نورتورپ گرومان بي ۲ سپېريټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Boeing B-2

هېواد USA
د الوتکې ډول بم غورزوونکې الوتکه
د الوتکې تولیدونکی Boeing
لمړی الوتنه ۱۹۸۹
د الوتکې استعمالونکی USAF

نورتورپ ګرومان بي ۲ سپیریټ (په انگرېزي: Northrop Grumman B-2 Spirit) د جېټ د گڼه منظوره امریکایی ستراتیژیکی بم غورځونکي الوتکه ده چې د مځکني هدفونو د منځه وړولو لپاره ور څخه کار اخیستل کېږې. دغه الوتکه د گرومان د طراحی شرکت لخوا طرح شوه. د بې ۲ بم غورځونکي الوتکه چې پوښ یې بیخي بل ډول دی او څيړنیز نوم یې کامپوزیت دی دا الوتکه کولای شي د رادار شعاوې جذب کړي او د رادار پر مخ د یو وړوکي شي په توگه لیدل کیږي، هره بي۲ ډوله الوتکه دوه میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالره ارزښت لري. ویل کیږي امریکا د دې الوتکې نوی ډول هم جوړ کړي چې په ۲۰۱۸ کال کې به نندارې ته وړاندې شي.

تاریخ

د بي ۲ د بم غورځونکي الوتکې ترقی (پراختیا) په ۱۹۸۲ کال کې پېل شوه. د بي ۲ د الوتکې د ترقي قیمت ۲۳ میلیارد ډالره ته ورسېده. د الوتکې لمړي الوتنه په ۱۹۸۹ کال کې ترسره شوه. امریکایی هوایی ځواک دغه بم غورځونکي الوتکه د ۱۹۹۳ کال راهسي کار اخلي. امریکایی پوځ لمړي ځل د دغی الوتکې څخه په ۱۹۹۹ کال کې د کوسوو په جگره کې کار واخیست. په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د بي ۲ الوتکې د طالبانو پر ځواکونو برید وکړې.





سرچینې

[د محمد الله آرین پښتو بلاگ]