انتوني ایدن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انتوني ایدن
(انګلیسي: Anthony Eden د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
انتوني ایدن
انتوني ایدن

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Robert Anthony Eden د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۲ جون ۱۸۹۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه 14 جنوري 1977 (80 کاله)[۱][۲][۳][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د برېتانیې لومړی وزیر[۱۲][۱۳]   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۶ اپرېل ۱۹۵۵  – ۹ جنوري ۱۹۵۷ 
وېنسټون چرچل 
هارولډ مکمېلن 
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۲]
ډیپلوماټ[۱۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۴][۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د برتانيا فوځ[۱۲]  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه[۱۲]
دويمه نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رابرت انتوني ایدن، د آوون لومړی اېرل، د جورابو د بند د اتلولۍ نښان (Knight of the Garter)، د پوځي صلیب (Military Cross) مډال، د بریتانیا د ځانګړې شورا غړی (Privy Council) د ویاړونو درلودنکی (د ۱۸۹۷ کال د جون له ۱۲ – د ۹۷۷ کال د جون تر ۱۴) یو بریتانوي محافظه کار سیاستوال و چې دری دورې یې د بهرنیو چارو د وزیر او وروسته له ۱۹۵۵ کال تر ۱۹۵۷ کال پورې د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ.

نوموړي د پارلمان د یو ځوان محافظه کارغړي په بڼه یې په د چټکۍ پرمختګ وکړ، په ۳۸ کلنۍ کې د بهرنیو چارو وزیر شو، خو وروسته، د ایټالیا موسولیني ته د نیویل چیمبرلین د ډاډ د سیاست پروړاندې په نیوکه کې هغه استعفا ورکړه.  بیا نوموړي د دوهمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې او دریم ځل د ۱۹۵۰ کلونو په لومړیو کې دا چوکۍ بېرته ترلاسه کړه. ایدن چې شاوخوا ۱۵ کاله د وینسټن چرچل مرستیال و، د ۱۹۵۵ کال په اپریل کې د محافظه کار ګوند د مشر او لومړي وزیر په توګه د هغه ځای ناستی شو او یوه میاشت وروسته یې ټول ټاکنې وګټلې. [۱۶][۱۷]

په ۱۹۵۶ کال کې د ایدن شهرت هغه وخت تر سیوري لاندې راغئ چې متحده ایالاتو د سویز کړکېچ ته د انګلیس - فرانسوي نظامي غبرګون له ملاتړ څخه انکار وکړ، چې د ګوندي نیوکه کوونکو دا د برتانیا په بهرني سیاست کې یو تاریخي شاتګ په ګوته کړ او په منځني ختیځ کې یې د برتانیا د برلاسۍ پای پیل کړ. زیاتره تاریخپوهان وایي چې هغه یو لړ تیروتنې وکړې، په ځانګړې توګه هغه د نظامي ګام سره د امریکا په مخالف لیدلوري پوه نه شو. د سویز د عملیاتو د پای له حکم دوه میاشتې وروسته، هغه د ناروغۍ او د پراخه شک له امله چې ګواکي د فرانسې او اسراییلو سره د همکارۍ د کچې په اړه د اعوامو مجلس ګمراه کړی دی، د صدارت له چوکۍ استعفا ورکړه.  [۱۸][۱۹][۲۰]

په ټولیزه توګه ایدن د بریتانیا د شلمې پېړی د لومړیو وزیرانو په نوملړ کې لږ بریالی شمېرل کېږي، که څه هم دوه پراخه خواخوږي ژوندلیکونه (په ۱۹۸۶ او ۲۰۰۳ کلونو کې) د نظریاتو دا ډول انډول یو څه بدلوي. ژوند لیکونکی ډي آر تروپ د سویز کړکېچ د "د هغه د لومړي دورې لپاره په ریښتیا خواشینی پای وباله او یوه داسې پېښه چې د هغه د تجربې په هره ارزونه کې نا انډوله ټکی اضافه کوي."[۲۱][۲۲][۲۳]

کورنۍ[سمول]

اډین د ۱۸۹۷ کال د جون په ۱۲ نېټه د درهم ناحیې په وینډلسټون هال کې په یوه محافظه کاره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه د اووم او پنځم بارونیټ ښاغلي وېلیم ایدن او سیبیل فرانسیس ګرې، چې د نارتمبرلینډ د مشهور ګرې کورنۍ غړې وه، له څلورو زامنو څخه دریم و. ښاغلی وېلیم پخوانی ډګروال او د یوې پخوانۍ لقب لرونکې کورنۍ سیمه ایز قضایي مامور و. نوموړی چې یو عجیب او بدخویه کس و، یو تکړه نقاش، انځورګر او د تجسمي هنر راټولونکی و. د ایدن مور غوښتل چې له فرانسس نولېس سره واده وکړي، چې وروسته یو لوی شاهي سلاکار شو، خو د ویلز د شهزاده له خوا د دې رښتې ممانعت شو. که څه هم هغه په سیمه ایزه کچه یوه مشهوره څېره وه، د خپلو ماشومانو سره یې ترینګلې اړیکې درلودې او ناوړه چلند یې د کورنۍ برخلیک خراب کړ، پدې معنی چې د ایدن مشر ورور ټیم اړ شو چې په ۱۹۳۶ کال کې وینډلسټون وپلوري. راب بټلر وروسته د نوموړي د مور او پلار په اړه داسې څرګندوي چې د انتوني ایدن – چې یو ښایسته خو بدخویه کس و- چې "لیونی بارونېت پلار، او ډېرښایسته مور یې درلوده".    [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د ایدن نیکه وېلیم ایرمونګر و چې د ټاپووزمې د جګړې په ترڅ کې د دوهم پیاده کنډک قوماندان و او په ویمیرو کې یې د ویلنګټن د ډوک (چې په همدې وخت کې یې دا لقب ترلاسه کړی و) تر مشرۍ لاندې جګړه وکړه. هغه همدارنګه د مریلنډ د والي د لومړي بارونیټ ښاغلي رابرټ ایدن، له اولادې و او د مریلنډ د کالورت کورنۍ له لارې، د اروندیل او هاورد کورنیو (د نورفولک د ډوک په ګډون) د لرغوني رومي کاتولیک اشرافو سره او همدارنګه د انګلیسي اېرل کورنیو لکه د کارلیسیل، ایفینګهم او سوفولک سره نسب درلود. د کالورت کورنۍ د ۱۸ پېړۍ په پیل کې په مریلنډ کې د ملکیت د بېرته ترلاسه کولو په موخه د انګلسان د رسمي کلیسا مذب ته اوښتي وو. نوموړي همدارنګه د ډنمارکي (د شافالتزکي دي موکادیل کورنۍ) او نارویژي (د بای کورنۍ) نسب هم درلود. ايډن يو ځل تعجب وکړ کله چې پوه چې د نوموړي یو نیکه، د چرچل د نيکه، مارلبورو د ډوک په شان، د باربرا کاسلمين سره مینه درلوده.  [۲۹][۳۰][۳۱]

