ويکيپېډيا:د پښتو ويکيپېډيا تگلاره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ويکيپېډيا:تگلاره نه مخ گرځېدلی)
د پښتو ويکيپېډيا لپاره د تگلارې او قوانينو اړتيا!

په دې وروستيو کې ډېرې ناندريزې ليکنې او بحثونه چې په نتيجه کې د بېلابېلو مخالفتونو د رامېنځ ته کېدنې سبب شوي او يو شمېر ويکيپيډياگرانو باندې بنديزونه لگېدلي. زه د پښتو ويکيپېډيا د بنسټگر او مشر پازوال په توگه چې اکثراً د خپلو نورو ورځينيو کارونو په خاطر نه يم توانېدلی چې له دغو پېښو څخه ځان باخبره وساتم، دا دی د فرصت سره سم همدا ليکنه دلته خپروم. هيله ده چې د گڼ شمېر ورانپوهاويو او مخالفتونو د هواريو لپاره د يو لارښود په توگه وکارېږي. موږ په پښتو ويکيپېډيا کې ۲ پازوالان لرو. دا چې د هرې ژبې ويکيپېډيا د خپلو کارونکو، سمونگرانو او پازوالانو د سلا او مشورو سره سم خپل ځان ته بېلابېلې تگلارې غوره کړي، نو پښتو ويکيپېډيا هم اوس د بېلابېلو نظرونو، بېلابېلو فکرونو، د گډوډۍ د مخنيوۍ، د لهجوي گډوډۍ له مخې خپل دريځ او تگلاره روښانه ساتلی. زه اوس د داسې يو قانوني تگلارې د رامېنځ ته کېدو ضرورت او اړتيا تر هر بل څه ډېره وينم. لکه پورته چې ووييل شول د ليکوالو، سمونگرانو، پازوالانو تر مېنځ د همغږۍ او همکارۍ نه شتون دې ته اړ کړم چې همدا ليکنه وکړم او په همدې خاطر د ټولو ليکوالو او پازوالانو څخه په دې برخه کې مرسته غواړم. په همدې مخ کې د قانوني مادو په بڼه او د پښتو ويکيپېډيا د هر يو اړخ اړونده غواړم تاسو ته بلنه درکړم چې خپل نظرونه زموږ سره شريک کړئ او په آخر کې به د پښتو ويکيپېډيا د لارښود او د يو اساسي قانون په توگه يو منل شوی قانون سره په گډه جوړ کړو او د ولسواکۍ د دود له مخې هره هغه ماده چې تر ټولو ډېره رايه ترلاسه کړه هغه به د دې ويکي د قانون په توگه په ټولو پلي کېږي. دا چاره به د خپلسري ليکنو، خپلسري ړنگونو، خپلسري کينډۍ جوړولو، خپلسري وېشنيزو او خپلسري دوتنه پورته کولو مخه ونيسي. هر څوک به وکولی شي چې د قانون او د ليکنو د خپراوي د لارښود سره سم خپلې ليکنې پرته له دې چې د کوم ډول گواښ سره مخ وي خپرې کړي.

د پښتو ويکيپېډيا د تگلارې ضرورت[سمول]

د پښتو ويکيپېډيا تگلاره له پخوا څخه په پښتو ژبې طرح شوې. د انگرېزانو د پوهېدلو اړتيا پکې نه شته. هره ويکيپېډيا ځانته تگلاره لري او هره ويکيپېډيا کولی شي چې خپله تگلاره پلي کړي. تگلارې اکثراً د يوې ويکيپېډيا د کارنانو تر منځ د ورانپوهاوي له مېنځه وړلو پخاطر د يوه قانون په توگه کارېږي. که چېرته څوک اعتراض کوي د تگلارې له مخې يې بايد حل وموندل شي. دا چې په پښتو ويکيپېډيا کې ښکاره تگلاره نه وه نو ډبل عثمان (عثمان منصور انصاري او عثمان خان) د بنديز مسله د ويکيميډيا بنسټ تر غوږونو ورسوله. اوس چې موږ د نوې پښتو تگلارې په هڅه پيل کوو، نو دا تگلاره به د نوو پازوالانو په گومارنه کې، د بنديزونو په پلي کولو کې، د مخونو په ړنگولو کې، د کينډيو په ړنگولو کې، د وېشنيزو په ړنگولو کې او د يوه کارن د مسؤليتونو په څرگندولو کې مرسته وکړي. دا نوې تگلاره به د ټولو هغو کارنانو لخوا چې په پښتو ژبه پوهېږي، د پښتو ژبې د پرمختگ هيله من وي او د پښتو ژبې هر اړخيز ارزښت په پام کې نيسي، نو د هغو لخوا تجويز کېږي او بيا به هر تجويز د يوې ځانگړې مادې په ډول د قانون برخه گرځي. د دې لپاره چې د باندنيو ويکي گانو پازوالان بې مسؤليته پر چا بنديز او د مسلې د تل څخه د نه خبرېدو پرته له پازوالانو څخه يې حقونه بېرته وا نه خلي نو د همداسې يوې تگلارې انگرېزي بڼه هم بايد جوړه او دلته يو ځای خپره شي.--Khangul (خبرې اترې) 20:29, 21 اپرېل 2015 (UTC)

د پښتو ويکيپېډيا هيت ريسه[سمول]

څوک بايد وټاکو؟[سمول]

هر هغه چا کې چې دا لانديني خاصيتونه موجود وي:

  1. انسان وي.
  2. پښتون وي.
  3. له هر ډول مذهبي، سياسي آيډيولوژيکي (ايزمونو) افکارو څخه پاک وي.
  4. د پښتو ژبې وده او پرمختگ يې مرام وي.
  5. په هر ډگر کې د پښتو ژبې او پښتنو په دفاع کې ولاړ وي.
  6. قاطع او پرېکنده نظر ولري.
  7. د رهبرئ او لارښوونې وړتيا ولري.
  8. د نورو سره همکارئ او مرستې ته ژمن وي.
  9. د يوې او کره پښتو معياري ژبې د پرمختگ لپاره کار ته تيار وي.
  10. پښتو ژبه يې سمه زده وي او گړدودونه او سيمه پالنې و نه کړي.
  11. د ډېرو رايو د گټلو سره دې وټاکل شي.--Khangul (خبرې اترې) 14:40, 23 اپرېل 2015 (UTC)

ملاتړ او دلايل[سمول]

مخالفت او دلايل[سمول]

بيوروکراټ[سمول]

آيا د نورو بيوروکراټانو ضرورت شته؟[سمول]

