هارولډ مکمېلن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
هارولډ مکمېلن
(انګلیسي: Harold Macmillan د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هارولډ مکمېلن

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰ فبروري ۱۸۹۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
مړینه 29 ډيسمبر 1986 (92 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۳][۱۴][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت بريتانيا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د برېتانیې لومړی وزیر   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۰ جنوري ۱۹۵۷  – ۱۹ اکتوبر ۱۹۶۳ 
Fleche-defaut-droite-gris-32.png انتوني ایدن 
الېک ډاګلاس-هیوم  Fleche-defaut-gauche-gris-32.png
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۴]
ډیپلوماټ
پوځي ځواک  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جگتورن  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ماریس هارولډ مکمېلن، د سټاکټن لومړی اېرل، د وړتیا نښان (Order of Merit) درلودونکی، د بریتانیا د ځانګړې شورا غړی (Privy Council)، د شاهي ټولنې غړی(Fellow of the Royal Society)، ( ۱۸۹۴ز کال د فبروري ۱۰  - د ۱۹۸۶ ز کال د دسمبر ۲۹مه ) د برېتانیې محافظه کار سیاستوال و چې د ۱۹۵۷ کال نه تر ۱۹۶۳ ز کال پورې د بریتانیې لومړی وزیر و. هغه چې د "سوپرمک" په بڼه کاریکاتور شوی، د واقعیت پالنې، هوښیارتیا او آرامتیا له اړخه یې شهرت درلود. [۱۷]

د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې، مکمېلن د پلي افسر په توګه سخت ټپي شو. هغه د خپل ژوند تر پایه له درد او نسبي بې حرکتۍ نه ځورېده. له جګړې وروسته د خپلې کورنۍ د کتاب خپرولو له سوداګرۍ سره یوځای شو، بیا د ۱۹۲۴ ز کال په ټولټاکنو کې پارلمان ولاړ. هغه خپله چوکۍ په ۱۹۲۹ ز کال کې له لاسه ورکړه، په سټاکټن-آن-ټیز کې د بې کارۍ د لوړې کچې پر وړاندې د هغه له پرله پسې خبرو لږ وروسته، په ۱۹۳۱ ز کال کې یې هغه بېرته ترلاسه کړه. هغه د جرمني د سولې له سیاست سره چې د محافظه کار حکومت له لوري پلی کېده، مخالفت وکړ. د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې، د لومړي وزیر وېنسټن چرچیل تر لاس لاندې لوړ مقام ته ورسېد. مکمېلن په ۱۹۵۰ ز کلونو کې د انتوني ایډن تر مشرۍ لاندې د بهرنیو چارو وزیر او د خزانې وزیر په توګه خدمت وکړ. 

کله چې ايډن د سوئز له کړکېچ وروسته، په ۱۹۵۷ ز کال کې ګوښه شو، مکمېلن د لومړي وزیر او د محافظه کار ګوند مشر په توګه د هغه ځای ناستی شو. هغه د دزرائیلي دود یو ملتپاله محافظه کار و او د جګړې وروسته هوکړې ملاتړ یې وکړ. نوموړي د هوسا دولت او مختلط اقتصاد نه چې په کې ځینې ملي شوې صنایع او پیاوړې سوداګریزې ټولنې په کې شتون ولري، له اړتیا نه ملاتړ وکړ. هغه د تقاضا ساتلو لپاره د کسري لګښتونو د کینزي ستراتیژۍ او د ودې د ماشين په توګه د کورني بازار د پراختیا لپاره  د لویو شرکتونو پر بنست د سیاستونو پلي کولو نه دفاع وکړه. له مناسبو نړیوالو شرایطو نه په ګټه اخیستنې سره، د بډایه دوران مشري یې وکړه، چې د ټیټې بې کاري او لوړې ودې که څه هم نابرابره  وه، د هغې له ځانګړتیاوو نه وه. د ۱۹۵۷ ز کال د جولای د میاشتې په خپله وینا کې یې ملت ته وویل چې: حالت "هېڅکله دومره غوره نه و"، خو د انفلاسیون له خطرونو نه یې خبرداری ورکړ، چې په ۱۹۵۰ز کلونو کې دا حساسه نېکمرغي پای ته ورسوله. هغه په ۱۹۵۹ ز کال کې محافظه کاران په ډېر اکثریت سره بریا ته ورسول.   [۱۸][۱۹][۲۰]

