هنیبل هملین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هنیبل هملین
(انګلیسي: Hannibal Hamlin د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هنیبل هملین
هنیبل هملین

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ اگسټ ۱۸۰۹[۱][۲][۳][۴]
مړینه 4 جولای 1891 (82 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند
جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 4   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
ډیپلوماټ
پوځي افسر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
هنیبل هملین
هنیبل هملین

هنیبل هملین (د ۱۸۰۹ کال د اګست له ۲۷ څخه – د ۱۸۹۱ کال د جولای تر ۴) د مېن ایالت څخه یو امریکایی څارنوال او سیاستوال و. نوموړي په خپل ۵۰ کلن اوږد عامه خدمت کې، د متحده ایالاتو د پنځلسم مرستیال ولسمشر په توګه هم دنده ترسره کړه او لومړی جمهوري غوښتونکی و چې دا چوکۍ یې ترلاسه کړه او له ۱۸۶۱ څخه تر ۱۸۶۵ ز کال پورې یې دنده ترسره کړه. نوموړي د مېن ایالت له ډېرو اغیزمنو سیاستوالو څخه ګڼل کېږي.

نوموړی چې د مېن ایالت دپاریس د سیمې ( چې تر ۱۸۲۰ ز کال پورې د ماساچوسټس برخه وه)، اصلي اوسیدونکی و، د ورځپاڼې له مدیریت وړاندې یې د خپل پلار د کروندې چارې پر مخ وړې. هغه قانون ولوست، په ۱۸۳۳ ز کال کې مدافع وکیل شو او د مېن ایالت په هامپډن کې یې کار پیل کړ. هغه چې په اصل کې یو دیموکرات و، خپل سیاسي کار یې په ۱۸۳۵ ز کال کې د مېن ایالت د استازو جرګې ته په ټاکلو او د مېن ایالت د والي د پوځي مسوول کس په ټاکل کېدو سره پیل کړ. نوموړي د اربکیو د افسر په توګه د ۱۸۳۹ ز کال په خبرو اترو کې ګډون وکړ چې د ارستوک د جګړې په پای ته رسېدو کې یې مرسته وکړه. هملین دوه ځله د متحده ایالاتو د استازو مجلس ته لاره و موندله، چې په دې ځای کې هغه له ۱۸۴۳ ز کال څخه تر ۱۸۴۷ ز کال پورې دنده پر مخ یوړه. په ۱۸۴۸ ز کال کې ایالتي مجلس نوموړی د متحده ایالاتو سنا مجلس ته وټاکه، چې په دې ځای کې هغه د ۱۸۵۷ ز کال تر جنوري پورې دنده ترسره کړه. د ۱۸۵۷ ز کال په پیل کې نوموړي د شپږو اونیو لپاره د مېن ایالت د والي په توګه دنده پر مخ یوړه، چې وروسته له هغې سنا ته راستون شو. هملین د غلامۍ یو کارنده مخالف و او د وېلموت پروېسو څخه یې ملاتړ وکړ او د ۱۸۵۰ ز کال د هوکړې مخالفت یې وکړ. نوموړي په ۱۸۸۴ ز کال کې د کنساس - نبراسکا د قانون له تصویب سره سخت مخالفت وکړ. د هملین د غلامۍ ضد دوامداره دریځ د دې لامل شو چې نوموړي په ۱۸۵۶ کال کې د نوي را منځ ته شوي جمهوري غوښتونکي ګوند په موخه دیموکرات ګوند پرېږدي.

هملین د ۱۸۶۰ ز کال په ټاکنو کې د مرستیال ولسمشر د چوکۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو نوماند و. د ابراهام لینکن سره، چې د الینوس څخه و، د جوړې په توګه غوره شو ترڅو په خپل ټاکنیز ټکټ کې جغرافیایي انډول را منځ ته کړي، ځکه چې د پخواني دیموکرات په توګه نوموړي کولای شو چې د غلامۍ ضد نورو هغو ډیموکراټانو د قناعت لپاره کار وکړي چې راتلونکی یې له جمهوري غوښتونکي ګوند سره تړلی دی. د لنکن – هملین ټیکټ بریالی شو او هملین د ۱۸۶۱ کال څخه تر ۱۸۶۵ کال پورې د مرستیال ولسمشر په توګه خدمت وکړ، چې د امریکا د کورنۍ جګړې د وروستۍ میاشت پرته یې د جګړې ټوله دوره تر خدمت لاندې راغله. نوموړي د جمهوري غوښتونکو د لومړي مرستیال و لسمشر په توګه په ​​​​داسې دور کې دنده پر مخ یوړه چې دا چوکۍ د اجرائیوي قوې په پرتله د مقننه قوې یوه برخه ګڼل کېده. نوموړی له ​​شخصي اړخه لنکن ته نږدې نه و او د هغه په ​​اداره کې یې پراخه ونډه نه درلوده. خو بیا هم، هملین د سنا مجلس د رئیس په توګه د لیکن د ادارې د مقننه پروګرام ملاتړ وکړ، او د جګړې په اوږدو کې د مېن ایالت په اربکیو کې د خدمت په ګډون، د اتحادیې لپاره یې د خپل ملاتړ ښودلو د نورو لارو په لټه کې و.  

