Jump to content

هان چینايان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هان چينايان يا هان وګړي د چين اصلي اوسېدونکي د ختيځې اسيا يوه توکميزه ډله ده. دوی د نړۍ تر ټولو ستره توکمزه ډله ده، چې د نړۍ د ټول نفوس شا اوخوا 18٪ برخه جوړوي. هان چينايان په بېلا بېلو فرعي ډلو وېشل شوي دي، چې په جلاجلا چينايي ژبو خبرې کوي.

هان چینايان د چين (د چين د مرکزي سيمو، هانګ کانګ او مکاو په ګډون) اغلبه توکميزه ډله ده، چې شمېر يې 1.4 ميليارده وګړو ته رسېږي، په داسې حال کې چې دوی د ټول نفوس 92٪ برخه جوړوي، ځکه چې دوی په دې هېواد کې تر ټولو ستر ه توکميزه ډله ده، د چينايي نفوس اکثريت او د چينايي تمدن په جوړولو او وده کې تر ټولو زیات اغېزناک دي. په تايوان کې، دوی د نفوس شا اوخوا 97٪ وګړي دي. د چيناي هان د زوزات وګړي همدا راز د سينګاپور د ټول نفوس 75٪ برخه تشکيلوي. د هان ټکی يوازې يوې توکميزې ډلې ته اشاره نه کوي، بلکې د يو ځانګړي کلتوري او تاریخي شاليد لرونکو ځانګړو خلکو سره اړيکه لرونکو د پېژندګلو لور ته هم اشاره کوي، چا چې د چينايي تمدن د جوړولو او پرمختګ برخه کې هم مهمه ونډه درلودلې ده.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د هان وګړو اصل په شمالي چېن کې دی، د دوی د نيکونو اصل تر «واشا» پورې رسېږي، کوم چې د کرنيزو قبايلو يو کنفدراسيون (اتحاد) دی، چې د ژړ سيند په څنډو کې اوسېدلي دي. دوی په شمالي چين کې د ژړ سيند د منځنۍ او وروستۍ برخې په شا اوخوا په مرکزي بيدياوو کې مېشت شوي دي. د دې قبايلو دا کنفدراسيون د اوسنيو هان چينايي وګړو نيکونه، او تر څنګ يې د چينايي تمدن سرلاري وو. د جنګېدونکو ايالتونو د پړاو په اوږدو کې، د «ژو» پړاو چينايان راڅرګند شول چې خپل ځانونه د «واشا» (چې تحت اللفظي معنا يې ده، ښکلی عظمت) په توګه تشريح کوي، له دې سره په نښتو او نږدې سيمو کې چې د «ژو» پاچاييو سره پولې لري، او د دوی په شا اوخوا کې له هان چينايانو پرته نور وګړي ميشت و، د هغوی په خلاف چې د بربري (نامهذب/بدوي) په توګه بلل کېږي، هان چينايانو يو متمدن کلتور درلود. د غير هان چينايي توکمه خلکو په ګډون، په ډېرو بهرميشتو چينايي ټولنو کې، د «هوا» وګړي (华人; 華人) يا «هوازو» (华族; 華族) ټکی د هان توکميزو چينايانو لپاره کارېږي، په داسې حال کې چې دوی له «چونګو رين» (中国人; 中國人) سره توپير لري، په کومو ټکو کې د چین تابعيت لرونکې معنا او ضماير پټ دي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په شمالي چین کې د «واشا» قبيلې، په تېرو دوه زريزو کې په پرله پسې ډول د پوځي فتوحاتو او نېواک له لارې سويلی چين ته خپرې شوې. «واشا» کلتور د ژړ سمندر په حوزه کې د خپل اصلي مرکز څخه د سويل په لور خپور شو، چې بېلا بېل غېر هان نسلي ډلې يي په ځان کې جذب کړې، کومې چې د پېړيو په تېرېدو سره د چينايي تاریخ په بېلا بېلو سيمو کې چينايي کړای شوې.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د «هان وګړي» ټکی په لومړي ځل په شمالي او سويلي واکمنو کورنيو کې راڅرګند شو، چې د هان واکمنې کورنۍ څخه يې اغېز اخيستی و، کومه واکمنه کورنۍ چې د چين په تاريخ کې لومړی زرين پړاو بلل کېږي. د يوې متحدې او اړوندې سترواکۍ په توګه، د هان چين د هغه مهال د ختيځې اسيا د جيوپولتيکي اغېز د مرکز په توګه سر راپورته کړ، چې په خپل ختيځ اسيايي ګاونډيو يې ډېره لاسبري درلوده، او د وګړو د شمېر، جغرافيايي او کلتوري رسيدګۍ له پلوه له رومي سترواکۍ سره د پرتلې وړ وه. د هان واکمنې کورنۍ برم او شهرت د لرغوني «واشا» په ډېرو خلکو اغېز وکړ، تر دې چې هغوی هم خپل ځانونه د هان خلکو په توګه معرفي کړل. تر نن ورځې، هان چينايانو خپل توکميز نوم له دې واکمنې کورنۍ څخه اخيستی دی، او چينايي رسم الخط ته هان ټکي ويل کېږي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