مکمېلن په نړیوالو چارو کې د ۱۹۵۶ ز کال د سوئز کړکېچ (چې دی یې یو له جوړوونکو نه و) له ماتېدو نه د متحده ایالاتو سره د ځانګړو اړیکو د بیا رغولو لپاره کار وکړ او د افریقا د استعمار ختمېدو ته یې اسانتیا برابره کړه. د اټومي دوران له واقعیتونو سره د مخامخ کېدو لپاره یې د هېواد دفاعي سیستم له سره تنظیم کړ او د عسکرۍ ملي خدمت یې پای ته ورساوه، پولاریز پروګرام له لارې قاره ویشتونکو توغوندیو ته په لاس رسي یې اټومي ځواکونه پیاوړي کړل او د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد سره یې د اټومي ازموینې بندیز ته لاره پرانیسته. وروسته له هغه چې د سکایبولټ توغوندیو ناورین د انګلېس-امریکا ستراتیژیکې اړیکې کمزورې کړې، هغه په اروپا کې د بریتانیا لپاره د لافعالې ونډې په لټه کې شو، خو د هغه فرانسې ته د متحده ایالاتو د اټومي رازونو په ډاګه کولو کې بې میلې وښوده، چې په ځواب کې فرانسې د اروپا په اقتصادي ټولنه د انګلستان غړیتوب ویتو کړ. د هغه د صدارت د دورې پای ته نږدې، د نوموړي حکومت د واسال او پروفومو د رسوایۍ له امله ټکان وخوړ، چې کلتوري محافظه کارانو او د ورته مخالفو ګوندونو پلویانو د بریتانوي تشیکلاتو اخلاقي زوال په ګوته کړ. مکمېلن له خپل ګوښه کېدو نه وروسته، د یوه سیاسي مشر په توګه اوږد تقاعدي ژوند وکړ. هغه په خپل زړکتوب کې د خپلو ځایناستو په څېرسخت نیوکه کوونکی و، لکه څنګه چې په ځوانۍ کې د خپلو مخکینیو نیوکه کوونکی و. نوموړي د ۹۲ کلونو په عمر په ۱۹۸۶ ز کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې.    [۲۱][۲۲]

مکمېلن د برېتانیې وروستی لومړی وزیر و چې د ویکټوریا په دوران کې زېږېدلی، وروسته یې په لومړۍ نړیواله جګړه کې خدمت کړی او وروستی میراثي غړیتوب یې ترلاسه کړ. 

لومړنی ژوند   [سمول]

کورنۍ     [سمول]

مکمیلن د ۱۸۹۴ ز کال د فبروري په ۱۰ مه د لندن د چلسي په ۵۲ کاډوګان پلېس د موریس کرافورډ مکمېن (۱۸۵۳-۱۹۳۶ز) او د هغه مېرمن، پخوانۍ هېلن (نیلي) آرټي تاېرلټون بېلز (۱۸۵۶-۱۹۳۷ز) په کورنۍ کې زېږېدلی، چې پلار یې یو خپروونکی او مور یې هنرمنده او د اندیانا د سپنسر اوسېدونکې ټولنیز فعاله وه. نوموړي دوه وروڼه درلودل، ډنیل چې اته کاله او آرتور چې څلور کاله له هغه نه مشران وو. پلارنی نیکه یې، ډنیل مکمېلن (۱۸۱۳-۱۸۵۷ز)، چې د مکمېلن خپرندویه شرکت بنسټ یې کېښود، د آران ټاپو نه د سکاټلنډي اجاره کوونکی بزګر زوی و. هغه ځان سکاټلنډي ګاڼه.  [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

