نیکول اورېسمې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نیکول اورېسمې
(فرانسیسی: Nicole Oresme د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نیکول اورېسمې

د شخص معلومات
پيدايښت ۱ جنوري ۱۳۲۳
مړینه 11 جولای 1382 (59 کاله)[۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب کاتولیکه کلیسا[۳]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم پاریس پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده فیلسوف
فزيک پوه
دينپوهنه  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فیلسوف  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی پاریس پوهنتون  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نیکول اورېسمې (په فرانسوي: [nikɔl ɔʁɛm]، یا نیکول اوغیم، له شاوخوا ۱۳۲۰ – ۱۳۲۵ څخه د ۱۳۸۲ کال د جولای تر ۱۱)، چې د نیکولاس اورېسمې، یا نیکولاس دي اورېسمې په نوم هم پېژندل کېږي، د منځنیو پېړیو فرانسوی فیلسوف و. نوموړي د اقتصاد، ریاضیاتو، فزیک، طالع پوهنې او ستورپوهنې، فلسفې او خدای پېژندنې په اړه اغېزمن اثار لیکلي. همدارنګه نوموړی د د لیزیوکس کشیش، ژباړن، د فرانسې د پاچا پنځم چارلز سلاکار او د ۱۴ پېړۍ د اروپا له برلاسو اندیالانو و.  [۴][۵]

ژوند[سمول]

نیکول اورېسمې چې د نورماندي کان سیمې ته نږدې د بایو کلیسا په سیمه کې د الیماګنیس په کلي کې (د نن ورځې فلیغی-سیغ-اوغنه) شاوخوا ۱۳۲۰ – ۱۳۲۵ کلونو کې زیږېدلی. تقریباً د هغه د کورنۍ په اړه هېڅ معلومات نشته. دا حقیقت چې اورېسمې د ناوارې په شاهي تمویل شوي او سبسایډي کالج کې، چې د پاریس په پوهنتون کې د ډېرو بېوزلو زده کونکو لپاره یو انستیتیوت و، درس لوستلی، دا شونتیا په ګوته کوي چې نوموړي له کومې کلیوالې بزګرې کورنۍ و. [۶]

اورېسمې په پاریس کې د ژان بوریډان (چې د طبیعي فلسفې د فرانسوي ښوونځي بنسټ ایښودونکی دی)، د ساکسوني له البرت او ممکن د انګین له مارسیلیس سره یوځای "هنرونه" ولوستل، او هلته یې هنرونو په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه. نوموړي له وړاندې په ۱۳۴۲ کال کې د اوکام د ویلیام د طبیعي فلسفې په اړه د پېښو په اوږدو کې د هنرونو په برخه کې کادري ماسټر و. [۷]

نوموړی په ۱۳۴۸ کال کې په پاریس کې د خدای پېژندنې په برخه کې محصل و. هغه په ۱۳۵۶ کال کې دوکتورا تر لاسه کړه او په همدې کال د ناوارې په کالج کې لوی ماسټر شو. نوموړي په ۱۳۶۴ کال کې د روان د جامع کلیسا رئیس وټاکل شو. شاوخوا په ۱۳۶۹ کال کې، نوموړي د پنځم چارلز له غوښتنې سره سم د ارسطو د اثارو د ژباړې لړۍ پیل کړه. چارلزهغه ته په ۱۳۷۱ کال کې تقاعد منظور کړ او هغه یې په ۱۳۷۷ کال کې د لیزېیو کشیش وټاکه. نوموړي په ۱۳۸۲ کال کې په لیزېیو کې مړ شو.  [۸]

علمي کار[سمول]

کیهان پوهنه[سمول]

