Jump to content

حافظه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حافظه د مغزهغه ذهني قوه ده، چې د اړتیا په وخت کې ډیټا ا(شفري معلومات ) ذخیره او بېرته وړاندې کوي. دا بهیر د وخت په تېرېدو سره د راتلونکو کړنو د وړتیا په موخه د معلوماتو ساتل دي. که پخوانۍ پېښې په یاد را نه وړل شي، د ژبې، اړیکو او شخصي هویت پراختیا ناشونې ده. د حافظې له لاسه ورکول، معمولاً د هېرجنتوب او یا امنیژیا (هېروالي) په نوم یادېږي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

حافظه ډېری د څرګند او ناڅرګند فعالیت په درلودلو سره د معلوماتو د پروسس کوونکي سیستم په توګه پېژندل کېږي، چې د حسي پروسسر، لنډ مهاله (یا کاري) حافظې او اوږد مهاله حافظې څخه منځ ته راغلی دی. دا له نیورون (عصبي حجرو) سره تړاو لري. حسي پروسسر د بهرنۍ نړۍ څخه د کیمیاوي او فزیکي اخذو څخه د معلوماتو ترلاسه کولو ته اجازه ورکوي، ترڅو د فکر او ارادې په بېلابېلو کچو کې و کارول شي. کاري حافظه، د شفره کولو او ترلاسه کولو د پروسسر په توګه کار کوي. د اخذې په بڼه معلومات د کاري حافظې د پروسسر له خوا د څرګندو یا ناڅرګنده دندو سره سم شفر کېږي. کاري حافظه، د پخوانیو زیرمه شوو توکو څخه معلومات ترلاسه کوي. په پای کې، د اوږد مهاله حافظې دنده، د بېلابېلو ټاکنده موډلونو او سیستمونو له لارې د معلوماتو ذخیره کول دي. [۹]

صرېح، یا څرګنده، حافظه د معلوماتو ارادي ذخیره او په یاد را وړل دي. د څرګندې حافظې دوه نورې برخې معنایي (سیمانتیک) او اتقاقي (ایپیسوډیک) حافظې دي. معنایي حافظه، هغې حافظې ته ویل کېږي چې، په ځانګړې معنا سره شفره شوې وي، په داسې حال کې چې اتفاقي حافظه، هغه معلومات په ګوته کوي، چې د یوې ځانګړې فضا او وخت په بنسټ شفر شي. د حافظې په بحث کې څرګنده حافظه، معمولاً د لومړني پروسس په توګه ګڼل کېږي. نا څرګنده یا غیر صریح حافظه، د معلوماتو غیر ارادي ذخیره کول او په یاد راوړل دي. د ناڅرګنده پروسس یوه بېلګه، د اجرائیوي حافظې یا د چمتوکوونکې پدیدې له لارې د معلوماتو غیر ارادي زده کړه یا بېرته وړاندې کول دي. پرایمنګ (چمتوکوونکې) هغه پروسس دی، چې په نیمه ارادي توګه له حافظې څخه ځانګړي غبرګونونه راپاروي او ښیي چې، ټوله حافظه په ارادي توګه فعاله نه ده، په داسې حال کې چې اجرائیوي حافظه، په کراره او تدریجي توګه د هغو وړتیاوو زده کړه ده، چې ډېری وختونه زده کړې ته له ارادې پاملرنې پرته پېښېږي.  [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

