منځپانگې ته ورتلل

هوجينتاو

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هوجن
تاو
هوکنتاو
هوجينتاو
هوجينتاو

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۴۲
ان هوي ولایت چین
تابعیت چین
نسل هان چینايان [۱]  ويکيډاټا کې (P172) ځانګړنې بدلې کړئ
مذهب کنفیوسیس
ګوند د چین کمونیست ګوند (۱ اپريل ۱۹۶۴–)[۱]  ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک ولسمشر
کاروونکې ژبه(ي) چينايي ژبه [۲]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
هوجينتاو
هوجينتاو

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ
د چين د خلکو جمهوري هېواد ولسمشر

هو جين تاؤ (په چینایی ژبه: 胡锦涛) د چين د خلکو جمهوريت ولسمشر وو.

دی د چين مشهور ټبر هان څخه دی. او د ١٩٤٢م کال په ډسمبر کې د ان هوی ولايت په جی شي کې زيږيدلی دی.

کاري ژوند

لاسته راوړني

مخينه

هوجين تاؤ د ١٩٦٤ زکال په اپريل کې يې د کمونسټ گوند غړيتوب تر لاسه کړی، او بيا يې د ١٩٦٥ز کال په جولايي کې په کار پيل وکړ. دی د چينگ هوا پوهنتون د اوبو لگولو پروژی څانگې د سيندونو دپاسه د بريښنا توليدولو په چارو کې تخصص لري .

زده کړې

له ١٩٦٤ کال څخه بيا تر ١٩٦٥ کال پوری يې د چينگ هوا پوهنتون د اوبو لگولو پروژی په څانگه کې لوړې زده کړې کړې او د سياسي لارښوونکي دنده يې پر غاړه درلوده.

دندې

هو جين تاؤ اوس د چين د کمونسټ گوند د مرکزی کميټی د عمومی منشی، د چين د ولسی جمهوريت د دولت رئيس، د کمونست گوند د مرکزی پوځی کميسيون مشر او د چين د ولسی جمهوريت د مرکزی پوځی کميټی د مشر دندې پر غاړه لري.

  1. له ١٩٦٥ کال څخه تر ١٩٦٨ کال پوری يې د چينگ هوا پوهنتون د اوبو لگولو پروژی په څانگه کې د علمی څيړنی کار تر سره کړی او د سياسي لارښوونکي دنده يې هم پر غاړه درلوده. (د کلتوری لوی انقلاب د پيل په وخت کې دغه دنده پای ته ورسيده)
  2. ښاغلي هو له ١٩٦٨ کال څخه تر ١٩٦٩ کال پوری د اوبو له لاری د بريښنا توليدولو وزارت د ليو جيا تنگی پروژه کې د کورونو جوړولو په برخه کې کارونه تر سره کړي دي.
  3. له ١٩٦٩ کال بيا څخه تر ١٩٧٤ کال پوری يې د اوبو له لاری د بريښنا توليدولو وزارت د څلورمې ادارې په ٨١٣ فرعی څانگه کې په جلا جلا توگه د فنی کارکوونکي، سکرتر او د ارگان د گوندی عمومی څانگې د منشی مرستيال دندې پر غاړه درلودې.
  4. له ١٩٧٤ کال څخه تر ١٩٧٥ کال پوری يې د گان سو ولايت د أبادی کميټې د سکرتر دنده تر سره کړې ده.
  5. له ١٩٧٥ کال څخه بيا تر ١٩٨٠کال پوری د گان سو ولايت د أبادی کميټی د ډيزاينا او ادارې د مدير مرستيال و.
  6. هو جين تاو له ١٩٨٠ کال څخه بيا تر ١٩٨٢ کال پوری د گان سو ولايت د أبادی کميټی د مرستيالۍ دنده تر سره کړې او هم يې د دغه ولايت د کمونستی ځوانانو ټولنې په اړه د منشی دنده پر غاړه درلوده.
  7. له ١٩٨٢ کال څخه تر ١٩٨٤ کال پوری يې د کمونستی ځوانانو ټولنې د مرکزی سکرتريت منشی او د ځوانانو د ملی ټولنې د مشر دنده تر سره کړې ده.
  8. له ١٩٨٤ کال څخه بيا تر ١٩٨٥ کال پوری د کمونستی ځوانانو ټولنې د مرکزی سکرتريت لومړی منشی و.
  9. له ١٩٨٥ کال څخه تر ١٩٨٨ کال پوری يې د گوی جو ولايت د گوندی کميټی منشی او د دغه ولايت د پوځی سيمی د گوندی کميټی د لومړی منشی کارونه تر سره کړي دي.
  10. هو جين تاو له ١٩٨٨ کال څخه تر ١٩٩٢ کال پوری د تبت د خپلواکی سيمی د گوندی کميټی د منشی او د تبت د پوځی سيمی د گوندی کميټی د لومړی منشی دندې پر غاړه درلودې.
  11. له ١٩٩٢ کال څخه تر ١٩٩٣ کال پوری يې د گوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايمی غړي او د مرکزی سکرتريت د منشی کارونه تر سره کړي دي.
  12. له ١٩٩٣ کال څخه بيا تر ١٩٩٨ کال پوری يې د گوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايمی غړيتوب، د مرکزی سکرتريت د منشی او د مرکزی گوندی ښوونځي د مشرتابه دندې پر غاړه درلودې.
  13. ښاغلي هو بيا له ١٩٩٨ کال څخه تر ١٩٩٩ کال پوری د گوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايمی غړي، د مرکزی سکرتريت منشی، د چين د ولسی جمهوريت د دولت رئيس مرستيال او د مرکزی گوندی ښوونځي د مشر دندې تر سره کړې ده.
  14. بيا له ١٩٩٩ کال څخه تر ٢٠٠٢ کال پوری يې د گوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايمی غړي، د مرکزی سکرتريت د منشی، د مرکزی پوځی کميسيون د مشر مرستيال، د چين د ولسی جمهوريت د دولت رئيس مرستيال، د چين د مرکزی پوځی کميټی د مشر مرستيال او د مرکزی گوندی ښوونځي د مشر کارونه تر سره کړي دي.
  15. له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٣ کال پوری يې د گوند د مرکزی کميټی د عمومی منشی، د مرکزی پوځی کميسيون د مشر مرستيال، د چين د ولسی جمهوريت د دولت رئيس مرستيال، د چين د مرکزی پوځی کميټی د مشر مرستيال دندې پر غاړه درلودې او دغه راز د ٢٠٠٢ کال تر دسمبر پوری يې د مرکزی گوندی ښوونځي د مشر کار تر سره کړی دی.
  16. هو جين تاو له ٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠٠٤ کال پوری د گوند د مرکزی کميټی د عمومی منشی، د چين د ولسی جمهوريت د دولت رئيس، د مرکزی پوځی کميټی د مشر مرستيال او د چين د مرکزی پوځی کميټی د مشر مرستيال دندې پر غاړه اخيستې دي.
  17. له ٢٠٠٤ څخه تر ٢٠٠٥ کال پوری د گوند د مرکزی کميټی د عمومی منشی، د چين د ولسی جمهوريت د دولت رئيس، د مرکزی پوځی کميسيون د مشر او د چين د مرکزی پوځی کميټی د مشر د مرستيال دندې پر غاړه درلودې.
  18. له ٢٠٠٥ کال څخه بيا تر اوسه پوری د مرکزی کميټی د عمومی منشی، د چين د ولسی جمهوريت د دولت رئيس، د مرکزی پوځی کميسيون د مشر او د چين د مرکزی پوځی کميټی د مشر کارونه تر سره کوي.