د ۱۸۶۴ ز کال په ټاکنو کې د انډریو جانسن د هملین پر ځای د مرستیال ولسمشر چوکۍ ته نوماند شو، چې د سویلي دیموکراتانو له خوا د سویلي اتحادیې لپاره د نوموړي د هلوځلو پر بنسټ غوره شوی و. هملین د مرستیال ولسمشر له چوکۍ وروسته د بوسټن د بندر د عوایدو د راټلوونکي په توګه دنده ترسره کړه. دا یو غوره پوست و چې نوموړی د جانسن له خوا ټاکل شوی و چې د لینکن له قتل وروسته د ولسمشرۍ چوکۍ ځایناستی شو. هملین وروسته د متحده ایالاتو د پخوانیو همتړونو ایالتونو د بیارغونې په اړه د جانسن سره د هغه د اختلاف له امله د عواید د را ټولوونکي له دندې څخه استعفا ورکړه.

هملین په ۱۸۶۹ ز کال کې بیا د متحده ایالاتو سنا ته لاره و موندله او دوه دورې یې خدمت وکړ. نوموړی په ۱۸۸۱ ز کال کې د سنا له پرېښودو وروسته، په ۱۸۸۲ ز کال کې مېن ایالت ته له راستنېدو مخکې په اسپانیا کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړه. هملین د تقاعد د ژوند په اوږدو کې د مېن ایالت په بنګور کې اوسېده، چې په همدې ځای کې په ۱۸۹۱ ز کال کې مړ شو. هغه د بنګور په ماونټ هوپ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

هملین په پاریس کې (چې اوس د مېن ایالت برخه او پخوا د ماساچوسټس یوه برخه وه) د سایرس هملین او د هغه د مېرمن انا (چې د زیږون نوم یې لیورمور) په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نوموړی په شپږم نسب کې د انګلیسي استعمارګر جیمز هملین اولاده و چې په ۱۶۳۹ ز کال کې د ماساچوسټس خلیج د مستعمرې په یوه برخه، بارنسټبل کې مېشت شوی و. نوموړی د نیو هیمپشایر د سناتور دویم سیمویل لیورمور لمسی و. [۵][۶]

د پخوانیو دودونو پر بنسټ، د هملین ژوند په ماشومتوب کې د مولي اوکټ په نوم د یوې بومي امریکایی ډاکترې میرمنې له خوا وژغورل شو. هملین سخت ناروغه و او اوکټ (Ockett) لارښوونه وکړه چې نوموړي ته د غوا تودې شیدې ورکړل شي چې وروسته روغ شو.[۷]

هملین د ولسوالۍ په ښوونځیو او د هیبرون اکاډمۍ کې ګډون وکړ او وروسته یې د خپل پلار د کروندې چارې پر مخ یوړې. نوموړی له ۱۸۲۷ ز کال څخه تر ۱۸۳۰ ز کال پورې د هورشیو کېنګ سره په شراکت کې د اکسفورډ جیفرسونین ورځپاڼه خپره کړه.[۸]

هغه د سمویل فیسنډن په حقوقي شرکت کې حقوق ولوستل، په ۱۸۳۳ ز کال کې مدافع وکیل شو او د مېن ایالت په هامپډن کې یې کار پیل کړ، چې په دې ځای کې هغه تر ۱۸۴۸ ز کال پورې ژوند وکړ. [۹][۱۰]

شخصي ژوند[سمول]

هملین د پاریس هیل له اوسېدونکې سارا جین ایمري سره په ۱۸۳۳ ز کال کې واده وکړ، چې پلار یې، سټیفن ایمري، د  ۱۸۳۹ز کال څخه تر ۱۸۴۰ ز کال پورې د مېن ایالت لوی څارنوال و. هملین او سارا ټول څلور ماشومان درلودل: جورج، چارلس، سایرس او سارا.[۱۱][۱۲]

میرمن یې په ۱۸۵۵ ز کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې. یو کال وروسته هملین د سارا له ناسکه خور، ایلن ویستا ایمري سره واده وکړ. دوی دوه ماشومان درلودل: هنیبل اي او فرانک. ایلن هملین په ۱۹۲۵ ز کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې.  [۱۳]

د سیاسي ژوند پیل[سمول]

