منځپانگې ته ورتلل

هریټ ټابمن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هریټ ټابمن
[[language|]]: Harriet Tubman[۱]  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
هریټ ټابمن
هریټ ټابمن

د شخص مالومات
زېږون نوم [[language|]]: Araminta Ross  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۶ مارچ ۱۸۲۲[۲]
مړینه 10 مارچ 1913 (91 کاله)  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل سینه بغل   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای د امریکا متحده ایالات (–۱۷ سېپتمبر ۱۸۵۹)  ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۳][۴][۵]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
نسل افريقايي امريکنۍ [۶][۷][۸]  ويکيډاټا کې (P172) ځانګړنې بدلې کړئ
دين عيسويت [۹]  ويکيډاټا کې (P140) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۱۰][۱۱][۱۲]،  رنځورپاله ،  د بشري حقونو فعال   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه [۱۳]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه د غلامۍ پای [۱۴]،  د ښځو حقونه [۱۴]،  د رای حق [۱۴]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

هریټ ټابمن (د ۱۸۲۲ ز کال مارچ – د ۱۹۱۳ ز کال د مارچ ۱۰مه) د تور پوستو د غلامۍ د اصولو له منځه وړلو پلوۍ او سیاسي فعاله وه. ټابمن د غلامۍ په حالت کې وزېږېده، بیا وتښتېده او ورپسې یې د غلامۍ ضد فعالانو د شبکې او «تر ځمکې‌لاندې رېل لارې» په نامه د امن کورونو په کارولو سره د خپلې کورنۍ او ملګرو په ګډون د شاوخوا ۷۰ غلامانو د ژغورنې لپاره ۱۳ ماموریتونه تر سره ذکړل. د امریکا د کورنۍ جګړې په جریان کې يې د وسله‌‌والې څارونکې او جاسوسې په توګه د پوځ اتحادیې ته کار وکړ. ټابمن د ژوند په وروستیو کلونو کې د ښځو د رایې د حق غوښتلو غورځنګ له فعالانو نه وه.[۱۵][۱۶]

ټابمن د «مریلنډ» ایالت په «ډورچسټر» ښار کې د غلامۍ په حالت کې وزېږېده، په ماشومتوب کې د خپلو بادارانو له‌خوا وهل او ټکول کېده. د ژوند په لومړیو کې یې یوه غوصه‌ناک سړي پر بل غلام د درندې اوسپنیزې ټوټې وار وکړ، خو هغه ټوټه د دې پر سر ولګېده او ټپي شوه. دغه ټپ یې په وروستي ژوند کې د سر ګرځېدو، درد او خوب د ګډوډۍ لامل شو.

ټابمن په ۱۸۴۹ز کال کې «فیلاډلفیا» ښار ته وتښتېده، خو تر لنډې مودې وروسته بېرته د کورنۍ د ژغورلو لپاره مریلنډ ته را وګرځېده. ورو ورو یې یوه ډله خپلوان له ځان سره له ایالته بهر بوتلل او په پای کې یې لسګونو غلامانو ته د آزادۍ اړوندې لارښوونې وکړې. په ۱۸۵۰ ز کال کې یې د تښتېدلي غلام د قانون تر تصویب وروسته شمال ته له تښتېدلیو غلامانو سره مرسته وکړه چې د بریتانیا شمالي امریکا (کاناډا) ته لاړ شي او له تازه ازادو شویو غلامانو سره یې د کار په موندلو کې مرسته وکړه. ټابمن به ۱۸۵۸ ز کال کې له «جان براون» سره وکتل، له هغه سره یې مرسته وکړه چې په ۱۸۵۹ ز کال کې پر «هارپرز فري» د برید لپاره پلان جوړ کړي او ملاتړي را جذب کړي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ټابمن د کورنۍ جګړې د پیل پر مهال د اتحادیې د پوځ لپاره لومړی د آشپزې او نرسې په توګه او وروسته بیا د وسله‌والې څارونکې او جاسوسې په توګه کار کاوه. دا لومړۍ ښځه وه چې په جګړه کې یې د وسله والې مبارزې مشري کوله، اغلې ټابمن د «کامباهي فري» د برید مشري وکړه چې تر ۷۰۰ ډېر غلامان یې ازاد کړل. تر جګړې وروسته په ۱۸۵۹ ز کال کې تقاعد شوه، د نیویارک ښار په ابرین سیمه کې یې په خپل کور کې ژوند پیل کړ او د خپلې زړې مور او زاړه پلار پالنه یې کوله. ټابمن د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو په غورځنګ کې تر هغه وخته فعاله وه چې ناروغي یې جدي شوه او د افریقايي‌الاصله زړو امریکایانو لپاره په هغه کور کې بستري کېدو ته مجبوره شوه چې کلونه وړاندې یې په جوړولو کې مرسته کړې وه. اغلې ټابمن د زړورتیا او ازادۍ پر سمبول بدله شوه. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