اوس هېڅ بېروکراټ نشته نو ځکه يې ضرورت هم شته! که بېرته پخوانی بيوروکراټ برحاله شي بده نه ده ځکه چې هغه ۱۰ کاله د پښتو ويکيپېډيا سره سابقه او تجربه لري او د مېډياويکي ساوتری يې نژدې بشپړ ژباړلی. --Khangul (خبرې اترې) 20:55, 21 اپرېل 2015 (UTC)

د ټولو نه اول به خو دا ووايم چې زه پښتو بدل گړدود والا استعمالول اميد لرم تاسو به دلته زما په خبره پوها شئ ۔ مونږ ټولو ته ډېره ښه معلومه ده چې احمد نجيب صېب د پښتو ويکيپيډيا د ټولو نه سينئر او ښه کارن،پازوال او بيوروکراټ دي۔ هغه چې د پښتو ويکيپيډيا د پاره څه کړي دي هغه يقينا څوک نه شي هېرولي۔ خو اصل خبره دا ده چي محترم احمد نجيب صېب هم خپل يو پرسنل ژوند لري، د هغه په ژوند کې کيدي شي چي کله کله مصروفيات پېښ شي د کوم له وجې چې کيديشي هغه کله کله ويکيپيډيا ته وخت نشي ورکولي۔ بل دا چې پښتو ويکيپيډيا کې کارنان ورځ په ورځ زياتيږي همدا رنگي ويکيپيډيا کې کارونه زياتيږي ، نو مونږ خو دا نشو کولي چې د ټول کار وزن د محترم احمد نجيب صيب په سر کيږدو او هغه ته تکليف ورکړو۔ نو دا وخت دوېم بيوروکراټ ځکه جوړول پکار دي چې د محترم احمد نجيب سره مرسته وکړي۔ دا زما خپل سوچ دي ، نور کارنان دي هم خپل نظر پيش کړي، چي کومه نظريه باندي ټول کارنان متفق شول نو مونږ ته منظوره ده--عثمان 00:08, 13 اپرېل 2015 (UTC)

ولې؟[سمول]

بيوروکراټ کولی شي چې د نورو کارنانو تر مېنځ د رهبرئ او پازوالۍ د وړتياو ليدو سره سم هغه کس پازوال وټاکي. او د پازوالۍ تر ټاکلو وروسته به د بيوروکراټ مرستيال او په نورو کارنانو نظر ساتي چې ورانکاري، بې بندوباره انځورونه او نور تاواني مقالې خپرې نه کړي. نو په همدې سبب د يو څخه د ډېرو پازوالانو اړتيا شته. --Khangul (خبرې اترې) 20:57, 21 اپرېل 2015 (UTC)

څوک بايد وي؟[سمول]

هر هغه چا کې چې دا لانديني خاصيتونه موجود وي:

  1. انسان وي.
  2. پښتون وي.
  3. له هر ډول مذهبي، سياسي آيډيولوژيکي (ايزمونو) افکارو څخه پاک وي.
  4. د پښتو ژبې وده او پرمختگ يې مرام وي.
  5. په هر ډگر کې د پښتو ژبې او پښتنو په دفاع کې ولاړ وي.
  6. قاطع او پرېکنده نظر ولري.
  7. د رهبرۍ او لارښوونې وړتيا ولري.
  8. د نورو سره همکارۍ او مرستې ته ژمن وي.
  9. د يوې او کره پښتو معياري ژبې د پرمختگ لپاره کار ته تيار وي.
  10. پښتو ژبه يې سمه زده وي او گړدودونه او سيمه پالنې و نه کړي.
  11. د ډېرو رايو د گټلو سره دې وټاکل شي.--Khangul (خبرې اترې) 21:08, 21 اپرېل 2015 (UTC)

ملاتړ او دلايل[سمول]

مخالفت او دلايل[سمول]

د کوم معيار له مخې بايد وټاکل شي؟[سمول]

د بيوروکراټ د ټاکلو لپاره بايد لانديني معيارونه په پام کې ونيول شي.

  1. يو بيوروکراټ بايد د پښتو ويکيپېډيا د پازوالانو له ډلې څخه وگومارل شي.
  2. يو بيوروکراټ بايد له کلونو کلونو څخه د پښتو ويکيپېډيا لپاره کار کړی وي.
  3. يو بيوروکراټ بايد له ۶۰۰۰ څخه ډېرې سمونې ترسره کړې وي.
  4. يو بيوروکراټ بايد پښتون وي.
  5. يو بيوروکراټ بايد د ويکيپېډيا په کوډونو بلد وي.
  6. يو بيوروکراټ بايد د رايو له مخې وټاکل شي.
  7. يو بيوروکراټ بايد بې پرې او غيرجانبدار وي. --Khangul (خبرې اترې) 20:08, 22 اپرېل 2015 (UTC)


زما په خيال د کارن څوک چي يو بيوروکراټ ټاکلي کيږي ،د هغه د پاره دا څيزونه ضروري دي:

  • داسي کارن چي د نورو کارنانو سره په ښه اخلاقو سره خبري کول
  • داسي کارن چې 500 نه زيات سمونه کړي يي
  • داسي کارن چې د ويکيپيډيا کې ښه مقام (good reputation) لري۔
  • د بيوروکراټ جوړيدلو دپاره ډېر د {{ملاتړ}} ووټونه اخيستل

--عثمان 00:08, 13 اپرېل 2015 (UTC)

ملاتړ او دلايل[سمول]

مخالفت او دلايل[سمول]

بايد کومې لاسته راوړنې ولري؟[سمول]

  1. يو بيوروکراټ بايد له ۶۰۰۰ څخه ډېرې سمونې ترسره کړې وي. --Khangul (خبرې اترې) 20:09, 22 اپرېل 2015 (UTC)

پازوال[سمول]

آيا د نورو پازوالانو ضرورت شته؟[سمول]

هو د نوو پازوالانو ضرورت شته، خو تر دې کچې نه چې قصابان ډېر شي او غوا مرداره شي. څنگه چې پښتو ويکيپېډيا ورځ تر بلې د ډېرو کارنانو او ډېرو ورانکارانو او ډېرو ليکنو او بېځايه اعلانونو او بېځايه ليکنو سره مخامخېږي نو د يو شمېر پازوالانو شتون به هر وخت د ليکنو په څارلو، د ورانکارانو په منع کولو، د اعلانونو او چټي ليکنو په ړنگولو کې به گټور وي. خو د پازوالانو په ټاکنه کې بايد له ځيرتوب او دقت څخه کار واخيستل شي. --Khangul (خبرې اترې) 20:17, 22 اپرېل 2015 (UTC)

ولې؟[سمول]