نومونه

[سمول]

د هان نوم دې ته د ورته واکمنې کورنۍ له نوم اخيستل شوی دی، کومه چې د لنډ مهالې «شينګ» واکمنې کورنۍ ځای ناستې وه، او د ختيځې اسیا په ډېره برخه د خپل واک او اغېز له امله دا واکمنه کورنۍ له تاريخي پلوه د شاهي چينايي پړاو لومړی زرين عصر بلل کېږي. د بين النسلي او د نوي نړيوال اغېز څخه مخکې د دې واکمنې کورنۍ د اهميت په پايله کې، چينايانو د «هان خلکو» (汉人; 漢人) په توګه د خپلو ځانونو په معرفي کولو پيل وکړ، دا هغه نوم دی چې تر اوسه دوی ته ويل کېږي. په ورته توګه، له هغه وخته چينايي ژبې (汉语; 漢語) ته هم د هان ژبې نوم ورکړل شو. د اکسفرډ په قاموسونو کې، هان په دې ډول تعريف شوي دي چې، "په چین کې اغلبه توکميزه ډله". د اسيا او اقيانوسيه د خلکو په دايرة المعارف کې، هان په چين، همدا راز په تايوان او سینګاپور کې اغلب نفوس بلل شوی دی. د ميريم-ويبسټر قاموس تر مخې، هان "چينايي وګړي دي، په ځانګړي ډول په دې نفوس کې د غير چينايي (لکه مغول) عناصرو څخه توپير ورکول کېږي".[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

د هان واکمنې کورنۍ بنسټګر سترواک، «ليو بينګ» د «شين» واکمنې کورنۍ له سقوط وروسته د «هانزهونګ» د سيمې پاچا وټاکل شو، دا هغه لقب و چې د «چو-هان» د شخړې پر مهال «د هان پاچا» (汉王; 漢王) په ټکو کې رالنډ کړای شو. له بلې خوا د «هانزونګ» نوم، د هان له سيند څخه اخيستل شوی دی، کوم چې د دې سيمې د بيدياوو څخه بهېږي.[۴۷]

د هان واکمنې کورنۍ څخه مخکې، لرغونو چينايي پوهانو، په سم ډول د چين د تشریح کولو لپاره په خپلو متنونو کې د «واشا» (华夏; 華夏) اصطلاح کارولې وه، په داسې حال کې چې چينايي وګړي يا خو د "مختلف هوا" (诸华; 諸華) په توګه تشريح کېدل، يا د «مختلف ژويا» (诸夏; 諸夏) په توګه. دې يوه اصطلاح منځ ته راوړه، کومه چې اوسمهال بهر ميشتو چينايانو له خوا د چينايي اوسېدونکو لپاره د توکميزې پېژندګلو په توګه استعمالېږي – «هوارين» (توکميز چینايي خلک)، «هواکايو» (چينايي کډوال يعنې بهر ميشتي چينايان)، او همدا راز د چين تحت اللفظي نوم – چونګهوا (مرکزي چين). چونګهوا تر ډېره بريده د چينايي خلکو کلتور ته اشاره کوي، که څه هم دا د «چونګهوا مينزو» سره مساوي هم بلل کېږي. ځينې بهر مېشتې چينايي ټولنې د «چونګورين» (中国人; 中國人) پر ځای د «هوارين» او «هواکايو» ټکي استعمالوي، کوم چې د دوی لپاره، د دولت په اړه د دوی د سياسي اندونو له امله، د چین د خلکو جمهوریت د استوګنو معنا لري.[۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

