وحيد قاسمي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وحيد قاسمي

وحيد قاسمي په انگرېزي ژبه (Wahid Qasimi) يو نوموتی سندرغاړی او د شمالي ټلوالې جنگيالي احمد شاه مسعود د نژدې ملگرو څخه يو ملگری يې دی. دی د فبروري په ۲۶مه نېټه کال ۱۳۳۹م لمریز چې د ۱۹۶۰م زېږدي سره سمون خوري د افغانستان پلازمېنه کابل کې د زوړ ښار په يوې سیمې چې خراباد نومېږي زېږېدلی . دی له نیکونو راپه دېخوا د سندرغاړي مخینه لري او په ختيځې سندارا کې يې ټوله کورنۍ مشهوره وه .

مخینه

وحید قاسمي د خرآباد د سیمې مسلکي محلي (کوڅه يي) سندرغاړو د کورنیو څخه يوې مشهورې کورنۍ قاسمي پورې تړاؤ لري . د ښاغلي وحید قاسمي پلرنی نیکه استاد محمد قاسم (1901م.زېږدي) يو د ختيځې سندارا نوموتی محلي سندرغاړی و چې وروسته په افغانستان کې د همدې هنر له کبله قاسمي کورنۍ مشهوره شوه او ده ته د ختيځې سندارا پوهه په هند کې پیاراخان په نوم مشهوره پخواني هندي سندرغاړي ورکړې وه . همدارنگه پلار يې يوسف قاسمي په افغانستان کې يو غزلبول و او ورپسې يې تره يعقوب قاسمي ډېر مشهوره غزلبول و چې په افغانستان کې يې خپل د پلار مسلک پر مخه کړي و. وحید قاسمي هم خپل د پلار مسلک ته په اماتور توگه دوام ورکړی او وروسته لدې چې د غزلبولې کورنۍ غړی و نو یې ډېرو مشهورو افغان هنرمندانو څخه د لوېديځې سندارا اساسات زده کړل چې دغو هنرمندانو کې يو ببرک وسا او سلیم سرمست شامل دي .

زده کړې

ښاغلي وحید قاسمي خپلې لومړنۍ زده کړې د سردار جانخان څخه پیل کړې بيا يې دوهمې پیلنۍ زده کړې تر دولسمه د نادريه په لېسې کې بشپړې کړي ، لومړی لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د پاړسي ادبياتو له پوهنځي څخه د لسانس تر کچې رسولي .

دندې

دندې يې د افغانستان راډيو ټلویزيون کې په ۱۹۷۰م زېږدي کالونو کې د اماتور گیتارست او کیبورډ آلې غږوونکي په توگه پیل شوي او وروسته يې سندرو ته پیل هم کړی. اوسمهال په افغانستان کې د طلوع په نوم شخصي ټلویزيون څخه د تفریحي خپرونو جوړوونکی او سمونگر دی .

سياسي فعالیت

ښاغلي قاسمي له پخوا څخه د جنگسالار احمد شاه مسعود ملگری و خو تر ۲۰۰۱م زېږدي کاله په هنري چارو د يو غزلبول او سندرغاړي په توگه بوخت و . وروسته له هغه کله چې د شمالي ټلوالې د مشهورې ډلې نظار شورا جنگسالار احمدشاه مسعود د دوه خبريالانو په بڼه عربي اورپکو لخوا په ۹م د سپتمبر ۲۰۰۱ کې ووژل شو نو ده سياسي فعالیت د احمد شاه مسعود په پلوۍ خپل په سندرو کې پیل کړ او يوه ډېره مشهوره سانده يې هغه ته ورډالۍ کړه چې شعر او غږيزه يې ښايي پخپله ښاغلي قاسمي جوړ کړی وي .

ستاینیزې

سرچینې

  1. د وحید قاسمي شخصي وېبپاڼه Archived 2017-01-03 at the Wayback Machine.