هونره ګابریل ریکوټي، کنټ ډي میرابو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
هونره ګابریل ریکوټي، کنټ ډي میرابو
(فرانسیسی: Honoré Gabriel Riqueti, comte de Mirabeau)
(فرانسیسی: Honoré-Gabriel Riqueti de Mirabeau د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هونره ګابریل ریکوټي، کنټ ډي میرابو

د شخص معلومات
پيدايښت ۹ مارچ ۱۷۴۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 2 اپرېل 1791 (42 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس[۱۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل تسپود  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده خبريال
سياستوال
ډیپلوماټ
ليکوال[۱۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي[۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
هونره ګابریل ریکوټي، کنټ ډي میرابو

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هونره ګابریل ریکوټي، کنټ ډي میرابو (د ۱۷۴۹ کال د مارچ ۹مه – د ۱۷۹۱ کال د اپرېل ۲یمه) د فرانسې د انقلاب د لومړیو مرحلو رهبر و. په ۱۷۸۹ کال کې د انقلاب تر پیل وړاندې په ډېرو داسې رسواییو کې ښکېل و چې له امله یې شهرت زیانمن شو. په ۱۷۸۹-۱۷۹۱ کلونو کې د فرانسې د سیاسي درجه بندۍ مخکښ شو او د خلکو پر غږ مشهور شو. دی یو بریالی ویناوال و. د انقلابیانو په منځ کې د اعتدال دریځ مشر و چې د لویې بریتانیا په ماډل کې د اساسي قانون د پاچاهۍ په برخه کې جوړ شوی و. تر مړینې وروسته لوی ملي اتل وبلل شو، که څه هم چې د اعتدال دریځ ملاتړ له منځه تللی و. تاریخ پوهان په دې اړه د نظر ژور اختلاف لري چې ایا دی یو لوی مشر و چې نږدې ټول ملت یې له ترور څخه ژغورلی و، که یا هم داسې کس و چې سیاسي یا اخلاقي ارزښتونه یې نه لرل، خلک یې تېر ایستل او د دښمن په پیسو رسېدلی یو خاین و.[۱۳]

د کورنۍ تاریخ[سمول]

د ریکوټي کورنۍ په ایټالیا کې له ممکنه لرې اصل سره په «مارسیل» کې د سوداګرو د تجارت له لارې شتمنه شوه. په ۱۵۷۰ کال کې «جین ریکټي» د میرابو ماڼۍ او ملکیت چې د پرووانسل د سیمې د باراس په لویې کورنۍ پورې اړوند و، وپېره. په ۱۶۸۵ کال کې ریکوټي ته د «مارکیوس ډي ماربیو» لقب ورکړل شو.

زوی یې «جین انټوین» د «هانري ګبرېل ریکوټي» نیکه د څلورم لویس د واکمنۍ په ټولو وروستیو مبارزاتو کې په سرلوړۍ سره خدمت وکړ. د ۱۷۰۵ کال د کاسانو په جګړه کې یې غاړه سخته ټپي شوه. دا چې سست او بې تدبیره و، هېڅ وخت له خپلې رتبې پورته نه شو. تر تقاعد وروسته یې له «فرانسوا ډو کاستیلان» سره واده وکړ او درې زامن یې ترې پیدا شول: وېکټور، جین انټوان او لویي السکاندر. ریکوټي د وېکټور زوی و.

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

ریکوټي په «لي بیګنون» کې «نیمورس» سیمې ته نږدې وزیږېد، د اقتصادپوه «وېکټور ریکوټي» او د هغه د مېرمنې «ماري جینیویو ډي واسن» تر ټولو لوی ژوندی پاتې زوی و. ریکوټي د دوی پنځم بچی او دویم زوی و. په درې کلنۍ کې یې جلد د چیچک شدیدې ناروغۍ ونیو. په پنځه کلنۍ کې یې د پلار له‌خوا په پاریس کې «ابي چوکارټ» پوځي ښوونځي ته په بدل نامه شامل کړ چې سخت قوانین يې لرل او د شپې او ورځې و. په دې ښوونځي کې یې «جوزف لویس لاګرانج» د ریاضیاتو ښوونکی و، دلته د ښاغلي الیوټ د ژوند یوه په زړه پورې کیسه موجوده ده، ځکه چې له میرابو سره یې دلته لیده کاته وشول. په اتلس کلنۍ کې چې موخه یې پوځ و، د پاریس په سنټیس کې د بیري کاوالریا پوځي ښوونځي ته داخل شو. په ۱۷۶۷ کال کې د ښوونځي له پرېښودو سره د سپرو ځواکونو په کنډک کې قومندان شو چې نیکه یې کلونه مخکې دلته قومنداني کړې وه.[۱۴][۱۵]