سرچينې

[سمول]
  1. 中華民國國情簡介 [ROC Vital Information]. Executive Yuan (په Chinese (Taiwan)). 2016. Archived from the original on 18 February 2017. نه اخيستل شوی 23 August 2016. Script error: The function "Lang" does not exist.
  2. Executive Yuan (2014). The Republic of China Yearbook 2014 (PDF). Government Information Office. p. 36. ISBN 978-986-04-2302-0. Archived (PDF) from the original on 20 August 2017. نه اخيستل شوی 11 June 2016.
  3. "Home" (PDF). Archived from the original (PDF) on 16 February 2016. نه اخيستل شوی 14 February 2016.
  4. Ebrey, Patricia Buckley (2023), "Rethinking Han Chinese Identity", China Review, 23 (2): 58–59, doi:10.1093/jdh/epw042
  5. Karl Hack; Kevin Blackburn (2012). War Memory and the Making of Modern Malaysia and Singapore. NUS Press. p. 96. ISBN 978-9971-69-599-6. Archived from the original on 8 March 2021. نه اخيستل شوی 12 October 2018.
  6. Liu, Xingwu (2004). "Han". In Ember, Carol R.; Ember, Melvin (eds.). Encyclopedia of Medical Anthropology. Springer US. pp. 703–17. doi:10.1007/0-387-29905-X_73. ISBN 978-0-306-47754-6. The name "Han" was derived from the Han River, an upper tributary of the Yangtze River. It was further strengthened by the famous Han Empire (206 BC–220 AD) which lasted for several hundred years when the people began active interactions with the outside world.
  7. Cioffi-Revilla, Claudio; Lai, David (1995). "War and Politics in Ancient China, 2700 B.C. to 722 B.C.: Measurement and Comparative Analysis". The Journal of Conflict Resolution. 39 (3): 467–494. doi:10.1177/0022002795039003004. ISSN 0022-0027. JSTOR 174577. S2CID 156043981. Archived from the original on 19 May 2022. نه اخيستل شوی 23 August 2023.
  8. Minahan, James B. (2015). Ethnic Groups of North, East, and Central Asia: An Encyclopedia. ABC-CLIO. pp. 89–90. ISBN 978-1-61069-017-1.
  9. Schliesinger, Joachim (2016). Origin of Man in Southeast Asia 2: Early Dominant Peoples of the Mainland Region. Booksmango. pp. 13–14.
  10. Liu, Hong (2017). Chinese Business: Landscapes and Strategies. Routledge. p. 34. ISBN 978-1-138-91825-2.
  11. Wilkinson, Endymion Porter (2015). Chinese History: A New Manual. Harvard University Asia Center. p. 709. ISBN 978-0-674-08846-7.
  12. Yuan, Haiwang (2006). The Magic Lotus Lantern and Other Tales from the Han Chinesen. Libraries Unlimited. p. 6. ISBN 978-1-59158-294-6.
  13. Schliesinger, Joachim (2016). Origin of Man in Southeast Asia 2: Early Dominant Peoples of the Mainland Region. Booksmango. pp. 13–14.
  14. Duara, Prasenjit (2003). Sovereignty and authenticity : Manchukuo and the East Asian modern. Lanham. p. 7. ISBN 0-7425-2577-5. OCLC 50755038.
  15. Gyanendra Pandey; Peter Geschiere (2003). The Forging of Nationhood. Manohar. p. 102. ISBN 978-81-7304-425-0. Archived from the original on 14 December 2021. نه اخيستل شوی 5 October 2020.
  16. Erica Fox Brindley (2015). Ancient China and the Yue: Perceptions and Identities on the Southern Frontier, c. 400 BCE–50 CE. Cambridge University Press. pp. 9–10. ISBN 978-1-316-35228-1. Archived from the original on 14 April 2016. نه اخيستل شوی 8 January 2016.