ځکه چې د کارنانو او د ليکنو په ډېرېدلو سره يو کس او يا يو څو محدوده کسان نه شي کولی چې وخت په وخت د ليکنو په څارنو، د ورانکارانو په بنديز لگولو، د اعلانونو او چټي او بې مانا مېنځپانگې په ړنگولو کې اغېزمن کارونه تر سره کړي. نو په همدې خاطر د گڼ شمېر پازوالانو ضرورت او اړتيا شته. --Khangul (خبرې اترې) 20:19, 22 اپرېل 2015 (UTC)

څوک بايد وي؟[سمول]

هر هغه چا کې چې دا لانديني خاصيتونه موجود وي:

  1. انسان وي.
  2. پښتون وي.
  3. له هر ډول مذهبي، سياسي آيډيولوژيکي (ايزمونو) افکارو څخه پاک وي.
  4. د پښتو ژبې وده او پرمختگ يې مرام وي.
  5. په هر ډگر کې د پښتو ژبې او پښتنو په دفاع کې ولاړ وي.
  6. قاطع او پرېکنده نظر ولري.
  7. د رهبرۍ او لارښوونې وړتيا ولري.
  8. د نورو سره همکارۍ او مرستې ته ژمن وي.
  9. د يوې او کره پښتو معياري ژبې د پرمختگ لپاره کار ته تيار وي.
  10. پښتو ژبه يې سمه زده وي او گړدودونه او سيمه پالنې و نه کړي.
  11. د ډېرو رايو د گټلو سره دې وټاکل شي.--Khangul (خبرې اترې) 21:09, 21 اپرېل 2015 (UTC)

نظر[سمول]

که کوم څوک په خټه پښتون نه وی او د ټولو شرایطو لرونکی اوسی او ویکیپېډیا کې هم په هره برخه کې ښه ماهر وی، مثال زه چې ازبک یم، هغه کولای شی چی پازوال شی که نه، مننه؟؟!

ملاتړ او دلايل[سمول]

هو مونږ دهر هغه چا ملاټړ کوو چې پښتو ته په ريښتنې توګه کار وکړی مهمه نه ده چې دکوم قوم او کومې قبيلې ده مهمه داده چې په ريښتنې توګه عمل او کار وکړی مننه زه دهر هغه افغان او پښتون ملاتړ يم چې پښتو ژبې ته خدمت کوی!

مخالفت او دلايل[سمول]

د کوم معيار له مخې بايد وټاکل شي؟[سمول]

د پازوالانو په ټاکلو کې لاندې معيارونه بايد په پام کې ونيول شي.

  1. هر هغه کارن چې له ۲۰۰۰ څخه ډېرې سمونې ترسره کړې وي کولی شي چې ځان پازوالۍ ته ونوموي.
  2. يو پازوال بايد پښتون او په کره پښتو ليکنه بلد وي.
  3. يو پازوال بايد د نورو د ستونزو په حل کولو کې مرستيال وي.
  4. يو پازوال بايد د گړدود له مخې پښتو و نه ليکي او تل بايد هڅه وکړي چې پښتو معياري ژبه وکاروي.
  5. يو پازوال بايد د اوردو ځپلې پښتو توري لکه ے، ڑ، ڈ او ں او همداراز د اوردو ژبې ليکنښې لکه د ټکي (.) پر ځای (-) و نه کاروي.
  6. يو پازوال بايد د کينډيو په جوړولو کې مهارت ولري.
  7. يو پازوال بايد د ويکيپېډيا په بڼه د ليکنو په اړولو کې مهارت ولري. ويکيپېډيا د ليکنو په ليکلو کې يوه بې پرې ژبه کاروي، د خلکو صفتونه، د خلکو بدگڼې نه ليکي. د مذهبونو په ستاينه او بد وييلو کې بې پرېوالی ساتي، د سياست په ډگر کې تر ډېره د حقيقت پر بنسټ ليکنه خپروي، د سمو او منل شوو اخځونو يادول اړين بولي.
  8. يو پازوال بايد د انگرېزي ويکيپېډيا څخه د ساينسي مضامينو د ژباړلې مهارت ولري.
  9. يو پازوال بايد د افغانستان او د سيمې تاريخ د نورو ويکيپېډياگانو د ليدلوري له مخې بيان نه کړي.
  10. يو پازوال بايد نور کارنان دې ته اړ باسي چې بې پرېوالی ا نيوتراليتي په پام کې ونيسي.
  11. يو پازوال بايد د کارنانو تر مېنځ خپلمنځي شخړو کې منځگړتوب او جوړجاړی راولي.
  12. يو پازوال بايد د ورانکارانو په بنديز لگولو کې قاطع وي، خو د هر بنديز له مخې بايد اخطاريه ورکړل شي.
  13. يو پازوال بايد د چټي ليکنو، د اعلانونو، د هغو کسانو چې په يوه کرښه کې ځان راپېژني او خپل ټيليفون شمېرې خپروي، او هر هغه څوک چې د علمي چوکاټ څخه دباندې پورنوگرافي (بربنډ عکسونو، بربنډو خبرو او هر هغه کړنو چې نورو ته ضرر رسوي) خپروي د هغوی په پېژندلو او بنديز لگولو او د مخونو په ړنگولو کې له چا څخه سلا مشوره وا نه خلي.
  14. خو د پازوالانو په ټاکنه کې بايد له ځيرتوب او دقت څخه کار واخيستل شي. پازوالان بايد ټول د يو کارن په بنديز لگولو کې، د يوې ليکنې په ړنگولو کې، د کينډيو په ړنگولو کې او نورو سترو فيصلو کې هم نظره او هم غږي ولري. هر هغه پازوال چې د اکثريتو پازوالانو او نورو قوانينو څخه سرغړونه کوي لومړی بايد له عواقبو خبر شي که بيا يې هم سرغړونه وکړه نو بايد په پازوال هم بنديز ولگېږي. هېڅ يو پازوال بايد د نورو پازوالانو د سلا او مشورې پرته د يو کارن پلوي و نه کړي. --Khangul (خبرې اترې) 20:43, 22 اپرېل 2015 (UTC)

ملاتړ او دلايل[سمول]

مخالفت او دلايل[سمول]

د پازوالۍ لپاره بايد کومې لاسته راوړنې ولري؟[سمول]

  1. هر هغه کارن چې له ۲۰۰۰ څخه ډېرې سمونې ترسره کړې وي کولی شي چې ځان پازوالۍ ته ونوموي.
  2. يو پازوال بايد د کينډيو په جوړولو کې مهارت ولري.
  3. يو پازوال بايد د ويکيپېډيا په بڼه د ليکنو په اړولو کې مهارت ولري.
  4. يو پازوال بايد د انگرېزي ويکيپېډيا څخه د ساينسي مضامينو د ژباړلې مهارت ولري.--Khangul (خبرې اترې) 20:43, 22 اپرېل 2015 (UTC)

