mathematics", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2004 Edition), Edward N. Zalta (ed.).
  33. Putnam, H. Mathematics, Matter and Method. Philosophical Papers, vol. 1. Cambridge: Cambridge University Press, 1975. 2nd. ed., 1985.