هايپوتايرايډيزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هايپوتايرايډيزم
Hypothyroidism

ډلبندۍ او باندنۍ سرچينې
Thyroxine (T4) normally produced in 20:1 ratio to triiodothyronine (T3)
ICD-10 E03.9
ICD-9 244.9
DiseasesDB 6558
eMedicine med/1145 
MeSH D007037

هايپوتايرايډيزم (په انگرېزي: Hypothyroidism) په انسانانو او په ژويو کې د يوې ناروغۍ حالت دی چې د تايرايډ مرغړي نه د تايرايډ هورمون د کمښت په سبب رامېنځ ته کېږي. کريتينزم د هايپوتايرايډيزم ناروغۍ يو ډول دی چې په ماشومانو کې پېښېږي.

د دې ناروغۍ لاملونه[سمول]

په عامو وگړو کې نژدې درې سلمه برخه خلک د هايپوتايرايډيزم په ناروغۍ اخته دي.[۱] هغه فکټورونه چې د هايپوتايرايډيزم د پېښېدو وېره ډېروي په هغو کې د آيوډين کمښت او يا هم د آيوډين-۱۳۱ (I-131) راډيواکټيف ماليکيولو پر وړاندې مخامخېدنه ده. د هايپوتايرايډيزم د ناروغۍ گڼ شمېر سببونه دي. په تاريخي لحاظ، او اوس هم په نړېواله کچه په ځينو پرمختلونکو هېوادونو کې د آيوډينو کمښت تر ټولو عام سبب دی چې همدا ناروغي راپېښوي. په هغو وگړو کې چې آيوډين لږ وي، نو د هايپوتايرايډيزم ناروغي د هاشيموتو تايرايډايټس، د تايرايډو د مرغړي نه د تايرايډو د هورمون د کمي او يا هم د هايپوتالاموس او پيټويټري مرغړي کې د هورمونونو د کمښت په سبب راولاړېږي. په بله وينا هايپوتايرايډيزم يواځې د هاشيموټو د تايرايډو التهاب په سبب نه بلکه د تايرايډو د مرغړي، د هايپوتالاموس او پيټويټري مرغړي کې د هورمونونو د کمښت په سبب هم دا ناروغي پېښوي.

په يوه کال کې د لنگو شويو ښځو نه ۵٪ د لنگون-وروسته-تايرايډايټس (د تايرايډ التهاب) (په انگرېزي: postpartum thyroiditis) په حالت اخته کېږي چې دا هم د هايپوتايرايډيزم د ناروغۍ سبب کېدلای شي. د تايرايډ التهاب لومړنی حالت کټ مټ هايپوتايرايډيزم ته ورتوالی لري. تر دې وروسته دوه حالتونه پېښېدلی شي، يا خو د ناروغې ښځې تايرايډ بېرته نورماله حالت ته ور درومي او يا هم ناروغي پرمختللې کېږي او په هايپوتايرايډيزم اوړي. په هغو ښځو کې چې د لنگون وروسته د تايرايډو التهاب پېدا کېږي په هغو کې له پينځو ښځو نه يوه ښځه به په خپل ټول عمر کې د دايمي هايپوتايرايډيزم په ناروغۍ اخته کېږي.

هايپوتايرايډيزم ډېره لږه ارثي ناروغۍ هم کېدلای شي چې له والدينو نه د هغوی اولادونو ته ورځي.

په ژويو کې هم د هايپوتايرايډيزم ناروغي ليدل شوې. د ساري په توگه، په کورنيو سپيو کې، هايپوتايرايډيزم ډېره عامه هورموني ناروغي ده، چې د سپيو ځينې ځانگړي توکمونه له وړاندې ورباندې اخته کېدونکي دي.[۲]

لنډمهاله هايپوتايرايډيزم د ولف چايکوف اغېزې Wolff-Chaikoff effect په سبب پېښېږي. په لنډ مهاله هايپوتايرايډيزم کې د درملنې لپاره، آيوډين په لوړه کچه کارېدلی شي، په ځانگړي توگه په بېړني حالتونو کې. که څه هم چې آيوډين د تايرايډ هورمون لپاره يو سبسټرېټ دی، خو په لوړې کچې د آيوډينو کارول، د تايرايډ مرغړی دې ته اړباسي چې د خوړل شوي آيوډين ډېره لږه اندازه وکاروي او د هورمون د جوړېدو په کچه کې کمی راولي.

اکثراً د هايپوتايرايډيزم ناروغي په يوه اورگان کې د رامنځ ته کېدنې اصلي ځای له مخې په ډلبنديو وېشل کېږي:[۳][۴]

د ناروغۍ ډول د رامېنځ ته کېدنې اصلي ځای څرگندونې
لومړی ډول تايرايډ مرغړی د دغې ناروغۍ په تر ټولو عامې بڼه کې د هاشيموتو تايرايډايټس راځي (دا يوه اتو اميون ناروغي ده) او د هايپوتايرايډيزم دغې ناروغۍ درملنه راډيوآيوډاين دی.
دويم ډول پيټويټري مرغړی دا هغه وخت پېښېږي کله چې پيټويټري مرغړی په مناسبه کچه د تايرايډ پارونکی هورمون يا thyroid stimulating hormone (TSH) جوړ نه شي کړای. د تايرايډ پارونکی هورمون د تايرايډ مرغړی د دې جوگه کوي چې همدا وروستۍ نومېدلې غده د بدن اړتياؤ ته په کتلو سره تايروکسين او ټراآيوډوتايرونين جوړ کړي. که څه هم چې د دويم ډول هايپوتايرايډيزم د هرې بڼې لپاره جوت او څرگند دليل نشته، خو اکثراً د دغې ناروغۍ دويم ډول د پيټويټري مرغړي د زيانمن کېدو په سبب، که هغه د تومور يا وړانگو او يا هم جراحي کړنې په سبب وي، رامېنځ ته کېږي.[۵]
درېيم ډول هايپوتالاموس د هايپوتايرايډيزم دغه ډول هغه وخت پېښېږي کله چې هايپوتالاموس د تايروپروټين افرازېدونکی هورمون يا thyrotropin-releasing hormone (TRH) په جوړولو کې ناتواني څرگنده کړي. د TRH دنده دا ده چې دا په پيټويټري غړي کې د تايروټروپين يا تايرايډ پارونکي هورمون (TSH) د جوړېدنې امر ورکړي. نو د همدې پخاطر د دغې ناروغۍ درېيم ډول د هايپوتالاميک-پيټويټري محور هايپوتايرايډيزم يا hypothalamic-pituitary-axis hypothyroidism په نامه هم ياد شوی.

د ارواحي ناروغيو او د طبع د سمولو په وخت کې د لېتيم پر بنسټ ولاړو درملونو کارول هم څوک د هايپوتايرايډيزم په ناروغۍ اخته کولای شي، د ليتيم پر بنسټ درمل اکثراً د دوه محوري ناسوبوالي په درملنه کې کارېږي. (دوه محوري ناسوبوالی پخوا د ليوني خپگان په نامه پېژندل کېده).

د دې تر څنگ، د هايپوتايرايډيزم ناروغان او سايکايټرېک نښې نښانې هم کېدای شي چې په لاندينيو پېښو کې وپېژندل شي:[6]

  • غېر معمولي خپگان (چې د ډېستيميا په بڼه څرگندېدلای شي)

ددغې ناروغۍ نښې نښانې[سمول]

په بالغو وگړو کې چې هايپوتايرايډيزم باندې اخته دي دغه لاندينۍ نښې نښانې ليدل کېږي:[۵][۶][۷]

مخکينۍ نښې نښانې[سمول]

  • د عظلاتو د شدت يا کشش په نورماله وجه کې کمښت (muscle hypotonia)
  • ستړيا
  • د سړوخې سره حساسيت، د سړو پر وړاندې يې حساسيت ډېرېږي
  • خپگان
  • عظلاتي دردونه او د بندونو دردونه
  • جاغور
  • نري، او ماتېدونکي نوکان
  • نري، او ماتېدونکي وېښتان
  • د څېرې ژېړوالی
  • د خولې نه کول
  • وچ، خارښتي جلد
  • وزن اخيستنه او په بدن کې د اوبو زېرمه کېدنه.[۸][۹][۱۰]
  • د زړه د درزا کمښت (د زړه د درزا کمښت: په يوې دقيقې کې له ۶۰ ځلو دربېدو ښکته)
  • قبضيت

وروستنۍ نښې نښانې[سمول]

  • ورو خبرې اترې او زيږ، مات غږ. د غږ بموالی هم راڅرگندېدلای شي.
  • وچ پړسېدلی جلد، په ځانگړې توگه په څېره کې
  • د وروځو د باندنۍ درېمې برخې د وېښتانو تويېدنه او کمی (د Hertoghe نښه).
  • غېرنورماله مېنستورال سايکل (د ښځو مهالنۍ ناروغي)
  • د بدن د حرارت کمېدنه

لږ پېښېدونکې نښې نښانې[سمول]

  • د حافظې کمزوري
  • په ادراکي کارونو کې ناتواني (دمغزو اختلال) او بې پامي او ناځيرتوب (غير متمرکزيت)
  • د زړه د عمل کمښت چې د زړه په گراف کې څرگنده بدلونونه ليدل کېږي او د کم ولټ سگنالونه ښکاره کېږي. د زړه د محصول لږوالی او د زړه د عظلاتو د منقبضېدو کمښت يا په بله وينا د زړه د پمپولو په عمل کې کمښت.
  • رياکتيف هايپوگلايسېميا[۱۱]
  • ورو ريفلکسونه
  • د وېښتانو ختل (تويېدل)
  • د وينې کمښت چې د هېموگلوبين په جوړېدنه کې د ناموزونوالي په سبب پېښېږي (د EPO د کچې کمېدنه)، په کولمو کې د وسپنې او فولېټ د جذبېدو ناتواني او يا هم د پرنېشوس انېميا په وجه د وېټامين B12 کمی.
  • د ستوني نه د تېرولو ستونزه (د لوی جاغور يا تومور په سبب)
  • د سا لنډېدنه، چې د ساييزې بېلگې په کړنو کې ورو والی او کمښت په سبب رامېنځ ته کېږي.
  • د ډېر زيات خوب کولو اړتيا
  • نارامي او ناثابته طبع
  • د جلد ژېړوالی، چې په ويټامين اې باندې د بيټا کروټين د بدلون په عمل کې د خلل په سبب رامېنځ ته کېږي.
  • په پښتورگو کې د نورمالې کړنې د خلل او ناتواني، چې د گلومېرولر فېلټرېشن رېټ کې د کمښت په سبب رامېنځ ته کېږي.
  • د وينې په سېروم کې د کولېسټرولو د کچې ډېرېدنه
  • حاد ذهني اختلالونه (myxedema madness) هم د هايپوتايرايډيزم په ځينو نادرو حالتونو کې پېښېدلی شي.
  • د جنسي لېوالتيا کمېدنه
  • د خوند او وږم د احساس کمېدنه (دا نښه ډېره عامه نه ده او ډېر ناوخته پېښېږي)
  • پړسېدلې څېره، لاسونه او پخښې (دا نښه ډېره عامه نه ده او ډېر ناوخته پېښېږي)

د دې ناروغۍ د پېژندنې آزمېښتونه[سمول]

د هايپوتايرايډيزم د لومړي ډول په پېژندنه کې، اکثراً ډاکټران د وينې په سېروم کې د تايرايډ پارېدونکي هورمون (TSH) کچه مالوموي دغه هورمون له هايپوفيزيل مرغړي نه افرازېږي. که چېرته په لابراتواري آزمېښت کې د TSH کچه لوړه وښودل شي، نو دا د دې ښکارندوی دی چې د تايرايډ مرغړی په وړ کچه د تايرايډ هورمون (چې اکثراً تايروکسين T4 او همداراز په لږه کچه ټرای آيوډوتريونين T3 دی) نه جوړوي. که څه هم چې د هايپوتايرايډيزم دويم او درېيم ډول د ناروغۍ په پېژندنه کې د TSH آزمويښت ناکامه ښودل شی، خو د دې لپاره د وينې د لانديني آزمېښت وړانديز داسې کېږي چې که چېرته په وينه کې د TSH کچه نورماله وي او بيا هم د هايپوتايرايډيزم شک وي نو بيا:

  • فري ټرای آيوډوتريونين (fT3)
  • فري لېوتايروکسين (fT4)
  • ټول T3
  • ټول T4

د دې تر څنگ د لاندينيو مېچ او اندازې اړتيا ليدل کېږي:

  • د ۲۴ ساعتونو په موده کې په متيازو کې د T3 نشتوالی;[۱۲]
  • د تايرايد ضد انټيباډي — چې د اټواميون د ناروغيو په سبب د تايرايډ د اغېزمن کېدلو ثبوت مخکې کوي
  • د سېروم کولېسټرول — چې د هايپوتايرايډيزم په وخت کې له نورمالې کچې نه لوړېږي
  • پرولاکټين — چې د هايپوفيزس د کار او عمل د راڅرگندولو لپاره د يو پراخ آزمېښت په توگه کارېږي
  • د وينې د کمښت او د فيريټين د کمښت آزمېښت
  • د بدن قاعدوي تودوخه

درملنه[سمول]

د هايپوتايرايډيزم درملنه په کيڼ گرځېدلي کيميايي چېرال مرکب تايروکسين (L-T4) او ټرای آيوډوتريونين (L-T3) باندې شونی دی. دا دواړه په ساينتېټيک ډول او د حېواناتو نه لاس ته راغلي درمل دي چې د اړتيا په وخت کې هغه ناروغ ته چې د تايرايډ د هورمون کمښت سره مخ وي ورکول کېږي. د تايرايډ هورمون هره ورځ اخيستل کېږي، او ډاکټران د خپل د ناروغ د وينې په څارلو سره د دغو درملو کچه او مقدار معين کوي. د تايرايډ هورمون د بياپرځای کولو لپاره د درملنې بېلابېلې چلندلارې شته.

يواځې په T4 درملنه
په دې ډول درملنه کې په ساينتېټيک ډول، يوازې د لېووتايروکسين درمل شامل. دم مهال دا درمل د دغې ناروغۍ په معياري درملنه کې شمېرل کېږي.[۱۳]
د T4 او T3 يوځای کارېدنه
په دې ډول درملنه کې ناروغ ته دواړه ساينتېټيکي درمل L-T4 او L-T3 يو ځای په يوه وخت ورکول کېږي.[۱۴]
د طبيعي تايرايډو اشتقاقي درمل
وچ تايرايډي اشتقاقونه چې د حيواناتو (اکثراً د سرکوزي د تايرايډ نه) د تايرايډ د مرغړي نه لاس ته راڅي، هم په طبي درملنه کې کارېدلي. دا يو انډوليزه درملنه ده چې په دې درملو کې طبيعي L-T4 او L-T3 شته دي.[۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Jack DeRuiter (2002). Thyroid Pathology (PDF). د کتاب پاڼې 30. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Brooks W (01/06/2008). "Hypothyroidism in Dogs". The Pet Health Library. VetinaryPartner.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  3. Simon H (2006-04-19). "Hypothyroidism". University of Maryland Medical Center. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اپرېل ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Department of Pathology (June 13, 2005). "Pituitary Gland -- Diseases/Syndromes". Virginia Commonwealth University (VCU). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ فبروري ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ American Thyroid Association (ATA) (2003). Hypothyroidism Booklet (PDF). د کتاب پاڼې 6. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ جون ۲۰۰۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. کينډۍ:MedlinePlus — see list of Symptoms
  7. "Hypothyroidism — In-Depth Report." The New York Times. Copyright 2008
  8. "Hypothyroidism" (PDF). American Association of Clinical Endocrinologists. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ ډيسمبر ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Yeum CH, Kim SW, Kim NH, Choi KC, Lee J (July 2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Increased expression of aquaporin water channels in hypothyroid rat kidney"]. Pharmacol. Res. 46 (1): 85–8. doi:10.1016/S1043-6618(02)00036-1. PMID 12208125. 
  10. "Thyroid and Weight. The American Thyroid Association" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۰ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hofeldt FD, Dippe S, Forsham PH (1972). "Diagnosis and classification of reactive hypoglycemia based on hormonal changes in response to oral and intravenous glucose administration" (PDF). Am. J. Clin. Nutr. 25 (11): 1193–201. PMID 5086042. http://www.ajcn.org/cgi/reprint/25/11/1193.pdf. 
  12. Baisier W. Hertoghe J. Eeckhaut W. Thyroid insufficiency. Is TSH the only diagnostic tool? J Nutr Environ ed. 2000;10:105–113. "Thyroid insufficiency. Is TSH the only diagnostic tool?"
  13. American Association of Clinical Endocrinologists (November/December 2002). "Medical Guidelines For Clinical Practice For The Evaluation And Treatment Of Hyperthyroidism And Hypothyroidism" (PDF). Endocrine Practice 8 (6): 457–469. Archived from the original on 2005-12-24. https://web.archive.org/web/20051224025925/http://www.aace.com/pub/pdf/guidelines/hypo_hyper.pdf. Retrieved 2009-07-30. 
  14. Bunevicius R, Kazanavicius G, Zalinkevicius R, Prange AJ (February 1999). "Effects of thyroxine as compared with thyroxine plus triiodothyronine in patients with hypothyroidism". N. Engl. J. Med. 340 (6): 424–9. doi:10.1056/NEJM199902113400603. PMID 9971866. http://content.nejm.org/cgi/content/full/340/6/424. 
  15. Baisier, W.V.; Hertoghe, J.; Eeckhaut, W. (September 2001). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Thyroid Insufficiency. Is Thyroxine the Only Valuable Drug?"]. Journal of Nutritional and Environmental Medicine 11 (3): 159–66. doi:10.1080/13590840120083376. Abstract

باندنۍ تړنې[سمول]

کينډۍ:اينډوکرايني رنځپوهنه