نوموړي په خپل Livre du ciel et du monde Oresme اثر کې په خپل محور باندې د ځمکې د ورځنۍ څرخېدنې په اړه او دهغې په ضد په یو لړ شواهدو بحث وکړ. د ستورپوهنې له اړخه، هغه دا ثابته کړه چې که ځمکه حرکت کولای او نورو آسماني کرو حرکت نه کولای، ټول هغه حرکتونه چې موږ یې په اسمانونو کې ګورو او د ستورپوهانو له خوا محاسبه کېږي، به کټ مټ داسې ښکارېدل چې ګواکي نورې کرې له ځمکې چاپېره حرکت کوي. هغه دا فزيکي استدلال رد کړ چې که ځمکه حرکت کوي، نو هوا به شاته پاتې شي چې له ختيځ څخه لويدېځ ته د لویو بادنو لامل کېږي. د نوموړي په ​​اند، ځمکه، اوبه او هوا ټول یوځای حرکت کوي. د روحاني لیکنو په اړه چې د لمر د حرکت په اړه خبرې کوي، نوموړی دې پایلې ته ورسېد چې "دا لیکنې دودیزو مشهورو ویناوو ته ورته دي" او نه باید کره وګڼل شي. هغه دا یادونه هم وکړه چې دا به د کوچنۍ ځمکې لپاره خورا آسانه وي چې په خپل محور حرکت وکړي، نه دا چې د ستورو پراخه ساحه له ځمکې چاپېره حرکت وکړي. په هر حال، هغه دې پایلې ته ورسېد چې د دې دلیلونو څخه هېڅ یو قطعي نه دی او لکه څنګه چې زه په دې اند یم "هرڅوک په دې اند دي چې اسمانونه حرکت کوي، نه ځمکه."[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په ستورپونه نیوکې[سمول]

په خپل ریاضیاتي کار کې، اورېسمې د نامتناسبو کسرونو اند ته وده ورکړه. دا هغه کسرونه دي چې د یو بل د توانونو په توګه نه شي ښودل کېدای، او احتمالاتي، احصایوي دلیلونه یې د دوی د نسبي فریکونسۍ په توګه وړاندې کړل. له دې څخه، هغه استدلال وکړ چې پراخ احتمال شته چې د ورځې او کال اوږدوالی نامتناسب (غیر ناطق) وي، چې په همدې ډول به په حقیقت کې د سپوږمۍ او نورو سیارو د حرکتونو دورې وي. د دې پر بنسټ، هغه یادونه وکړه چې د سیاروي تقارن او تقابل به هېڅکله هم په ورته ډول تکرار نشي. اورېسمې ټینګار وکړ چې دا د هغو ستورپوهانو ادعاوې ردوي چې فکر کوي "دوی د حرکتونو، مسیر، تقارن او تقابل د دقت په اړه پوهېږي ... او د راتلونکو پیښو په اړه په بيړه او غلطۍ [قضاوت کوي]." [۱۴][۱۵]

د ستورپوهنې په اړه په نیوکه کې اورېسمې په خپل Livre de divinacions  اثر کې وویل چې دا شپږ برخې لري. لومړی، اساسي ستورپوهنه، چې د آسماني اجسامو حرکتونه دي، هغه غوره پوهه ګڼي، خو په کره توګه یې د پوهې وړ نه بولي. دوهمه برخه هغه دي چې په ټولو کچو کې په ځمکنیو پیښو باندې د آسماني اجسامو اغېزو تر بحث لاندې راولي. اورېسمې دا ډول اغېزې نه ردوي، خو عامه نظریاتو سره سم وایي چې یا دا کېدای شي په خالص سمبولیک ډول د آسماني اجسامو نظم دا پېښې په ګوته کړي، یا دا چې دوی حقیقت کې په قطعي ډول د داسې پېښو لامل کېږي. د منځنیو پېړیو پوه چاونسي ووډ څرګندوي چې دا لویه نظریه "دا ډېره ستونزمنه کوي ​​چې دا معلومه کړي چې څوک د ستورپوهنې په اړه څه باور لري".[۱۶][۱۷]