حافظه یو بشپړ پروسیسر نه دی او د ډېرو لاملونوله خوا اغېزمنه کېږي. هغه تګلارې چې په بنسټ یې معلومات شفر، ذخیره او بېرته وړاندې کېږي، کېدای شي ټولې زیانمنې شي. د بیلګې په توګه: درد د یوه داسې فزیکي حالت په توګه پېژندل شوی، چې د  حافظې د کمزورتیا لامل کېږي، چې په حیواني ماډلونو او د سختو دردونو په ناروغانو کې لیدل شوی دی. په اخذو کې د پاملرنې کچه کولای شي، د هغو معلوماتو کچه را ټیټه کړي، چې د ذخیره کولو لپاره شفرکېږي. د ذخیرې بهیر، د دماغ هغې برخې ته چې حافظې معلومات ذخیره کوي، لکه د هپپوکمپس، په فزیکي زیان سره زمانمن کېدای شي. په همدې ډول، د اوږدې مودې حافظې څخه د معلوماتو بېرته لاس ته راوړل، د د ې حافظې د زیان له امله ګډوډ کېدای شي. نورمال فعالیت، د وخت په تېریدو سره زیان او د مغز تخریب ټول د حافظې په دقت او وړتیا اغېزه کوي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

حسي حافظه

[سمول]

حسي حافظه، د یوه شي په لیدلو سره تر یوې ثانیې لږ معلومات ساتي، چې له حواسو څخه اخیستل کېږي. په یوه شېبه کې د یوه شي د لیدلو او یاد ته سپارلو وړتیا او د هغه د څرنګوالي په یاد لرل، د حسي حافظې یوه بېلګه ده. دا له ادراکي کنترول څخه بهر او یو اتوماتیک غبرګون دی. په یو لنډ پریزنتېشن کې ګډونوال ډېری وایي چې: په حقیقت کې د هغه څه په پرتله چې دوی یې وینې، د لږ راپور ورکولو (یاد لرلو) وړتیا لري. لومړنۍ کره تجربې د دې ډول حسي حافظې د سپړنې په برخه کې د جورج سپرلینګ (۱۹۶۳) له خوا د "نیمګړي راپور" د بېلګې په کارولو سره ترسره شوې. موضوعات د ۱۲ تورو په لړۍ کې وړاندې شول، چې په څلورو لیکو کې ترتیب شوي وو. له یوه لنډ پریزنتشن وروسته،

دا موضوعات په لوړ،منځني ا​​و ټیټ آواز وغږول شول، چې اشاره یې کوله چې غږ د کومي لیکې اړوند دی. د دې نیمګړي راپور د تجربو پر بنسټ، سپیرلینګ وښودله چې د حسي حافظې وړتیا نږدې ۱۲ توکي وه، خو دا چې دا په چټکۍ سره (په څو سوه ملی ثانیو کې) را ټیټه شوه. له دې امله چې د حافظې دا بڼه په چټکۍ سره را ښکته کېږي، چې ګډوڼوال نندارې ته ګوري، خو نه شي کولای چې ،ټول توکي، مخکې له دې چې دوی زیانمن، شي په یاد ولري (۱۲د "ټول راپور" په ترځ کې). دا ډول حافظه نه شي کولای چې، د تمرین له پراخېدو اوږده شي.[۲۴]

درې ډوله حسي حافظې شته. تصوري حافظه د انځوریزو معلوماتو ګړندې له منځه تلونکې ذخیره ده، او هغه ډول حسی حافظه ده چې په لنډه توګه د یوې کوچنۍ مودې لپاره درک شوی انځور ساتي. انګازه یي حافظه د غزیزو معلوماتو ګړندۍ له منځه تلونکې ذخیره ده، همدارنګه هغه ډول حسي حافظه ده چې د لنډې مودې لپاره درک شوی غږ ساتي. لمسي حافظه د حسي حافظې یو ډول دی چې د لمس د آخذې په بنسټ معلومات ذخیره کوي.  [۲۵]

لنډمهاله حافظه

[سمول]