زېږون او کورنۍ

[سمول]

په متحدو ایالتونو کې د نورو غلامانو په څېر د ټابمن د زېږېدو دقیق وخت او ځای نه دی معلوم او تاریخ‌پوهان هم د دقیقې نېټې د اټکل په اړه سره یوه خوله نه دي. «کیټ لارسون» د څو تاریخي سندونو پر بنسټ، دا نېټه ۱۸۲۲ ز بولي، خو جین هومېز وايي: "اوسني شواهد ښيي چې ټابمن په ۱۸۲۰ ز کال کې زېږېدلې، خو ښايي یو یا دوه کاله توپیر ولري." کاټرین کلینټن وايي چې: ټابمن د خپل زېږون نېټه ۱۸۲۵ز بللې، خو د مړینې په کارت کې یې د زېږون نېټه ۱۸۱۵ز او  د قبر پر ډبره ۱۸۲۰ ز ذکر شوې ده.

د ټابمن مورنۍ انا «موډسټي» د غلامانو د لېږد په یوه بېړۍ کې له افریقا نه امریکا ته راوړل شوې وه. له دې پرته د اغلې ټابمن د پلرونو او نیکونو په اړه معلومات نه‌شته. ټابمن ته په ماشومتوب کې ویل شوي وو چې: د شخصیتي ځانګړنو له امله اشانتۍ [یوه قبیله وه] ته ورته ښکاري، که څه هم د دغه اصل او نسب د رد او تایید لپاره هېڅ سند پیدا نه‌شو. مور یې ریټ (چې ښايي پلار یې سپین‌پوستی وي)، د بروس د کورنۍ آشپزه وه. پلار یې یو ماهر ځنګل‌ساتونکی و چې د ټامپسون په کرونده کې یې د لرګیو د کار مدیریت کاوه. دوی د ۱۸۰۸ ز کال په شاوخوا کې واده وکړ او د محکمې له سوابقو سره سم یې ۹ بچیان لرل: لینا، ماریا ریټي، سوف، رابرټ، مینټي (هریټ)، بن راشل، هنري او موسېس.[۲۲][۲۱][۲۳][۲۴][۲۵][۱۷][۱۸][۲۶][۱۹][۲۷][۲۸]

ماشومتوب

[سمول]

د ټابمن مور د یوې لویې کورنۍ د خدمت لپاره وټاکل شوه او د خپلې کورنۍ لپاره یې لږ وخت درلود. ټابمن ته په ماشومتوب کې د یوه کوچني ورور او نوي زېږېدلي ماشوم پالنه ور په غاړه شوه. کله چې پنځه یا شپږ کلنه وه، بروډس د «سوسن» په نامه ښځې ته د خدمتګارې په توګه وټاکله. ټابمن ته وویل شول چې: د زېږېدلي ماشوم پالنه وکړي او د خوب پر مهال یې زانګو وزنګوي. کله چې ماشوم له خوبه پاڅېد او په ژړا شو، بادارانو یې ووهله. بیا به دا هر سهار پنځه ځله وهل کېده چې د دغو وهلو ټپونو ټول عمر وځوروله. دې د مقاومت لپاره ډېرې لارې ولټولې، لکه د پنځو ورځو لپاره تېښته او د وهلو ټکولو پر وړاندې د څو جوړه جامو اغوستل. [۲۷][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د رایې د حق ترلاسه کولو فعالیت