کارن[سمول]

د ويکيپېډيا د کارن مسوليت څه بايد وټاکل شي؟[سمول]

  1. هر کارن بايد لاندې مسؤليت په غاړه واخلي:
  2. هر کارن بايد د پښتو ويکيپېډيا پرمختگ ته ژمن وي.
  3. هر کارن بايد د نورو وېبسايټونو څخه د ليکوالو بې اجازې ليکنې کاپي نه کړي.
  4. هر کارن بايد کوشش وکړي چې پخپله يو څه وليکي. که هغه يوه کرښه وي او که پوره ليکنه.
  5. هر کارن بايد په معياري پښتو ليکنې وکړي.
  6. هر کارن بايد د سمې ليکنۍ پښتو ليکلو ته ژمن وي، او که سمه ليکنه نه شي کولی نو د نورو د لارښوونو سره د سمې ليکنۍ پښتو زده کولو ته لېوال وي.
  7. هر کارن بايد تر ډېره حده کوشش وکړي چې علمي او ساينسي ليکنې يوازې د انگرېزي ويکيپېډيا څخه وژباړي.
  8. هر کارن بايد د سالم انتقاد له مخې پر بل کارن نيوکې وکړي.
  9. هر کارن بايد په ليکنو کې د بې پرېتوب او غېرجانبدارۍ اصل په پام کې ونيسي.
  10. هر کارن بايد د اختلافونو په وخت کې د علمي بحثونو په کولو سره خپل مقصد روښانه کړي.
  11. هر کارن بايد بې ثبوته پر بل کارن تور و نه لگوي.
  12. هر کارن بايد د چا د سپکولو، د بې عزته کولو، د ټيټولو عمل تر سره نه کړي.
  13. هر کارن بايد د تېروتنو او غلطيو په وخت کې د بخښنې په غوښتلو او خپلې غلطئ په منلو سره تعقل او سم استدلال ته غاړه کېږدي.
  14. هر کارن بايد د کارنانو سره د سالمې همکارئ او مرستې له لارې د پښتو ويکيپېډيا په پرمختگ او سمون کې ونډه واخلي.
  15. هر کارن بايد خپلو هغو ملگرو ته چې د پښتو ويکيپېډيا په کارونو او مقصد خبر نه وي، هغوی خبر او کار کولو ته يې وهڅوي.
  16. هر کارن بايد د اختلافاتو د حل لپاره د پښتو ويکيپېډيا د ټولنې له چوکاټ څخه دباندې شکايت و نه کړي، دا ځکه چې نور غير پښتانه د پښتنو په خواصو، د پښتو ويکيپېډيا په ارزښتونو، د پښتو ويکيپېډيا په تگلارې او د پښتنو د خبرو اترو په چل ول نه پوهېږي. --Khangul (خبرې اترې) 21:26, 22 اپرېل 2015 (UTC)

ملاتړ او دلايل[سمول]

مخالفت او دلايل[سمول]

د کارن سرغړونې څه دي؟[سمول]

د کارنانو سرغړونې په لاندې توگه دي:

  1. بې ځايه په چا تور لگول.
  2. بې ځايه اختلافونو ته لمن وهل.
  3. د نورو په ليکنو کې نارغنده سمون ترسره کول.
  4. بې ځايه د ماشومانو په شان ضد کول، تعقل او استدلال ته نه غوږ کېدل.
  5. بې ځايه د جنگسالارانو، سياسي گوندونو، ډلو ټپلو او يا هم مذهب استعمالوونکو ټېکه دارانو پلوي کول.
  6. بې ځايه د پاکستان، هند او ايران په جنجالونو کې ښکېل کېدل او بحثونه کول.
  7. بې ځايه د کمونيست او مجاهد تر مېنځ بحث کول.
  8. د نورو کارنانو وخت ضايع کول.
  9. د يوې داسې ليکنې خپرول چې له پخوا څخه خپره شوې وي.
  10. بې ځايه د نا اړونده موضوعگانو وېشنيزې ډېرول.
  11. بې ځايه کينډۍ جوړول، لکه: دا کارن مسلمان دی. دا کارن ۵ وخته لمونځ کوي. دا کارن ۳ وخته ډوډۍ خوري. دا کارن ۱ وار تشناب ته ځي. د دغو ډول کينډيو ضرورت نشته. هر هغه څه چې تاسې يې کوۍ په خپل شخصي ژوند کې د نورو يې څه؟
  12. بې ځايه کينډۍ جوړول لکه؛ د پاکستان ستر ښارونه، د پاکستان لوی ښارونه، د پاکستان غټ ښارونه.
  13. د يوې موضوع اړونده د منع کېدلو او خبرداريو سره سره بيا هم په خپل دريځ ټينگ درېدل
  14. د خپل گړدود لپاره يوازې ليکنې کول.
  15. د ناسمې پښتو مروجول (د گ پر ځای گ کارول)
  16. غلط ته غلط نه وييل او سم ته سم نه وييل.
  17. بې پريتوب نه ساتل. --Khangul (خبرې اترې) 21:38, 22 اپرېل 2015 (UTC)

ملاتړ او دلايل[سمول]

مخالفت او دلايل[سمول]

  • بې له پوښتنې، نورو سره له سلا مشورې پرته یو داسې مخ ړنگول چې د نورو په آند اړتیا ورته لیدل کېږي.
  • هره هغه لیکنه چې د چا په آند بې ځایه ده، د چټک ډېلېټ لپاره ونومول شي، نه دا چې سملاسي په خپله خوښه لیکنه ډېلېټ کړي. په خبرو اترو کې د مسئلې شریکول هم لازمي ده.
  • په لیکنو کې بازاري ژبه کارول، آن د خبرو اترو پاڼه کې هم. کنځل کول، رکیک او سپک الفاظ کارول.
  • د بل چا په لیکنه کې داسې بدلون راوستل چې سرچینه یې معلومه نه وي.

--عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 04:34, 13 اپرېل 2015 (UTC)

په کوم کارن بنديز بايد ولگېږي؟[سمول]

هر هغه څوک چې سرغړونې کوي. خو بايد ورته تر ۳ وارو خبرداری ورکړل شي. --Khangul (خبرې اترې) 21:39, 22 اپرېل 2015 (UTC)

په یوه کارن د بندیز لگولو لپاره دا کافي نه ده چې یو پازوال دې ۳ ځلې اخطار ورکړي. د نورو پازوالو ملاتړ او بډ والې په کې رول لري، او د عادي کارنانو مشوره او تایید هم باید ترلاسه کړای شي.--عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 12:34, 26 اپرېل 2015 (UTC)
عثمان منصور انصاري@ ولې ورته ۳ ځلې اخطار کافي نه دی؟ دليل دې ووايه. دا خو ستا نظر دی خو د نظر د ملاتړ لپاره دې دليل ووايه چې څوک درسره رضايت يا مخالفت څرگند کړي. لکه دمخه چې ووييل شو پازوالان بايد په هر کار کې او هره پرېکړه کې رضايت ولري. دا رضايت د پازوالانو شخصي اړيکو، د خبرو اترو له لارې او د بحثونو له لارې ترلاسه کېږي. بله خبره دا چې عادي کارنان خو دلته له ۱۰۰۰۰ هم ډېر دي خو دوی کله په بحثونو او نورو اهمو مسلو کې فعاليت لري. تاسو چې ادعا کوله چې زه (خانگل) ټول له ويکيپېډيا څخه منع کوم. نو اوس خو د منع کولو وسايل نشته. بله دا چې کميونيټي کومه ده چې د يوې لويې کميونيټي خبره مو کوله ؟ --Khangul (خبرې اترې) 13:28, 26 اپرېل 2015 (UTC)
یوه د مطلق ورانکاري خبره وي، چې کار یې معلوم وي، او بله دا چې یو داسې کارن د کوم پازوال بدې راځي چې د منفي اړخ پر ځای یې مثبت اړخ ۸۰٪ لوړ وي، لکه تاسې چې له عثمان خان سره وکړه. ددې پر ځای چې د هغه د بندیز په اړه مونږ خپله یوې موافقې ته رسېدلی وای، تاسې ما د بیوروکراټۍ پاڼه ډیلیټ کړه، ورپسې مو عثمان خان له بشپړ پروفایل سره ډیلیټ کړ، بیا مو نهايي کې زما اکونټ هم بلاک کړ چې د ویکي په تاریخ کې مو د لومړي ځل لپاره دا ریکارډ جوړ کړ چې یو پازوال دې بل بلاک کړي!؟ نو په راتلونکي کې د داسې کړنو د مخنیوي لپاره باید د یوه فعال کارن (له مطلق ورانکارو کارنانو پرته) له بلاکونې مخکې باید د نورو پازوالانو او هم د کارنانو رایه واخېستل شي.--عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 16:41, 26 اپرېل 2015 (UTC)
د يو پازوال د يو کارن نه څه وخت بد راځي؟ که دا راته څرگنده کړې نو ښه به وي؟ تا ته خو ما خبر درکړ چې عثمان خان له بنديزه مه باسه، او هغه دليل مې هم درته روښانه کړی و. نو په همدې دليل مې بنديز درباندې ولگاوه. --Khangul (خبرې اترې) 15:53, 27 اپرېل 2015 (UTC)

يو کارن څه بايد وکړي؟[سمول]

هر هغه څه چې د کارن د مسؤليت په توگه بيان شوي او منل شوي. د دې تر څنگ بايد په خلکو کې د پښتو ويکيپېډيا د کارولو او هڅولو کوشش وکړي.--Khangul (خبرې اترې) 21:40, 22 اپرېل 2015 (UTC)

د کارن مخ[سمول]

کارن مخ ستاسې شخصي مخ[سمول]

هو کارن مخ د هر چا شخصي مخ دی. په دې کې چې کارن څه غواړي ځای پر ځای کولی شي. خو دلته هم استثناگانې شته او هغه په لاندې ډول دي:

  1. يو کارن بايد په خپل شخصي مخ د توکميز توپير پوسترونه او هر هغه څه چې بل چا ته، بل مذهب ته او انساني ارزښتونو ته په کې سپکاوی شوی وي خپاره نه کړي.
  2. يو کارن بايد په خپل شخصي مخ د نازي هېټلر نښې و نه لگوي.
  3. يو کارن بايد په خپل شخصي مخ د اسلام دين او نورو دينونو د مقدساتو سپکاوی و نه کړي.
  4. يو کارن بايد په خپل شخصي مخ د اسلام او د نورو مذهبونو د پيغمبرانو سپکاوی و نه کړي.
  5. يو کارن بايد په خپل شخصي مخ لوڅ عکسونه، پورنوگرافي، چټي او پوچ شعارونه و نه لگوي. --Khangul (خبرې اترې) 21:45, 22 اپرېل 2015 (UTC)
  6. هېڅ پازوال نه شي کولای د یوه کارن مخ څخه "بې له ملي او اسلامي سپېڅلتیاوو ته د سپکاوي توکو پرته" بل څه ډېلیټ کړي. --عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 16:52, 26 اپرېل 2015 (UTC)
  7. دا مهمه نه ده چې يو کارن په خپل شخصي مخ څه لګوي او څه خپروي، ژبه بايد له سياست، مذهب او کلتور له دايرې بېله وساتل شي، ترڅو په پښتو ژبه کې هر ډول ليکنې موجودې اوسي او هر قام، هر ملت، هر دين، هره ګروهه او هره ډله پکې خپل ځان وګوري او د خپلو کړنو په اړه مالومات او ليکنې خپرې کړي، او خپل نظريات تر نورو ورسوي، ځکه زمونږ موخه د پښتو ژبې غوړول او خپرول دي، نه د دين او سياست تبليغ کول.
  8. هر پازوال بايد د خپلو شخصي ليکنو او نظرياتو په خپرولو کې خپلواک وي، يوازې په هغه وخت کې پرې بنديز ولګيږي چې د هغه ليکنې د پښتو ژبې د خنډ، کمزوري کېدو او د پښتو ليکدود د شړېدو سبب ګرځي.

د کارن مخ د هر انسان خپل ځانگړي مخ دي، چې څوک يي څه رنگه هم غواړي هغه شان يي جوړولي شي--عثمان 00:16, 13 اپرېل 2015 (UTC)

څه په کې بايد خپاره شي؟[سمول]

يو کارن کولی شي چې هر څنگه يې چې خوښه وي، هر رنگ يې چې خوښه وي خپل کارن مخ کې سمون او بدلون راولي. خو د پورته استثناگانو په پام کې لرلو سره. يو کارن د خپل ځان په اړه مالومات د خپل کارن مخ له لارې نورو سره شريکولی شي. يو کارن د خپل کارن مخ له لارې د خپلو فعاليتونو، د اړيکو لارو چارو د نورو باندنيو وېبځايونو تړنې او د خپلو بوختياو او مشغلو په اړه د نورو سره مالومات شريکولی شي. يو کارن د خپل د خوښې مطالب، لکه شعرونه، ټوکه ټکالې، او نور لنډ پزړه پوري او زړه راښکونکي مطالب او انځورونه د خپل کارن مخ له لارې خپرولی شي.--Khangul (خبرې اترې) 21:49, 22 اپرېل 2015 (UTC)

د خبرو اترو مخ[سمول]

د خبرو اترو مخ يا د جگړو او ناندريو مخ؟[سمول]

د خبرو اترو مخ د بحثونو مخ دی. دلته هم تاوده بحثونه او ساړه بحثونه څوک کولی شي خو په عمومي ډول لاندې موضوعگانې پکې څېړل کېږي.