زده کړې، پوهنتون او لومړنی سیاسي لیدلوری   [سمول]

مکمېلن، لومړنۍ لنډ مهاله زده کړې، د خپلې امریکایي مور تر نږدې لارښوونې لاندې ترلاسه کړې. هغه هر سهار په کور کې د یو لړ پر له پسې خدمتګارانو نه فرانسوي ژبه زده کړه او هره ورځ یې کور ته نږدې د مېسټر مکفورسن په ښوونځۍ او د نڅا په اکاډمۍ کې  تمرین کاوه. د شپږو یا اووه کلونو په عمر کې د سلوان چوک ته نږدې د مېستر ګلډسټون په ورځنۍ ښوونځۍ کې يې په کلاسیک لاتین او یوناني کې ابتدايي درسونه ترلاسه کړل.        [۲۷][۲۸][۲۹]

مکمېلن آکسفورد د سمر فیلډز ښوونځي (۱۹۰۳-۱۹۰۶ز) ته ولاړ. په ایتون کالج کې درېیم ممتاز زده کوونکی و، خو هلته یې وخت (۱۹۰۶-۱۹۱۰ز ) د پر له پسې ناروغۍ له امله، چې په لومړۍ نیمایي کې ذات الریه ته نږدې په وژونکي برید سره پیل شو، ژوبل شو. خپل وروستی کال یې د شرایطو د نه پوره کولو له امله له لاسه ورکړ او خصوصي ښوونکو په کور کې ورته درس ورکاوه (۱۹۱۰-۱۹۱۱ز)، په ځانګړې توګه رونالډ ناکس، چې د سترې کلیسا د انګلیسي اصولو د پوهېدو لپاره یې ډېر کارونه وکړل. هغه د آکسفورد، د بېلیول کالج نه د نندارتون (سکالرشېپ) کټونکی شو. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۱][۳۳][۳۴]

هغه د ماشومتوب، نوې ځوانۍ او وروسته د ځواني په وخت کې د لیبرال لومړيو وزیرانو د لړۍ د پالیسیو او مشرتابه ستاینه کوله، چې د هنري کمپبل-بنرمن نه پیل شو، هغه کله چې مکمیېلن یوازې ۱۱ کلن و، واک ته ورسېد او بیا اچ.اچ. اسکوېث، چې وروسته یې هغه "اندیال او اخلاقي شرافت بېلګه" توصیف کړ او په ځانګړې توګه د اسکوېث ځای ناستی، ډېوېډ لوېډ جورج، چې د "عمل سړی" یې ګاڼه، چې خپلې موخې سرته رسوي.  [۳۵]

