منځپانگې ته ورتلل

وېنسټون چرچل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وېنسټن لیونارد سپنسر چرچل (د ۱۸۷۴ز  کال د نومبر له ۳۰ نه د ۱۹۶۵ ز کال د جنوري تر ۲۴ مې پورې)، د جورابو د بند د اتلولۍ نښان (Knight of the Garter)، د وړتیا نښان (Order of Merit)، د اتلانو ویاړ نښان (Order of the Companions of Honour)، د خاورې د اتلولۍ نښان (Territorial Decoration)، د تورن د مرستیال ویاړ (Deputy lieutenant)، د شاهي ټولنې یاور (Fellow of the Royal Society)، د هنرونو د شاهي اکاډمۍ ویاړ (Royal Academy of Arts) درلودونکی یو بریتانوي سیاستوال و چې د دویمي جګړې په اوږدو کې یې له ۱۹۴۰زکال نه تر ۱۹۴۵ ز کال پورې او بیا له ۱۹۵۱ ز کال نه تر ۱۹۵۵ ز کال پورې د لویې بریتانیا د لومړي وزير په توګه دنده ترسره کړه.

وېنسټون چرچل
Winston Churchill (انګليسي) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۳۰ نومبر ۱۸۷۴[۳][۴][۵] — ۱۸۷۴[۶] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۲۴ جنوري ۱۹۶۵[۳][۴][۵] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
stroke (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ښخولو ځای
استوګنځی
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
بلننوم
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
غړی د
دین
اړين مالومات
مهمې پېښې
جګړه
جوړښت
جایزې
  لړۍ...

چرچل چې د لومړي وزیر په توګه د جګړې په اوږدو کې د مشرتابه له امله غوره شهرت لري، د سنډورسټ اکاډمۍ روزل شوی سرتېری، د سویلي افریقا د بویر د جګړې اتل، د نوبل جایزې ګټونکی لیکوال او تاریخ لیکونکی، تکړه انځورګر او د بریتانیا په تاریخ کې تر ټولو اوږد خدمت کوونکي سیاستوال ګڼل کېږي. د ۱۹۲۲ او ۱۹۲۴ کلونو ترمنځ له دوو کلونو پرته، نوموړی له ۱۹۰۰ ز کال نه تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د پارلمان غړی و او په ټولیزه توګه یې د پنځو حوزو استازیتوب کاوه. نوموړی چې له فکري اړخه یو اقتصادي لیبرال او امپریالیست و، د خپلې تجربې په ډېره برخه کې د محافظه کار ګوند غړی و، چې له ۱۹۴۰ ز کال نه تر ۱۹۵۵ ز کال پورې د دې ګوند مشري هم وکړه. هغه د ۱۹۰۴ز کال نه تر ۱۹۲۴ ز کال پورې د لیبرال ګوند غړی و.     

چرچل چې له انګلیسي او امریکایی ګډ نسب نه و، په اکسفورډشایر کې په یوه بډایه اشرافي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. په ۱۸۹۵ ز کال کې نوموړی د بریتانوي پوځ په لیکو کې ګډون وکړ او د بریتانوي هند، د انګلیس - سوډان جګړه او د بویر په دویمه جګړه کې یې ونډه واخیستله او د جګړې د ډګر د خبریال په توګه او د خپلو مبارزو په اړه د کتابونو د لیکلو له امله یې شهرت ترلاسه کړ. نوموړی چې په ۱۹۰۰ ز کال کې د محافظه کار ګوند استازی وټاکل شو، په ۱۹۰۴ ز کال کې یې لیبرال ګوند ته مخه کړه. چرچل د هربېرت هنري اسکویث په لیبراله واکمنۍ کې، د سوداګرۍ د بورډ مشر او کورنیو چارو د وزیر، د زندان د اصلاحاتو او د کارګرانو ټولنیز امنیت د مشر په توګه دنده ترسره کړه. د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې د سمندري ځواکونو د لوی مشر په توګه، نوموړي د ګالیپولي جګړې مشري و کړه ،خو کله چې دا جګړه د یوه ناورین په بڼه را څرګنده شوه، هغه د لانکاسټر د دوک مشرۍ ته د رتبې تنزیل شو. د ۱۹۱۵ ز کال په نومبر کې نوموړي استعفا ورکړه او د شپږومیاشتو لپاره په لوېیځه جبهه کې د شاهي سکاتلنډي فیوزیل وسلوال ځواک سره یوځای شو. چرچل په ۱۹۱۷ز کال د ډېوېډ لویډ جورج تر مشرۍ لاندې حکومت ته راستون شو او په پرله پسې توګه د سلاکوټونو د وزیر، د جګړې د چارو د وزیر، د هوایي ځواکونو د چارو د وزیر او د مستعمیرو د چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړه او د انګلیس – آیرلنډ د تړون او په منځنی ختیځ کې د بریتانیا د بهرني سیاست مشري یې وکړه. په پارلمان کې له دوو کلونو نه وروسته، نوموړي د سټینلي بالډوین په محافظه کار حکومت کې د خزانې د وزیر په توګه دنده ترسره کړه، چې په ۱۹۲۵ ز کال کې یې د سټرلینګ پونډ بېرته د جګړې نه وړاندې د سرو زرو معیار ته راستون کړ، چې یو انقباضي فشار او د بریتانیا په اقتصاد باندې محدود کوونکی سیاست ګڼل کېده.  

د "بیابان کلونو" تر نامه لاندې، کله چې هغه په ۱۹۳۰ ز کلونو کې له حکومت نه بهر و، په نازي آلمان کې د پوځي ځواک له زیاتیدونکي ګواښ سره د مقابلې لپاره په وسلو باندې د بریتانویانو د سمبالولو غوښتنه وکړه. هغه بیا د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې د سمندري ځواکونو د لوی مشر په توګه وټاکل شو. د ۱۹۴۰ ز کال د مې په میاشت کې لومړی وزیر او د نیویل چیمبرلین ځایناستی شو.  چرچل یو ولسي حکومت را منځ ته کړ او د روم - برلین محور ځواک په وړاندې یې د متحدینو په جګړه کې د بریتانوي ښکېلتیا مشري په غاړه درلوده، چې پایله که یې په ۱۹۴۵ ز کال کې بریا ترلاسه کړه. د ۱۹۴۵ کال په عمومي ټاکنو کې د محافظه کارانو له ماتې وروسته، هغه د اپوزیسیون مشر شو. نوموړي له شوروي اتحاد سره د سړې جګړې د پراختیا په ترڅ کې، په ​​عامه توګه په اروپا کې "د اوسپنیزې پردې" دې خوا ته د شوروي د نفوذ خبرداری ورکړ او د اروپا یووالي ته یې وده ورکړه. هغه د ۱۹۵۰ز کال ټاکنې بیا و بایللې، خو په ۱۹۵۱ ز کال کې بېرته واک ته راستون شو. د نوموړي دویمه دوره په بهرنیو چارو کې، په ځانګړې توګه د انګلیس - امریکا په اړیکو او د بریتانوي سترواکۍ په ساتنه کې را نغښتې وه. په کورنیو چارو کې، د هغه حکومت د کورونو په ودانولو ټینګار وکړ او د اټومي وسلو پراختیا (چې له هغه وړاندې پیل شوې وه) یې بشپړه کړه. چرچل د ناسم روغتیايي حالت له امله، په ۱۹۵۵ ز کال کې د لومړي وزیر له چوکۍ نه استعفا ورکړه، خو تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د پارلمان غړی پاتې شو. هغه په ۱۹۶۵ ز کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې او د نوموړي جنازه په دولتي مراسمو سره خاورو ته و سپارل شوه.  

چرچل چې په پراخه کچه د شلمې پیړۍ له خورا اغېزناکو څېرو نه ګڼل کېږي، په انګلستان او لوېدیځه نړۍ کې د ډېر شهرت خاوند دی، چې په دې ځای کې د جګړې د ډګر د بریالي مشر په توګه شمېرل کېږي او د اروپا د لیبرال ولسواکۍ په دفاع کې یې د فاشیزم د خپرېدو په وړاندې ارزښتناکه ونډه لوبولې ده. نوموړی د یو ټولنیز اصلاح کوونکي په توګه هم ستایل کېږي، خو هغه د جګړې په وخت کې د ځینو پېښو له امله – په ځانګړې توګه  د جرمني ښارونو بمبارۍ او د بنګال لوږې ته د نوموړي د حکومت غبرګون او د امپریالیستي نظریاتو او د نژاد په اړه د تبصرو له امله تر نیوکو لاندې دی.