د ډېرو کلونو په اوږدو کې داسې ویل کېدل چې د ایدن اصلي پلار سیاستوال او لیکونکی جورج وینډم و، خو دا ناشونې وه ځکه چې د ایدن د زیږون پر مهال وینډم په سویلي افریقا کې و. همدارنګه، داسې ګنګوسې وې چې د ایدن مور د وینډم سره اړیکه درلوده. مور یې له وینډم سره په ۱۸۹۶ کال مینه ناکه لیکونه بدلول خو وینډم وینډلسټون ته ډېر کم تګ راتګ کاوه او شاید د سیبیل له احساسات سره لوبه نه وې کړې. د دې ګنګوسو له امله اډین حیران شو، خو د هغه د ژوند لیکونکي روډس جېمز په وینا، ښایي هغه په دې باور نه درلود. له خپلو وروڼو او خویندو سره نوموړي ورته والی نه درلود، خو د هغه پلار ښاغلې وېلیم  هغه "د ګری له نسب ګڼلو، نه د ایدن" [۳۲][۳۳]

ایدن د جان په نوم یو مشر ورور درلود، چې په ۱۹۱۴ کال کې په عملیاتو کې ووژل شو، او د نیکولاس په نوم یو کوچنی ورور درلود چې په ۱۹۱۶ کال کې د جتلنډ په جګړه کې هغه وخت ووژل شو چې د اچ ام اس اندیفتیګېبل جنګی بېړۍ وچاودېده او ډوبه شوه. [۳۴][۳۵]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12206334c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Anthony-Eden — subject named as: Anthony Eden — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gm929n — subject named as: Anthony Eden — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. subject named as: Robert Anthony Eden — The Black Book ID: https://www.forces-war-records.co.uk/hitlers-black-book/person/127 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Walter Schellenberg او Schutzstaffel — سرليک: Sonderfahndungsliste G.B. — خپرونکی: Schutzstaffel
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/11440 — subject named as: Anthony Eden — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10632.htm#i106313 — subject named as: Robert Anthony Eden, 1st Earl of Avon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/eden-robert-anthony — subject named as: Robert Anthony Eden — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Sir_Anthony_Eden — subject named as: Sir Anthony Eden — سرليک: Store norske leksikon
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0023453.xml — subject named as: Anthony Eden — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/19140 — subject named as: Anthony Robert Eden — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  11. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=17048 — subject named as: Anthony Robert Eden — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ۱۲٫۳ Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/31060 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  13. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Anthony-Eden — سرليک: Encyclopædia Britannica
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12206334c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  15. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/42761571
  16. Robert Mallett, "The Anglo‐Italian war trade negotiations, contraband control and the failure to appease Mussolini, 1939–40." Diplomacy and Statecraft 8.1 (1997): 137–167.
  17. Churchill 1948
  18. David Dutton: Anthony Eden. A Life and Reputation (London, Arnold, 1997).
  19. Tony Shaw, Eden, Suez & the Mass Media: Propaganda & Persuasion during the Suez Crisis (1996).
  20. Keith Layborn (2002). Fifty Key Figures in Twentieth Century British Politics. Routledge. د کتاب پاڼې 102. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781134588749. مؤرشف من الأصل في ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Churchill 'greatest PM of 20th Century'". bbc.co.uk. مؤرشف من الأصل في ۲۹ اکتوبر ۲۰۰۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۰۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Robert Rhodes James (1986) Anthony Eden; D. R. Thorpe (2003) Eden.
  23. Thorpe (2003) Eden.
  24. Aster 1976, p. 2.
  25. Rhodes James 1986, pp. 9–14.
  26. Rhodes James 1986, p. 10.
  27. Rhodes James 1986, p. 6.
  28. John Charmley (1989) Chamberlain and the Lost Peace.
  29. Antiques Trade Gazette, 26 November 2011, p. 45.
  30. Rhodes James 1986, p. 3.
  31. Ole Feldbæk, Ole Justesen, Svend Ellehøj, Kolonierne i Asien og Afrika, 1980, p. 171.
  32. D. R. Thorpe, Eden, (Robert) Anthony, first earl of Avon (1897–1977)', Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, 2004; online edn, May 2011.
  33. Rhodes James 1986, pp. 16–18.
  34. "Casualty Details". CWGC. 1916. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Casualty Details". CWGC. 1914. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)