ويکيپېډيا:ويکيپرتلنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ويکيپېډيا پراخه پوهنغونډ چې خپلو کارنانو ته د ويکيپرتلنې او لټونې (Navigation) سهولت وړاندې کوي، لکه داخلي اړیکې، لټون بکس، په همدې ډول د تانبې په بڼه يوه لنډيز پاڼه، کينډۍ او وېشنيزې چې په هره مقاله کې څرګندیږي. په ويکيپېډيا کېوېشنيزې د يو خورا مدغم سيستم په څېر دي ، چې په وېشنيزه مخ کې د يوې موضوع اړوند ليکنې راټولې شوې وي او په همدې وېشنيزه مخ کې د يادې موضوع اړوند نورې وېشنيزې او په هغه وېشنيزو کې شامل موضوعاتو اړوند سرليکونه هر يو د يو بېلې ډلې پورفوري ونه په توګه ډلبندي شوي وي، چې لټول او پرتله کول پکې خورا اسانه وي.
د ويکيپرتلنې لپاره هر مخ کې يو نهايت مهم څيز لټونبکس دی. په لټونبکس کې کارن کولی شي د خپلې خوښې موضوع سرليک وليکي چې ياد سرليک د يو ځواکمن وېب لټون چې په ځانګړې توګه د ويکيپېډيا لپاره جوړ شوی دی، د ويکيپېډيا (غوره توبونو سره سم د ويکيمېډيا بنسټ د نورو پروژو پايلې هم په ويکيپېډيا کې راڅرګندوي).

ويکيپېډيا کې پلټنه کارن ته د شپږ (6) بېلابېلو پاراميټرونو د کارونې اجازه ورکوي، کوم چې د جلا کلمو سره سره غوره پايله ورکوي.