د ژوندمخينه

په کمونسټي گوند کې ېې بېلابېلې دندې

هو جين تاو د گوند د دوولسمې دورې مرکزی کميټی د نومأند غړي، د ديارلسمی، څوارلسمی، پنځلسمی، شپاړسمی او اوولسمی دورې مرکزی کميټی د غړي، د څوارلسمی او پنځلسمی دورې مرکزی کميټی د سياسی بيورو غړي، دايمی غړي، د مرکزی سکرتريت منشی، د شپاړسمی او اوولسمی دورې د مرکزی کميټی د سياسی بيورو غړي او دايمی غړي او د مرکزی کميټی عمومی منشی پاتې شوی. دی د پنځلسمی مرکزی کميټی په څلورمه غونډه کې د مرکزی پوځی کميسيون د مشر د مرستيال په توگه وټاکل شو. د نولسم ملی ولسی کانگرس په لومړۍ غونډه کې د چين د ولسی جمهوريت د دولت رئيس د مرستيال په توگه وټاکل شو او دغه راز د نولسم ملی ولسی کانگرس د دايمی کميټی په دوولسمه غونډه کې د مرکزی پوځی کميسيون د مشر د مرستيال په توگه وټاکل شو. بيا د لسم ملی ولسی کانگرس په لومړۍ غونډه کې د دولت رئيس په توگه وټاکل شو. نوموړي د شپاړسمی مرکزی کميټی په څلورمه غونډه کې د مرکزی پوځی کميټی د مشر دنده پر غاړه درلوده. د لسم ملی کانگرس په درېيمه غونډه کې د چين د مرکزی پوځی کميسيون د مشر په توگه وټاکل شو. ښاغلي هو د گوند د اوولسمی دورې مرکزی کميټی په لومړی غونډه کې د مرکزی پوځی کميسيون د مشر دنده او د شپږم سياسی مشورتی کنفرانس د دايمی غړي دنده پر غاړه درلوده.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ 胡锦涛同志简历 — خونديځ اصل په ۴ مارچ ۲۰۱۶ — خپروونکی: Renmin Ribao — خپرولونېټه: ۱ نومبر ۲۰۱۲
  2. د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb15608008k — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte