نستور کیرشنر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نستور کیرشنر
(هسپانوي: Néstor Kirchner د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نستور کیرشنر
نستور کیرشنر

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Néstor Carlos Kirchner Ostoić د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۵ فبروري ۱۹۵۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 27 اکتوبر 2010 (60 کاله)[۸][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت ارجنټاین[۹]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه کریسټینا فرناندز د کیرشنر (۹ مې ۱۹۷۵–۲۷ اکتوبر ۲۰۱۰)  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه هسپاني  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني[۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۱۱][۱۲]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
نستور کیرشنر
نستور کیرشنر

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نستور کارلوس کیرشنر (زوکړه: د ۱۹۵۰ زکال د فبروري ۲۵ مه – مړینه: د ۲۰۱۰ زکال د اکتوبر ۲۷ مه) ارجنټایني وکیل او سیاستوال و چې له ۲۰۰۳ زکال څخه یې تر ۲۰۰۷ زکال پورې د ارجنټاین د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. نوموړی له ۱۹۹۱ زکال څخه تر ۲۰۰۳ زکال پورې د سانتاکروز ایالت والي، د سویلي امریکا د ملتونو د اتحادیې سکرتر جنرال او د خپلې مېرمنې کریسټینا فرناندز د کیرشنر د ولسمشرۍ پر مهال هېواد لومړنی نارینه و. له دې سربېره له ۲۰۰۸ زکال څخه تر ۲۰۱۰ زکال پورې د عدالت غوښتونکي ګوند مشر هم و. له ایدیالوژیک پلوه نوموړی د خپل سیاسي لیدلوري کیرشنرېزم له مخې ځان پرونېست (Peronist) او پرمختګ غوښتونکی باله. [۱۳][۱۴][۱۵]

کیرشنر د سانتاکروز په ریو ګالګوس کې وزېږېد او د لاپلاتا په ملي پوهنتون کې یې د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړې. نوموړي دغه مهال له کریسټینا فرناندز سره ولیدل او ورسره یې واده وکړ، له فراغت وروسته له خپلې مېرمنې سره ریوګالګوس ته راستون شو او یو حقوقي شرکت یې پرانیست. مبصرین د کثیفې جګړې پر مهال د قانوني فعالیت د نه کولو له امله پر هغه نیوکې کوي، هغه موضوع چې د ولسمشر په توګه یې خپله هم د هغه اړوند فکر کاوه. کیرشنر په ۱۹۸۷ زکال کې ځان د ریو ګالګوس د ښاروالۍ او په ۱۹۹۱ زکال کې د سانتاکروز د ولایت لپاره نوماند کړ. نوموړی په ۱۹۹۵ او ۱۹۹۹ زکال کې دوه ځله د خپل ایالت د اساسي قانون د اصلاح له امله د والي په توګه وټاکل شو. کیرشنر د بوئنوس ایرس ایالت له والي ادواردو دوالده سره د هېواد د ولسمشر کارلوس نم پر وړاندې لاس یو کړ.

په داسې حال کې چې دوالده په ۱۹۹۹ زکال کې ولمسشریزې ټاکنې وبایللې، خو هغه مهال چې د ۲۰۰۱ زکال د ډسمبر میاشتې د پاڅونونو پر مهال پخوانیو ولسمشرانو فرناندو دی لا روا او آدولفو رودریګز ساآ استعفا ورکړه، نوموړی د کانګرس له خوا د ولمسشر په توګه وټاکل شو. دوالده په ۲۰۰۳ زکال کې کیرشنر ته وړاندیز وکړ څو په ۲۰۰۳ زکال کې ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړي څو وکولای شي ولسمشرۍ ته د منم له بېرته ستنېدو مخه ونیسي. منم د ولسشمرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې له نورو نوماندانو زیاتې رایې ترلاسه کړې خو له دې څخه په وېرې چې په دویم پړاو ټاکنو کې به ماته وخوري له ټاکنو پر شاه او په دې سره کیرشنر ولسمشر شو.

کیرشنر د ۲۰۰۳ زکال د مۍ په ۲۵ دنده پیل کړه. روبرتو لاواګانا چې د دوالده په کابینه کې یې د اقتصاد د وزیر په توګه د اقتصاد په غوره کولو کې ونډه لرله، د اقتصاد د وزیر په توګه پاتې شو او خپلو چارو ته یې دوام ورکړ. ارجنټاین د خپلو تعلیق شوو پورونو اړوند مذاکره وکړه او د پیسو نړیوال صندوق ته یې خپل پورونه بېرته ورکړل. د احصایې او سرشمېرنې ملي ادارې د مخ پر ودې انفلاسیون د نه په پام کې نیولو اړوند مداخله وکړه. د سترې محکمې څو قاضیانو د استیضاح له وېرې استعفا ورکړه او نوي قاضیان په دندو وګمارل شو. د کثیفې جګړې پر مهال د ترسره شو جرایمو او له قانون څخه د سرغړونو د پېښو اړوند د ولسشمریزې عفوې فرمانونه لغو او د اساسي قانون خلاف اعلان شول. دغه چاره د هغه پوځیانو څخه د څېړنې د ترسره کېدو لامل وګرځېده چې په ۱۹۷۰ مه لسیزه کې یې خدمت کاوه. ارجنټاین د لایتن امریکا له هېوادونو سره خپلې راکړې ورکړې زیاتې کړې او همدارنګه یې له ۱۹۹۰ مې لسیزې راهیسې له متحده ایالاتو سره په خپل سر رامنځته شوي اړیکې ختمې کړې. په ۲۰۰۵ زکال کې د کاري دورې د نیمايي ټاکنې د کیرشنر د بریا لامل وګرځېدې چې په بوئنوس ایرس کې یې د دوالده برترۍ ته پای ټکی کېښود.