لنډمهاله حافظه، د کاري حافظې په نوم هم یادېږي. لنډمهاله حافظه له څو ثانیو څخه تر یوې دقیقې پورې له تمرین پرته معلومات په یاد ساتي. خو وړتیا یې خورا لږ دی. په ۱۹۵۶ کال کې، جورج اې میلر (۱۹۲۰ – ۲۰۱۲ ز)، کله یې چې د بیل په لابراتوارونو کې کار کاوه، داسې تجربې په لاره واچولې، چې و یې ښودله، چې د لنډ مهاله حافظې ذخیره ۲ ± ۷ توکي دي. (له همدې امله، د هغه د مشهورې څېړنې سرلیک، "د ۲ ± ۷ جادویي شمېره" ؤ). د لنډ مهاله حافظې د وړتیا اوسني اټکلونه ټيټ دي، په عادي توګه د ۵-۴  توکو په لړۍ کې؛ خو د حافظې وړتیا د قطعه بندي د تګلارې په بنسټ لوړه کېدای شي. د بېلګې په توګه: د لس عددي تلیفون شمېرې د یاد ساتلو لپاره، یو کس کولای شي چې عددونه په دریو برخو ووېشي: لومړی، د سیمې کوډ (لکه ۱۲۳)، بیا درې عددي ټوټه (لکه ۴۵۶)، او وروستی، څلور- عددي ټوټه (لکه ۷۸۹۰). د تلیفون د شمېرو د یاد ساتلو دا کړنلاره د ۱۰ عددې لړۍ د یادولو د کوښښ په پرتله خورا اغېزمنه ده، ځکه چې موږ کولای شو چي معلومات له معني څخه ډکو د شمېرو ټوټو کې ترتیب کړو. دا د ځینو هېوادونو په ګړنلارو کې ښودل کېږي چې د تلیفون شمېرې د دوه څخه تر څلورو شمېرو پورې په څو ټوټو کې وېشي. [۲۶][۲۷]

لنډ مهاله حافظه داسې انګېرل کېږي چې، د معلوماتو د ساتلو لپاره په غږیز کوډ باندې او په لږ کچه په بصری کوډ باندې تکیه کوي. کونراد (۱۹۶۴ز) وموندله چې، د ازموینې موضوعاتو د حروفو د هغې ټولګې په یادولو کې ډېرې ستونزې درلودې، چې په غږیز ډول ورته دي، د بېلګې په توګه. E، P، D. د لید له اړخه د ورته تورو پرځای د صوت له اړخه په ورته تورو کې د یاد ساتلو ګډوډي په دې دلالت کوي چې چې توري په صوتي ډول شفره شوي دي. خو د کانراډ (۱۹۶۴) څېړنې، د لیکل شوي متن شفره تر بحث لاندې راولي. له دې امله، په داسې حال کې چې د لیکل شوي ژبې حافظه په غږيزه برخه تکیه کوي، د حافظې ټولو ډولونو ته عمومي کول امکان نه لري.  [۲۸]

اوږدمهاله حافظه

[سمول]

په حسي او لنډمهاله حافظه کې ذخیره زیاتره ډېر محدود ظرفیت او موده لري، پدې معنا چې معلومات د نامعلوم وخت لپاره نه ساتل کېږي. برعکس، اوږدمهاله حافظه وړتیا لري چې، په احتمالي توګه د لامحدودې مودې (کله ناکله د ټول عمر) لپاره په لویه کچه معلومات وساتي. د دې حافظې ظرفیت، د سنجش وړ نه دی. د بېلګې په توګه:د اووه عددي تصادفي شمېرې په پام کې نیولو سره، یو کس ممکن د هېرولو څخه مخکې یوازې د څو ثانیو لپاره هغه یاد وساتي، په دې معنا چې دا په لنډمهاله حافظه کې ذخیره شوې. له بلې خوا، یو کس ممکن د تکرار له لارې د ډېرو کلونو لپاره د تلیفون شمېرې په یاد وساتي؛ په دې معنا چې، دا معلومات په اوږد مهاله حافظه کې ساتل کېږي.

