پرولاکټين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پرولاکټين

پرولاکټين (PRL) (په انگرېزي:Prolactin) چې د لوتيوټروپيک هورمون (LTH) په نامه هم پېژندل کېږي يو پروټين دی چې په انسانانو کې يې د جين کوډ PRL دی.[۱]

پرولاکټين يو پېپټايډ هورمون دی چې د هېنري فرايسن لخوا وموندل شو، په اصل کې دا هورمون د شيدو پرېښودنې عمل سره اړونده دی. په تي خورو کې، د ماشوم د تي رودلو کړنه د اکسيټوسين جوړېدنه پاروي، چې تر دې وروسته د شودو پرېښودنې ريفلېکس د شودو د وهار سبب گرځي،[۲] په دې کړنې سره تيان د شودو نه ډکېږي او همدې پروسې ته لاکټوجنېسېز وايي او همداراز د دويم ځل تی خوړنې لپاره تيان چمتو کېږي.

د پرولاکټين پيټويټري وهار د هايپوتالاموس لخوا د نيورواېنډوکراين نيورانونو لخوا اداره کېږي چې په دغو کې تر ټولو اهم يې د ارکوېټ نيوکليوس نيوروسيکرېټوري ټيوبېروانفنډيبولم (TIDA) نيورانونه دي چې ډوپامين خوشې کوي او د لاکټوټروفونو په ډوپامين-۲ ريسيپټورونو باندې اغېزه کوي چې همدا بيا د پرولاکټين د وهار د مخنيوي سبب کېږي. تايروټروپين وهارېدونکی عامل]] (thyrotropin-releasing hormone) د پرولاکټين په وهارکولو باندې يو پارېدونکې اغېزه لري.

د کولمو واسواکټيف پېپټايډ او پېپټايډ هسټيډين ايسوليوسين په انسانانو کې د پرولاکټين د وهار د کچې په اداره کې مرسته کوي، خو په مارغانو کې د دغو هورمونونو کړنې ډېر توپير لري.[۳]

کله نا کله پرولاکټين د يوه گونيډوټروپين په ډلبندۍ کې وېشل کېږي [۴] که څه هم چې په انسانانو کې پرولاکټين يو کمزوری ليوټيوټروپيک اغېزه لري خو په عين وخت کې پرولاکټين په گونيډوټروپيک کلاسيک هورمون د ځپلو يوه اهمه اغېزه هم لري.[۵]

سرچينې

  1. Evans AM, Petersen JW, Sekhon GS, DeMars R (May 1989). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mapping of prolactin and tumor necrosis factor-beta genes on human chromosome 6p using lymphoblastoid cell deletion mutants"]. Somat. Cell Mol. Genet. 15 (3): 203–13. doi:10.1007/BF01534871. PMID 2567059. 
  2. Bartholomew, Edwin F.; Martini, Frederic; Ober, William B. (2007). Essentials of anatomy & physiology. San Francisco: Pearson/Benjamin Cummings. د کتاب پاڼې 340. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8053-7303-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  3. Kulick R, Chaiseha Y, Kang S, Rozenboim I, El Halawani M (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The relative importance of vasoactive intestinal peptide and peptide histidine isoleucine as physiological regulators of prolactin in the domestic turkey"]. Gen Comp Endocrinol 142 (3): 267–73. doi:10.1016/j.ygcen.2004.12.024. PMID 15935152. 
  4. Marieb, E.N. and Hoehn, K. (2006). Human Physiology & Anatomy. 7th ed. London: Benjamin Cummings. p605
  5. MESH entry on Gonadotropins