د فرانسې انقلاب[سمول]

۱۷۸۹[سمول]

کله چې ښاغلي الیوټ د مقننه جرګې عمومي غونډې ته د رابللو په اړه د پاچا پرېکړه واورېده، پروونس ته لاړ او د خپلې سیمې (د دویم ایالت د محلي استازو) په مقدماتي کنفرانس کې یې د مرستې وړاندیز وکړ، خو رد شو. د دې پر ځای یې د درېیم ایالت لپاره غوښتنه وکړه او په اېکس او مارسيلیس کې د مقننه جرګې لپاره وټاکل شو. د پخواني ښار لپاره یې د څوکۍ منل غوره کړل او د ۱۷۸۹ کال د مې میاشتې په ۴مه نېټه یې د مقننې په عمومي جرګه کې ګډون وکړ. له دغه وخت راهیسې میرابیو د اساسي قانون د ملي شورا په بحثونو کې خورا مهم رول ولوباوه.

د مقننې په عمومي مجلس یا جرګه کې د ډېرو ناپېژاندو سیاستوالو په منځ کې میرابیو یو مهم کس و. دی د فرانسې د خلکو لپاره په پراخه کچه پېژندل شوی شخصیت و او نه یوازې خلکو ډېر باور پرې درلود، بلکې دوی ترې وېرېدل هم. د کار لپاره د ښاغلي میرابیو لوی ظرفیت او پراخه پوهه په اسانۍ سره لیدل کېده، خو له ښځو سره يې خصوصي رسوایۍ، د زندان دوره او ډېر پورونه له پامه نه شو غورځولی. په هر مهم کړکېچ کې د ده غږ اورېدل کېده، که څه هم سپارښتنې یې تل تعقیب نه شوې. ده منطقي هوش، جذبه او لېوالتیا لرله. له پیله پر دې پوهېده چې دولت باید موجود وي تر څو خلکو ته اجازه ورکړي چې خپل ورځني کارونه په ارامۍ کې اجرا کړي او د بریالیتوب لپاره باید یو دولت پیاوړی وي. په ورته وخت کې په بشپړ ډول پوهېده چې د یوه حکومت د پیاوړي کېدو لپاره باید هغه حکومت د خلکو له اکثریت غوښتنو سره همغږی وي. ده د بریتانیا حکومتي سیستم لوستی و او هیله یې لرله چې په فرانسه کې ورته اصولي سیتسم چې په ورته وخت کې متمایز هم وي، رامنځته شي. د مقننې د عمومي مجلس په لومړیو پړاوونو کې میرابیو ډېر زر د یوه رهبر په توګه وپېژندل شو، ځکه تل یې خپل ذهن پېژانده او په بېړنیو حالاتو کې یې چټک عمل کاوه. دی د دولت د عمومي ریاست له غړیتوب څخه بهر د ملي شورا د بریالي یوځای کولو سره منسوب شوی دی. د ۱۷۸۹ کال د جون میاشتې په ۲۳مه نېټه د ملي شورا د شاهي غونډې په جریان کې میرابیو د پاچا استازي ته چې د دې شورا د لغوه کولو حکم یې راوړی و، ځواب ورکړ: "هغه چا ته ووایه چې تاسو یې را لېږلي یئ چې موږ د خلکو په اراده دلته یو او یوازې د برچې په زور به ځو."[۱۶][۱۷][۱۸]

مړینه[سمول]