[سمول]

ټابمن د ژوند په وروستیو کلونو کې د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړې. یو وخت یوې سپین پوستې ښځې ترې وپوښتل: ایا باوري یې چې ښځې باید د رایې حق ولري که نه؟ دې ځواب ورکړ: "زه پوره دردېدلې یم چې پر دغه باور وکړم". ټابمن د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو د ادارو په غونډو کې ګډون کول پیل کړل او د «سوسن بي انټوني» او «ایملي هاولنډ» په څېر ښځو سره یې کار پیل کړ.[۲۰][۳۶][۳۷]

ټابمن نیویارک، بوسټن او واشنګټن ډي سي ته ولاړه، چې د ښځو د رایې د حق په ګټه خبرې وکړي. د کورنۍ جګړې پر مهال او تر جګړې وروسته یې خپلې کړنې څرګندې کړې او د ښځو او نرانو پر برابرۍ یې د شاهدې په توګه د معاصر تاریخ په جریان کې د ډېرو ښځو سرښندنې وستایلې. کله چې په ۱۸۹۶ ز کال کې د افریقايي‌الاصله امریکايي ښځو ملي فدراسیون جوړ شو، د فدراسیون د لومړۍ ناستې اصلي ویناواله ټابمن وه.[۳۸][۳۹][۳۸][۴۰]

ناروغي او مړینه

[سمول]

ټابمن د عمر په لوړېدو سره د سر درد او په ماشومتوب کې د سر ټپي کېدو لا هم ځوروله. د ۱۹۸۰یمې ز لسیزې په جریان کې یې د بوسټن په «ماساچوسټ عمومي روغتون» کې د مغز عملیات وکړ. [۴۱]

تر ۱۹۱۱ ز کال پورې د ټابمن بدن کمزوری شو او د ارام لپاره یې په هغه کور کې بستري کړه چې د دې په ویاړ نومول شوی و. یوې نیویارکۍ ورځپاڼې «ناروغه او بې‌پیسو» وبلله، خو دا خبره د دې لامل شوه چې ملاتړي یې د مالي مرستو نوی پړاو پیل کړي. اغلې ټابمن د سینه بغل ناروغۍ له امله د ۱۹۱۳ ز کال د مارچ میاشتې په ۱۹مه نېټه مړه شوه. په نیمه پوځي مراسمو سره په ابورن سیمه کې د «فورټ هیل» په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. [۴۲][۴۳]

میراث

[سمول]

ټابمن د ژوند پر مهال پوره پېژندل شوې او د درناوي وړ ښځه وه. تر مړینې وروسته پر امریکایي یادګار بدله شوه. د شلمې پېړۍ په پای کې یوې نظر پوښتنې تر کورنۍ جګړې وړاندې د امریکا په تاریخ کې د مشهورو ملکي کسانو له ډلې وبلله او تر «بټسي راس» او «پول ریور» وروسته درېیمه وه. دا د افریقايي‌الاصله امریکایي نسلونو هڅوونکې وه چې د برابرۍ او مدني حقونو لپاره یې مبارزه کوله. په سیاسي برخه کې د ټولو مشرانو له‌خوا وستایل شوه. د ټابمن په یاد یې سرښندنو ته د درناوي په مراسمو کې «بوکر ټي واشنګټن» هم وینا وکړه. [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