له هغه ځایه چې لنډمهاله حافظه، په غږیز ډول معلومات شفر کوي، اوږدمهاله حافظه یې په معنایي ډول شفر کوي: بیډلي (۱۹۶۶ز)  وموندله چې، له ۲۰ دقیقو وروسته، د ازموینې موضوعات د کلیمو دې ټولګې په اوږدمهاله یاد ساتلو کې چې ورته معنا لري (د بېلګې په توګه غټ، لوی، ستر) ډېر ستونزمن وو. د اوږدمهاله حافظې بل ډول اتفاقي حافظه ده، "چې د معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوي، لکه: 'څه'، 'کله' او 'چېرې'". په اتفاقي حافظه کې، کسان کولای شي چې ځانګړې پېښې، لکه: د زېږون جشنونه او ودونه په یاد وساتي. [۲۹][۳۰]

لنډمهاله حافظه، د عصبي اړیکو د لنډمهاله ډولونو له خوا ملاتړ کېږي، چې د مغز په مخکنۍ برخه (فراتل لوب) او منځنې برخه (پاریتل لوب) پورې اړه لري. (په ځانګړې توګه د شاتني او څنګ (ډورسولټرل) د تندي قشر). له بل اړخه، اوږدمهاله حافظه، په هغو عصبي اړیکو کې، چې په پراخه کچه په مغز کې خپرې دي، د ډېر ثابت او دایمي بدلونونو له خوا ساتل کېږي. هیپوکمپس (د نوو معلوماتو د زده کړې لپاره) د لنډ مهاله څخه تر اوږد مهالې حافظې پورې د معلوماتو د ترکیب لپاره اړین دی، که څه هم داسې نه برېښي چې ،معلومات په خپله ذخیره کړي. داسې نظرهم شتون لاره چې، د هیپوکمپس څخه پرته نوې یادونه په اوږدمهاله حافظه کې نه شي ذخیره کېدای او دا سې نظر هم شته و چې، په دې ځای کې د پاملرنې ډېره لڼد موده موجوده ده، لکه څنګه چې په لومړی ځل د ناروغ هینري مولیسون څخه راټول شوی و چې وروسته له هغه داسې فکر کېده چې دواړه هیپوکمپس يې په بشپړ ډول لرې کړي. د هغه د مغز وروستي معاینات، له مرګ نه وروسته ښیي چې ،هیپوکیمپس د لومړي ځل په پرتله ډېر سالم و، چې د لومړنیو معلوماتو څخه رااخیستل شوې تیورۍ تر پوښتنې لاندې راولي. هیپوکیمپس ممکن له لومړنۍ زده کړې وروسته، د درېو میاشتو یا ډېرېمودې لپاره د عصبي اړیکو په بدلون کې ښکېل و.[۳۱]