  1. هر کله چې کارن مرسته غواړي
  2. هر کله چې کارن يوه موضوع روښانول غواړي
  3. هر کله چې يو کارن يوه سلا مشوره کوي
  4. هر کله چې کارن يو مخالفت هواروي
  5. هر کله چې يو کارن يو مخالف دريځ نيسي
  6. هر کله چې يو کارن د يو چا څخه شکايت کوي --Khangul (خبرې اترې) 15:56, 27 اپرېل 2015 (UTC)

يو جنجال څنگه حل کړو؟[سمول]

  1. د خبرو اترو له لارې
  2. د سوله ايز دريځ له لارې
  3. د تورونو له لگولو پرته
  4. د حل په لټه کې هر تدبير څخه گټه اخيستل
  5. د درېمگړي کس په ښکېل کولو سره
  6. د اکثرو کارنانو د رايو د مالومولو وروسته --Khangul (خبرې اترې) 15:58, 27 اپرېل 2015 (UTC)

څوک بايد منځگړی وي؟[سمول]

عموماً پازوالان بايد منځگړتوب وکړي، خو بيا هم هر هغه څوک چې غواړي منځگړتوب وکړي بايد بې پرې او ناپېيلی قضاوت وکړای شي.--Khangul (خبرې اترې) 15:59, 27 اپرېل 2015 (UTC)

بې طرفي او ناپېيلتوب څنگه وساتو؟[سمول]

بې طرفي او ناپېيلتوب داسې ساتل کېږي:

  1. د بحث په وخت کې د دواړو اړخونو قضيو ته په پوره پوهاوي غوږ نيول
  2. د بحث په وخت کې د دواړو اړخونو د استدلال او کره دلايلو پر بنسټ مخالف اړخ دې ته اړ باسل چې تعقل ومني.
  3. که کومه موضوع روښانه نه وي د هغې موضوع د روښانولو هڅه کول --Khangul (خبرې اترې) 16:02, 27 اپرېل 2015 (UTC)

پازوالان، بيوروکراټان څنگه په بحث کې شريک کړو؟[سمول]

د پښتو ليکنۍ بڼه[سمول]

پښتو ژبه او ورسره ننگونې؟[سمول]

آيا د گړدود يا لهجې له مخې ليکنې سمې دي؟[سمول]

د سيميه ييزو لهجو او ګړدودونو له مخې د پښتو ژبې ليکل به يو غير منطقي او ناسمه کار وي، ځکه په دې سره به پښتو ژبه په څو او حتی په بې شمېره ګړدودونو بدله شي، او پايله به يې دا وي چې يو منظم، کره او سم ليکدود به د پښتو ژبې لپاره ونه لرو، چې دا کار به د پښتو ژبې د غوړېدو او پرمختګ مخه ډب کړي. د ژبې په ليکلو او ويلو کې به يو ډول بې نظمي رامنځته شي چې له مخې به يې راتلونکی نسل د يو لړ خنډونو سره مخ شي، چې هم به په ليکلو او هم به په ويلو کې دوه زړی وي، ځکه دوی به د ښه او بد، سم او ناسم ترمنځ په ليکنيز او وينيز تګلار کې توپير ونه شي کړای.

پښتو ژبه کوم معيار لري که نه؟[سمول]

که څه هم تر اوسه پښتو ژبې لپاره د ليکلو او ويلو کوم داسې معيار وجود نه لري، چې لر او بر ټول پښتانه پرې اتفاق وکړي او په ليکلو او ويلو کې يې وکاروي، خو بيا هم تر ډېره په دې برخه کې وخت ناوخت هڅې شوي او د يوه کره پښتو ليکلار او ليکدود د رامنځته کولو لپاره بېلابېلې ناستې او غونډې شوي دي، خو يوه يې هم په دې نه ده توانېدلې چې يو ټولمنلی ليکلار او ليکدود رامنځته کړي، نو د دې لپاره چې يو کره، سم او په معيار برابر ليکلار او ليکدود رامنځته شي، نو اړينه ده چې ځينې ټکي په پام کې ونيول شي: ۱ - يو رنګه ابيڅۍ ( الفبا ) کارول نه د اوس په شکل چې په بره پښتونخوا ( افغانستان ) ڼ او په کوزه پښتونخوا کې نړ وليکل شي. ۲ - يو رنګه پښوويز يا ګرامري سمون رامنځته کول: د يو ټولمنلي پښتو ګرامر د رامنځته کولو لپاره لازمه ده چې لاندې ټکي په پام کې ونيسو: ۱- د وويونکو ډېروالی: که چېرته دوه ويووکي يا دوه جملې په دوه بېلابېلو ځايونو کې په بېلابېلو ګړدونو د پښتنو ترمنځ موجودې وي، نو په دې صورت کې دې کوښښ وشي چې هغه ګړدود د ليکدود په بڼه وليکل شي چې ډېر ويوونکي لري، لکه د ځمکې او مزکې ترمنځ يا د شته او سته ترمنځ که څه هم سته پخوانی لرغونتوب لري، خو د ويوونکو د ډېرښت له کبله بايد شته معيار وګڼل شي، ځکه ويوکي دواړه پښتو دي، خو که چېرته د لږکيو ويوونکو ويووکي معيار وګڼو، نو ډېرکيو ته به له دې ويووکو سره ځان بلدلول ګران شي او ډېر وخت به په برکې ونيسي. ۲- توپير او نه التباس: په دې مانا چې هغه ويوکي دې ارزښتمن او معياري وګڼل شي چې له نورو ويوکو سره مشابه نه وي، لکه د شول او سول ترمنځ شول ته ارزښت ورکول ځکه که سول معياري وګڼو د سوځل سره يې ټکر راځي چې د وينا پرمهال به يې خلکو ته توپير کول ګران شي. ۳- باقاعده ګي: په دې مانا چې د ويوکو ترمنځ بايد داسې ځېلونو ته ارزښت ورکړل شي چې استثناءات يې کم وي. ۴- سپما او لنډوالی: کوښښ وشي چې ويوکي او جملې په لنډه توګه وويل شي، ترڅو د ګونګوالي او ابهام مخه ونيول شي کومه خبره چې په يوه جمله کې اداء کېدای شي، دوو ته ونه غځول شي. ۵- اساني او رواني: کوښښ وشي چې په معياري پښتو کې ليکل او ويل په داسې توګه وشي چې لوستونکی او اورېدونکی يې په لوستلو او اورېدلو کې زړه تنګی نه شي او نه هم ورته خبرې ګونګې پاتې شي. ۶- خوږ غږي: کوښښ وشي هغه ويوکي وکارول شي چ اسانه، ساده، ټولپوهه او په غږ کې خواږه وي لکه د نتل او رټل له منځه رټل ټاکل چې خلک پرې په اسانۍ هم پوهيږي او په ويلو او اورېدلو کې هم په خلکو ښه لګيږي. ۷- لرغونوالی: لرغونوالي ته د ويووکو په منځ کې هغه وخت ارزښت ورکول چې د دواړو ويوکو ترمنځ د ويونکو د ډېروالي او لږوالي مسئله نه وي پرته، که چېرته د ويونکو ډېروالي خبره وي، نو بيا هغه ويوکي ته ارزښت ورکول کيږي چې ويونکي يې ډېر وي.

گرامر او د ژبې ساده والی په پام کې ونيسو که نه؟[سمول]

ګرامري او د ژبې ساده واله په پښتو ليکنه کې په پام کې نيول پکار دي، ځکه که چېرته ګرامري او د ژبې ساده والی په پام کې ونه نيسو، نو ژبه به د مغلقيت او افراطيت پرلوري ولاړه شي، په دې مانا چې لوستل او پرې پوهېدل به ستونزمن شي

پښتو سمون تر کومه حده؟[سمول]

پښتو سمون بايد تر هغه بريده وانه وړي، چې پښتانه يې تر لوستلو وروسته په پوهېدلو کې له ستونزو سره مخ شي، په دې مانا ترهغې دې سمون راوستل شي چې خلکو ته يې لوست اسانه، روان، ساده او عام فهمه شي. کوښښ دې وشي داسې ويوکي او داسې جملې وکارول شي چې ټولمنلې وي او ټول پرې په اسانه سره پوه شي او ددې ترڅنګ کره پښتو هم وي.

پښتو سوچه توب تر کومه حده؟[سمول]

پښتو سوچه توب تر دې بريده سم دی چې د پښتو کلتوري او ادبي بډايتوب له منځه يونه سي، په دې مانا چې له پښتو دې د نورو ژبو هغه ويوکي وويستل شي چې په پښتو کې ټولمنلي، ساده، روان او عام فهمه ورته ويوکي ورته موجود اوسي لکه د معنی يا معنا چې عربي لفظ دی پرځای د مانا ويوکی کارول چې د پښتو ژبې د منلو له ويوکي څخه سرچينه اخلي او مانا يې هم داده چې دا راسره ومنه

د پښتو او پښتنو ارزښتونه په پام کې ونيسو که نه؟[سمول]

ژبه دې له کلتوري ځنځيرونو بېله او خپلواکه شي، کوښښ دې وشي چې يوازې او يوازې د پښتو ژبې ارزښتونه په پام کې ونيول شي ځکه که چېرته د پښتنو ارزښتونه هم ورسره په پام کې ونيسو، نو دا کار به د پښتو ژبې د خپرېدو او غوړېدو مخه ونيسي او يوازې د موجوده پښتنو پورې به منحصره شي او هغه خلک چې د ټولنې د دوديزو ارزښتنو نه باغي دي، هغوی به پښتو ژبې ته هم شاه کړي.

د ليکلو معيار[سمول]

آيا د ويکيپېډيا ليکنې او په نورو مقالو کې کوم فرق شته؟[سمول]

څه بايد په پام کې ونيول شي؟[سمول]

په ليکنو کې بې پرېوالی او ناپېيلتوب تر کومه حده؟[سمول]

د ليکنو د ژغورلو معيار[سمول]

کومې ليکنې بايد وژغورل شي؟[سمول]

د ژغورلو څخه دمخه څه بايد په پام کې ونيول شي؟[سمول]

د يو مخ د ژغورلو غوښتنه څنگه وکړو؟[سمول]

د ليکنو د ړنگولو اصول[سمول]

د چا ليکنې بايد ړنگې شي؟[سمول]

هر هغه کارن چې په خپلې يوې ليکنې کې په لاندې سرغړونو لاس پوري کړي بايد ليکل شوې يې ړنگه شي:

  1. د حقيقت څخه ليرې ليکنه
  2. د دروغو، افواگانو، پروپاگند او اعلانونو ليکنې
  3. د بشر د حقونو خلاف ليکنې
  4. د کرکې د غځولو ليکنې
  5. د هر يو دين د سپکاوي ليکنې، چې په هغه کې د يو دين د لارويانو لخوا اعتراض شوی وي
  6. د هر يوې سياسي ايډيولوژي يا بلې فلسفي نظريې په مخالفت ليکنه چې د نفرت او کرکې بوی ترې راځي او د حقيقت او کره اخځونو يادونه پکې نه وي شوې.
  7. د افغانستان د گټو خلاف ليکنه
  8. د اخلاقي چوکاټ څخه وتلې، د کوڅه ډبو د ژبې څخه برخمنه ليکنه او يا هم د پوچو الفاظو جوړه شوې ليکنه.
  9. د هر هغه چا ليکنه چې داسې يې ليکلي وي: (صيف الله د بيت الله زوی د اتم ټولگي زده کوونکی يم. ښه چې يې نو اوسه خو موږ پرې څه وکړو؟) يو کارن کولی شي چې خپل په کارن مخ کې دا ډول ليکنې وکړي.
  10. د هر هغه مخ گرځوني مخ چې ضرورت يې نه احساسېږي. لکه د ښه راغلئ لپاره په ټولو ژبو کينډۍ جوړولو او يا هم ورته د مڼې لپاره د Apple, سېب، سېو، تفاح د جوړول ضرورت څه دی. دا هر يو نوم د wikidata سره د تړنو نښلولو سره يې هر څوک موندلی شي. بې کاره ولې پرې وخت ضايع شي. او بې ضرورته ولې د مخونو شمېر ډېر شي، چې اکثراً لوستونکي تېر باسي.
  11. د هر هغه چا د سپکاوي او بې عزتي په خلاف ليکل شوې ليکنه. مثلا څوک وليکي: (د ملا محمد عمر آخوند مور.... او يا هم څوک وليکي د دوستم په ښځه ...) دا ډول ليکنې چې د اخلاقو خلاف هم دي بايد سمدلاسه ړنگې شي. --Khangul (خبرې اترې) 19:02, 26 اپرېل 2015 (UTC)

د ړنگولو دمخه خبرول ضرور دي که نه؟[سمول]

که يوه ليکنه د ويکيپېډيا له اصولو سره په ټکر کې وي، يا دا چې د پښتو ويکيپېډيا د ليکنو، زينت او ښکلا د نيمګړې کېدو، خرابېدو او خندا وړ کېدو وي، نو په دې حالت تر ړنګولو دمخه د يادې ليکنې کارن خبرول اړين نه دي.