  17. Chang, Hui-Ching; Holt, Richard (20 November 2014). Language, Politics and Identity in Taiwan: Naming China. Routledge. pp. 162–64. ISBN 978-1-135-04635-4. Archived from the original on 9 March 2021. نه اخيستل شوی 12 October 2018.
  18. Sheng Lijun (2002). China and Taiwan: Cross-strait Relations Under Chen Shui-bian. Institute of Southeast Asian Studies. p. 53. ISBN 978-981-230-110-9. Archived from the original on 8 March 2021. نه اخيستل شوی 12 October 2018.
  19. Karl Hack; Kevin Blackburn (2012). War Memory and the Making of Modern Malaysia and Singapore. NUS Press. p. 96. ISBN 978-9971-69-599-6. Archived from the original on 8 March 2021. نه اخيستل شوی 12 October 2018.
  20. Holcombe, Charles (2017). A History of East Asia: From the Origins of Civilization to the Twenty-First Century (2nd ed.). Cambridge University Press. p. 49. ISBN 978-1-10754489-5.
  21. Perkins, Dorothy (1998). Encyclopedia of China: History and Culture. Checkmark Books. p. 202. ISBN 978-0-8160-2693-7.
  22. Wilkinson, Endymion Porter (2015). Chinese History: A New Manual. Harvard University Asia Center. p. 709. ISBN 978-0-674-08846-7.
  23. Schliesinger, Joachim (2016). Origin of Man in Southeast Asia 2: Early Dominant Peoples of the Mainland Region. Booksmango. p. 14.
  24. Schliesinger, Joachim (2016). Origin of Man in Southeast Asia 2: Early Dominant Peoples of the Mainland Region. Booksmango. pp. 10–17.
  25. Dingming, Wu (2014). A Panoramic View of Chinese Culture. Simon & Schuster.
  26. Minahan, James B. (2015). Ethnic Groups of North, East, and Central Asia: An Encyclopedia. ABC-CLIO. p. 91. ISBN 978-1-61069-017-1.
  27. Dingming, Wu (2014). A Panoramic View of Chinese Culture. Simon & Schuster.
  28. Wilkinson, Endymion Porter (2015). Chinese History: A New Manual. Harvard University Asia Center. p. 709. ISBN 978-0-674-08846-7.
  29. Perkins, Dorothy (1998). Encyclopedia of China: History and Culture. Checkmark Books. p. 202. ISBN 978-0-8160-2693-7.
  30. Tanner, Harold Miles (2010). China: A History: From the Great Qing Empire through the People's Republic of China, 1644–2009. Hackett Pub Co. p. 83. ISBN 978-1-60384-204-4.
  31. Ueda, Reed (2017). America's Changing Neighborhoods: An Exploration of Diversity through Places. Greenwood. p. 403. ISBN 978-1-4408-2864-5.
  32. Eno, R. The Han Dynasty (206 B.C. – A.D. 220) (PDF). Indiana University Press. p. 1. Archived from the original (PDF) on 11 July 2019. نه اخيستل شوی 22 January 2018.
  33. Li, Xiaobing (2012). China at War: An Encyclopedia: An Encyclopedia. Pentagon Press (خپور شوی 30 June 2012). p. 155. ISBN 978-81-8274-611-4.
  34. Minahan, James B. (2015). Ethnic Groups of North, East, and Central Asia: An Encyclopedia. ABC-CLIO. p. 92. ISBN 978-1-61069-017-1.
  35. Cohen, Warren I. (2000). East Asia At The Center: Four Thousand Years of Engagement With The World. Columbia University Press. p. 59.
  36. Minahan, James B. (2015). Ethnic Groups of North, East, and Central Asia: An Encyclopedia. ABC-CLIO. p. 92. ISBN 978-1-61069-017-1.
  37. Walker, Hugh Dyson (2012). East Asia: A New History. AuthorHouse. p. 119.
  38. Kang, David C. (2012). East Asia Before the West: Five Centuries of Trade and Tribute. Columbia University Press. pp. 33–34. ISBN 978-0-231-15319-5.