څېړنې وایي چې: په انسانانو کې د اوږد مهالې حافظې ذخیره د ډي ان اې میتایلیشن (په میتایل سره د هایدروجن بدلون)، او د "پریون" جین له خوا ساتل کېدای شي.[۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Sherwood L (1 January 2015). Human Physiology: From Cells to Systems. Cengage Learning. pp. 157–162. ISBN 978-1-305-44551-2.
  2. Eysenck M (2012). Attention and Arousal : Cognition and Performance. Berlin, Heidelberg: Springer Berlin Heidelberg. ISBN 978-3-642-68390-9. OCLC 858929786.
  3. Staniloiu A, Markowitsch HJ (2012-11-01). "Towards solving the riddle of forgetting in functional amnesia: recent advances and current opinions". Frontiers in Psychology. Frontiers Media SA. 3: 403. doi:10.3389/fpsyg.2012.00403. PMC 3485580. PMID 23125838.
  4. Smith CN (November 2014). "Retrograde memory for public events in mild cognitive impairment and its relationship to anterograde memory and neuroanatomy". Neuropsychology. American Psychological Association (APA). 28 (6): 959–72. doi:10.1037/neu0000117. PMC 4227913. PMID 25068664.
  5. Ortega-de San Luis C, Ryan TJ (May 2018). "United states of amnesia: rescuing memory loss from diverse conditions". Disease Models & Mechanisms. The Company of Biologists. 11 (5): dmm035055. doi:10.1242/dmm.035055. PMC 5992608. PMID 29784659.
  6. Staniloiu A, Markowitsch HJ (April 2012). "The remains of the day in dissociative amnesia". Brain Sciences. MDPI AG. 2 (2): 101–29. doi:10.3390/brainsci2020101. PMC 4061789. PMID 24962768.
  7. Spiegel DR, Smith J, Wade RR, Cherukuru N, Ursani A, Dobruskina Y, et al. (2017-10-24). "Transient global amnesia: current perspectives". Neuropsychiatric Disease and Treatment. Dove Medical Press Ltd. 13: 2691–2703. doi:10.2147/ndt.s130710. PMC 5661450. PMID 29123402.
  8. Bauer PJ, Larkina M (2013-11-18). "The onset of childhood amnesia in childhood: a prospective investigation of the course and determinants of forgetting of early-life events". Memory. Informa UK Limited. 22 (8): 907–24. doi:10.1080/09658211.2013.854806. PMC 4025992. PMID 24236647.
  9. Baddeley A (2007-03-15). Working Memory, Thought, and Action. Oxford University Press. doi:10.1093/acprof:oso/9780198528012.001.0001. ISBN 978-0-19-852801-2. S2CID 142763675.
  10. Graf P, Schacter DL (July 1985). "Implicit and explicit memory for new associations in normal and amnesic subjects" (PDF). Journal of Experimental Psychology: Learning, Memory, and Cognition. 11 (3): 501–18. doi:10.1037/0278-7393.11.3.501. PMID 3160813. Archived from the original (PDF) on 2021-10-26. نه اخيستل شوی 2021-12-09.
  11. Schacter DL, Addis DR (May 2007). "The cognitive neuroscience of constructive memory: remembering the past and imagining the future". Philosophical Transactions of the Royal Society of London. Series B, Biological Sciences. The Royal Society. 362 (1481): 773–86. doi:10.1098/rstb.2007.2087. PMC 2429996. PMID 17395575.
  12. Schacter DL, Addis DR, Buckner RL (September 2007). "Remembering the past to imagine the future: the prospective brain". Nature Reviews. Neuroscience. Springer Nature. 8 (9): 657–61. doi:10.1038/nrn2213. PMID 17700624. S2CID 10376207.
  13. Szpunar KK (March 2010). "Episodic Future Thought: An Emerging Concept". Perspectives on Psychological Science. SAGE Publications. 5 (2): 142–62. doi:10.1177/1745691610362350. PMID 26162121. S2CID 8674284.
  14. Foerde K, Knowlton BJ, Poldrack RA (August 2006). "Modulation of competing memory systems by distraction". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. Proceedings of the National Academy of Sciences. 103 (31): 11778–83. Bibcode:2006PNAS..10311778F. doi:10.1073/pnas.0602659103. PMC 1544246. PMID 16868087.
  15. Tulving E, Schacter DL (January 1990). "Priming and human memory systems". Science. 247 (4940): 301–6. Bibcode:1990Sci...247..301T. doi:10.1126/science.2296719. PMID 2296719. S2CID 40894114.
  16. Moriarty O, McGuire BE, Finn DP. (2011). The effect of pain on cognitive function: a review of clinical and preclinical research. Prog Neurobiol93:385–404.
