ويکيپېډيا:افلاين ټاکنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ويکيپېډيا افلاين ټاکنه
پښتو ويکيپېډيا

ويکيپېډيا افلاين ټاکنه، د پښتو ويکيپېډيا د ليکنو ټولګه ده چې د کيفيت او اهميت ارزښت ارزونې له پلوه د ۱۹٬۰۱۵ ليکنو نه غوره شوي.

د ويکيپېډيا په اړه

ويکيپېډيا يو انټرنېټي پوهنغونډ دی چې له ۲۸۰ په ډېرو ژبو د ازادې منځپانګې ليکنې خپروي، چې د رضاکاره وګړو له لوري ليکل کيږي، او هر څوک چې انټرنېټ ته لاسرسی ولري، کولی شي د هغې ليکنې سمې کړي، يا نوې ليکنې پکې وکړي. د ويکيپېډيا موخه د د نړۍ په ټولو ژونديو ژبو د يوې نړيوالې وړيا منځپانګه لرونکي پوهنغونډ رامنځته کول دي. د دې پوهنغونډ په پرلپسې برياليتوبو سره د ويکيمېډيا بنسټ دې ته ورته نورې پروژې لکه ويکيسيند، ويکيکتاب، ويکيوينا، ويکيخبر، ويکيپوهنتون، ويکيسفر، ويکيډاټا او ويکي انواع هم رامنځته کړې.