سرچینې

  1. سرچينې تړی: http://www.nytimes.com/learning/general/onthisday/big/0114.html.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ۲٫۵ ۲٫۶ ۲٫۷ ۲٫۸ دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118520776. ويل شوي په: Catalog of the German National Library. بياځلي سمون: ۳۰ اگست ۲۰۲۴. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118520776. بياځلي سمون: ۹ اپريل ۲۰۱۴. سرليک: Winston Churchill. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ويل شوي په: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 119836090. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ويل شوي په: RKDartists. RKDartists ID: 16810. سرليک: Winston Leonard Spencer (Lord) Churchill. اثر ژبه: هالنډي ژبه.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ويل شوي په: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
  7. سرچينې تړی: http://www.britishpathe.com/video/winston-85-not-out/query/clementine.
  8. سرچينې تړی: http://www.express.co.uk/news/history/554733/Sir-Winston-Churchill-State-Funeral-50-Anniversary-Wartime-Prime-Minister.
  9. CONOR.SI ID: 21982819. ويل شوي په: CONOR.SI.
  10. ويل شوي په: The Fine Art Archive. AbART person ID: 15668. بياځلي سمون: ۱ اپريل ۲۰۲۱.
  11. ويل شوي په: Estonian Wikipedia. اثر ژبه: Standard Estonian. خپرېدو نېټه: ۲۴ اگست ۲۰۰۲.
  12. سرچينې تړی: https://www.loc.gov/exhibits/churchill/interactive/_html/wc0046.html.
  13. سرچينې تړی: https://www.nationalchurchillmuseum.org/the-old-lion-1941.html.
  14. سرچينې تړی: http://www.ceskenoviny.cz/zpravy/seznam-osobnosti-vyznamenanych-letos-pri-prilezitosti-28-rijna/1140646.
  15. سرچينې تړی: http://www.hrad.cz/cs/pro-media/tiskove-zpravy/8465.shtml.
  16. "Der Karlspreisträger 1955 Sir Winston S. Churchill" (in جرمني ژبه). بياځلي په ۱۴ ډېسمبر ۲۰۱۴.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  17. "The Nobel Prize in Literature 1953" (in انګليسي ژبه). Nobel Foundation. بياځلي په ۱۰ اپريل ۲۰۱۴.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  18. سرچينې تړی: https://www.nobelprize.org/nobel_prizes/about/amounts/.
  19. سرچينې تړی: https://event.ku.dk/sonningprisen/prismodtagere/.
  20. ويل شوي په: Journal officiel de la République française. خپرېدو نېټه: ۲۲ جون ۱۹۴۸. Page(s): 6010. اثر ژبه: فرانسوي ژبه. ISSN: 0242-6773.
  21. سرچينې تړی: https://www.nationaalarchief.nl/onderzoeken/archief/2.02.32/invnr/891ED.7/file/00029666.PDF.
  22. سرچينې تړی: https://commencement.miami.edu/about-us/archives/honorary-degree-recipients/index.html.
  23. سرچينې تړی: https://www.universiteitleiden.nl/en/about-us/facts-and-figures/laureates.
  24. سرچينې تړی: https://datastore.brussels/web/data/dataset/ereburgers2/dataset-viewer-resource. بياځلي سمون: ۱ ډېسمبر ۲۰۲۱.
  25. ويل شوي په: Plarr's Lives of the Fellows. Plarr ID: E006221b. بياځلي سمون: ۸ جنوري ۲۰۲۴. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  26. ويل شوي په: The London Gazette 32987. Page(s): 7861. بياځلي سمون: ۱۸ مارچ ۲۰۲۱. اثر ژبه: British English. خپرېدو نېټه: ۳۱ اکتوبر ۱۹۲۴. مسله: 32987.
  27. ويل شوي په: The London Gazette 32766. Page(s): 8017. بياځلي سمون: ۱۷ مارچ ۲۰۲۱. اثر ژبه: British English. خپرېدو نېټه: ۱۰ نومبر ۱۹۲۲. مسله: 32766.
  28. سرچينې تړی: https://www.mons.be/ma-commune/vie-politique/conseil-communal/ordres-du-jour-et-proces-verbaux/archives/2002/conseil-2002-06-23/pv-23-juin-02.pdf.