  17. Low LA. (2013). The impact of pain upon cognition: what have rodent studies told us? Pain154:2603–2605
  18. Liu X, Li L, Tang F, Wu S, Hu Y. (2014). Memory impairment in chronic pain patients and the related neuropsychological mechanisms: a review. Acta Neuropsychiatrica26:195–201
  19. Lazzarim, Mayla K, Targa, Adriano, Sardi, Natalia F, et al. Pain impairs consolidation, but not acquisition or retrieval of a declarative memory. Behavioural Pharmacology. 2020;31(8):707-715. doi:10.1097/FBP.0000000000000576.
  20. Squire LR (October 2009). "Memory and brain systems: 1969-2009". The Journal of Neuroscience. 29 (41): 12711–6. doi:10.1523/jneurosci.3575-09.2009. PMC 2791502. PMID 19828780.
  21. Squire LR, Wixted JT (2011-07-21). "The cognitive neuroscience of human memory since H.M". Annual Review of Neuroscience. Annual Reviews. 34 (1): 259–88. doi:10.1146/annurev-neuro-061010-113720. PMC 3192650. PMID 21456960.
  22. Li M, Zhong N, Lu S, Wang G, Feng L, Hu B (2016-01-05). Branchi I (ed.). "Cognitive Behavioral Performance of Untreated Depressed Patients with Mild Depressive Symptoms". PLOS ONE. Public Library of Science (PLoS). 11 (1): e0146356. Bibcode:2016PLoSO..1146356L. doi:10.1371/journal.pone.0146356. PMC 4711581. PMID 26730597.
  23. Bennett IJ, Rivera HG, Rypma B (May 2013). "Isolating age-group differences in working memory load-related neural activity: assessing the contribution of working memory capacity using a partial-trial fMRI method". NeuroImage. Elsevier BV. 72: 20–32. doi:10.1016/j.neuroimage.2013.01.030. PMC 3602125. PMID 23357076.
  24. Sperling G (February 1963). "A model for visual memory tasks". Human Factors. 5: 19–31. doi:10.1177/001872086300500103. PMID 13990068. S2CID 5347138.
  25. Carlson NR (2010). Psychology: the science of behavior. Boston, Mass: Allyn & Bacon. ISBN 978-0-205-68557-8. OCLC 268547522.
  26. Cowan N (February 2001). "The magical number 4 in short-term memory: a reconsideration of mental storage capacity". The Behavioral and Brain Sciences. 24 (1): 87–114, discussion 114–85. doi:10.1017/S0140525X01003922. PMID 11515286. S2CID 8739159.
  27. Miller GA (March 1956). "The magical number seven plus or minus two: some limits on our capacity for processing information". Psychological Review. 63 (2): 81–97. CiteSeerX 10.1.1.308.8071. doi:10.1037/h0043158. PMID 13310704.
  28. Conrad R (1964). "Acoustic Confusions in Immediate Memory". British Journal of Psychology. 55: 75–84. doi:10.1111/j.2044-8295.1964.tb00899.x.
  29. Baddeley AD (November 1966). "The influence of acoustic and semantic similarity on long-term memory for word sequences". The Quarterly Journal of Experimental Psychology. 18 (4): 302–9. doi:10.1080/14640746608400047. PMID 5956072. S2CID 39981510.
  30. Clayton NS, Dickinson A (September 1998). "Episodic-like memory during cache recovery by scrub jays". Nature. 395 (6699): 272–4. Bibcode:1998Natur.395..272C. doi:10.1038/26216. PMID 9751053. S2CID 4394086.
  31. Scoville WB, Milner B (February 1957). "Loss of recent memory after bilateral hippocampal lesions". Journal of Neurology, Neurosurgery, and Psychiatry. 20 (1): 11–21. doi:10.1136/jnnp.20.1.11. PMC 497229. PMID 13406589.
  32. Miller CA, Sweatt JD (March 2007). "Covalent modification of DNA regulates memory formation". Neuron. 53 (6): 857–69. doi:10.1016/j.neuron.2007.02.022. PMID 17359920.
  33. Papassotiropoulos A, Wollmer MA, Aguzzi A, Hock C, Nitsch RM, de Quervain DJ (August 2005). "The prion gene is associated with human long-term memory". Human Molecular Genetics. 14 (15): 2241–6. doi:10.1093/hmg/ddi228. PMID 15987701.
  34. Buchmann A, Mondadori CR, Hänggi J, Aerni A, Vrticka P, Luechinger R, et al. (2008). "Prion protein M129V polymorphism affects retrieval-related brain activity". Neuropsychologia. 46 (9): 2389–402. doi:10.1016/j.neuropsychologia.2008.03.002. PMID 18423780. S2CID 35432936.