د هملین سیاسي ژوند په ۱۸۳۵ ز کال کې هغه وخت پیل شو، چې هغه د استازو مجلس ته یې لاره و موندله. نوموړی د چې والي جان فیرفیلډ له خوا په اربکیو کې جګړن وټاکل شو، د ۱۸۳۹ ز کال د اروستوک په بې وینې جګړه کې د اربکیو سره دنده ترسره کړه. هغه د فیرفیلډ او د نیو برونزوک بریدمن والي جان هاروي ترمنځ خبرو اترو لاره هواره کړه، چې د تاو تریخوالي په کمښت کې یې مرسته وکړه او د ویبسټر – اشبرتون د هوکړې لامل شوه او جګړه یې پای ته ورسوه.  [۱۴]

په ۱۸۴۰ ز کال کې هملین د متحده ایالاتو د استازو مجلس ته په سیالي کې پاتې راغی او په ۱۸۴۱ ز کال کې یې ایالتي دفتر پرېښود. وروسته نوموړی د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې د دوو دورو لپاره وټاکل شو، چې د ۱۸۴۳ ز کال څخه تر ۱۸۴۷ ز کال پورې یې دنده  پر مخ یوړه. هغه د ایالتي مقننه برخې له خوا په ۱۸۴۸ ز کال کې په سنا کې د خالي چوکۍ د ډکولو لپاره وټاکل شو او او په ۱۸۵۱ ز کال کې د بشپړې مودې لپاره و ټاکل شو. نوموړی چې د خپل سیاسي کار په پیل کې یو دیموکرات و، په ۱۸۵۲ ز کال کې د فرانکلین پیرس د نوماندۍ ملاتړ و کړ.  

هملین په کانګرس کې د هغه د خدمت له پیل راهیسې، د غلامۍ د پراختیا نامتو مخالف و. نوموړی د ویلوټ پرویسو یو څرګند ملاتړی و او د ۱۸۵۰ ز کال د جوړجاړي مخالف و.  هملین په ۱۸۵۴ ز کال کې د کنزاس - نبراسکا د قانون د تصویب پر وړاندې، چې د میسوري تړون یې لغوه کړ، کلک ودرېد. کله چې دیموکرات ګوند د ۱۸۵۶ ز کال په دیموکرات ملي کنوانسیون کې دا لغوه تایید کړه، نوموړی د ۱۸۵۶ ز کال د جون په ۱۲ له ډیموکراتیک ګوند څخه ووت او د نوي را منځ ته شوي جمهوري غوښتونکي ګوند سره یوځای شو، چې د ملي احساس لامل شو.

نوموړی د جمهوري غوښتونکو له خوا د مېن ایالت د والي د چوکۍ لپاره نوماند شو. هغه په لوی اکثریت سره ټاکنې وګټلې او د ۱۸۵۷ ز کال د جنورۍ په اتمه نېټه یې کار پیل کړ. خو د ۱۸۵۷ ز کال د فبروري په وروستیو کې یې د ولایت له چوکۍ څخه استعفا ورکړه. نوموړی بېرته د متحده ایالاتو سنا ته راستون شو چې د ۱۸۵۷ ز کال څخه د ۱۸۶۱ ز کال تر جنوري پورې یې خدمت وکړ.

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Hannibal-Hamlin — subject named as: Hannibal Hamlin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6k07b2s — subject named as: Hannibal Hamlin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2206 — subject named as: Hannibal Hamlin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=hamlinh — subject named as: Hannibal Hamlin
  5. Andrews, H. Franklin (1902). The Hamlin family; a genealogy of James Hamlin of Barnstable, Massachusetts, eldest son of James Hamlin, the immigrant, who came from London, England, and settled in Barnstable, 1639. 1639-1902. Exira, Ia.: The author. د کتاب پاڼې 5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hamlin, Charles Eugene (1899). The Life and Times of Hannibal Hamlin by his Grandson Charles Eugene Hamlin. Cambridge, Massachusetts: Riverside Press. د کتاب پاڼي 2, 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0722291283. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Hannibal Hamlin · Museums of the Bethel Historical Society - Online Collections & Catalog". bethelhistorical.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Waterman, Charles E. (August 1, 1891). "The Birthplace of Hannibal Hamlin". The New England Magazine (Boston, MA) 4 (6): 731. https://books.google.com/books?id=BrUVAAAAYAAJ&pg=PA731. 
  9. Hamlin, Charles Eugene (1899). The Life and Times of Hannibal Hamlin. Cambridge, Massachusetts: Riverside Press. د کتاب پاڼې 41. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0722291283. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Hamlin, Hannibal – Biographical Information". US Congress. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Hamlin Family Papers, 1802–1975". University of Maine Digital Commons. 2015. د لاسرسي‌نېټه January 28, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Barrett, Joseph Hartwell (1860). Life of Abraham Lincoln (of Illinois). Moore, Wilstach, Keys & Co.: Cincinnati, OH. د کتاب پاڼې 196. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Fogler Library: Finding Guide to the Hamlin Family Papers". Library.umaine.edu. د اصلي آرشيف څخه پر فبروري 5, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه اکتوبر 1, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Who Was Vice President During Lincoln's Administration?". WorldAtlas (په انګلیسي ژبه کي). May 22, 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)