موزیم او تاریخي برخې

[سمول]

په ۱۹۳۷ ز کال کې «امپایر سټېټ د ښځو د اتحادیو فدراسیون» د هریټ ټابمن لپاره د قبر ډبره جوړه کړه. په ۱۹۹۹ ز کال کې يې قبر د تاریخي ځایونو په ملي نوملړ کې ثبت شو. د هریټ ټابمن کور تر ۱۹۲۰ ز کال پورې ورک و، خو وروسته د AME Zion کلیسا له خوا بیا ورغول شو او د موزیم او روزنیز مرکز په توګه پرانیستل شو. د «هریټ ټابمن یادګاري کتابتون» هم همالته نږدې په ۱۹۷۹ ز کال کې پرانیستل شو. د افریقایي‌الاصله امریکایانو د تاریخ او فرهنګ په ملي موزیم کې هغه شیان موجود دي چې په ټابمن پورې اړه لري،  لکه د ډوډۍ خوړلو لوښي یې، د شعرونو کتاب او هغه کتاني او ورېښمین شال یې چې د بریتانیا ملکې «ویکټوریا» ورکړی و. د دې تر څنګ یې په ۱۹۱۳ ز کال کې د تدفین د مراسمو درې تصویرونه دي.[۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

د ډالرو نوټ

[سمول]

د ۲۰۱۶ ز کال د اپریل میاشتې په ۲۰مه نېټه د متحدو ایالتونو د  خزانې وزیر «جېک لیو» وویل چې: غواړي د ټابمن عکس د ډالر د شل‌ګون نوټ پر مخ را چاپ کړي او د ولسمشر «انډریو جکسن» عکس چې هغه خپله د غلام څښتن و، د نوټ شا برخې ته ولېږدوي. لیو د نقاشۍ او چاپ دفتر ته لارښوونه وکړه چې د بیاځلي طراحۍ پروسه ګړندۍ کړي او تمه کېده چې نوی قانون به تر ۲۰۲۰ ز کال لږ څه وروسته عملي شي. په ۲۰۱۷ ز کال کې سټیون منوچین چې د متحدو ایالتونو د خزانې وزیر شو، وویل چې: د ډالر د شل‌ګون نوټ پر مخ د ټابمن عکس چاپولو ته ژمن نه دی او زیاته یې کړه چې: "خلک د ډېر وخت لپاره پر نوټونو پاتې شول. دا هغه څه دي چې موږ به یې په پام کې ونیسو. اوس مهال موږ تر دغه کار ډېر مهم موضوعات لرو،چې باید تمرکز پرې وکړو." په ۲۰۲۱ ز کال کې د بایډن په حکومت کې د خزانې وزارت د ډالر پر شل‌ګون نوټ د ټابمن د عکس چاپولو لپاره له سره هڅې پیل کړې او هیله من و چې دا پروسه ګړندۍ شي.[۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸]