د میرابو روغتیا په ځوانۍ کې او په سیاست کې د هغه د ډېر کار له امله زیانمنه شوې وه او په ۱۷۹۱ کال کې په پیریکارډایټس [د زړه یو ډول ناروغي ده] ناروغۍ اخته شو. د ملګري او ډاکتر «پیر جین کابانیس» له‌خوا دوامداره روغتیايي پاملرنه ورته وشوه، خو سره له دې هم د ۱۷۹۱ کال د اپرېل میاشتې په دویمه نېټه په پاریس کې د مړینې تر مهال پورې د ملي شورا د رئیس په توګه د دندې د اجرا کولو لپاره ژوندی پاتې شو. ان د ژوند پای ته رسېدو سره نږدې یې په ډېر فصاحت سره د مناظرې لارښوونه وکړه چې د هغه شهرت یې لا پسې زیات کړ. د پاریس خلکو د انقلاب د پلرونو په ډله کې یاد کړی دی. په ۱۷۹۲ کال کې د شپاړسم لوئیس د محاکمې په جریان کې له شاهي محکمې سره د میرابیو معامله روښانه شوه او کله چې دا معلومه شوه چې په پټه توګه یې د پاچاهۍ او انقلابیانو تر منځ د منځګړي په توګه کار کاوه او پیسې یې اخیستې وې، نو په لویه کچه د خلکو له‌خوا بدنام شو. د یوویشتمې پېړۍ تاریخ لیکونکو د ویانا په ارشیف کې پټ اسناد کشف کړل چې په هغو کې د اسټریا (اتریش) سفیر له پاچا او ملکې سره غونډې تنظیم کړې وې. فلوریمونډ کلاډ، کومټ ډي مرسي ارجنټو، د ملکې سیاسي مشاور او مشاوره یې د اتریش له اړتیاوو سره سمه جوړه کړې وه، نه د فرانسې. [۱۹][۲۰][۲۱]

د میرابیو د تدفین مراسم لوی وو او دا د هغه لپاره وو چې په پاریس کې پینتیون د لویو فرانسویانو لپاره د ښخولو د ځای په توګه جوړ شو. په هغه ځای کې چې دی مړ شو (ریو ډي لا چاوسي ډي انټین) د ریو میرابیو په نامه شو. په ۱۷۹۲ کال کې له پاچا سره د ده پټې معاملې افشا شوې او په ۱۷۹۴ کال کې یې پاتې شوني له پینتیون څخه لرې یوړل شول او له جین پال ماراټ سره بدل شو. وروسته یې د جسد پاتې شوني د کلامارټ په هدیره کې په نامعلوم ډول خاور ته وسپارل شول. په ۱۸۸۹ کال کې له شویو څېړنو سره سره بیا هم پیدا نه شول. [۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11916253n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ subject named as: Honoré, Gabriel Riquetti De Mirabeau — Sycomore ID: https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/11765 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: French National Assembly
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6n3025t — subject named as: Honoré Gabriel Riqueti, comte de Mirabeau — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Honore-Gabriel-Riqueti-comte-de-Mirabeau — subject named as: Honore-Gabriel Riqueti, comte de Mirabeau — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/85827 — subject named as: Mirabeau — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/mirabeau-honore-gabriel — subject named as: Honoré Gabriel Mirabeau — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0055831.xml — subject named as: Honoré Gabriel Riqueti — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=deriquetidemirabeaug — subject named as: Honoré Mirabeau
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=http://roglo.eu/roglo?&id=p=gabriel+honore;n=de+riquetti+de+mirabeau — subject named as: Gabriel-Honoré de Riquetti de Mirabeau
  10. subject named as: Honoré Gabriel Riquetti de Mirabeau — BIU Santé person ID: https://www.biusante.parisdescartes.fr/histoire/biographies/index.php?cle=1201
  11. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Мирабо Оноре Габриель Рикети — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  12. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  13. Epstein (1970) pp 576–77
  14. Fling, Fred (1903). "The Youth of Mirabeau". The American Historical Review (American Historical Association) 8 (4): 658, 660–661, 664, 667–670, 672, 678. doi:10.2307/1834345. https://books.google.com/books?id=xu0EZMSJItkC&q=%22de+covet%22. 
  15. Beraud, Henri. Twelve Portraits of the French Revolution. (Books For Libraries Press Inc, 1968):5.
  16. Beraud, Henri Twelve Portraits of the Revolution (New York: Books for Libraries Press, Inc): 14.
  17. Arnoux, Robert (6 October 2008). "Count Mirabeau, the revolutionary nobleman". Iter newsline 52. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. von Guttner, Darius (2015). The French Revolution. Nelson Cengage. د کتاب پاڼي 102–104. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Hampson, Norman. Prelude to Terror. (New York: Basil Blackwell, 1988)42.
  20. Andress, David (2005). The Terror. New York: Farrar, Straus, and Giroux. د کتاب پاڼي 24, 140 & 398. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Price (2006)
  22. Doyle, William (2002). The Oxford History of the French Revolution. Oxford, UK: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 283. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-925298-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)