دریمه برخه د وړاندوینې په اړوند دي، چې پیښې په دریو بېلابېلو کچو کې تر پوښښ لاندې راولي: یعني د انسان په طبعیت باندې له اغېزو سره، یعنې د بدن په څلورو ارسطويي مایعاتو باندې له اغېزو سره، لویې پیښې لکه وبا، لوږه، سیلابونه او جګړې؛ هوا، بادونه او طوفان؛ او طب تر پوښښ لاندې راولي. اورېسمې دا ټول د بېلاره کوونکو په توګه تر نیوکه لاندې راولي، که څه هم هغه مني چې وړاندوینه د مطالعې مشروع ساحه ده، او استدلال کوي چې په هوا باندې اغېزه، په لویو پیښو د اغېزو په پرتله لږ شهرت لري. نوموړي مشاهده کړه چې ماڼوګان او بزګران د ستورپوهانو په پرتله د هوا په وړاندوینه کې برلاسي دي او په ځانګړې توګه د ستوپوهنې په بنسټ وړاندوینه تر نیوکه لاندې راولي. نوموړی په کره توګه یادونه کوي چې، له هغه وخته چې دایره البروج په لومړی ځل پخوا وړاندې شو، دایره البروج (د میاشتو دوران) د ثابتو ستورو په نسبت (د اعتدال د دقت له امله) حرکت کړی. دا لومړۍ دری برخې هغه څه دي چې اورېسمې په ځمکه کې د ستورو او سیارو (د لمر او سپوږمۍ په ګډون) فزیکي اغېزې په پام کې نیسي، او پداسې حال کې چې نوموړي په هغوی نیوکې وړاندې کوي، خو مني چې اغېزې شتون لري. وروستۍ درې برخې هغه څه دي چې اورېسمې یې د (ښه یا بد) بخت اړوند بولي. دا پوښتنې دي، پدې معنی چې د ستورو څخه پوښتنه کېږي چې کوم وخت کارونه ترسره کړي، لکه سوداګریزې راکړې ورکړې. بل ځینې ټاکنې دي، پدې معنی چې د چارو د ترسره کولو لپاره، لکه واده یا جګړه، کوم وخت غوره وخت غوره دی. او بل یې زیږون دی، په دې معنې چې د زیږون د ستورپوهنه چې د زیږون جدولونه لري، د عصري ستورپوهنې ډیری برخه جوړوي. اورېسمې دا پوښتنې او ټاکنې د "بشپړو ناسمو" هنرونو په توګه طبقه بندي کوي، خو د زیږون په اړه د نوموړي نیوکې په پراخه کچه په اند کې نیول کېږي. هغه دا ردوي چې هر ډول لاره د آسماني اجسامو له لوري له مخکې ټاکل شوې ده، ځکه چې انسانان آزاد تقدیر لري، خو هغه دا مني چې آسماني اجسام کولای شي د هر انسان د طبعیت د جوړښت له لارې د هغه په چلند او عادت اغېزه وکړي. په ټولیز ډول، د اورېسمې شکاکیت په بنسټیزه توګه د ستورپوهنې د ساحې په اړه د هغه د پوهېدو پر بنسټ رامنځ ته شوی. نوموړی هغه شیان مني چې عصري شکاکیت یې ردوي، او ځینې شیان ردوي - لکه د سیاریوي حرکتونو د پوهې وړتیا، او په هوا باندې اغېزې - چې د عصري ساینس لخوا منل شوي دي. [۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. http://data.bnf.fr/11918181/nicole_oresme/
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119181813 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. Catholic Hierarchy person ID: https://www.catholic-hierarchy.org/bishop/boresme.html — د نشر نېټه: ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۰ — سرليک: Catholic-Hierarchy.org — پیدا کوونکی: David Michael Cheney
  4. Wallace, William A. (1981). Prelude to Galileo: essays on medieval and sixteenth-century sources of Galileo's thought. Springer Science & Business. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9027712158. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Léon Warnant (1987). Dictionnaire de la prononciation française dans sa norme actuelle (په فرانسیسی ژبه کي) (الطبعة 3rd). Gembloux: J. Duculot, S. A. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-8011-0581-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Edward Grant, ed., De proportionibus proportionum and Ad pauca respicientes, (Madison: University of Wisconsin Pr., 1966), p. 4.
  7. William J. Courtenay, The Early Career of Nicole Oresme, Isis, Vol. 91, No.3 (Sept. 2000), pp 542–548.
  8. Edward Grant, ed., De proportionibus proportionum and Ad pauca respicientes, (Madison: University of Wisconsin Pr., 1966), pp. 4–10.
  9. Edward Grant, The Foundations of Modern Science in the Middle Ages, (Cambridge: Cambridge University Press, 1996), pp. 114–16.
  10. Oresme, Le Livre du ciel et du monde, pp. 521–3
  11. Oresme, Le Livre du ciel et du monde, p. 531
  12. Oresme, Le Livre du ciel et du monde, p. 535
  13. Oresme, Le Livre du ciel et du monde, p. 537
  14. Franklin, James (2001). The Science of Conjecture, Evidence and Probability before Pascal. Baltimore: Johns Hopkins University Press. د کتاب پاڼي 140–145. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801865695. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Oresme, Ad pauca respicientes, p. 383.
  16. Coopland, G. W. (1952). Nicole Oresme and the Astrologers: A Study of his Livre de Divinacions. Harvard University Press; Liverpool University Press. د کتاب پاڼي 53–57. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Wood, 1970. p. 9
  18. Wood, 1970. pp. 8–11