د کينډۍ جوړولو اصول[سمول]

  1. د کينډۍ سرليک بايد په پښتو ژبه وي.
  2. په سر کې يې بايد د کينډۍ مختاړی موجود وي.
  3. تکراري نه وي.
  4. د کينډۍ جوړلو پرمهال يې ټول ويوکي پښتو ته وژباړل شي.
  5. مغلقيت پکې پرېنښودل شي.
  6. د بڼې په سينګار کې يې پوره خواري وکښل شي.
  7. د نورو ژبو له کيڼډيو سره ورته والی ولري.
  8. پکې ټول شامل سرليکونه بايد د نورو ژبو له سرليکونو سره همغږي او هم مانا او کره پښتو وي.
  9. کره توب بايد تر دې حده نه وي چې خلک پرې پوه نه شي.
  10. کوښښ وشي چې په ويکيپېډيا:جرګه يا ويکيپېډيا:بنډارځای کې پرې مشوره وشي.کارن:شاه زمان پټان

څوک بايد کينډۍ جوړې کړي؟[سمول]

  1. هغه کارن چې پښتو ويکيپېډيا او پښتو ژبې سره پوره او بشپړه بلدتيا ولري.
  2. هغه کارن چې کينډۍ جوړولو سره بلدتيا ولري.

هغه کارن چې له نورو ژبو سره بلدتيا ولري، ترڅو د کينډۍ جوړولو پرمهال له نورو ژبو نه ګټه پورته کړي او په پښتو ژبه کې د کينډۍ جوړولو پرمهال پښتو کينډۍ د نورو ژبو د کينډۍ له منځپانګې سره ورته او همغږې وي.

  1. هغه کارن چې لږ تر لږه په پښتو ويکيپېډيا کې له سلو زياتې ليکنې ولري.

سره له دې هم که تاسو د کينډۍ جوړولو سره نابلد ياست، مهرباني وکړئ، مه يې جوړوئ او مه په کينډيو کې سمون کوئ.

آيا کينډۍ تر ليکنو مهمې دي؟[سمول]

کينډۍ او ليکنې سره تړلې خبره ده، خو کينډۍ په دې مهمې دي چې د يوې موضوع اړوند ليکنې ټولې پکې راټولېدلی شي، لوستونکو ته دا اسانتيا ورکوي، چې په اسانۍ سره د خپلې څېړنې او خوښې وړ ليکنې په يو ځای کې سره ومومي او په همدې ډول د ليکنې په سينګار او غني کولو کې هم تر ډېره حده کينډۍ مهم رول لري، نو کينډۍ مهمې دي، بايد په هره ليکنه کې اړوند کينډۍ وټومل شي.کارن:شاه زمان پټان

د کينډۍ ړنگولو اصول[سمول]

  1. هغه کينډۍ دې ړنګې شي چې منځپانګې له نظره کمزورې وي.
  2. هغه کينډۍ دې ړنګې شي چې وحشت خپروي.
  3. هغه کينډۍ دې ړنګې شي چې د ويکيپډيا له اصولو سره په ټکر کې وي.
  4. هغه کينډۍ دې ړنګې شي چې نميګړې او بې مانا وي.
  5. تکراري کينډۍ دې ړنګې يا ولېږدول شي.

څوک بايد کينډۍ ړنگې کړي؟[سمول]

  1. پازوالان
  2. بيوروکراټان
  3. کينډۍ جوړوونکي کارنان

په کومو شرطونو بايد کينډۍ ړنگې شي؟[سمول]

د تانبو جوړولو اصول[سمول]

څوک تانبې جوړولی شي؟[سمول]

کوم ډول تانبو ته اړتيا شته؟[سمول]

د وېشنيزو جوړولو اصول[سمول]

وېشنيزې څنگه جوړېږي؟[سمول]

د وېشنيزو په جوړولو کې څه په پام کې ونيسو؟[سمول]

د وېشنيزو د ړنگولو اصول[سمول]

کومې وېشنيزې بايد ړنگې شي؟[سمول]

د ړنگولو دمخه څوک خبر کړو که نه؟[سمول]

د دوتنو د خپرولو حقونه[سمول]

د خوندي رښتو دوتنې خپرې کړو که نه؟[سمول]

د دوتنو د سرچينو مالومات خپاره کړو که نه؟[سمول]

څوک دوتنې پورته کولی شي؟[سمول]

د دوتنو د ړنگولو اصول[سمول]

څوک دوتنې ړنگولی شي؟[سمول]

د ړنگولو لپاره څوک خبر شي که نه؟[سمول]

  • د داسې یو کارن چې ورانکاری کوی، لکه لیکنې ړنگوي، د بلې ژبې (فارسي، عربي، انگریزي، فرانسوي، هندي او داسې نورو) متن په پښتو ویکي کې ور اچوي. نو ددې کار بې له کومې مشورې سملاسي بندول په کار دي.
  • که یو کارن یواځې دا خوښوي چې د نورو په لیکنو کې عربي، فارسي او اردو اصطلاحات چاڼ او پښتو په کې ولیکي، نو دداسې کس څارل په کار دي چې دا عمل د څه لپاره ترسره کوي!؟ که په درې ایډېټونو کې یې اصلاحات د لیکنې متن لوستلو کې گډوډې نه راوسته، خیر دی.

که د نامانوسه تش په نامه پښتو اصطلاحاتو!؟ ورگډولو هڅه کې یې لیکنې گډوډولې، نو دداسې کس اخطار ورکول په کار دي، که له خپل عمله لاس نه اخلي، نو د لنډمهال لپاره بلاکول، خو باید د بلاک کولو پر وخت یې دا عوامل په خبرې اترې پاڼه کې ولیکل شي چې نور هم پرې خبر شي، ترڅو هغوي هم پرې پام وساتي او که یې اړتیا لیدله نو تلواله بندیز پرې ولگوي. --عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 04:26, 13 اپرېل 2015 (UTC)

د بندېز لگولو اصول[سمول]

څوک بندېز لگولي او لري کولي شي؟[سمول]

  • هر پازوال بندېز لگولي شي خو د بندېز لگولو نه مخکې دا ضروري ده چې د بل پازوال سره صلا مشوره وکړي۔ کچري بل پازوال د بندېز مخالفت وکړو نو بندېز دې نه لگول کيږي۔--عثمان 00:16, 13 اپرېل 2015 (UTC)