کیرشنر په ۲۰۰۷ زکال کې بیاځلي ټاکنو ته د مخه کولو پر ځای د خپلې مېرمنې څخه ملاتړ وکړ چې بیا د ولسشمرې په توګه وټاکل شوه. نوموړي په امانوئل عملیاتو کې د فارک یرغمل شوو کسانو د خلاصون په عملیاتو کې ونډه لرله او همدارنګه یې په ۲۰۰۹ زکال کې د بوئنس ایرس د ایالت د مرستیالۍ څوکۍ د نیمايي په ټاکنو په لږ توپیر ماته وخوړه. کیرشنر په ۲۰۱۰ زکال کې د سویلي امریکا د ملتونو د اتحادیې (UNASUR) د سکرتر جنرال په توګه وټاکل شو. هغه او مېرمنې یې (یا په مستقیم ډول او یا هم د خپلو نږدې همکارانو له لارې) د the Route of the K-Money  په نامه د ۲۰۱۳ زکال په سیاسي رسوايي کې ونډه لرله، په داسې حال کې چې قضایي څېړنو د نستور او یا هم کریسټینا د لاس لرلو اړوند هېڅ شواهد پیدا نه کړل. کیرشنر د ۲۰۱۰ زکال د اکتوبر په ۲۷ مه د زړه د سکتې له امله ومړ او د جنازې دولتي مراسم ورته ونیول شول.

ولسمشري[سمول]

لومړۍ ورځې[سمول]

کیرشنر د د ۲۰۰۳ زکال د مۍ په ۲۵ مه د ارجنټاین د ولسمشر په توګه دنده پیل کړه. د رواج پر خلاف د هغه د لوړې مراسم د کازا روزادا (ولسمشرۍ ماڼۍ) پر ځای د ارجنټاین د ملي شورا په ماڼۍ کې ترسره شول. هغه څرګنده کړه چې له سیاست څخه نیولې تر کلتور پورې به په ډېرو موضوعاتو کې د بدلونونو مشري وکړي. د هغه د لوړې په مراسمو کې ایالتي والیان، د سترې محکمې رئیس خولیو نازارنو، د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان او کیوبايي رهبر او ولسمشر فیډل کاسټرو ونډه لرله. رائول الفونسین یوازنی پخوانی ولسمشر و چې په دغه مراسمو کې یې ونډه لرله. نوموړی د اوېنډا د مایو (Avenida de Mayo) واټ له لارې پیاده کازا روزادا (ولسمشرۍ ماڼۍ) ته ولاړ څو له خلکو سره نږدې وي او په تصادفي ډول یې سر له یوې کمرې سره هم ولګېده چې په په دې سره یې تشریفاتي پروتوکول تر پښو لاندې کړ. [۱۶][۱۷]

له دې امله چې کیرشنر په ډېرو لږ رایو ولسمشرۍ ته رسېدلی و، د خپل نفوذ او سیاسي ځایګي د زیاتوالي په هڅه کې و. نوموړی نه یوازې په پي. جې (PJ) او راډیکالس کې (Radicales K) کې چې د راډیکال مدني ګوند څانګه وه، بلکې په ټولو ګوندونو کې ځانته د سیاسي متحدینو د موندلو په لټه کې شو. څو ګوندونو ته د هغه د لاسرسي موندلو دغه هڅو د «تفرقه پالنې» په توګه شهرت وموند. کریشنر د «نظام ضد انځور» په رامنځته کولو سره په ارجنټاین کې د «سیاسي تجدید احساس» دې واقعیت ته په پام رامنځته کړ چې د هغه ډیر دولتي همکاران سنتي سیاسي طبقې ته اړوند و. هغه د دوالده د کابینې څلور غړي له ځان سره وساتل. د اقتصاد وزیر روبرټو لاواګنا چې د اقتصادي ودې راوستلو اعتبار یې درلود او له دې امله پر خپل ځای پاتې شو چې د تېر حکومت ټاکل شوي اقتصادي سیاستونه مخته یوسي. ژینیس ګونزالس ګاریسا هم د عامې روغتیا د وزیر په توګه په خپلې څوکۍ پاتې شو. آنیبال فرناندز د کورنیو چارو وزارت او خوزه پامپورو هم د دفاع وزارت ته ولېږل شو. کېرشنر خپل څلور تنه هغه همکاران چې په سانتاکروز کې د ولایت پر مهال ورسره و له ځان سره راوستل. البرتو فرناندز چې د ده سیاسي مبارزه یې مخته وړه د وزیرانو د کابینې مشر وټاکل شو. سرجیو آسودو هم د استخباراتو مشر شو. خولیو دی ویدو یې د فدرال پلان جوړونې د وزیر په توګه وګماره هغه دفتر چې د خولیو د ایالتي دندې سره یې چارې یو ډول وې. له دې امله چې په ارجنټاین کې د خپلوانو د ګمارنې ټاکنې کومه غیرعادي چاره نه وه هغه خپله خور آلیسیا د ټولنیزې پراختیا وزیره وټاکه چې یو لړ بحثونه یې راوپارول. لومړی وزیر رافائل بیلسا د FREPASO په نامه بل سیاسي ګوند ته اړوند و. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