سرچینې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Union List of Artist Names ID: https://www.getty.edu/vow/ULANFullDisplay?find=&role=&nation=&subjectid=500340125 — پنځوونکی: Getty Research Institute
  2. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1247 — خپرېدونېټه: ۲۰ مارچ ۲۰۲۱
  3. http://www.nytimes.com/2003/11/08/opinion/where-the-streets-have-too-many-names.html
  4. http://www.nytimes.com/2007/06/24/books/review/Bell.html
  5. http://www.nytimes.com/2007/06/24/books/review/Bell.html?pagewanted=print
  6. ليکوال: Glenn O. Phillips — سرليک: African American Leaders of Maryland — خپروونکی: Maryland Center for History and Culture — ISBN 978-0-938420-69-9
  7. ليکوال: Jessie Carney Smith — سرليک: Notable Black American Women
  8. ليکوال: Lawson A. Scruggs — سرليک: Women of Distinction — خپروونکی: Lawson A. Scruggs
  9. http://www.harriettubmanbiography.com/harriet-tubman-biography.html — ليکوال: Kate Clifford Larson — وينا: She and her family probably integrated a number of religious practices and ideas into their daily lives, such as Episcopal, Baptist, and Catholic teachings
  10. http://www.3quarksdaily.com/3quarksdaily/2008/02/harriet-tubman.html
  11. http://www.3quarksdaily.com/3quarksdaily/2011/02/on-the-trail-of-harriet-tubman-.html
  12. http://www.3quarksdaily.com/3quarksdaily/2012/02/harriet-tubman-1822-1913.html
  13. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb14562881b — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  14. NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0279874 — خپرېدونېټه: ۱۷ فېبروري ۲۰۲۴
  15. Larson 2004، م. 16.
  16. Larson 2004، م. xvii.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Larson 2004، مم. 311–312.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Larson 2004، م. 10.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Clinton 2004، م. 5.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Clinton 2004، م. 192.
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Clinton 2004، م. 13.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Humez 2003، م. 14.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Larson 2004، م. 33.
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Larson 2004، م. 34.
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Clinton 2004، م. 10.
  26. Clinton 2004، م. 6.
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ Clinton 2004، م. 4.
  28. Humez 2003، م. 12.
  29. Larson 2004، م. 56.
  30. Larson 2004، م. 38.
  31. Clinton 2004، م. 19.
  32. Larson 2004، م. 40.
  33. Humez 2003، م. 13.
  34. Clinton 2004، مم. 17–18.
  35. Humez 2003، م. 205.
  36. Clinton 2004، م. 191.
  37. Larson 2004، م. 287.
  38. ۳۸٫۰ ۳۸٫۱ Larson 2004، م. 275.
  39. Larson 2004، م. 281.
  40. Larson 2004، م. 273.
  41. Clinton 2004، م. 209.
  42. Clinton 2004، مم. 209–210.
  43. Larson 2004، م. 285.
  44. Clinton 2004، م. 215.
  45. Larson 2004، م. xx.
  46. Larson 2004، م. xv.
  47. Hobson 2014، مم. 50–77.
  48. Clinton 2004، م. 218.
  49. "Salem Chapel BME Church Harriet Tubman Underground Railroad NHS Canada". Salem Chapel NHS. بياځلي په August 27, 2015.
  50. "Tubman, Harriet National Historic Person". Parks Canada. بياځلي په July 10, 2019.
  51. Harding, Robert (December 18, 2014). "Timeline: The Long Road to Establishing the Harriet Tubman National Historical Park in Cayuga County". Auburn Citizen. بياځلي په July 19, 2019.
  52. "Congressman, Senators Advance Legislation on Tubman Park". Auburn Citizen. August 1, 2008. بياځلي په December 16, 2014.
  53. Sernett 2007، م. 267.
  54. Liptak, Kevin; Sanfuentes, Antoine; Wattles, Jackie (April 21, 2016). "Harriet Tubman Will Be Face of the $20". CNN. بياځلي په April 21, 2016.
  55. Swanson, Ana; Ohlheiser, Abby (April 20, 2016). "U.S. to Keep Hamilton on Front of $10 Bill, Put Portrait of Harriet Tubman on $20 Bill". The Washington Post. بياځلي په April 20, 2016.
  56. Rappeport, Alan (January 25, 2021). "Biden's Treasury Will Seek to Put Harriet Tubman on the $20 Bill, an Effort the Trump Administration Halted". The New York Times (in American English). خوندي شوی له the original on 2021-12-28. بياځلي په January 26, 2021.
  57. Temple-West, Patrick (August 31, 2017). "Mnuchin Dismisses Question about Putting Harriet Tubman on $20 Bill". Politico. بياځلي په September 6, 2017.
  58. Calmes, Jackie (April 20, 2016). "Harriet Tubman Ousts Andrew Jackson in Change for a $20". The New York Times. بياځلي په April 22, 2016.