لارښود:کينډۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کينډۍ په ويکيپېډيا کې يو بنسټيز توکی (سيستم ) دی چې په مرسته يې مونږ په کينډۍ کې د خوندي شوو مالوماتو او ليکنو زخيره په بېلابېلو ليکنو کې په يو ډول ښکاره کولی شو.
کينډۍ په دوه ډوله دي:

  1. عمومي کينډۍ
  2. پاراميټر لرونکې کينډۍ

کينډيو کې هم لکه د نورو پاڼو په څېر سمون کېدای شي، خو د سمون پرمهال بايد دې خبرې ته ډېر پام وشي چې ناسم سمون ونشي، ځکه که چېرته ناسم سمون وشي، نو په کومو پاڼو کې چې دا کينډۍ لګول شوې، په ټولو کې به دا غلط او ناسم سمون خپور شي.

عمومي[سمول]

ډېری کينډۍ په کينډۍ:نومځی کې جوړيږي؛ خو يو لږ شمېر کينډۍ د نورو نومځايونو لکه کارن: يا مېډيا ويکي: نومځی کې هم جوړيږي.

کينډۍ جوړول[سمول]

لکه څنګه چې نوې پاڼې لټون بکس ته په ورتللو او د هغې پاڼې د نوم ليکنې او لټون وروسته په سرې ليکنې کلېک کيږي او نوې پاڼه جوړيږي په همدې ډول کينډۍ هم جوړيږي، خو ياد ساتئ چې د کينډۍ د نوم ليکلو د مخه (کينډۍ:) ويوکی وليکئ، ترڅو په کينډۍ نومځی کې يوه نوې کينډۍ جوړه شي.

مهم ټکي[سمول]

که په کينډۍ کې ويکي خپلمنځي تړنې وي، نو دا تړنې به په ټولو هغو پاڼو کې راڅرګندې شي، چې دا کينډۍ پکې تړل شوي وي، په ښکاره ډول دا يو ناسم کار دی، نو کله چې هم تاسو په کينډۍ کې ويکي خپلمنځي تړنې ليکئ، نو دا لينک وکاروئ! <noinclude>ويکي خپلمنځي تړنې</noinclude>

په همدې ډول که په کينډۍ کې کومه وېشنيزه ځای پرځای کړئ، نو دا وېشنيزه به په ټولو هغه پاڼو کې ځای پرځای شي چې دا کينډۍ پکې کارول کيږي،۔ مثلاً کينډۍ {{لنډه ليکنه}} کې وېشنيزه:لنډه ليکنه، نو په کومو پاڼو کې چې دا کينډۍ وکارول شي، نو په هغه پاڼو کې به په خپلسرې توګه دا وېشنيزې هم راښکاره شي.

کارول[سمول]

هر چېرته چې تاسو په يوه پاڼه کې کومه کينډۍ تړل يا ځای پرځای کول غواړئ، نو د يادې کينډۍ نوم د دې {{}} لينديو ترمنځ وليکئ، د بېلګې په توګه {{د کينډۍ نوم}}دا به یوازې په پاڼه کې د کينډۍ نوم وښيي نه سمون. د دې ګټه دا ده چې هرکله چې کارول شوې کينډۍ نوې او تازه شي نو په دې پاڼو کې به هم د هغې نوې بڼه ښکاره شي.
که تاسو د کينډۍ د نوم پر ځای کينډۍ سمولو ته اړتيا لرئ، تر څو د کينډۍ متن د اوسني مخ سره سم بدل شي، نو د دې پر ځای د کينډۍ پاڼې ته لاړ شئ او په مطلوبه پاڼه کې کينډۍ وکاروئ.: {{subst:د کينډۍ نوم}}يانې د کينډۍ له نوم دمخه subst: وليکئ!۔
په کينډۍ کې شوې سمونې او بدلونونه به د کينډۍ اړوند ټولو پاڼو کې (cache) هغه په په خپلکارې توګه سپينوي او پرځای يې نوی سمون ښيي.

بدلونونه[سمول]

ځينې وختونه په کينډيو کې بدلونونه کارول کيږي، کوم چې سملاسي بدليږي،يا ترسره کېدی شي۔ د دې بدلونونو تګلار دا ده چې بدلېدونکې بڼه بايد ددې {{{}}} دننه وليکل شي، د بېلګې په توګه ، دا پاڼه کېدای شي ړنګه شي۔ دلته د ړنګېدو وخت بايد څرګند شي، نو بايد په کينډۍ کې دا ډول ليکنه وشي:دا پاڼه کېدا شي{{{1}}} ړنګه شي۔
او که دوهم بدلون هم څرګندول غواړئ، لکه دا پاڼه کېدای شي په : نېټه ړنګه شي، نو بايد دارنګه وليکئ :دا پاڼه کېدای شي {{{1}}} په:{{{2}}}نېټه ړنګه شي۔ په دې توګه هرڅومره چې وغواړئ، بدلونونه ځای پرځای کړئ، کولی يې شئ، خو بايد دوه خبرو ته مو پام وي، هر بدلون بايد په ليندکيو {{{ کې ځای پرځای کړئ او هر ځل بايد هرځای شمېرې وکاروئ، د بېلګې په توګه لومړی 1 بيا 2 بيا 3۔
اوس د بدلون څرګندولو لپاره بايد دا کينډۍ داسې وکارول شي: {{کينډۍ نوم|بدلون=ارزښت}} د بېلګې په توګه {{کينډۍ نوم|خبرتيا|21-09-2012}}د دې پايله به داسې ښکاره شي: د خبرتيا پاڼه کېدای شي د :21-09-2012 نېټه ړنګه شي۔

کينډۍ ړنګول[سمول]

که چېرته يو څوک غواړي چې د يوې کينډۍ يا يوې پاڼې د ړنګېدو غوښتنه وکړي، نو په ياده پاڼه کې دې د ړنګولو کينډۍ د دې دوه ليندکيو {{}} په منځ کې په داسې ډول کېږدي چې لومړی دې د يادې پاڼې سرچينه سمول ته ورشي، له هغې وروسته دې د دې دواړو ليندکيو {{}} ترمنځ د ړنگول ويوکی ځای پرځای کړي. يا دې هم ورټومبل ته ورشي او په هغې کې دې په کينډۍ کلېک وکړي، وروسته دې په لټون بکس د ړنگول ويوکی وليکي له هغې وروسته دې د Add او بيا دې د ورټومبل تڼۍ کېکاږي، له هغې وروسته په بدلونونه خپرول باندې کلېک وکړئ، نو په ليکنه يا کينډۍ کې به د ړنګولو يادښت ځای پرځای شي.