بهرنۍ پالیسي[سمول]

کیرشنر د ارجنټاین د بهرني سیاست پر وړاندې عملګرایانه چلن درلود او د ارجنټاین – متحده ایالاتو اړیکو د ۱۹۹۰ زکال د ځانګړو اړیکو په توګه دوام نه درلود. لومړي وزیر رافائل بیلسا د هېوادونو ترمنځ اړیکې «له یو ځای ژوند کولو پرته همکاري» وبلله چې د منم د واکمنۍ پر مهال ورته «جسماني اړیکې» ویل کېدلې. کیرشنر د امریکا د لویې وچې د آزادې سوداګرۍ له وړاندیز سره مخالفت وکړ، ځکه دا د امریکا د لویې وچې د اکثریت هېوادونو پر بنسټ و، په داسې حال کې چې ده د تناسبي استازولۍ سیستم غوره ګاڼه او په دې سره د مرکوسور بلوک ته زیات نفوذ ورکاوه. د امریکا د لویې وچې د مشرانو څلورمه غونډه په ارجنټایني ښار مار دل پلاتا کې ترسره شوه چې د امریکا د ولسمشر جورج ډبلیو بوش پر وړاندې د تاوتریخوالي څخه په ډکو لاریونونو پای ته ورسېده. خبرې اترې ودرول شوې او د امریکا لویې وچې د آزادې سوداګرۍ (FTAA) پلان عملي نه شو. کیرشنر د ملګرو ملتونو سازمان ته په خپلو خبرو کې وویل له دې سره چې د ترهګرۍ مخالف دی، خو له ترهګرۍ سره د جګړې ملاتړ نه کوي. هغه د متحده ایالاتو د دفاع وزیر له خوا د لیدنې غوښتنه رد کړه او خپل ځواکونه یې د ملګرو ملتونو د ثبات راوړنې ماموریت په چوکاټ کې هایتي ته ولېږل. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 129983721  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Nestor-Kirchner — subject named as: Nestor Kirchner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/60725520 — subject named as: Néstor Carlos Kirchner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/kirchner-nestor-carlos — subject named as: Néstor Carlos Kirchner — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb15125981z — subject named as: Néstor Kirchner — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=nestor;n=kirchner;oc=1 — subject named as: Néstor Kirchner
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000024607 — subject named as: Nestor Kirchner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. http://www.bbc.co.uk/news/world-latin-america-10627873
  9. http://www.nytimes.com/top/reference/timestopics/people/k/cristina_fernandez_de_kirchner/index.html
  10. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2016898154 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  11. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2016898154 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  12. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ko2016898175 — د نشر نېټه: ۲۷ جون ۲۰۲۳
  13. Petras او Veltmeyer 2016، ص. 60.
  14. BBC News. 18 April 2006. Analysis: Latin America's new left axis.
  15. "Galeria de Presidentes". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Alberto Amato (28 October 2010). "Un chico formado bajo los implacables vientos del sur" [A kid raised under the implacable winds of the south] (په هسپانوي ژبه کي). Clarín. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Majul 2009، ص. 17.
  18. Pablo Morosi (په 18 May 2003 باندې). Tiempos de militancia en La Plata Néstor Kirchner.
  19. "Kirchner aclaró que nunca fue montonero" [Kirchner clarified that he has never been Montonero] (په هسپانوي ژبه کي). Clarín. 6 May 2003. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Gatti 2003، ص. 13.
  21. Majul 2009، ص. 18.
  22. Gatti 2003، ص. 10.
  23. Gatti 2003، صص. 9–10.
  24. Majul 2009، ص. 19.
  25. "ALCA: la epopeya imaginaria del kirchnerismo que enfrió la relación con EEUU" [FTAA: The Kirchnerite alleged epic that froze the relation with the U.S.] (په هسپانوي ژبه کي). Infobae. March 22, 2016. د لاسرسي‌نېټه April 16, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Larry Rohter and Elisabeth Bumiller (5 November 2005). "Hemisphere Summit Marred by Violent Anti-Bush Protests". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Argentina's Kirchner Calls at UN for "New Financial Architecture"" (په هسپانوي ژبه کي). Executive Intelligence Review. 29 September 2006. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Fraga 2010، ص. 125.
  29. Domínguez 2010، ص. 104.
  30. Fraga 2010، ص. 36.