هنسېکا موټواني

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هنسېکا موټواني
(انګلیسي: Hansika Motwani د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هنسېکا موټواني
هنسېکا موټواني

د شخص معلومات
پيدايښت ۲ اګسټ ۱۹۹۱(1991-08-02) ‏(عمر: ۳۲ کاله)
ممبيي، هندوستان
تابعیت  هندوستان
مذهب بوديزم
پلار پرديپ موټواني
مور مونا موټواني
عملي ژوند
کار/مسلک لوبګره،ماډل
مورنۍ ژبه هندي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) تاميل
تېلوګو
هندي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د فعالیت وخت ۲۰۰۱–۲۰۰۵, ۲۰۰۷–تراوسه
جايزې
فلمفير جايزه سوېل  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هنسېکا موټواني (هندي: हंसीका मोटवानी)، چې په ۹ اگېسټ، ۱۹۹۱، په ممبيي، انډيا کې زيږېدلې، يوه هندي فلمي او پخوانۍ ماشومه لوبگره ده.

وگړيز ژوند

په ممبيي، هندوستان کې زيږيدلې دا لوبگره اوس د ای پړاونو په ۱۲ ټولگي کې په پوډر نړېوال ښوونځي کې زدکړې کوي. هنسېکا په انگريزي، هندي او ماتې ټولو ژبې خبرې کولی شي. د هغې پلار ښاغلی پرديپ موټواني او مور يې ښاغلې مونا موټواني ده. پلار يې سوداگرۍ کې بوخت دی او مور يې يوه نوموتې ډرمېټالوجېسټه ده.

فلمي پرمختگ

هنسېکا خپل د فلمونو پېل د پوري جگناد د ټېلوگو ژبې فلم، دېسامودورو، نه وکړو، چې په دې فلم کې يې د الو ارجون سره لوبگري کړې ده. دا فلم د جرمونو د يو رېپورټر په اړه دی چې د يوې سنياسۍ، چې هنسېکا يې رول لوبولی، سره يې مينه پېدا کيږي. هنسېکا يو هندي فلم هم لري، چې هي: ده ونلي ون نوميږي. په دې فلم کې به هنسېکا د خپلې کورنۍ د بدلې اخستلو لپاره د يوې وژونکې رول لوبوي.

هنسېکا په باليووډ کې د يوې ارې لوبگرې په توگه خپل پېل هېمېش رېشميا سره د اپ کا سرور: ده ريل لو سټوري نه وکړو. په دې فلم کې هنسېکا د هېمېش رېشميا د ميني، ريا، رول لوبولی دی. دا فلم په ۲۹ جون، ۲۰۰۷ کې خوشې شوی او په هندوستان کې د يو بريالي فلم په توگه څرگند شو. دې فلم د يوې نوې راتلونکې لوبگرې په توگه د هغې لياره هواره کړه.

د کناډا ژبې په فلمونو کې هغې خپل پېل د پونيت راجکومار سره په بنداس فلم کې وکړو. دا فلم په ۱۵ فبروري، ۲۰۰۸ خوشې شو.

هنسېکا په کانټرې فلم کې د ج.ر. ن ټ ر سره جوړه راغلې او دا فلم د ۲۰۰۸ په می مياشت کې خوشې شوی. دا يو منځنی بريالی فلم وو. دا هم وېل کيږي، چې هنسېکا خپل راتلونکي فلم پولي کې د پوون کلين سره لوبگري کوي. اوس اوس هنسېکا د فلمفير غوره پېلوونکې لوبگرې لپاره هم نومول شوی وه. د هنسېکا راتلونکی فلم مني هی تو هني هی دی. په دې فلم کې، هنسېکا د گوېندا سره لوبگري کوي.

فلموگرافي

د ماشومې لوبگرې په توگه سريليونه

  • هم دو هی نا --- د کرينا او کويل په توگه
  • کيونکې ساس بهي کبهي بهو تهي --- د ساوري په توگه
  • شکه لکه بوم بوم --- د کرونا په توگه
  • لډو را پوټي --- د پوټي په توگه
  • دېس می نېکلا هوگا چاند --- د ټينا په توگه
  • پري --- د ـــ په توگه

سوداگريزې خبرتياوې

د ماشومې لوبگرې په توگه

  • ابرا کا ډبرا (۲۴ ډسمبر، ۲۰۰۴)
  • هم کون هی (۳ سېپټمبر، ۲۰۰۴) ...... سارا ويليمز
  • جاگو (۶ فېبروري، ۲۰۰۴) ...... شروتي
  • کوي مېل گيا (۸ اگېسټ، ۲۰۰۳) ...... سوپر شپږ
  • هوا (۴ جولاې، ۲۰۰۳)
  • اېسکېپ فرام طالبان (۱۴ فبروري، ۲۰۰۳) ...... گونچه (د سيما موټواني په توگه)

د ارې لوبگرې په توگه

فلم د خوشې کېدو نېټه ژبه بل لوبگر نور يادښتونه
دېسامودورو ۱۲ جنوري، ۲۰۰۷ ټېلوگو الو ارجون پېليز فلم
اپ کا سرور ۲۹ جون، ۲۰۰۷ هندي هېمېش رېشميا د باليووډ پېليز فلم
بنداس کناډا پونيت راجکومار د کناډا ژبې پېليز فلم
کانټرې ۹ می، ۲۰۰۸ ټېلوگو Jr.NTR
مني هی تو هني هی ناڅرگند هندي گوېندا اوس ډکيږي
پولي ناڅرگند ټېلوگو پوون کلين اعلان شوی

اخځونه

بهرنۍ تړنې