مکمېلن په ۱۹۱۲ ز کال کې د بېلیول کالج ته ولاړ، چې هلته له ډېرو سیاسي ټولنو سره یو ځای شو. په دې پړاو کې، د هغه سیاسي لیدلوری معتدله محافظه کارۍ او معتدل لوست وو،خو په ځانګړي ډول په ۱۹۱۳ ز کال کې د آکسفورد اتحادیې په ټولنه کې چې هلته غړی او مناظره کوونکی و، د لوېډ جورج وینا تر اغېزې لاندې راغی. مکمېلن د اتحادیې د رئیس والټر مانکټون شاګرد و، وروسته د کابینې غړی شو، په دې توګه، بیا د اتحادیې منشي او وروسته اتحادیې ټیټ پوړی خزانه دار شو (د ۱۹۱۴ ز کال په مارچ کې پرته له مخالفته وټاکل شو، بیا یوه ناڅاپه پېښه را منځ ته شوه) او د هغه د ژوندلیک لیکونکو په نظر، که جګړه  نه وی پېښه شوې، "تقریباً په تقیني توګه" د اتحادیې رئیس به شوی و. هغه په ۱۹۱۴ ز کال کې د آنرز موډرنایزیشن په ازموینه کې لومړی درجه سند ترلاسه کړ چې په غیر رسمي ډول د موډز په نوم بلل کېږي (چې لاتیني او یوناني ژبې په کې شاملې دي، چې د آکسفورد د انساني علومو د څلور کلنې دورې له لومړۍ نیمایي اخستل کېږي، چې په غیر رسمي ډول د ګرېټز په نامه یادېږي). د هغه وروستیو ازموینو ته دوه کاله پاتې وو چې ،نوموړي د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیل نه لږ وړاندې، په اکسفورډ کې د تثلیث (اوړي) له په زړه پورې سمستر نه یې خوند واخیست.   [۳۶][۳۷][۳۸]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118729985  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12035125w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Harold-Macmillan — subject named as: Harold Macmillan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6736r80 — subject named as: Harold Macmillan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/11441 — subject named as: Harold Macmillan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p1029.htm#i10287 — subject named as: Maurice Harold Macmillan, 1st Earl of Stockton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/macmillan-harold — subject named as: Harold Macmillan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Kindred Britain ID: http://kindred.stanford.edu/#/kin/full/none/none/I6331 — subject named as: Capt. [Maurice] Harold Macmillan — سرليک: Kindred Britain
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0038998.xml — subject named as: Harold Macmillan — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=macmillan — subject named as: Harold Macmillan
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=http://roglo.eu/roglo?&id=p=harold;n=macmillan — subject named as: Harold Macmillan
  12. genealogics.org person ID: https://www.genealogics.org/getperson.php?personID=I00019876&tree=LEO — subject named as: Sir Harold MacMillan — دوتنه: Leo van de Pas
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=37875 — subject named as: Harold Macmillan — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ https://cs.isabart.org/person/141490 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000002740 — subject named as: Harold Earl of Stockton Macmillan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  16. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12035125w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  17. (په 30 December 1986 باندې). Harold Macmillan Dies at 92. The New York Times.
  18. Richard Lamb, The Macmillan Years 1957–1963: The Emerging Truth (London: John Murray, 1995), pp. 14–15.
  19. Leitch, David (8 دسمبر 1996), "The spy who rocked a world of privilege", The Independent, London, مؤرشف من الأصل في 4 اګست 2012 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Middleton 1997، صص. 422–23.
  21. Leitch, David (8 دسمبر 1996), "The spy who rocked a world of privilege", The Independent, London, مؤرشف من الأصل في 4 اګست 2012 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Richard Lamb, The Macmillan Years 1957–1963: The Emerging Truth (London: John Murray, 1995), pp. 14–15.
  23. "Winds of Change" speech, minute 29:04. "PM Harold Macmillan - Wind of Change Speech at the Cape Town Parliament - 3 February 1960". YouTube. مؤرشف من الأصل في 24 نومبر 2017. د لاسرسي‌نېټه 4 دسمبر 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Campbell 2009, p. 245
  25. Horne 2008، ص. 9.
  26. Fisher 1982، ص. 2.
  27. Charles Williams, Harold Macmillan (London: Weidenfeld & Nicolson, 2009), p. 15.
  28. (په 23 January 1962 باندې). [{{{url}}} Mr T.S. Morton]. The Times.
  29. Horne 2008، ص. 13.
  30. Horne 1988, p. 15
  31. ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ Horne 2008، ص. 16.
  32. Simon Ball, The Guardsmen, Harold Macmillan, Three Friends and the World They Made, (London, Harper Collins), 2004, p. 19.
  33. Williams, Macmillan, pp. 19–26.
  34. Horne 1988, p. 15
  35. D. R. Thorpe, Supermac(Chatto & Windus, 2010).
  36. Horne 1988, p. 22
  37. Thorpe 2010, p. 41
  38. Supermac.