  39. Eno, R. The Han Dynasty (206 B.C. – A.D. 220) (PDF). Indiana University Press. p. 1. Archived from the original (PDF) on 11 July 2019. نه اخيستل شوی 22 January 2018.
  40. Schaefer, Richard T. (2008). Encyclopedia of Race, Ethnicity, and Society. Sage Publications. p. 279. ISBN 978-1-4522-6586-5. Archived from the original on 29 June 2016. نه اخيستل شوی 23 August 2016. Although the term han has its roots in the Han dynasty (206 BC–220 AD), which began around the Yellow River and then spread out, the concept really became nationalized early in this century.
  41. Tanner, Harold Miles (2010). China: A History: From the Great Qing Empire through the People's Republic of China, 1644–2009. Hackett Pub Co. p. 83. ISBN 978-1-60384-204-4.
  42. Ueda, Reed (2017). America's Changing Neighborhoods: An Exploration of Diversity through Places. Greenwood. p. 403. ISBN 978-1-4408-2864-5.
  43. Hsu, Cho-yun; Lagerwey, John (2012). Y.S. Cheng, Joseph (ed.). China: A Religious State. Columbia University Press. p. 126.
  44. "Definition of Han by Oxford". Oxforddictionaries.com. Archived from the original on 30 June 2016. نه اخيستل شوی 12 December 2017.
  45. "Definition of Han by Merriam-Webster". Merriam-webster.com. Archived from the original on 13 December 2017. نه اخيستل شوی 12 December 2017.
  46. West, Barbara A. (2010). Encyclopedia of the Peoples of Asia and Oceania. Infobase Publishing. ISBN 978-1-4381-1913-7.
  47. Liu, Xingwu (2004). "Han". In Ember, Carol R.; Ember, Melvin (eds.). Encyclopedia of Medical Anthropology. Springer US. pp. 703–17. doi:10.1007/0-387-29905-X_73. ISBN 978-0-306-47754-6. The name "Han" was derived from the Han River, an upper tributary of the Yangtze River. It was further strengthened by the famous Han Empire (206 BC–220 AD) which lasted for several hundred years when the people began active interactions with the outside world.
  48. Sheng Lijun (2002). China and Taiwan: Cross-strait Relations Under Chen Shui-bian. Institute of Southeast Asian Studies. p. 53. ISBN 978-981-230-110-9. Archived from the original on 8 March 2021. نه اخيستل شوی 12 October 2018.
  49. Chang, Hui-Ching; Holt, Richard (20 November 2014). Language, Politics and Identity in Taiwan: Naming China. Routledge. pp. 162–64. ISBN 978-1-135-04635-4. Archived from the original on 9 March 2021. نه اخيستل شوی 12 October 2018.
  50. Liu, Xingwu (2004). "Han". In Ember, Carol R.; Ember, Melvin (eds.). Encyclopedia of Medical Anthropology. Springer US. pp. 703–17. doi:10.1007/0-387-29905-X_73. ISBN 978-0-306-47754-6. The name "Han" was derived from the Han River, an upper tributary of the Yangtze River. It was further strengthened by the famous Han Empire (206 BC–220 AD) which lasted for several hundred years when the people began active interactions with the outside world.
  51. Karl Hack; Kevin Blackburn (2012). War Memory and the Making of Modern Malaysia and Singapore. NUS Press. p. 96. ISBN 978-9971-69-599-6. Archived from the original on 8 March 2021. نه اخيستل شوی 12 October 2018.
  52. Leung, Genevieve Y.; Wu, Min-Hsuan (2012). "Linguistic landscape and heritage language literacy education". Written Language & Literacy. 15 (1): 114–140. doi:10.1075/wll.15.1.06leu.