نسیم پيدراد
ونگبڼه
| نسیم پيدراد | |
|---|---|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۸ نومبر ۱۹۸۱[۱] تهران |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | د کیلیفورنیا پوهنتون، لاس انجلس |
| کار/مسلک | لوبگر [۲]، غږ ورکونکی ستوری ، سکرين ليکوال ، تلویزیون ستوري ، فلم لوبګر ، ټوکمار |
| مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۳]، پارسي ژبه [۳] |
| د کړنې څانګه | لوبگري [۴] |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB مخونو | |
| سمول |
|
نسیم پدراد (په انګلیسي: Nasim Pedrad) يوه ايرانيالاصله امريکايۍ فيلمي لوبغاړې ده چې د ۱۹۸۱ کال د نومبر پر ۱۸مه په تهران کې زېږدلې.
پيدراد يوه رسنيزه څېره ده او په تلويزيوني خپرونو کې د کوميډينې په توګه برخه اخلي. هغې د «علاءالدين» په امريکايي خيالي فيلم کې د شهزادګۍ د مزدورې په توګه رول لوبولی د هغه فيلم له کبله نوموړي څه ناڅه شهرت ترلاسه کړی دی.
ژوندليک
[سمول]پيدراد د ایران په تهران کې وزېږېدل چې بيا وروسته مور او پلار يې جرمني هېواد ته کډوال شول، د پيدراد پلار له ډېرو هڅو وروسته بريالی شو چې امریکا ته کډوال شي خو مېرمن او لور (پيدراد) يې له مجبوريته په جرمني کې پرېښودل. کله چې د پيدراد پلار په امريکا کې مېشت شو او هلته يې د کډوالۍ اسناد ترلاسه کړل نور مېرمن او لور يې وروغوښتل، پيدراد هغه مهال درې کلنه وه.
سرچينې
[سمول]- ↑ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1840659/ — خپرېدونېټه: ۱۵ جولای ۲۰۱۶
- ↑ Deutsche Synchronkartei actor ID: https://www.synchronkartei.de/darsteller/53507 — خپرېدونېټه: ۴ اپريل ۲۰۲۲
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0258288 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0258288 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
